ع. شريف زاد
د ټولو نه مخکې يوه ملت ته د ملت په سترګه کتل يو ډير مهم او پياوړى ارزښت دى چې سړى يي بايد ناديده ونه ګڼي . له بده مرغه نړي او په تيره بيا د ملګرو ملتو ز مونږ هيواد له يوه داسې بحران سره مخامخ کړ چې اوس د نيمې او نيم کله ادارې له توانه د هغه پر مختګ ډير اوچت کارګڼل کيږي.په سوله با ندې هر څوک ګړيږي
سوله بشپړه څيره لري . باور اوکلک نيت غواړى ،اخلاص، چټکتيا، ميړانه، پښتني ننګ او غيرت غواړي. قر باني غواړي او له خپلو ګټو څخه تيريد يل غواړي . په ګډ ژوند کې سالم انتقاد او له هر ډول کرکې نه ځان ژغورل يو دبل افغان منل غواړى. زمونږ په ټولنه کې د سولې عملي کيدل ډير اسانه کار دى خو په يوه شرط چې عملي بڼه ولري، له چل او فريب نه لرې وي،د واسطې او وسيلې نه ، دزرو او زورورو خلکو په کې د نوم او شهرت ا، دام او دانې، خود خواهي ،نفرت ، اوناپوهى په مانا لوبه ورسره ملګرې نه وى. د بې کفايت او با کفايت توپير وشى .د پلار د خولې په نوم سو استفاده کول بې له کوم اهليت او
لياقت نه بې له کومې تجربې او پيژند ګلوى نه د سولي کار مخکې نه بيا يي . څوک واقعا خپل ولس پيژني ؟ او څوک واقعا ددې اهليت او لياقت لرى چې هيواد وال د يوې ملي صبغې ، ايمان او مسلک تر جهان بينۍ لاندې په پوره اګاهي سره ملګري کړي. د ژبې په نوم له هرډول توپير نه لاس واخلي او سيمه ايزه توپيرونه که د هر چا په مشوره او مصلحت منځ ته راځي شنډ کړى. دي نه نورد بن، ګندمک،او ديورند مسله بايد جوړه نه شي ټولې برخې يي په اګا ه ،پوه او خبيرو افغانانو په پوره مساوات نظر کې ونيسي او په ريښتنۍ توګه د ريښتينې لارې ملګري شي مونږ فکر نه کووچې رښتيا به وروسته او يا ناکامه پا�
�ي شى. که زمونږ يووالى د اسلامي عقا يدو پر بنا کلک او عملاولاړ وي او د ټولو افغا نانو لپاره د منلو وړ وي. ، نو ا نشا الله ستونزي به کمې وي او د سولې لپاره به ډيره ښه زمينه برابره شي .په سولې کې با يد د سياست له نوم ګټه وانه خيستل شي . د خلکو په مينڅ کې د باور مزى بايد ټينګ شى چې دا خبره په ټولو قومونو او قبيلو کې يو ستر صفت دى او د همدې صفت له لوري خداى پاک د هر چا سره مرسته کوى. زمونږ ټولنه په وار وار له پښو غورځيدلې ، کړيدلې او ټولې برخې ېې تقريبا د ختميدو په حال کې دي چې دادى ډير واړه او نه مننونکى بهرني کلتور زمونږ ټولنې ته راځي لکه د ټټووهلو او حتې
تر دې چې د تلويژ ن ځينې پروګرامونه لا په ډيره نا اګاهانه تو ګه د نورو پيښې کوي او زمونږ بې تعليمه ځوانان پر هغو افتخار کوى. يا سندرې د افغانستان او کليپونه ېې د پاريس، لندن، هاليوود او باليوود په بڼه کې واه واه....... دادي هنر!!!!!
تا سې وګورى چې ڼړۍ په يو ويشتمه پيړۍ کومه خوا درومي او مونږ چيرې يو. نن سبا هر څوک د خپلو خلکو ګټې په نظر کې ساتي سره ددې چې د ننه په هيواد ډيرې مختلفې اجنداوى او ډلې موجودې وي. هيڅکله يو بل نه وژني او نه رټي حال داچې زمونږ دولت په وژلو پسې ديوه او بل په نوم را اخيستې ده او يا داچې بې ګناه کسان هسې د لانجې په نوم له مينځه ځې ولې؟ کوم عدالت په دې هکله پوښتنه کړې ده او يا کومه اداره مسوله ده مخکې له دې نه چې دلته د ګاونډيو پاليسي اوسياست مطرح شي بيا په ځانګړې تو ګه د حنا جنۍ او کياني تور پنجابي ليدنې کتنې!
مونږ بايد د هيواد ټول شيان د سياست په نوم او يا د سياست نه قربانى نه کړو او نور دغه غلط کارونه کوم چې د تاريخ په اوږدو کې ددې هيواد لپاره شوي تکرار کړو چې هيڅ ډول سود نه لري. وايي چې" غوټه په لاس خلاصيږي نو خولې ته څه ضرورت نشته". که مونږ افغانان خپله مسله په خپله حل نکړو او يا په خپله پريکړو او وينا وو کلک ونه دريږو نو بل به زمونږ لپاره څه وکړى؟او له بل چا نه بايد په هيڅ صورت توقع ونه لرو.ګرانو هيواد والو مو نږله هر څه نه مخکې سولې ته ضر ورت لرو او په سوله کې موهم ايمان قوي او هم دنړۍ خلکو ته ښه ښکارو بل دا چې هيواد مو پياوړي کيږي . مونږ به د انتر نټ کليپ
ونو، ټټو، د يو تيوب ډيره بې ادبه او له انساني اخلاق اومعاشرت نه ليرې ويديوګانو باندې څه وکړو ؟. مونږ په بهرکې او دننه په ميډيا کې په دې ګرمو اتڼنونو څه وکړو ؟ مونږ به د ا غوړې او چربي خبرې تر څو پورې کوو؟
ا نصا ف ښه شى دى لږ ځانونو ته پاملرنه وکړي او سوچ وکړى چې مونږ او زمونږ ټولنه د کومو مشکلاتو سره د نړۍ په هر ځاى لاس او ګريوان ده.
زمونږ هيواد، ولس کلک او باتور ولس د ګاندې په خبره بيا په پښو دريدل غواړي د لويدلو وخت يي لاړ خو دا مهمه ده چې څنګه بيا بيرته په پښو ودريږو. زمونږ ځوان نسل دادى کرار کرار په بهر کې بې فرهنګه کيږي ، شرم او حيا له مينځه ځي، د ټولنې اجتماعى ښيګيڼې د سترو لانجو سره مخامخ کيږي .زمونږ دروند او اخلاقي فهنګ او کلتور مسخره کيږي او دادي دبل چا کلتور مونږ ته ښه بريښي. په څو کلونو کې نور ستر بدلونونه يو په بل پسې را روان دي. زمونږ پروفيسواران په درانه خوب ويده دى او يا په ديرو ليرو شاخونو کې د شاهين پروازونه په خوب کې وينى.
د سولې په پړاو کې زمونږ حا لت بد ليدونکې او هرڅه به په خپل وار سره په بشپړ سکون کې د برياليتوب مرحلې ته ورسيږي او انشا الله ټولنه به مو ډير ستر برياليتوبونه تر سر ه کړي چې داکار هم د يوې او دوه لسيزو خبره نه ده.
په درناوۍ