د بنسټيزو پروژو عملي پلي کولوته اړتياده !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ليکوال : عزت الله (ذکي)
په کندهارکې په اساسي او رغنيزو چارو او پلي کوونکو پروژوکې، د شفافيت نه شتون او د اړتياو او غوښتنو نا سالم درک يوه لويه ستونزه ګڼل کېږي. په تېرو لسو کلونوکې د کندهار يوه اعظمي او اساسي ستونزه (برېښنا) شمېرل کېږي. د دغې ستونزې د هواري په موخه تر اوسه ټولي هلې ځلې
تر ډېره بريده بې نتيجې پاى ته رسېدلي دي. يوازي د برېښنا سيستم پر موقتي رغونې (ډېزلي برېښنا) تمرکز شوى. کندهارته د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ څخه د غزېدلي برېښنا د توربينونو د تر ميم ژمنې، تکراري شوي، هر ځل د برېښنا مسوولين او ولايتي چارواکي، د برېښنا د اساسي ترميم په موخه طرحي وړاندې کوي، خو د عملي کولو څرک يې نه لګېږي. د کندهار د برېښنا د اساسي رغولو پرځاى اړونده چارواکي او د برېښنا مسوولين، يوازي د (موقتي) برېښنا پر برابرولو اکتفاء کوي، حال داچې د دغې حياتي ستونزې د هواري لپاره بايد، د ډېزلي برېښنا پر ځاى د اساسي (کجکي) برېښنا پر جوړولو کار شوى واى. د کندهار زياتره اوسېدونکي نه يوازي د برېښنا سيستم پر نه رغولو نيوکه کوي، بلکې د برېښنا پر صحيح توضيع او نا انډولۍ هم نيوکې لري. د برېښنا مسوولين د خپلو شخصي سليقو له مخي برېښنا توضيع کوي، دوى وايي، کله نا کله د ښار يوه ناحيه په ساعتونو برېښنا لري، خو بله او يا پر څنګ ناحيه يې بيا په ورځو_ ورځو برېښنا نه لري. د کندهار د برېښنا د رغونې ستونزه، يوه جدي ستونزه ده، چې تردې دمه لا پر خپل ځاى پاتې ده. په تېر څه باندي لسو کلونوکې، هر ځل په کندهارکې د برېښنا منسوبينو د دغې ستونزې د هواري لپاره خورا په کلک هوډ ټټر ډبولى، خو متاسفانه، چې پر خپلو ژمنو يې نه يوازي وفانه ده کړې، بلکې اوس د يو عادت له مخي داتش شفاهي (تکرار مطلق) هر وخت او هر ځل تکراره وي. د برېښنا د مسوولينو د ژمنو کميت ډېر لوړ، خو کيفيت يې ډېر ټيټ دى. اوس د برېښنا په اړه د دوى څرګندونې ولسي وګړوته، يو ډول تمسخر برېښي، حال داچې څومره مصارف چې په تېرو لسو کلونوکې د ډېزلي برېښنا پر رغونې او د جنراتورنو پر برابرولو وشول، د اساسي برېښنا ستونزه پرې حل کېدلاى شول. دا ډېزلي برېښنا د لنډ مهال لپاره هم، کفايت نه کوي او د وړې ستونزې لپاره په تول پوره مسلکي کسانو ته اړتيا لري، چې دا هم موږ نه لرو. ځيني ولسي وګړي په دې نظر دي، چې په کندهارکې د اساسي غوښتنو د درک قوه کمزورې ده. د برېښنا غوښتنې ته بايد، مسوولو چارواکو حق اوليت ور کړى واى او لومړى يې د دغې حياتي ستونزې د حل پر لارو چارو غور کړى واى. متحد او د واحدي کتلې د نظرونو غونډله، د غوښتنو د پلي کېدو اساسي اصل جوړوي. د نظرونو او غوښتنو متفق والى وړانديز کوونکوته د ژر توافق لاره پرانيزي. مقابل اړخ ته د نظر يوالى شرط لازمي دى، نو په دې اساس بايد هڅه وشي چې اصلي او فرعي غوښتنې لومړى سره تفکيک او بيا د اجرا لپاره اجرائيه ځواک او يا مربوطه نهاد ته وړاندې شي. د رغنيزو چارو د پلي کولو لپاره نه يوازي، دولتي چارواکي او اړونده مسوولين بايد و پوښتل شي، بلکې ولسي وګړي او يا د سيمي اوسېدونکي، هم بايد د کارونو د لاښه اجرا په موخه، شريک کړل شي. تر څو د خپلو سيمو په رغنيزو چاروکې خپله ځايي خلک ونډه واخلي. پروژې بايد د اساسي اړتياو پر بنسټ پلي شي. د هېواد د ملي او عامه ګټو په نظرکې نيول، په اصل کې د رغنيزو پروژو اساسي خطوط تشکيلوي. په رغنيزو چاروکې د ولسي وګړو همږغي او د هغوى وړانديزونوته غوږ نيول، د چارو د سمون او سالمي اجرا باعث ګرځي. هوښيار او متفکر ملتونه، د نېستۍ څخه هستي استحصالوي، خو موږ برعکس، له هستۍ څخه نېستي پنځوو. په تېرو لسو کلونوکې د نړيوالو هر اړخيزې مرستې، که شفافي لګېدلي واى، اوس به په نړۍ کې افغان ملت، يو خود کفاء (پرخپلو پښو ولاړ) ملت واى. د اوسنيو مالا مال مرستو څخه د هستۍ پنځونه يو واحد او پر ملي منافعو ولاړ ميکانيزم غواړي، ځکه هر څوک هم له (شتو) سالمه ګټه نه سي پورته کولاى. د شخصي منافعو حاکميت او د شخصي سليقو رقابت هم په رغنيزو چاروکې دهېواد ملي منفعت زيانمنولاى شي. په سهيل ولايتونوکې هم تر ډېره ورته ستونزه محسوسېږي. د کندهار د برېښنا د اساسي رغونې ستونزه هم د دغه راز ستونزو يوه ښه بېلګه ده. د کندهارښار ځيني اوسېدونکي وايي، چې کندهارته د لوړپوړو دولتي چارواکو راتګ، يوازي نمايشي بڼه لري او په وينا يې په عملي برخه کې په خپلو ژمنوکې پاته راغلي. کندهارته په داسي حال کې پاملرنه کمه شوې، چې د وسله والو طالبانو او ترهګرو د هدف په لومړۍ کرښه کې قرار لري، د دغه ولايت د ځينو لېري پرتو ولسواليو اوسېدونکي اوس هم د وسله والو له ګواښ سره مخامخ دي. وسله والو طالبانو په تېرو لسو کلونوکې تر بل هر ولايت پر کندهار ډېر تمرکز کړى وو، اوس چې تر ډېره بريده په ښار کې وسله وال تهديد کم شوى، رغنيزې چارې بايد ګړندۍ کړل شي. د برېښنا د اساسي سمون لپاره بايد، مرکزي دولت کوټلي اقدامات تر سره کړي او د نورو پروژو د شروع او تطبيق لپاره لاس په کار شي. د مرکزي چارواکو د بې تفاوتۍ او بې ځايه نه عملي کېدونکو ژمنو لپاره دي، سيمه ييزه اداره او ولسي وګړي په ګډه يو ميکانيزم جوړ او تر لوړ پوړو چارواکو دې ورسوي، ځکه يوازي په دې چې (دا د لوړ پوړو چارواکو کار دى) زموږ مسووليت پاى ته نه رسېږي. حق غوښتل کېږي او بايد په مکرر ډول يې وغواړو. د پروژو د لاښه شفافيت لپاره نړيوال مرستندويه ټيمونه، بايد له سيمه ييزي ادارې سره پوره همږغي ولري، ترڅو نور د بې مفهومه او نا معلومو پلي کوونکو پروژو مخه ونيول شي. زموږ د ټولنې او ښار اړتياوي په لنډ مهاله پروژو نه حل کېږي، اساسي کارته اړتيا ده او د اساسي او مشترک کار لومړى شرط، نو بيا پر موضوع د نظرونو د تصادم پرځاى، د نظرونو متفق والى دى، البته زموږ په ټولنه کې د نظرونو د توافق پرځاى، د نظرونو د تصادم ستونزه زياته محسوسېږي، نو له همدې امله مو د تېرو لسو کلونو له هستۍ څخه د هستۍ پرځاى نېستي و پنځول.     
ليکوال : عزت الله (ذکي)
سرچينه: (ټاټوبی) اوونيزه