سپوږمۍ ژاړي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رفيع الله روشن
کتاب ښه ملګرى دى، دايوه داسې خبره ده چې هرڅوک پرې قانع دي ،دهمدې اصل له مخې زه هم له کتاب سره ملګرتوب کوم خوهغه (کتاب)له ماسره دېر ه ملګرتيانه پالي،په دې داخبره ددې په خاطر کوم چې کتاب په بازار کې راونيسم نو ډېرنه راسره تم کېږي، تاسوبه واياست چې څنګه نه راسره تم کېږي کتاب خو
پښې نلري چې چېرې دې ولاړ شي،هو داسمه ده زه يې درسره منم، خو يوڅه  درته وايم چې کېداى شي تاسو ته دمنلو وړ وي.
زه په داسې يوه ځاى کې کورنى ژوند لرم چې له ښار څخه لرې دى، دخلکو اقتصادي وضعه ډېره ښه نده، خوځوانان اوهغه خلک چې له ليکوال،کتاب او مطالعې سره علاقه لري،دېره فيصدي پوره کوي،خودمطالعې  لپاره کتابونوته لاسرسى نلري.
زه چې کله له وظيفې په رخصتۍ کورته ولاړ شم، سهار ته دوه درې نفره راته په حجره کې ناست وي، تر ستړي مشي اوښه راغلاست دمخه راته وايي هلکه ته خو تش راووتي، کتابونه ،مجلې او اخبارونه دې څه کړل؟
هغوى په دې پوهېږي چې زه په کابل کې ژوند کوم چېرې چې دمطالعې لپاره ډېرو برخواو منبعوته لاس رسى  اسان دى اوبياپخپله هم له مطبوعاتوسره سروکار لرم نو حتماً له ځانسره يوڅه وړم،په دې اساس که کتاب مې وړى وي که مجله اوکه اخبار وي يوهم نه راته پرېږي او له مخې سره يې رانه وړي.
رابه شم هغې مسئلې ته چې زما ددې کوچنۍ ليکنې موضوع ده،هغه داچې ترډېر زماني واټن وروسته په ننګرهار کې يوه کتاب پلورونځي ته ولاړم،غوښتل مې څه سياسي کتابونه واخلم،دکتابونوپه لټه وم ،که ګورم چې په ورختلي اسمان کې د زرګونو ستورو ترمنځ سپوږمۍ ژاړي او اوښکويې دختن دهوسيو دخولو پشان فضامعطره کړې چې ښکلى اوتازه کوونکى بوى يې زما دماغواو اتر مې تر سترګو شول،دځوان ښکلي،دنګ شاعرليکوال او ژورنالېست (طالب منګل)په هنري ګوتو ليکل شوي شعرونه چې هر يو يې زړه ته لار کوي، په يوه ښکلې ټولګه کې سره راټول شوي او دشعريت ددې ناوې نوم يې (سپوږمۍ ژاړي)ټاکلى دى،کتاب مې راپورته کړ،منځ پانګه مې لا له نظره نه وه تېره کړې ،چې ډيزاين يې ډېر جلب او ځانته کش کړم،ډېر ځنډ مې دکتاب پښتۍ په ذيرذيروليدله،خوند يې راکړ،دکتاب پر شاه دليکوال يوښکلى انځور نسب شوى دى،دمنځ پاڼې چې مې پرانستې  نو اول مې په دې غزل سترګې ونښتې:
تاپسې منګله يوه شپه په تړمو اوښـــــــــکو
مانه به لمده شوه لوپټه په تړمو اوښــــــــکو
درغلم په نيت دثوابونو ستاترڅنـــــــــــــــګه
اوس به درته ماته کړم روژه په تړمو اوښکو
هغه د پېښوريو وروڼوخبره چې په دې زړه يې راته چک ولګوو، مخ مې دپلورونکې په لور کړ،هغه هم ماته کتل،دقېمت پوښتنه مې ترې وکړه،کور دې يې ابادوي په کلکه يې راته وويل چې نه دې درنه غواړم،هغه وويل کله چې تا کتاب را پورته کړ زه درته متوجه وم ،دېريې له ځانسره واخستې،نوداتاته ډالۍ کوم،مګر مانه ورسره منله، خوهغه هم ترماډېرکلک وو،ترڅوچې مې راضي نکړورسره ومې نه منله،روپۍ مې ورکړې،خوزه پرې ښه پوى شوم چې دکتاب نيمايي قېمت يې هم رانه وانخست،که مادي اړخ ته يې وګورو هم نو سپوږمۍ ژاړي د ډېرو زياتو پيسو کتاب دى،اومعنوي قېمت خويې لاڅوک پوره کولى نشي،او زه په دې باور يم چې منګل دغه مرغلرې د مادي ګټې لپاره ندي پيېلي،که څه هم ماديات هم دژوند يو اهم ضرورت دى،خو ترمادياتو بيا معنويات ډېر په نظرکې نيسي،ځکه هغه معنوياتوته دترجيع ورکولو په معنى او ګټه پوهېږي،نور کتابونه مې هم له دې مخکې رانيولي وو.
زما له ادبي کتابونو سره ډېره جوړه ده،کله چې کتابتون ته ولاړ شم ډېر زيات ادبي کتابونه اخلم،خولکه دمخه چې مې وويل څوک يې نه راته پرېږدي،هرچاچې کتاب رانه وېوړ بيايې نه راکوي، خو اوس ماهم چل ياد کړى دى، هرڅوک چې کتاب رانه اخلي نوم يې ليکم اودکتاب نوم هم، ورته وايم چې په دغومره وخت کې بايد کتاب بېرته رات وسپاري کنه بيابه هېڅکله رانه کتاب وانخلي نو هغوى هم وېرېږي همداسې کوي اوخپله ژمنه نه راسره ماتوي،کله کورته چې ورسېدم دکتاب په لوستلو مې پيل وکړ، خداى شته شعر تربل يې ډېر خوند راکاوه، طالب منګل په دې کتاب کې خپل شعري مهارت  ښه ثابت کړى دى،هغه ټکي يې يوځاى کړي، شعر او غزل يې ورنه جوړ کړى دى کوم ته چې په اوسنيو حالاتوکې ددغه غمځپلى خلک او جنګ ځپلى هېواد اړتيا لري،يوخودى د خوست دى ډېره ښکلې ژبه لري دخوست دخلکو لهجه  ډېر خوند راکوي، زما دطالب منګل د شعر ترڅنګ نثر هم ډېر خوښ دى ،په خاص ډول کله چې دى راسره خبرې کوې،هغه د مسافر جانان اوګران ملګري سهراب سهار خبره سمې شرينکې خبرې راته کوي هېڅ يې په بنډار نه مړېږم،خودى رانه کله کله ډېرژر ځان خلاصوي،اوډېرکله دډوډۍ خوراک په پلمه، طالب منلګ ځوان دى په هېواد مين ځوان،په سوله مين ځوان په مينه مين ځوان هغه په يو ځاى کې وايي:
ددې کلي دپېــــــغلو په لاسوخوبنـــــــــګړي نــــشته
له خوبه دې راوېښ کړم وايه شرنګه څنګه راغلې
دسولــــــــــې په وزرو خو دښارکلابند ټينـــــــګ وو
داته دلتـــه په کومه لاره جنــــــــګ څنګه راغـــــــلې
منګل دهغو ځوانانو له ډلې څخه دى چې هر مشر ته په احترام سره قايل دى،هرکشرباندې د ترحم  اوشفقت لاس راکاږي،دوطن هرې پېغلې ته په سر دلوپټې خورولو کوشش تل جاري ساتي،هرې پښتنې او افغانې مورته دخپلې مور په سترګه ګوري،دبل عزت خپل عزت ګڼي،هېڅکله نه غواړي يوڅوک ورڅخه زړه بدى شي، کينې او بغز څخه نفرت کوي،هغه مور داسې يوه هستي بولي چې دخپل ژوند راز يې دهغې په شتون کې موندلى دى، مور دمينې زېږنده بولي، مور دبريا وسيله بولي اومور دخداى پاک لپاره واسطه بولي:
مورې ته خـــــــداى ته ووايه
چې ماشومتوب مې راشــي
زه به سجده وکــــــــــــــــــــړمه
دستـــــــاپه پاکه لمــــــــــــــــن
زه به يوچيغه رب ته ولېږمه
دستـا دمينــــــــــــــــــــې په نوم
بالاخره دطالب منګل دکتاب لوستلونه وروسته مې دانتيجه لاسته راوړه چې واقعاً طالب دى، واقعاً بادرکه طالب دى،دهېواد په غم غمجن دى خو هغه طالب نه چې دخپلې مور داولاد لپاره په مورچه کې غلى اود وژلو انتظار يې کوي،هغه طالب نه چې په سړک ښخ  شوى ماين د ريموټ کنټرول په واسطه الوزوي ،سړک پرې ورانوي،هېواد کنډ اوکپر کوي، هغه طالب نه چې خپل ورو امريکايانوته دجاسوسۍ په تور وژني اوهغه طالب هم ندى چې دکور کلي له منځه په نورو پوځيانو فيرونه کوي،خپل ځان پټوي خو دنورو ژوندونه دپرديو دمرميو په لمبوکې سوځوي.
داهغه طالب دى چې دټوپک،بم اومرګ  پرځاى يې قلم راخستى دى، اوهغه خوږې خوږې کلمې ورباندې ليکي،له قلم څخه يې دبېلچې کار اخستى دى خو دهغې بېلچې کار چې ګلان پرې کل کېږي،هغې بېلچې چې دهېواد دښېرازۍ په خاطر اوبه پرې را وستل کېږي ، هغه طالب دى چې دهغو خلکو په زخمونو باندې دمرحم پټۍ ږدي چې ورباندې تپل شويو جګړو ټپيان کړي دي.
ده ته په خپل ادبي ډګر کې د لازياتو برياوو هيله کوم.