بې وخته آذان

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی

وایي هغه چرګ چې بې وخته آذان وکړي سریې دپرې کولو دۍ۰ خوکله چې  دیوه هیوا د مشر بې وخته داسې څرګندونې وکړي چې حتی ساده خلکویوولس کاله مخکې درک کړې وې ۰ دې ساده خو با احساسه خلکو دپردیودکرغیړنوموخواوتوطئوپه پوهیدوسره دهغودشنډولولپاره مټې راونغښتې ۰

خوبالمقابل توطئه ګرواودهغوی افغان ملګرو لسګونه زره تنه په بمباریو اوجګړوکې ووژل ، چانواري یې کړ ل ،کورونه اوکلي یې وروران کړل  ، زرګونه تنه یې جیلونوته ورټيل وهل  ، بې عزته یې کړل ،  دخپل کورکلي اوهیواد پریښودلو ته یې اړکړل ۰ دې ټولوته په کتوسره دداسې  ولسمشر سره  څه وشي ؟  خبره دښاغلي کرزي دهغو څرګندونوپه اړه ده چې دوه ورځې مخکې یې ویلي چې دپښتنوپه وړاندې نړیوالې توطئې روانې دي اوپښتانه ددې توطئوقربانیان دي۰  هغه دهغوتوطئو خبره کوي چې دده په واکمنی اودده په وجودکې دپښتنوخلاف پلې شوې اولاپلې کیږي۰ کله چې ولسمشردخپل ولس په وړاندې ، دخپل قوم اوټبر په وړاندې«دنړیوالې ټولنې» دتوطئې خبره کوي هغه «نړیواله ټولنه »چې دی یې په افغانستان کې دیسانت کړ، ظاهرآ یې واک ته ورساوه اوتردې مهاله دده له واکمنۍ څخه دفاع کوي۰ دایوولس کاله کرزی هغه پښتانه چې دنړیوالو توطئو په وړاندې دریدلي دي ، قرباني ورکوي هغوی ته دپردیوپه شان ترهګر ویل۰   ولسمشرداهم ویلي دي چې دطالبانوتحریک لویدیځ اوپاکستان جوړکړی اودیوې  مهمې وسیلې په توګه یې  وکاراوه ۰ داچې طالبان اودهغونه مخکې په ۱۳۵۷ کال کې اووه ګوني اواته ګوني تنطیمونه چا جوړکړل، چا چاغ کړل اودچاله ملاتړنه برخمن وو ټولو ته څرګنددي ۰ آیا هغه تنظیم چې ولسمشریې غړیتوب درلود ښاغلي صبغت الله مجددي جوړکړاودهغو په جوړولو کې لویدیځوالواوپاکستان هیڅ رول نه درلود اوهغه دیوې وسیلې په توګه ونه کارول شو؟  دتیرونه به تیرشواودښاغلي کرزي اودهغو لیکوالونه چې په افغانستان کې دطالبانووروسته بهیرتائیدوي  ټپوس کیږي چې ښاغلي کرزی  چا واک ته ورساوه ؟ دطالبانو وروسته حکومت په کابل کې جوړشویا نړیوالو دجرمني په بن کې جوړکړ ؟ داحکومت کوم واک لري اودایوولس کاله  دپردیو لخوا دیوې وسیلې په توګه نه کارول کیږي ؟  هغه توطئې چې دایوولس کاله دپښتنوپه وړاندې پرمخ ځي ددې واکمنی مشر اوس پرې خبریږي ؟ دایوولس کاله پښتانه وژل کیږي ، کورونه یې ورانیږي ،بې عزته کیږي ، دتعلیم نه محروم دي او دخپلو کورونونه شړل کیږي ۰ ژوندي خویې پریږده چې  دپښتنوهغوتلپاتې ځلانده ستورولکه احمدشاه دراني ، وزیراکبرخان ،شاه امان الله اونوروته چې ددې فاني نړی نه یې سترګې پټې کړي هم سپکاوی کیږي ۰                

ښاغلی کرزی ! دپښتنوپه وړاندې توطئې ستا په واکمنیدوسره دبل هروخت په پرتله  قوت وموند  تر دې چې عادي بیسواده خلکوهم هغه احساس اودرک کړې۰ له بده مرغه تاسې ،دواک نورولیوالو اوپردی پاله باسواده قشردا توطئې نه لیدلې ۰بده لا داچې دپښتنوپه وړاندې دتوطئو دپلې کیدوډیره مناسبه وسیله تاسې وی۰ دپښتنوپه وړاندې نړیواله توطئه ددې سبب شوله چې یوشمیرپښتانه  وسلې ته لاس واچوي اودپردیو لښکروپه وړاندې وجنګیږي ترڅو دا توطئې شنډې کړي هغوی ته ترهګراو هغو روڼ اندو پښتنوته چې داشغالګرودکرغیړنوموخواوتوطئودبربنډولو په لاره کې یې قلم کارولی دۍ هغوی ته ترقي ضداوقبیله ګراوویل شول ۰ پایله یې داشوه چې نړیوال پښتون دترهګر او ترقي ضد په نامه وپیژني ۰ پښتون چې پرون دامپراطوریودماتونکي اوټاتوبی یې دامپراطوریو د هدیرې نوم ګټلی ونن ستا دواکمنی له برکته دې ولس ته ترهګراوترقي ضد اوټاتوبي ته یې دترهګرواو د مخدره توکوځاله اودولت ته یې فاسددولت وایي۰ دپورتنیو خبروسره سره که په رښتیا سره تاسې معتقداو ډاډمن یۍ  چې دپښتنوپه وړاندې نړیواله توطئه روانه ده اوبیا موکومه بله لومه نده ایښې  معقوله لارداده اوتاسې ته ښایي چې ددولت له مشرۍ نه استعفي ورکړۍ اونړیوالوته ووایۍ چې زه نور ستاسو دتوطئودپلې کولووسیله نه یم او کومه بله  وسیله ومومۍ ۰ هغه وخت به افغان ولس ستا داخبره ومني چې په رښتیا سره تاسې دخپل وجدان په حکم سره پورتنی څرګندونې کړې دي ،بله  موخه نلرۍ اوکومه بله لوبه مونده پیل کړې داځکه چې پدې تیرو یوولسوکلوکې ستاسولخوا داسې څرګندونې اواوښکې تویونې په کراتوتکرارشوي دي ۰                                                                                                                                                                                                                          پای