شهادت ورځپاڼه يواځې کاپي پيسټ نه کوي!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ليکونکى: نبي خېل
دوه ورځې وړاندې مې په يوه ويبپاڼه کې په دې عنوان (شهادت ورځپاڼه کاپي پېسټ ته پاتې ده!) يوه ليکنه ولوستله چې د انجنير ګلبدين حکمتيار اړوند د شهادت ورځپاڼې په اړه شوې وه، ليکوال په شهادت کې خپرو شويو خبرونو او مضامينو ته په اشارې سره ويلي و چې دغه ورځپاڼه او ويبپاڼه د خبرونو او ليکنو د نشر په برخه کې په بشپړه توګه پردي مضامين نشروي او بس.

د بېلګې لپاره يې د BBC ويبپاڼې يو راپور را نقل کړې و، چې ان تر دې املايي تېروتنه يې هم نه وه ورسمه کړې او د (طلعت) پر ځاى يې د بي بي سي خپله ناسمه جمله ليکلې وه چې (تلعت) دى.
ماته دا مهمه نه وه چې شهادت ورځپاڼه ليکنې او خبرونه له کومه کوي، ځکه زما د معلوماتو تر مخې پښتو ډېرې ورځپاڼې او ويبپاڼې د خبرونو په برخه کې له بهرنيو سرچينو کار اخلي، څوک چې ډېر ځان ژمن بولي نو د هغه ادارې يادونه ورسره کوي چې دغه خبر يې ورڅخه را ژباړلى وي، دغه راز که نور هم غواړي چې خپله ليکنه يا خبر کره وښيي نو د اصل مصدر ادرس د ليکنې په منځ کې د يو لينک په ډول نشر کړي، او داسې له نورو.
د محمد خالد وردګ په ليکنه کې په زړه پورې دا وه چې د حکمتيار صيب د شمشتو په کمپ کې پر ټولو دوکاندارانو لازم دي چې په ورځنۍ توګه د شهادت ورځپاڼې ګڼه په بيه را ونيسي.
شهادت ورځپاڼې رښتيا هم چې يو ښه دور تېر کړى، او واقعي چې په جهادي ډګر کې يې نوم درلود، خو زما د معلوماتو تر مخې د شورويانو سره د جهاد پر مهال به هم حزب اسلامي له شهادت ورځپاڼې د نورو جهادي ګوندونو پر ضد د يو سنګر کار اخيست، که به يو ګوند څه وکړل او يا به له حزب اسلامي پرته د کوم بل ګوند مشر، قوماندان، مسئول او يا هغوى ته منسوب تن کې د ګوتنيونې ځاى پيدا شو نو حزب به پر نورو لارو چارو سربېره د شهادت له لارې قلم هم د هغوى پر ضد چلولو، د دې سره سره شهادت د جهاد په ليکو کې ځاى درلود.
خو اوس د يو لړ علتونو له کبله دغه ورځپاڼه ناکامه ده، د بېلګې په توګه يواځې او يواځې د حکمتيار صيب ليکنې خپرول کله ګلبدين په نوم، کله د حکمتيار په نوم، کله د مصمم په نوم، کله د مولوي عصمت الله عزام په نوم، کله د مشفق غزنوي په نوم، کله د حقپال په نوم، کله د عبد الله متعهد په نوم او کله د عبد الرحيم او نورو....... بيا يې ټولې ليکنې د يو تن نور الحق (توره کي) له خوا دري ته ژباړل او يواځې په شهادت کې نشرول.
دغه راز يواځې د حزب اسلامي اړوندو کسانو سره مرکې کول، او ارزه برزه پوښتنې مطرح کول چې پايله يې يواځې د حزب اسلامي په وړاندې کړې طرحه شي، د مرکچيانو او مرکه کوونکو پېژنده هم په کې نه وي لکه همدا اوس چې د شهادت ويبپاڼې په سر کې د حاجي ميرويس عمر په نوم يو تن مرکه پرته ده چې هېڅ نه معلوميږي څوک دى.
دغه راز د خبرونو په برخه کې هم د ځنډ سره مخ وي، خو دا ځنډ يې بيا يوه توجيه لري چې د مجاهدينو په سيمو کې تليفوني شبکې کار نه کوي او کېدلاى شي له افغانستانه تر شمشتو پورې د خبر رسېدل ډېر وخت واخلي.
يوه بله ستونځه دا هم ده چې د شهادت ويبپاڼه ډېر کرته د افغانستان هغه جنګي راپورونه خپروي چې د طالبانو په ويبپاڼه کې هم خپاره شوي وي خو دا چې پر شهادت وروسته راڅرګنديږي نو عقل همدا وايي چې د شهادت راپور به درواغ وي.
دا چې زه هم له يوې مودې راهيسې د شهادت ويبپاڼې منظم لوستونکى يم نو د محمد خالد وردګ له ليکنې وروسته د ويبپاڼې په اړه زما هم تلوسه زياته شوه، ځکه چې اوريدلي مي دي شهادت ورځپاڼه اوس يواځې د ورځې له پنځه سوه ګڼو هم کمه له چاپه روځي، او يواځې د شمشتو کمپ ته رسيږي، څه موده دمخه پرې افغانستان ته د راتګ بنديز هم ولګيد، ځکه چې د افغانستان د حکومت پر ضد يې تبليغات کول، او يو ځل يې ليکلي و چې (د ملي اردو ........عسکر د دوزخ کندې ته وغورځېدل).
نن سهار مې د ټولو تر مخه د طالبانو د ويبپاڼې پر خبرونو او ليکنو يو ځغلند نظر وکړ، بيا مې نورې ويبپاڼې يوه په يوه وکتلې، او نور په خپل کار اخته شوم، ماسپښين مهال مې بيا د ويبپاڼو د کتلو فرصت تر لاسه کړ، او د شهادت ويبپاڼې ته مې سر ورښکاره کړ، په شهادت کې د يو خبر سرليک په دې ډول و (لوگر د مجاهدينو په لاس د سقوط په درشل کي دئ – د گلوبل پوسټ رپوټ.)، دا چې ما دې ته ورته ليکنه د طالبانو په پاڼه هم ليدلې وه نو تلوسه مې زياته شوه، او يو ځل بيا هلته ورغلم، په الاماره کې د يوې ليکنې سر ليک په دې ډول و (گلوبل پوسټ: لوگر ولايت د طالبانو لاسونو ته لويږي).
دې هر څه د محمد خالد وردګ ليکنه هم را په زړه کړه او د ګلوبل پوست د پاڼې په لټه کې شوم، څو وګورم چې هغوى مجاهدين ليکلي او که طالبان؟ ځکه د ګلبدين حزب اسلامي د خپلو پلويانو په اړه د ليکنې سره دا جمله خامخا ليکي چې (د حزب اسلامي اتلو مجاهدينو) خو د ګلوبل پوسټ د ورځپاڼې د راپور سره يې نه وه ليکلې، دغه راز ما فکر کاوه چې حزب اسلامي به د طالبانو په وړاندې له دا ډول کړنو ډډه وکړي، راپور به نه طالب ليکلى وي او نه مجاهد بلکه، مخالف به يې ليکلى وي او دواړو خواوو به خپله ګټه ورڅخه اخيستي وي.
د ګلوبل پوسټ د پاڼې په موندلو هم بريالى شوم، او د هغه راپور په پيدا کولو هم چې د لوګر په اړه يې نشر کړى، په ټول راپور کې د مجاهدينو لفظ يو ځل راغلې چې هغه هم د ١٩٨٠لسيزې ته په اشارې سره يوه يادونه کوي، سربېره پر دې د سيمې د خلکو سره په مرکو کې هم د مجاهدينو يادونه نه ده شوې، بلکې خلکو د طالبانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړى لکه د يو زده کوونکي عبد الوهاب مرکه چې وايي د طالبانو ملاتړ کوي او حتى ښوونکي يې هم د طالبانو ترانې اوري.
د ژورنالزم له اړخه هم د شهادت خبر ډېر زياتې نيمګړتياوې لري لکه د خبر سر ليک کې ليکل شوي چې د ګلوبل پوسټ راپور يې را نقل کړي، او د خبر پيل يې بيا داسې کړې:
پل علم (خبري رسنۍ)
له دې داسې بريښي چې دا خبر په پول علم کې جوړ شوى، او بيا دې ويبپانې ته استول شوى دى.
که په لنډه توګه ووايم نو دې پايلې ته ورسېدم چې ووايم، شهادت ورځپاڼه يواځې کاپي پيسټ نه کوي، بلکه د نورو ادارو خبرونو ته په خپله ګټه بدلون هم ورکوي، بې له دې چې د مصدر يادونه يې وکړي.
د ورځپاڼې او ويبپاڼې د پرمختګ لپاره به خورا ډېرې مشورې وي،د حزب اسلامي مسئولين په هم په دې لټه کې وي چې شهادت پرمختګ وکړي، په دې هکله به يې خورا زيات فکر هم کړى، او ډرې لارې به يې سنجولي وي، خو زه غواړم د شهادت مسئولينو ته يواځې دوه مشورې ورکړم، چې کېدلاى شي چې انتقادونه پرې کم شي:
لمړى: دا چې شهادت د يو ګوند استازيتوب کوي، نو څرګنده خبره ده چې يواځې د همدې ګوند د پاليسۍ او نظرياتو سره برابر څه به خپروي، چې همدا سمه خبره ده خو زما مشوره دا ده چې په دې برخه کې دې له (((مبالغې))) کار نه اخلي.
دوهم: د رسنيو مسئولين کوښښ کوي چې ډېر کار وکړي، مثلاً راډيو او تلويزيون څلور ويشت ساعته خپرونې وکړي، د ورځپاڼې، مجلې جريدې او... ټولې پاڼې ښې ډکې او ډول ډول مضامين پکې نه شر کړي، د ويباڼې په ټولو برخو کې هره ورځ نوي ليکنې او مواد پورته کړي، څو کتونکي يې زيات شي، د شهادت مسئولين به هم همدا کوښښ کوي، ډېره ښه ده خو زما دوهمه مشوره دا ده چې دوى دى د زيات پسې نه ګرځي، د معيار پسې دې ولاړ شي، لږ څه دې وي خو ښه دې، داسې نه لکه د (منم دې انجنره) شعر.
http://dailyshahadat.com/leekane-story.php?id=3490
د الاماره راپور:
http://alemarahnews.com/index.php?option=com_content&view=article&id=29175:2012-11-27-16-22-13&catid=2:articles&Itemid=4
د شهادت راپور:
http://dailyshahadat.com/showstory.php?id=13440
د ګلوبل پوسټ راپور:
http://www.globalpost.com/dispatch/news/regions/asia-pacific/afghanistan/121120/afghanistan-logar-taliban-withdrawal

پاى
2012-11-28