محمدآصف خواتی
ښایي دالیکنه په هغوپښتنو ښه ونه لګیږي چې دخپل تاریخ په یوه اړخ ( وطنپالنې ، آزادخیالۍ ، جرګو، تورې ، ننګ ، میلمه پالنې او۰۰۰) ویاړي خود هغه بل اړخ چې دپښتنو ځانغوښتنه اودواک تنده ،بې اتفاقي اوتربورولي، افراط اوتفریط ،وچ احساسات اوغچ اخیستنه ده نه ویني ۰ک
ه چیرې څوک دپښتنو منفي کړنو ته چې افغانانواوپه تیره پښتنو ته یې بیساره بدمرغۍ ډالی کړې دي ګوته نیسي هغه پدې ملامتوي چې ګواکي پښتنوته یې سپکاوی کړی یا داچې دپښتنو په وړاندې د ګاونډیانو اونړیوالو د دسیسو خبرې کوي۰ پدې کې هیڅ شک نشته چې دتاریخ په اوږدو کې افغانانو ته رازرازلومې اود ځمکې لاندې پټ ماینونه ایښودل شوي اودسیسې ورته جوړې شوې دي چې د نوروولسونوسره ورته چلندشوی دۍ۰ که چیرې ددولتونواوولسونوترمنځ ددپلوماتیکواړیکوتاریخ اوڅرنګواليٍ ته وکتل شي هغه عمدتآ په ملي ګټو څرخیږي اوکله ناکله یوبل ته پټ ماینونه اولومي هم ایږدي داځکه چې سیاست څوپوټکي لري چې ظاهرآ یوډول بریښي خوپه دننه اوباطن کې بل څه وي۰دنړی زیاتره ولسونه دنورو د پټو ماینونو اولومودکشف اوشنډولو استعدادلري خوله بده مرغه پښتون دپردیو دپټو ماینونو هدف ګرزيدلی اود هغوی په لومو کي لویدلی دۍ۰ پورتنیو څرګندونوته په کتوسره پښتون لیکوال او سیاستوال ته پکاردي چې یوځل خپل تاریخ په پوره غور ولولي اود هغو سره جوخت ځان هم دقضاوت پدې تله کې واچوي چې هغه ولسي ګټي لوړې ګڼي یا ځاني ، هغه خپلوعقیدتي باورونوته لومړیتوب ورکوي یا ملي ګټوته ؟ زموږ تاریخ ددې ترخه واقعیت ښکارندوی دۍ چې پښتون دومره ځانغوښتونکی دۍ چې په واک کې خپل پلاراوورورهم نشي زغملی دهغو په وړاندې دریږي اودهغه دراپرزولوپه موخه وسلې ته لاس اچوي ۰که پدې لاره کې خپلې موخې ته ونه رسیږي پردیو ته مراجعه کوي چې خپل پلار، ورور اویا بل پښتون مشر نسکورکړي۰ دلته دي چې پښتون خپله ځانغوښتنه ، دواک تنده، پوهه اوسیاسي شعور نندارې ته ایږدي اوسربیره پرهغو ملي ګتوته دخپل ژمنتوب کچه ښیي۰ په شپاړلسمه پیړی کې پښتنو پرطلایي هندوستان باندې د پښتنو واکمنۍ ته پخپله دپای ټکی کیښود۰هغه مهال جلال الدین د خپل ورور سلطان ابراهیم لودي په وړاندې ودرید اوکله چې پدې ونه توانیده چې واک تر لاسه کړي بابر ته یې مراجعه وکړه چې په ګډه خپل ورور نسکورکړي۰ بابرهم ددې فرصت نه ګټه پورته کړه پرډهلي یې برید وکړاوپه دې توګه یې پر هندباندې دپښتنوواکمنۍ ته دپای ټکې کیښود۰ پدې هکله خوشحال خان وایي نن به درست دهندوستان دولت ددوی و پښتا نه که کم همت نه وای جهال
البته دالومړی ځل نه و چې پښتون پدې ډول نه منونکي کارلاس پورې کړی دۍ بلکې دې ډول کړنووروسته هم ادامه موندلې ده ۰څرګند ساری یې د خوشحال خان دادتورې اوقلم دخاوند په وړاندې دهغه دخیلخانې اوپښتنودریدنه اومخالفت و۰ دخوشحال خان په وړاندې دهغه د زوی له لوري د مخالفت اوشرارت خبره دې ته ورسیدله چې هغه اړشي خپل کورکلی پریږي اود کډوالۍ ژوندته غاړه کیږدي ۰ دسترننګیالی اوفرهنګیالي خوشحالخان لاندې بیتونه دهغه دژوند دوروستیو کلونوهغه مصیبتونه ،کړاوونه اونهیلي بیانوي چې ور ته خپلوانو اوپښتنو جوړکړي وو چې داهسې رنګه سپي ځینې پیداشول او په شک یم چې خوشحال کله آدم دۍ بل ځای وایي ; پښتانه چې بې ننګې کا څوک یې څه کا ګورستان لره به درومه له ارمان په نولسمه پیړی کې د تیمورشاه داولادونواودواک دنورومدعیانو ترمنځ خونړۍ جګړې اوشخړې چې افغانانو ته په لوړه بیه تمامې شوې اوناوړه پایلې یې لرلې دپښتنوځان غوښتنه او واک ته درسیدو لیونی لیوالتیا ښيي چې پرهغوبحث دغم اوپریښانۍ پرته بل څه ندي۰ خوبیا هم ولیدل شول چې دشلمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې کله چې دیوه پټ سیمه ایزاوښايي نړیوال سازښت له مخې دشمال پښتون دښمنه تلواله دملګروملتودسولې دپروګرام دشنډ ولوپه موخه جوړه کړل شوه ځینې پښتانه سیاستوال هم ددې تلوالې سره همغږي شول ۰په افغانستان کې یې دسولې ټول امیدونه په خاورو واړول اوهیواد یې داسې کړکیچ ته ورټیل واهه چې دهیواددوروستیو شپیتو کلونودمدنیت ټولې نښې نښانې پکې له مینځه ولاړلې ، قومي اوژبنیو دښمنیوته لمن ووهل شوه اوافغانان یې دپښتانه اوغیرپښتانه ، لږکیو اوډیرکیو په نامه وویشل اوبیل کړل ترڅوزمینه دې ته برابره شي چې داولس ایل کړي۰ دنني افغانستان ترخه واقعیتونه اودپښتنو سیاستوالوچلند اود سترګووړپښتنون توکمه روڼ اندو غیرفعال دریځونه ښيي چې پښتون دخپل تاریخ ، دخپلو تیرو تیروتنو اودروانې غمیزې نه هیڅ زده کړه نده کړې ۰ پدې وروستیویوولسوکلونوکې چې پردیو پښتون توکمه ولسمشردواک په ګډې کینولی دۍ دې ولسمشردخپل واک دساتلوپه موخه پداسو شهکاریواواستثنایي کړنو لاس پورې کړی چې په تاریخ کې ساری نلري۰ هغه داسي یوحکومت جوړکړی دۍ چې نړیوال یې دفاسدحکومت په نامه پیژني ۰ سربیره پردې پښتون ولسمشر پښتون دښمنه څیرې چې دنومونوسره یې جنایتونه، وژنې ،دبشري حقونونه سرغړونې ،پردۍ پالنه، چوراوچپاوتړاولري ددولت په کلیدي څوکیواوپوستونو ګومارلي دي ۰ ددې پښتون توکمه ولسمشرپه واکدارۍ کې په پرله پسې توګه دپښتنوپه کلیو او کورونو بمونه اوریږي ،پښتانه ځپل کیږي ، دنني حکومت اودبهرنیو لښکروزندانونه دپښتنوڅخه ډک دي اوسپکاوی ورته کیږي۰ دې پښتون ولسمشرد جګړې دپای ته رسیدو په موخه دسولې عالي شورا جوړه کړه چې په مشرۍ کې یې داسې څوک وګوماره چې هغه پوره لس کاله دوسله والو مخالفینو سره جنګیدلی و۰ هغه مهال ماپه یوه لیکنه کې داخبره کړې وه که دبرهان الدین رباني ترمشرۍ لاندې دسولې خبرې کومه نتیجه ورکړي دا به معجزه وي ۰ ژوندوښودله چې درباني دسولې هڅو کوچنی بریا هم نه درلوده ترڅودسولې دپیغام راوړونکي لخوا یې ژوندته دپای ټکی کیښودل شو۰ خوبیاهم ولیدل شول چې دسولې چارو ته یې دهغه زوی وګوماره چې داپخپله دپښتون ولسمشر دشهکاریوڅخه یوه بله شهکاري وه۰ دا استثنایي ولسمشرپوره یوولس کاله په خبرواوویناوو کې ددولت مخالفینواوطالبانو ته دې سولې اوپخلاینې بلنه ورکوي خوعملي ګامونه یې په جګړه او دمخالفانوپه ځپلومتمرکز کړي دي۰ ښه بیلګه یې دری ورځې مخکې دپلچرخي په زندان کې دڅلوروطالب اسیرانوچانواري وه۰ عجیبه داده چې ننی واکمني دسولې په موخه پاکستان ته ګدایی کوي ترڅوپه افغانستان کې دسولې دټینګښت په موخه همکاري وکړي اوپه پاکستان کې بندي طالبان خوشي کړي خوپه افغانستان کې بیا زنداني طالبان چانواري کوي۰ داډول سیاست دسولې سیاست نه بلکه دجګړې سیاست دۍ چې موخه یې دپښتون وژنې دسناریودوام دۍ۰داهغه ترخه ، دخواشینی وړ خو انکارنه منونکي واقعیتونه دي چې دهغوله څنګه تیریدل اویا پرهغو سترګې پټول ثواب نه بریښي اوهغه باید وویل شي ترڅود پښتون پام دې ته راواړول شي چې دتاریخ په اوږدوکې اوهمداراز دهیواد د روانې غمیزې په راتګ ، پراختیا اوژورتیا کې د یولړکورنیو اوبهرنیو لاملونو سربیره پښتنومشرانو، سیاستوالواوروڼ اندومنفي رول لوبولی او نن یې هم لوبوي ۰ البته داددې مانا نلري چې دپښتنوتاریخ دمنفي کارنامو مجموعه ده اوپښتنوپاخه سیاستوال ،پرولس مین پوهان اوژمن روڼ اندي نلرل۰ دوطن دساتنې په لاره کې دپښتنو اتلواله کارنامې ددې ولس ځلانده تاریخ بیانوي اوددې ولس له لمنې نه داسې دتورې اوپوهې خاوندانو سرونه راپورته کړي دي چې نړیوال شهرت لري۰ خوپربله خوا دې ولس دا قابلیت ندی پیدا کړی چې دجګړې په ډګرونوکې ګټلې بریاوي د سیاست په ډګرکې یقیني کړي ۰ ددې ولس سیاستوال ددې جوګه نشول چې داسې سیاستونه پلې کړي چې په ټولنه کې دبدلونونولارښوونه وکړي اوولس ته ښه ژوندډالۍ کړي بلکه ناورینونه یې راوړي دي۰ همدا تریخ واقعیت حکم کوي چې د پښتنو کمزورو اړخونوته دپښتون لیکوال او سیاستوال پام راوګرزول شي ۰ که چیرې پښتون لیکوال یا سیاستوال خپل اودخپل ولس منفي ځانګړتیاوې او کمزوری اړخونه ونه ویني اودهغو دسمون په لټه کې نشي ، دځانغوښتنې اوتربورولی د ویروس څخه ځان ونه ژغوري ، ملي – وطني ګټو ته دعقیدتي باورونو اوسازماني تړاوونوپه پرتله لومړیتوب ورنکړي ، دوچو او توندواحساساتواوجذباتو سره چې ناورین اوهرج اومرج راوړي مخه ښه ونکړي ، دزمانې اووخت له غوښتنوسره ځان عیار نکړي، دسیاست په رمزونو اوهنرونوځان پوه نکړي او فعالانه سیاست ته راونه دانګي دافغانانو اوپه ځانګړې توګه دلراوبر پښتنوبه داحال او احوال وي کوم چې اوس مهال یې لري۰