سوله او د میانه حلونو ستراتېژۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالرحمن فرقانی
ښایی د افغانستان ملت دې ته اړتیا ولری چې د اشغال پاڼه واړوي  او یوه نوې د ورولۍ او یو بل مننې پاڼه پرانیزي او داسې کومه تګلاره او میکانیزم پیدا کړي، چې له سره د افغانستان ټولنه بیا داسې جوړه کړي چې تیر ظلمونه، کړاونه، کشمکشونه او تعصبونه، هیر او یو نوی ژوند پیل کړي.

سیاسی روغه جوړه:
میانه حلونه:
بېلابېل لیدلوري:
له کومې ورځې څخه چې د لویدیځ  اشغالګر ځواکونه د افغانستان - د امپراتوریو مقبره - پلازمینې کابل ته ننوتلی او د طالبانو نظام ئې ړنګ کړی دی، تر نن ورځې پورې دې داسې ستونزمن کړکیچ سره نه ؤ مخ شوی لکه چې په دې وروستیو کې د ۲۰۱۴ کال د وتلو د ضرب الاجل په رانېږدې کیدو سره ورسره مخ شوی دی او دې داسې تګلارې د انتخاب او غوراوي څخه عاجز او ناتوانه شوی، چې د افغانستان له ګرداب څخه ئې د ډاډمن او مطمئن وتلو پخلی وکړی. له کوم مهاله چې د باراک اوباما سیاسی ادارې په امریکا کې د سیاسی واک واږې په لاس کې اخیستی دي، د افغانستان په کشاله کې ئې په دوه مخه سیاست او دوه اړخیزه ستراتیژۍ تکیه کړی ده، له یوه لوری ئې پر مخالفینو د نظامی عملیاتو فشار راوستي دی، چې خپلې سیاسی او ستراتیژیکې غوښتنې تر ډیره بریده راټیټې کړی او بل لوری ته ئې د سولې په هغه پروسه تکیه کړی ده، چې د امریکایی شرطونو او غوښتنو لکه د اساسی قانون منل، د افغانستان په طبیعي زېرمو کې ونډه اخیستل، د نظامي تړون له مخې د دایمي اډو درلودل، په سیاسی پروسه باندې اعتراف کول او د القاعدې سره د اړیکو شلولو ... پر بنسټ باید بشپړه شي.
خو د افغانستان د ساحې او سیاسي کشالې هر یو څارونکی په څرګنده توګه لیدلی شي، چې لویدیځ د نوموړی یرغل د هر یوه هدف په تحقق  کې وروسته پاتی راغلی دی، د سولې او نظامي فشار سیاست او استراتیژي د مخالفینو د دریځ په بدلولو کې اغیزمن نه دی ثابت شوی او مخالفین ئې د خپل دریځ نه د یوې ګوتې په کچه نه دی ښورولي، چې په سرکې ئې  د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، او افغانانو ته د خپل سرنوشت د ټاکلو واک ورکول دی تر څو خپل سیاسی برخلیک د اسلامی او ملي هویت او ارزښتونو په چوکاټ کې په خپله وټاکي،  په داسې حال کې چې د دوی نظامی عملیات او فشار هم د  وسله والو مخالفینو مرکزونه او ځالې  ړنګې نه کړې ، بلکې برعکس مخالفین د هرې ورځې په تېرېدو سره نوی ساحې او نوي ملګري پیدا کوي او د افغانستان ځمکه ئې  د بهرنیو ځواکونو لپاره د اور په سکروټه بدله کړې، چې امریکا او د ناتو ځواکونه د بې شمیره  او بېلابېلو ستراتیژیو سره سره نه شي کولای چې نوموړی اور مړ کړي.
سیاسی روغه جوړه:
د امریکا  او لویديخ نوموړی شکست په افغانستان کې واشنګټن او ناتو دې ته اړ کړي دي، چې خپله ستراتیژي یوځل بیا له سره وڅېړي او د نظامي فشار تر څنګ د سولې په پروسه تکیه وکړي او د یو لړ میانه حلونو په لټه کې شي تر څو یې د افغانستان څخه د ډاډمنو وتلو ضمانت وکړي ډېری نظامي پوهان په دې اند دي، چې د جنګ څخه وتل هغه کړکیچنه مساله ده چې نن  امریکا او ملګري یرغلګر ځواکونه یې په افغانستان کې ورسره مخ دي او له افغانستان څخه وتل اوس د لویدیځ زبرځواک لپاره یوه اساسي موخه ګرځیدلې ده، خو که  نظامي  فشار د نوموړو موخو د لاس ته راوړلو لپاره پاتې راغلی دی په څنګ کې یې د سولې پروسه هم د کوم  میکانیزم په  اساس چې را منځ ته شوې  نه ده توانیدلای چې خپله موخه تر لاسه کړي.
عموماٌ د روغې او جوړې په عرف کې د دو ښکېلو ډلو تر منځ درېیمه منځګړې ډله منځګړیتوب کوي او د سولې چارې پر مخ وړي خو برعکس په افغانستان کې لویدیځ استعماري ځواک غواړي سوله هم د خپلو ارزښتونو او موخو سره سم تر سره کړي، له همدې کبله ډېری سیاسي کارپوهان په دې اند دي، چې باید د سولې د پروسې پر میکانیزم بیا له سره کتنه وشي او د افغانستان دولت داسې یوې درېیمې ډلې ته واک ورکړي تر څو د ښکېلو اړخونو تر منځ د سولې بهیر ریښتنی او ګړندی کړي، خو له بده مرغه د تیر په څیر اوس هم د سولې پروسه د هغو کسانو له لوری پر مخ بېول کېږي چې د افغانستان په سیاسي کشاله کې طرف پاتې شوي دي، پخوانی جمهور رییس برهان الدین ربانی د سولې د شوری ریاست ته وګمارل شو، کوم چې طالبانو ئې په کال ۱۹۹۶م کې حکومت ونړاوه، ترڅو د سولې لارې چارې په طالبانو کې د معتدلو عناصرو سره  په داسې ډول ګړندۍ کړي، چې افغانستان ته سیاسی ثبات او استقرار راولي ، سره لدې که دا خبرې اترې په پټه او سري توګه د طالبانو سره د هغو بنسټونو په اساس تر سره شوې چې نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ او مخالفین په دې قانع کړي چې لدې روغې جوړې سره په ښه توګه په مخ ولاړ شي او په هېواد کې د وینو دغو ځړوبیو ته د پای ټکی کېږدي.
خو د نوموړې پریکړې پایله موږ ټولو ولیدله چې څه وه!.   
وړاندې لدې چې دسولې د پروسې په مؤثرتوب او مفیدیت خبری وکو ، په داسې حال کې چې په دې نوې پروسه کې  د تیرو پروسو په پرتله څه نوی شي هم نه شته، پکار ده چې د صلاح الدین  رباني د شخصیت، سیاسي پریکړو او د مخالفینو سره ئې د شته دښمنۍ اړوند په هغه پوښتنه رڼا واچوو، چې په پراخه توګه په سیاسی ډګر کې مطرح کېږي او نوموړې پوښتنه دا ده : آیا داسې سړی چې د ربانی غوندې سابقه (ماضي ) او شخصیت ولري د هغې سولې د عالی شوری د ریاست لپاره مناسب سړی دی؟، چې تمه ترې کېږي چې مخالفین په دې قانع کړی چې وسله کېږدي، په داسې حال کې چې سیاسی ډګر ته د طالبانو راګرځېدل او په سیاسی برخلیک کې شریکېدل به هرو مرو د دې لامل شي چې د ربانی او د هغه د شمالی تړوالې رول او اهمیت د افغانستان په سیاسی ډګر کې کم او راټیټ کړي، که ئې بالکل له سیاسی ډګر نه ګوښه نه کړي، بلکې دا کار د دې لامل شوی چې خلک په دې باور شي ، چې د صلاح الدین ربانی د سولې عالی شوری به هم د برهان الدین رباني له شوری او اصلاحي کړنلارې څخه توپیر ونه لري.  
لېرې له دې نه چې آیا صلاح الدین ربانی د دې دندې لپاره مناسب سړی دی که نه په خپله د سولې په دغه پروسه کې ډېرې پوښتنې نغښتی دي، پرځای د دې چې ځوابونه او هیلې پکې نغښتی وي، په تیره بیا لدې اړخه چې په همدغه مفهوم او بنسټ چې د طالبانو له معتدلو عناصرو سره خبرې وشي او دې ته اړ شي چې وسله پر ځمکه کېږدي  په سیاسی برخلیک کې شریک شي،بهرنیو ښکېل هېوادونو ته په طبیعي زېرمو کې ونډه ومني، د افغانستان اساسی قانون ومني، د القاعدې سره اړیکې وشلوي ..  د تېر په څېر تکراري پروسه بریښي او دا هغه ټکي دی چې مخالفینو په کراتو رد کړی او هر هغه د سولې وړاندیز ئې رد کړی چې د یرغلګرو ځواکونو د وتلو مهال ویش له وړاندې و نه ټاکي او دا هغه دریځونه دي چې واشنګټن او د هغه اتلافي ځواکونه ناتو او همدا راز په کابل کې سیاستمدارانو ته د منلو وړ نه دي.  
د سولې د پروسې په هکله دا پوښتنه مطرح کېږي ، چې د سولې په دې وړاندیز کې څومره داسې مؤثر بدلونونه رامنځ ته شوی چې په دې قادر وی تر څو د طالبانو په دریځ  کې بدلون رامنځ ته کړي؟ ، او د امریکا سیاسی اداره څومره په دې قادره ده چې معتدل طالبان له سختدریځه طالبانو څخه بیل کړي؟، او آیا په طالبانو کې داسې بېلابېل سیاسی دریځونه شته دي ،چې په معتدلو او سختدریځو و ویشل شي؟،  طبیعي ده چې ځواب منفي دی، او که داسې بېلابېلې کړۍ شتون هم ولري هغه د نورو په لاس کې کړۍ دی او په خپلو دریځونو کې استقلالیت او خپلواکي نه لري . خو دا کره ده ،چې د طالبانو او حزب اسلامي سیاسی دریځونه او پریکړې د سولې د پروسې او نورو مسایلو اړوند په خپل حال دي او د سیاسی مشرتابه او د میداني مشرانو تر منځ ئې یوالی شته دي ، دا سره لدې چې هغه وړاندېزونه چې امریکایانو طالبانو ته په دې وروستی کې وړاندې کړي د ځینو طالبانو خلو ورته اوبه وزې شوې او د تور لست څخه د ځینو نورو د نومونو لېرې کول،هم د دې لامل نه شول چې د طالبانو د سیاسي دریځ او پرېکړې په نرمښت کې مؤثر ثابت شي.  
خو کیدای شي چې د امریکا په چینلونو کې ډېرې داسې اوبه بهیدلې وي ، او ځینې شواهد هم داسې دي، چې د امریکا اداره د اوباما په مشرۍ دې ته اړه شوې ده، چې د مخالفینو د حرکت اړوند ئې په دریځ کې بدلون رامنځ ته شي. لدې څخه هغه اوازه چې د امریکا د اداره له پټو خونو څخه روتلی او پدې دلالت کوي چې د امریکا اداره حاضره شوې ترڅو په اساس قانون کې بدلون ته پدې اعتبار سره غاړه کېږدي چې هر شی د بدلون وړ دي او د دې پلمې پر بنسټ چې د افغانستان اوږد تاریخ په دې دلالت کوي چې پارلماني واکمني د نوموړي هېواد لپاره مناسب واکمني ده او په دې هېواد کې د ثبات او استقرار لامل کیدي شي او دا هغه دریځ دی چې د طالبان دحرکت د مشرتابه له غوښتنې سره تر ډېره بریده سمون لري ، کوم چې غواړي  د هېواد لپاره اساسی قانون له سره جوړ شي او ښایي چې  د حرکت په منځ کې ګڼ شمیر خلک د دې مطلب سره توافق  وښيي .
میانه حلونه:   
په اساسي قانون کې د بدلون سربیره  کیدای شي د لویدیځ هېوادونه او په سرکې ئې امریکا  د دې اعتبار پر بنسټ چې د اوباما اداره له وړاندې په کال ۲۰۱۱م کې د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو مهال ویش ټاکلی له افغانستان څخه وتلو ته غاړه کیږدي  او دا هغه اشاره ده چې په دې دلالت کوی چې ګواکې واشنګټن دې ته حاضر دی، تر څو هغه میانه حل د طالبانو سره ومني چې د دوی ستراتیژي کړکیچ ته د افغانانو په هېواد کې د پای ټکی کېږدي . خو دطالبانو سره میانه حل ته د واشنګټن غاړه ایښودل  پدې مانا نه دی چې طالبان دې په هېواد کې بیا هغه پخوانۍ سیاسی ونډه ولري ، بلکې د واشنګټن په پام کې  تنازلونه طالبانو ته پدې منظور دی چې پر ټول افغانستان باندې ئې د واکمنۍ مخ ونیسي،  د اوسنیو سیاسی واکمنو قوتونو سره ئې په حکم کې شریک کړی،  د ترهګرو ډلو نفوذ ته په افغانستان کې دپای ټکی کېږدي . او کیدای شي د دغې نظریې پخلی هغه بې دریغه مالی مرسته وکړي چې په هېواد کې د امنیتي قوتونو او موسسو د پیاوړتیا او وړتیا لپاره وړاندې کیږي، تر څو په دې و توانیېږي، چې د طالبانو د بشپړې واکمنۍ مخه ونیسي. او واشنګټن سره لدې چې د نظامی تګلارې په ناکامۍ پوهیږي، خو نه غواړي افغانستان طالبانو او د هغوی سره ملګریو قوتونو القاعدې ته د ساده او آسانه نمړۍ په څیر پریږدي.
سربیره په دې د ځمکې پرمخ وضعیت، د امریکا او ناتو پر ځواکونو پرلپسې بریدونه، اقتصادی بحران،  د ۲۰۱۴ کال د وتلو ضرب الاجل د اوباما د ادارې په وړاندې د لوبې ساحه تنګه وي  او د اوسنی وضعیت په بنسټ ئې په افغانستان کې پاتې کیدل هغه ګواښ دی چې له یوه لوری د واشنګټن نړیوال زعامت په خطر کې اچوي ، او له بل لوری د اوباما د ادارې په سیاسی راتلونکی چې خلک د افغانستان نه د امریکا د ځواکونو راستنیدل ورنه غواړی بده اغیزه وکړي، خو بلې خوا ته د دې اعتبار په اساس چې دا جنګ د لویدیځ د اشغالګرو ځواکونو د خپل واک پربنسټ پیل شوی ؤ نه دې کومې ځانګړې اړتیا په اساس، باید په افغانستان کې له هغو یو اړخیزه پریکړې  څخه ډډه وشي، چې کیدای شي د امریکا د قوتونو پرضد د خلکو د دښمنۍ احساسات راوپاروي، او د امریکا په کورنۍ کچه د خلکو اعتبار او اعتماد په حکومت باندې زیانمن کړي.   
بېلابېل لیدلوري:
په افغانستان کې د سولې د پروسې څخه د واشنګټن او د هغه د ملګرو هېوادونو ملاتړ په دې مانا نه دی؛ چې په افغانستان کې باید هرو مرو  ثبات او سیاسي ټیکاو  ټینګ شي، بلکې کیدای شي د دې لپاره وي چې د افغانستان څخه د وتلو ډاډمنه او مطمئنه فضا را منځ ته شي، د مخالفینو دریځ د سولې د پروسې د وړاندېزونو اړوند لا تر اوسه په خپل حال پاتې دی، جهادی او وسله وال طبیعت او رنګ یې د دې مخنوی کوی چې د واشنګټن سره خبرو اترو ته کښېني او دا په داسې حال کې که چېرې په اساسی قانون کې  هغه بدلون رامنځ ته نه شي، چې د هېواد اسلامی هویت وساتی ، او امریکایان له افغانستان نه ونه وځي ، دا سربیره په دې چې د طالبانو سره د سولې د پروسې د رییس صلاح الدین ربانی اړوند د کلک شک او باور شتون، چې د سولې دې زیار ته به مناسبه فضا رامنځ ته نه کړي، خصوصا چې ربانی به په هیڅ ډول حاضر نه شی چې داسې پرېکړې وکړي چې د طالبانو راګرځیدل د افغانستان سیاسی برخلیک ته تضمین کړي، بلکې د داسې پرېکړو هڅه به وکړی چې د شمال ټلواله په دې وتوانېږي ، تر څو د افغانستان د سیاسی برخلیک ډېره برخه ترلاسه کړي ، دا سربېره په دې چې د طالبانو سره د روغې جوړې  دا پروسه بهرنی او داخلی ملاتړ نه لري اوپه سرکې ئې د طاجیک ،اوزبک او هزاره ( شیعه ) نه غواړی چې د طالبانو سره د سولې پروسه بشپړه شي او یو ځل بیا د طالبانو او پښتنو حکومت راوګرځي.
دلته یوه خبره ډېره د اهمیت او پام وړ ده چې باید ورسره په جدي توګه برخورد وشي او هغه د سولې د پروسې اړوند  د پاکستان د حکومت او د هغه د عسکری استخبارتي شبکه دریځ دی ؛ د هیڅ چا نه  پټه نه ده ، چې د اسلام آباد او د ولسمشر کرزی د حکومت تر منځ  اړیکې څومره سړې دي، ځکه چې اسلام آباد په دې باور دی چې په افغانستان کې د هند هغه نفوذ مخ په پراخېدو دی  چې د پاکستان په کلابندۍ کې ډیر اغیزناک دی او د هرې سولې په پایله کې به د طالبانو د برلاسی مخنوی وکړي، د مثال په توګه د یوه نوی اتلاف جوړښت چې پکې ټول سیاسي قوتونه راټول شي او د افغانستان سیاسی نقشه له سره انځور شي د پاکستان سیاستمدارانو او نظامیانو ته د منلو وړ نه ده ، چې په خپل وار ئې د دې پروسې مخالفت ته راپاروی چې د طالبانو د برلاسي مخنوی پکې نغښتی دی ، او طالبان دې ته هڅوی چې د دې پروسې اړوند مخالف دریځ ولري او دا دریځ کیدای شي دا د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي که چیرې امریکا او د کابل حکومت هڅه ونه کړي چې د پاکستان حکومت سره روغه جوړه و کړي  او د طالبانو په هکله ئې مرسته تر لاسه نه کړي، آن تردې که دا خبرې پټې اوسري هم وي.  
د طالبانو مخالف دریځ د پاکستان تحفط او د سیمیزو اطرافو د متفاوت دریځونه ته په کتنې سره په  دغه چاپیریال کې  ستونزمنه ده چې د افغانستان د سولې اړوند څه وړاندوینه وشي، په داسې حال کې چې د مختلفو اطرافو دریځونه متفاوت او یو له بل نه لېري دي، د بیلګې په څیر د طالبانو دغې ِغوښتنې ته چې باید له افغانستان نه د امریکا او بهرني ځواکونه په بشپړه توګه و وځي، ښکیل بهرنی هېوادونه ورته غوږ نه نیسي او بیا له افغانستان څخه وتل نن په دې مانا دی چې سبا طالبان برلاسی شي او د طالبانو شروطونو ته غاړه ایښودل هم په دې مانا نه دي چې د افغانستان له تاریخ څخه دا  لس کلن  تاریخ او لاسته راوړنې یې په بشپړه توګه لری شي او د امریکا حضور ته په کامله توګه دپای ټکی کیښودل شي او دا کار به حتما د امریکا د ستراتیژۍ د ماتی په مانا وي، چې هیڅ کله بې ئې امریکا و نه شي منلی.
دلته یوه اشاره ډېره اړینه ده چې طالبانو ته د دوی جهادی خصوصیت او په سیاسی او نظامی ډګر کې په مخالف دریځ باندې ټینګار په سیاسی لوبه کې پراخه ساحه ورکوي؛ او په هیڅ صورت کې دې ته اړ نه دی چې واشنګټن ته تنازلونه ومني او ښایي صبر وکړي او انتظار وباسي چې تر دې ښه وړاندېز ورته وشي اوپه داسې حال کې چې د نظامي تګلارې په اساس یو لوری هم د بشپړ بری قدرت نه لري، نو په افغانستان کې  سوله  ډېره لېري بریښي، دا سربیره په هغه سیمه ایزو اړخونه چې نه غواړی دا پروسه بشپړه شي،  کیدای شي  دا اوسنی وضعیت دوام پیدا کړي، چېرې چې امریکا نه حاضزیږي چې له کومې لوری راغلی  له هغې لارې بیرته و وځي او طالبان د امریکایانو په شړلو او ماتی باندې ټینګار کوی او وایی :
چې امریکایان به هم په افغانستان کې شورویانوته په څېر په ناوړه انجام آخته کېږي.
او د دغو دو متضادو دریځونو په منځ کې ښایی د افغانستان ملت دې ته اړتیا ولری چې د اشغال پاڼه واړوي  او یوه نوې د ورولۍ او یو بل مننې پاڼه پرانیزي او داسې کومه تګلاره او میکانیزم پیدا کړي ، چې له سره د افغانستان ټولنه بیا داسې جوړه کړي چې تیر ظلمونه، کړاونه، کشمکشونه اوتعصبونه، هیر او یو نوی ژوند پیل کړي.
وما ذالک علی الله بعزیز.
عبدالرحمن فرقانی