د افغانانو د وژلو دسيسه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
يکوال : عزت الله (ذکي)
بې کېفيته او تر وخت تيردرمل زهر دي.دداسي درملو خوړل اواستمعالول چي وخت يې تېر شوی وي،اوياهم بې کېفيته وي ترګټې يې ناروغ ته تاوان ډير دی.په افغانستان کي اوس په زياتو درملتونونو کي،فرمايشي تروخت تير او بې کېفيته درمل پر ناروغانو پلورل کيږي.يوزيات شمېر درمل پلورونکي اوس درمل لکه يوې کمپنۍ
ته چي ((د بوټونو،چمپلانو))فرمايش ورکوې په فرمايشي ډول ارزانه اودخپل ذوق مطابق فرمايش ورکوي.په کندهار کي د عبدالولي په نوم درمل پلورونکی وايي ((موږ اوس فقط کمپنۍ ته ارډر ورکوو،د کندهارځينو ډاکترانو ته موږ درمل ورکوو،ډاکټران موږته وايي چي کېفيت مهم نه دی،فقط دوا ارزانه راکړی،نور تاسي پوهيږی هر رقم چي يې جوړوی،موږ يې کارولای شو)) په افغانستان کي په تيرو لسو کلونو کي د خصوصي سکتور چټکه وده که له يوه پلوه مثبت ګام وګڼل شي نوله بله اړخه بيا کله نا کله د ستونزو سبب هم ګرځي.د عامې روغتيا وزارت چي پدې برخه کي مسوليت او مکلفيت لري،تردې دمه په افغانستان کي د بې کېفيته درملو د راواردولو په مخنيوي کي پاته راغلی. د هيواد په زياتره سيمو کي بې کېفيته درمل په درمتلونونو ، او درمل پلورنځيو کي پلورل او پيرل کيږي.تروخت د تيرو او بې کېفيته درملو د پيرولو او پلورلو مخه بايد ونيول شي.په افغانستان کي روغتيايي کارکوونکي او ډاکټران وايي ،که دولت د دا ډول درملو مخه ونه نيسي. نود ناروغيو کچه به په بې ساري ډول لوړه شي.په افغانستان کي د سواد ټيټه کچه هم ددې لامل شوې چي درمل پلورونکي د زړو درملو په پلورلو کي هيڅ کومه ستونزه نه ويني.درمل پلورونکي پوهيږي چي زموږ خلګ لومړی درمل خوري،بيا يې پوښتنه کوي چي دا دکومي ناروغۍ درمل وه.نورپه نيټه او کېفيت يې څوک پوهيږي،د روغتيا وزارت هم ددې چارې په هوارۍ کي کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.په پاکستان،ايران،هنداو چين کي اوس د افغانستان لپاره درمل فرمايشي جوړيږي.د افغانستان هرتجار او درملتون والا کولای شي چي ځان ته ددرملو د کېفيت معيار وټاکي،فرمايش ورکړي او راوارد يې کړي. په پورتنيو هيوادونو کي دا درمل يوازي د صادرولو لپاره جوړيږي.ددې فرمايشي درملو قيمت هم واردونکی خپله ټاکي.افغانستان هرکال په زرګونو ټنه درمل له ګاونډيو او منځنۍ اسيا د نورو هيوادونو څخه راواردوي .ددرملو تجاران نه پوښتل کيږي،نوپه همدې اساس هغوۍ ښه په خلاص مټ د ټيټ کېفيت درمل راواردوي او پلوري يې.دروغتيا وزارت چارواکي دي ووايي چي په تيرو لسو کلونو کي يې څومره درمل پلورونکي د غير قانوني درملو په تور نيولي او محاکمه کړي؟ څوک يې مجازات کړي او څوک يې رسنيو ته تورن ورپيژندلي؟ ايا په تيرو لسو کلونو کي د روغتيا وزارت منسوبين له هيڅ يوه داسي موارد سره مخامخ نه شول؟ هوکې کله نا کله خو يوڅوقلمه درمل وسوځول شي،رسنيو ته وښودل شي،خوستونزه پدې ډول نشي حل کېدای.د روغتيا وزارت بايد ستونزي ته له بلې زاويې هم متوجې شي،او په جدي توګه موضوع وڅاري. زموږ ګاونډيان مو په هر څه چي ممکن وي د وژني دسيسې جوړوي.دا بې کېفيته او تر وخت تير درمل هيڅ هيواد پرته له افغانستانه نه پيري.ځکه د نورو هيوادو وګړي دا ډول درمل خپل هيواد ته نشي انتقالولای.په پاکستان کي د هرسړک پرسرددوا جوړولو يوه کمپنۍ د افغانانو لپاره درمل جوړوي.د يوه عادې پاکستاني سره هم پردرملو د نيټې د بياځلي وهلو ټاپه موجوده ده، دوی يوازي په پاکستان کي د هغو درملو پرټاپه کولو،اوجعلي مهروهلو تر عدلي تعقيب لاندي نه راځي چي افغانان يې واردوي. پاکستان د خپل ولس اقتصادي ترقۍ ته ډير ژمن دی.دپاکستان دولت ته د افغانانو ژوند اهميت نلري،هغوۍ ته د پاکستان د خصوصي سکتور پرمختګ اهميت لري.زموږ په ژوند دالوبه يوازي پاکستان هم نه ده پيل کړې، بلکي ايران يې هم په هر ډګر کي سيال دی. دافغانانو پرسر دالوبه اوسنۍ نه ده،فقط يې د زمانې د تغيراتو له امله بڼه فرق کوي.روغتيا پالان پدې اړه انديښنه ښيي،او ګرانو هيوادوالو ته پيغام رسوي،چي پرخپل سر او د ډاکتر له مشورې پرته دي له هرډول درمل خوړلو په کلکه ډډه وشي.ځيني بې کېفيته او تروخت تيردرمل ډيرجانبي عوارض لري.زياتره وخت دداسي درملو له امله خلګ وژل شوي.که دولت ددې درملو په مخنيوي کي پاته راغلی،نومفهوم يې دا ندی چي نور نو بايد موږ هم داد ټيټ کېفيت درمل استمعال کړو،بلکي مفهوم دادی چي موږ بايد خپله زمينه مساعده نه کړو چي درمل پلورونکي فرمايشي درمل راباندي وپلوري.
ليکوال : عزت الله (ذکي)
سرچينه: (ټاټوبی) اوونيزه