د اسرائیلوددولت بنسټ ایښودونکی
محمدآصف خواتی
پنځه شپیته کاله مخکې د۱۹۴۷ کال دنوامبر په ۲۹ نیټه دملګروملتودسازمان په عمومي غونډه کې دمنځني ختیځ دبرخلیک په اړه ۱۸۱ لمبرپریکړه لیک تصویب شو چې دهغه له مخې دفلسطین په خاوره کې به یویهودي اوبل عربي دولت جوړیږي۰ که چیرې هغه وخت شوروي اتحاد داسرائیلو ددولت دجوړیدو لیوال نه وای ښایي
چې نن به په منځني ختیځ کې بل ډول حالات واکمن وو۰ هغه مهال مسکولدې امله دیهودودخپلواک دولت دراڅرګندیدولیوالتیا لرله چې هغه به دهغه سیال ، بریتانیا ته ستونزې جوړې کړي ۰ دبریتانیایي ښکیلاکګروپه وړاندې د فلسطیني یهودوپارتیزاني جګړه د عربوپه پرتله انګریزانوته ستونزمنه وه۰ دلته ددې خبرې یادول اړین بریښي چې دپیړیوپیړیوراهیسې یهودان کډوالۍ ته اړایستل شوی وو اوسترو ځواکمنودولتونو خپل ټاټوبي ته دیهودو دستنیدو مخنیوی کاوه۰ خوکله چې په تزاري روسیه کې شوروي نظام واکمن شود ستالین د واکمنی پرمهال په شوروي کې میشت یهودانوته اجازه ورکړل شوه چې خپل پخواني ټاټوبي فلسطین ته ستانه شي ۰ دانګریزانوپه وړاندې دیهودو دمقاومت له کبله انګریزان اړشول چې ملګروملتوته دفلسطیني خاورې دبرخلیک د ټاکلوواک ورکړي۰ د فلسطین دبرخلیک په اړه دوخت د زبرځواکونو دریځونه ویشلي و۰ دمتحده ایالتونودریځ مبهم ، انګریزانو دعربوپه کتارکې چې دیهودی دولت جوړیدل یې نه منل ولاړواو شوروي اتحادبیا دیهودي دولت دجوړیدوطرفدارو۰ په ملګروملتوکې دشوروي اتحاداستازي اندري ګرومیکو د فلسطین په خاوره کې ددوو خپلواکو( یهودو اوعربو) دولتونوننګه وکړه ۰ دیهودی دولت دجوړیدو لپاره اړینه وه چې دملګرو ملتو دغړو هیوادوددریمې برخې نه دوو برخوملاتړکړی وای۰ کله چې پدې موضوع رایي واچول شوې ۳۳ رایې موافقې او ۱۳ مخالفې وې البته ځینوهیوادونواو په هغوکې انګریزانو ممتنع رایه ورکړه۰ داسرائیلي دولت په جوړولو کې دشوروي اتحادرایه لدې امله پریکړونکی رول درلود چې که شوروي اتحادمنفي رایه ورکړې وای پنځه مخالفې رایې زیاتیدلې اوداسرائیلوددولت جوړیدل ناشونی و۰ داځکه چې هغه مهال اوکراین اوبیلاروس چې په شوروي سوسیالستي اتحاد پورې تړلي ووهم په ملګروملتونوکې استازی لرل اورایې یې شمیرل کیدې۰ سربیره پردې پولند او چکوسلواکیا چې دسوسیالستي نظام دجوړولوتګلاره غوره کړې وه دشوروي له دریځ بشپړملاتړکاوه۰ داددې مانا لرله چې هغه مهال دشوروي اتحاد یوې رایې دپنځو رایو حیثت درلود۰پردې بنسټ ویلای شو چې داسرائیلو دولت بنسټ ایښودونکی شوروي سوسیالستي اتحادو۰همدارنګه ملګروملتو پریکړه وکړه چې د۱۹۴۸ کال دمی په پنځلسمه دبریتانیا واکمني په فلسطیني خاوره پای ته رسیږي۰ یهودودانګریزانودواکمنی دختم نه یوه ورځ مخکې دمی په څوارلسمه دخپلواک اسرائیلي دولت دجوړیدواعلان وکړاودنړیوالواوګاونډیانوسره یې ددوستانه اړیکو په ټینګیدو ټینګاروکړ۰ ددې اعلان سره سم لس دقیقې وروسته متحده ایالتونودیهودونوی اسرائیلي دولت په رسمیت وپیژاند اوشوروي اتحادهم ورته ګام اوچت کړ۰ددې اعلان وروسته د څلورو اړخونونه مصر، اردن ، سوریې ، لبنان پریهودي فلسطیني خاوره برید وکړ۰یهود چې دژونداومرګ دآزمایښت سره مخامخ وو اودشاه تګ لاره یې نلرله په اتلوال مقاومت لاس پورې کړ اودعربوبریدیې شاته وتمباوه۰ دادعربواواسرائیلولومړی جګړه وه چې دهغې له امله ۵۷۰ زره عرب فلسطینیان کډوالی ته اړایستل شول۰ ددې جګړې وروسته انګریزانو داسرائیلو په هوایي حریم پروازونه پیل کړل ۰ اسراېیلو دخپل هوايي حریم نه ددفاع په موخه دانګریزانودری الوتکې راوغورزولې اوپدې توګه انګریزانوداسرائیلو خلاف مانورې ودرولې۰ البته شورویانومخکې د هواله لارې له چکوسلواکیا نه اسرائیلوته دپوځي تجهیزاتو اووسلو لیږدول پیل کړي و۰ دصهیونیستي دولت دجوړولو په موخه یهودودپخواڅخه مبارزه پیل کړې وه۰ دلومړي ځل لپاره په ۱۸۹۷ کال داګست په میاشت کې دصهیونستانولومړی ګانګرس جوړشو۰ ددې کانګرس نوښتګریهودی لیکوال اوژورنالست (تئودورګرڅن) و۰ نوموړي یوکال مخکې له کنګرس نه داسرائیلو ددولت په نامه کتاب هم لیکلی و۰ هغه دمختلفو لارو څخه دیهودي دولت دجوړیدولپاره هڅې کولې ۰ دیهودودکنګرس دپریکړې له امله هغه دعثماني ترکیې مشر سلطان عبدالحمید ته چې په عربې نړی واکمن وورغی اودهغه نه یې په فلسطین کې دیهودو دخودمختارۍ غوښتنه وکړه۰ عبدالحمید هغه ته مدال ورکړخودخودمختارۍ په اړه یې دهغه غوښتنه ونه منله۰ ګرڅن وروسته اروپایی ځواکمنودولتونوته مخه کړه اوکله چې دجرمني دوخت مشرعربي سیمې ته تللی و له هغه سره یې په همدې اړه وکتل خوهغه هم منفي ځواب ورکړ۰ بیا روسي تزارته مراجعه کوي چې دهغوله ملاتړنه برخمن کیږي۰ دیهودودداعیې څخه مسکوسیاسي موخې لرلې اویهودیې هڅول چې دانګریزانوپه وړاندې وجنګیږي اوانګریزان له فلسطین نه وشړي چې پدې صورت کې هلته دمسکواغیزاونفوذ ډیریده۰ که چیرې دیهودوله لوري دیهودي دولت د جوړیدوبهیر، دانګریزي ښکیلاکګروخلاف مبارزې اودعربو په وړاندې مقاومتونو اوجګړو ته ځیر وینوچې دیوه ولس یووالی اودهغه دنخبه ګانواوسیاستوالوروښانه دریځ اوکلکه اراده کولای شي معجزې وکړي۰ کله چې په ۱۹۴۸ کې یهودودخپل دولت دراڅرګندیدواعلان وکړپه فلسطین کې یې شمیرڅلورلکه تنه اوعرب څلویښت میلیونه وو۰ که چیرې دعربو اویهودو کمیت ته ځیرشویو یهود دپنځه ویشت عربوپه وړاندې جنګیده اوعرب یې په ګونډوکړل۰ دعربواویهودودلومړی جګړې نه نولس کاله وروسته په ۱۹۶۷ کال کې دعربواواسرائیلوشپژورځنی جګړه ونښتله چې عرب یې سخت وځپل اواسرائیلودمصراوسوریې ځینې سیمي ونیولې ۰ د یهودودسیاستوالو روښانه دریځ ، کلکه اراده اودیهودویووالی ددې سبب شوی دي چې پرګڼ شمیره عربو خپله اراده تحمیل او عربو ته د ګواښ یومرکز جوړکړي۰
که چیرې افغان واکمنواو سیاستوالو ددویمې نړیوالې جګړې وروسته کله چې انګریزانو دهنددنیمې وچې نه پښې وایستلې خوددیورنددتپل شوې کرښې هغه خوا سیمې یې په پاکستان پورې وتړلې دخپلې خاورې دخپلولولپاره مټې رانغښتې وای هرومرو بری موترلاسه کولای شو۰ له بده مرغه دافغانستان واکمن ( محمدظاهر) دتپل شوې پولې هغې خوا افغانانوپه اړوند روښانه تګلاره نلرله اودخپلې خاورې دبیا خپلولوپه اړه یې عملي ګام پورته نکړ۰ دافغانستان پخواني پاچا دپښتنواوبلوڅو دداعیې نه لکه دعربي نړی مشرانوچې دفلسطین دخلکوله داعیې نه سیاسي ګټه پورته کوله ورته دریځ درلوداود راډیو څخه د « داپښتونستان زموږ » دترانې په خپرولو سره د افغانانوسترګوته خاورې اچولې ۰ پدې اړه دهیواددننی واکمنۍ ددریځ اوچلندپه هکله ځکه څه نه وایم چې داپه فسادککړه بلواکه اداره دداسې یوې سترې ملي ستونزې دحل نه واک لري اونه وړتیا ، ځکه چې دهغې ټولې هڅې دشتمن کیدو، دعامه شتمنیوپه چوراوچپاواودخپلوبیشماره بهرنیو بادارانودزړونو او ګټوساتلوته راګرزولې دي۰
پای