د ژوند ادبي بهير شپېتمه ناسته

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ځاى:ننګرهارپوهنتون ، دناستو تالار.
وخت: پنجشنبه، ماسپښين.
کره کتنه: د رحمت الله حکيمي غزل
دغه ناسته پردوه بجې دښاغلي قاري صيب ادريس وقارزي پر تلاوت پيل شوه، دريځ ته خوشال درانى ودريد، او دتېرې ناستې دګزارش له پاره يې الله محمد اتل
مشواڼى وغوښت چې دمجيب الرحمن مخلص په غير حاضرۍ کې د هغه ليکل شوى ګزارش را واوروي.د ګوزارش دلوستلو انداز ښه وګڼل شو، خو ځينو ګډونوالو د مخلص دغه راپور ترلومړي هغه ښه ونه ګاڼه. د (پرځانګړې موضوع خبرې) برخې له پاره دادمحمدناوک دريځ ته وغوښتل شو، چې پنځه دقيقې يې پر يوه ټاکلې موضوع خبرې وکړي.
په کره کتنه کې ګډوانوالو غزل ډېرښه وګاڼه، خو دځينو په خبره (د اضافت تورى) په کې ډېر راوړل  شوى وو،چې له ګرامري اړخه يي هم بايد پرځاى (له) راشي، نه(د). په ټوله کې دګډونوالو له خولو غزل ښه وبلل شو،خودغه بيت ټولو لاښه وګاڼه:
راځه اور اورکى شه، هم رڼاکوه هم ژوند
له پښونه دې يو څوقدمه لرې پام کوه!
له ازادې مشاعرې وروسته، د راتلونکې ناستې له پاره د (پرځانګړې موضوع خبرې)  برخې ته زاهدالله ځيرک او ادبي درس ته شامحمود عابد د څه راوړلو ژمنه وکړه.
ناسته پردعايه تمامه شوه.
دادمحمد ناوک