• د مولوی خالص ډله د تور او سپین په څیره کی‏

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ملا وحید

تیر پسی۲۷ برخه««««««««
کله چی مولوی خالص بل ځل کندهار ته د خپل تنظیم د څو تنو ملګرو سره د ملا محمد عمر لیدلو ته ورغی نو د طالبانو په میلمستون کي څوتنه پاکستاني علما موجود وو چي ډیری یي د پنجاب اوسیړونکی ول، یو تن پکی د اکوړی مدرسي استاد مولوی شیر علی شاه و، د سهار د لمانځه وروسته د دوی او مولوی خالص

ترمنځ خبري وشوي ،مولوی خالص دوی ته وویل چی زه ددي لپاره راغلی یم ترڅو د طالبانو مشران وهڅوم چي داي یوه لار جوړه کړو چي د طالبان او مجاهدین په خپلو کي جګړه ونکړی او د افغانستان د راتلونګی لپاره یو ګډ سیاسي نظام کي کار وکړي، دغه میلمنو علماو ورته وویل چي هغه ټول مودودیان او اخوانیان دي،اوس یي ماته خوړلي ده، اوس نور هغوی له قدرت څخه لویدلي دی ،ته اوس کړي را ژوندی کوي ،لوه سیمه پاتی ده څو ورخو کي به طالبان هغه هم ونیسي.مولوی خالص ورته وویل چی ستاسی د اختلافاتو په وجه چي تاسی اسلامي ډلي يي په پاکستان کي لري د پاکستان ملت مو ټوټي توټي کړی دی  ،ځکه خو په دی پنځوسو کالو کي مو په پاکستان کي اسلامی نظام رانوست ، اوس خپل تنظیمي اختلاف افغانستان ته هم رادننه کويي او د افغانستان خلک چي سوچه مسلمانان دي دا دول مرضونه په کي نشته، موږ هم په دی مرضونو اخته کويي ،او څه نوری ترخي خبری یی هم ورته وکړي.
د همدی مجلس څخه څوک ملامحمد عمر ته ورغلي و او ورته ویلي يی و چي شمالی اتحاد نور ټینګیدلی نشي اخری سلګي یي دی ، اوس مولوی خالص راغلی غواړی چي دوی د طالبانو له اخري ګذار څخه بچ کړي ،هماغه وچي د مولوی خالص سره ملاعمر ونه کتل ، دا دبل چا خبره ده نه پوهیږم چي همدا لامل و او که بل څه خو ملا محمد عمر له خوا چي احوال راورسیده چی بوخت دی.(د مولوی خالص ژوند،فن او اند کتاب) لیکوال د مولوی صیب معاون حاجی دین محمد ۱۰۹-۱۱۰ مخونه.
مولوی خالص ددرملنه په سعودی عربستان کی همدا کتاب ۱۱۱ مخ)د ریاض په عسکري روغتون کی يي د ډیری مودی لپاره بستر کړ ، په دی روغتون کی چي امریکایانو يی سر پرستی کوله د ورانه د هډوکی عملیات وکړل او همدا رنګه چي د تشو بولو تکلیف ورته پیدا شوی و د هغي درمل هم وشول خو پښه يي لږ لنډه شوه. احمدشاه مسعود او استاد سیاف د جبل السراج څخه په سټلایټ فون په روغتون کی د مولی خالص د صحت پوښتنه وکړه.
همدا کتاب۱۲۱ مخ:خبریال له عبدالحق وپوښتل که ته د افغانستان قدرت لاس کی واخلی اسامه بن لادن او دده ملګري به امریکا ته ورکړی؟ ده خواب ورکړ چی نه زه یی امریکا ته نه ورکووم ،بلکه د افغانستان د ملت راي او قانون مطابق به چلند ورسره کوم. قومندان عبدالحق خپلو پخوانیو قومندانانو حاجی زرغون او قومندان لمبات له خوا ونیول شو او بیا د طالبانو له خوا لوګر ته یوړل شو او بله دا چی د عبدالحق وسلوالو ته اسامه په لاس وره نغلو خو په توره بوړه کی یي د اسامه له چوڼو سره د افغانستان د قوانینو او د خلکو د رایي مطابق چلند وکړ؟؟؟
همدا کتاب ۲۰۰ مخ: د خلیج په لومړی جګړه کی د مولوی خالص تنظیم د صدام ضد نړیوال ایتلاف سره ملګرتیا وکړه او دری سوه جنګیالی چی دپیر ګیلانی او صبغت الله مجددی کسان هم پکی وو د مولو خالص د قومندان حاجی قاسم خان او قاری محي الدین په مشری د امریکا په مشری نړیوال ایتلاف د سعودی جبهی ته ولیږل شول او په همدی محاذ کی په زرګونو امریکاي عسکر هم پراته و او مولوی خالص په خپله هم د جګړی لومړی کرشه چی  د خفجی سیمه وه هم ورغي. په جهادی ګوندونو کی مولوی محمد نبی هم مخالفت ونکړ خو جنګیالی يي ونه لیږل او حکمتیار،استاد ربانی او استاد سیاف يی مخالفت وګړ. نوموړی لیکی چی خلکو به په مولوی خالص نیوکه هم کوله چی د امریکایانو سره په یوه جبهه کی پراته يي خو د مولوی خالص ځواب دا ؤ چی د حرمینو دفاع په هر مسلمان لازمه ده .بلکل مګر په امریکایانو هم لازمه دی؟؟ خو کله چی بیرته راتلل نغدی پیسی او یو یو امریکای شل ډزی ټوپک يي هم ورکوی وو.

ادامه لری
ملا وحید«««««