دَ خپله لاسه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
تـــوا تــرابی‏
کله چې هغه دَ سعودي په ائيرپورټ کوز شو، نو ټول خلق په قطارونو کښې ولاړ وو ـ ځکه چې يو ملک ته داخلېدو دَ پاره اجازت پکار وي ـ
دغه شان دې هم ولاړ ؤ ،خو څه سعت پس پوليس راغے او دې ئې له قطاره ؤوستو ځکه چې دې لږ دَ نورو نه بدل ښکارېدو ـ پښتون ؤ الله پاک ورله سپين رنګ ، ښکلی وجود ورکړے ؤ ـ ښه په فيشن کښې ؤ ، تورې چشمې ، تهرې فيس سوټ ، تور بوټان ئې په پښو وو ، تعليم يافته ؤ ـ

چې کله هغوئ کمرې ته بوتلو نو دې خو په عربۍ نه پوهيدو خو په انګرېزۍ کښې ئې ورسره خبرې کولی ،هغوئ ورته مخې ته يخ او چائی کېښودل او ورته ئې ؤوئيل چې جي ! تاسو خپل پاسپورټ راکړئ چې انټري سټيمپ درته ؤلګؤ ، کله چې ده پاسپورټ ورکړو نو دَ پاسپورټ کتو نه پس ورته هغه پوليس ؤوې پاسه ، ؤځه او بهر په قطار کښې ؤدرېږه  ـ