زماپه زړه کې اوسه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ادبي ټوټه:::::     رفيع الله روشن
نه پوهېږم ولې مې ستا هره خبره په زړه پاتې کېږي ستاله  اوازونو اوخاطرومې په زړه کې مکمل ارشيف جوړ دى،ښې اوبدې يې ټولې له ځانسره ساتلي دي،له ښو اوبدو مې انګېرنه داده چې ستا خوږې خبرې او دمينې په مود کې هغه خواږه الفاظ چې په غير ارادي ډول ستاله خولې راوځي،او زما مينه لا نوره هم دخپلو وږمو په
ببوزي  تراوتازه کوي،ديوه ښکلي اوحسين مخ په ليدو تارايادوي اوياد دې تل راسره مل ساتي، له ځانسره يې ثبت کړي اوکله چې راسره په نازونوکې خفه شوې يې اودمينې په ناپايوه سمندرکې دومره ډوبه تللې يې چې، دجنون په اهتزازانه فضاکې دې  د شرابو پياله کې دمينې تومنه  غړپ کړې ،خودومره يې بې سوره کړې يې چې په همدې  خبروکې شخړه راسره وکړې او بيا هم دومره د احساساتو تر اغېزې لاندې راغلې يې چې حتى خپلې خبرې هم نشې کنټول کولى ،ستاپه فکر مناسبې خوزما په اند ترخې او له قهره ډکې خبرې يې هم له ځانسره ساتلي دي.
په دې خو پوهېږم چې دخوښۍ په وخت کې مې دا لېونى زړه ستاله کرشموډکې لحظې په ياد راولي او داسې ورسره لوبېږي لکه ته چې ورته مخامف په يوه لوکسه سوفه ياسيټ ناسته اوسې، اودپرېشانۍ اوستونزو وخت کې دې خشمګينې خبرې له سره  پلى يا چالانوي  او بياهم درسره لکه مخامخ چې وي لاس او ګرېوان اوسي خوهغه لاس نه درباندې اوچتوي ځکه چې پخپله ددرد احساس کوي،خوپه دې لانه پوهېږم چې دا ارشيف به ترڅو زما په زړه کې موقعيت لري، ځکه چې ته اوس په بله لاره ولاړې،تاخوستاپه اند ځانته دګلولار غوره کړه خو زما په اند ډېره سخته او اغزنه لاره ده ځکه چې زما نده خوښه او زه کله هم دانه شم زغملى چې،له ماڅخه پرته دې دبل چا زړه هم يواځې ستاپه خاطر ټوپکې ووهي،زه تل تاته دايوپيغام لرم چې:
زماپه زړه کې اوسه زماښايسته جانانه
تايـادوم جــــانـــــانه مــــا يادوه جــــانانه