هم مو وژني، هم راباندي ژاړي!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ليکوال : عزت الله (ذکي)
د رواني مياشتې پر شپږمه د افغانستان د ملي امنيت رئيس په يوه ځانمرګې بريد کې، ژوبل شو. د سولې پيغام راوړونکې په خپل نېکر کې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکې توکې د اسدالله خالد په مېلمستون کې د نوموړي سره د روغبړ (ستړې مه سى) په حال کې منفجر کړل، چې له امله يې د ملي امنيت عمومي رئيس
سطحي زخمي شو. خالد په ونه دنګ ځوان د کلکي ارادې پاخه هوډ، قاطع تصميم او لوى زړه څښتن دى. نوموړى د کرزي د حکومت په لومړي سر کې، د افغانستان د ملي امنيت د ادارې د پنځم رياست کار کوونکى و، چې د خپل پرله پسې هڅو او زيار په پايله کې ډېر ژر په دوه زره و دوهم کال کې د غزني د والي په توګه و ټاکل شو. تر دوه زره پنځم کال پوري د غزني والي و، چې د هېواد د ولسمشر حامد کرزي د حکم پر اساس د دوه زره پنځم کال په اواسطو کې د کندهار والي په توګه وټاکل شو. خالد په ډېر برياليتوب سره تر دوه زره اتم کال پوري د کندهار د والي په توګه دنده اجرا کړل. د کندهار په څېر په نا ارامه ولايت کې تر ډېره د امنيت تا مينول، او د رغنيزو چارو پياوړي کول، د ښاغلي خالد د ارتقاء باعث شول او نوموړى د دوه زره و اتم کال په اواخرو کې د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير په توګه و ټاکل شو. اسدالله خالد د رحمان بابا د عالي لېسې څخه فارغ شوى دى. لوړي زده کړي يې د قانون په برخه کې په تاجکستان کې بشپړي کړي دي. نوموړى په قوم ترکى او په نولس سوه نهه شپېتم کال کې په غزني کې زېږېدلى دى. د ښاغلي خالد پلار د ظاهرشا په وخت کې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو وکيل و. پر اسدالله خالد دا ډول مرګوني حملې زياتې شوي، په دوه زره اووم کال کې نوموړى د وسله والو طالبانو تر ټولو خطرناک خونړي موټر بم له بريد څخه هم، روغ ووتئ. په هر صورت، د پوښتني ځاى دا دى، چې د دې بريدونو هدف څه دى اوطراحان يې څوک دي؟ د پاکستان يو تکړه ژورنالست، احمد رشيد چې اسدالله خالد د ملي امنيت رئيس وټاکل شو، وويل ښايي د اسدالله خالد ټاکنه د ملي امنيت د رئيس په توګه، د افغانستان او پاکستان اړېکې يو ځلې بيا ترينګلي کړي. د هېواد ولسمشر حامد کرزي وويل، پر اسدالله خالد د بريد په اړه به له پاکستان سره واضيح خبرې وکړي. تېره اوونۍ د ترکيې په کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو، د خبريالانو د پښتنو په ځواب کې وويل، چې پر اسدالله خالد د بريد په هکله به په ګډه، پلټنې پيل کوو. د پاکستان ولسمشر پر اسدالله خالد د بريد په اړه د يوې پوښتني په ځواب کې دا هم وويل چي، پاکستان ته يو موفق افغانستان په ګټه دى. حامد کرزي وويل، پر اسدالله خالد د بريد په تړاو خبرې اترې شوي دي، خو اوس نه غواړم په دې اړه نور جزيات ور کړم. تردې څو ورځي مخکې د کرزي د خبرو په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري، حنا رباني کهر ويلي وه، چې پر اسدالله خالد بريد کې پاکستان لاس نه لري، که افغان دولت کوم شواهد لري، وړاندې دي يې کړي. افغان دولت وايي، چې د سولې د رهبر په بڼه دغه ترهګر، د پاکستان د کويټي ښار نه راغلى و. د سولې دعالي شورا پخوانی مشر هم په يوه ورته بريد کې چې بريد کوونکى يې د پاکستان له کويټي راغلى و، ووژل شو. شنونکې وايي، چې پاکستان ته بايد د دغه راز بريدونو د مخنيوي لپاره سور څراغ ور کړل شي. پاکستان يو ډېر وژونکى سياست په افغانستان کې پرمخ بيايي. په تېرو يوولسو کلنو کې په زرګونو قومي مشران، علما، سياسي او علمي کادرونه، سپين ږيري، ښوونکې، ډاکتران اوافغان سياسيون د پاکستان د وژونکې لوبي خوراک شول، زموږ ګاونډي مو هره ورځ هم وژني هم راباندي ژاړي. هيله ده چې دولت او ملت، نور د خپل معنوي سټو د نړېدو د مخنيوي لپاره سره يو موټى شي او دا هېواد نور د غمونو پر ځاى د خوشحالۍ، ابادۍ او سر لوړۍ خاوند کړي.
ليکوال : عزت الله (ذکي)
سرچينه: (ټاټوبی) اوونيزه