سلام خان
د بشري حقوقو د څار سازمان له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل چې د اعدامونو لړۍ دې ودروي ،دبشری حقوقو دڅار سازمان دغه غو ښتنه په داسی حال کی کړی ده چی ولسمشر حامد کرزی وړمه ورځ د۱۶ تنو داعدام حکم لاسلیک کړ او پرون دڅرخی پله په زندان کی له دی ډلی اته (۸) او نن یی شپږ تنه اعدام شول،
د ياد سازمان له لوری له نړيوالې ټولنې او ډونر هېوادونو غوښتنه شوې چې په دې اړه پر افغان دولت فشار واچوی همدارنګه دیاد سازمان په خبرپانه کې د افغانستان له دولته غوښتل شوي، چې د دا ډول ناڅاپي نورو اعدامونو له کولو دې ډډه ورکړی،د بشري حقوقو د څار سازمان ويلي، چې د افغانستان د قضايي سيسټم کمزورتيا او په محکمو کې ترسره کېدونکې تېروتنې، چې له نړيوال معياري قضايي سسټم سره برابر هم نه دى، دوى اندېښمن کړي دي ،په دې خبرپاڼه کې ياد سازمان له نورو هېوادونو او ډونرانو وغوښتل، چې نه يواځې پر افغان حکومت فشار واچوي بلکې په دې اړه دې خپل دريځ معلوم کړي ،د ياد سازمان د اسيا څانګې مسوول براډ ايډمز په دې وروستيو کې د افغان حکومت له خوا د دې ډول اعدامونو ځنډول يو ښه اقدام بللى او زياته کړې يې ده، چې دغه کار د طالبانو د واکمنۍ له مهال سره ډېر توپير درلود هغه زیاته کړی ده چی په یوه ورځ کی داتو تنو اعدامول افغانستان بیرته ښایی مخکنی حالت ته پوځی ،دغه سازمان له ولسمشر حامد کرزي غوښتي، چې د اعدامونو لړۍ دې نوره نه غځوي او ژمنه دې وکړي چې له دې وروسته به دا کار نه کېږي ،دغه راز ارو پایی ټولنی هم دافغان حکومت له خوا داعدامونو دلړی په پیلولو اندیښنه ښودلی ده.په کابل کې د اروپايي ټولنې د مطبوعاتي دفتر له لوری په يوه خبرپاڼه کې ویل شوی دی، چې دوى جنسي تېري او نور جرمونه غندي او په دې اړه د خلکو احساسات هم درک کوی سرچينې زياته کړې: چی موږ په دې باور يو چې د داسې کړنو عاملان بايد عادلانه محکمه او د زنداني کېدو له سزا سره مخ شي،په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې اروپايي ټولنې، ناروې او سويس حکومتونه د اعدام له سزا سره په هر حالت او په هر ډول شرايطو کې مخالف دي ،اروپايي ټولنې له افغان چارواکو غوښتي، چې د اعدام دغه لړۍ ودروي او د اعدام د سزا درولو لپاره دې په لومړي ګام کې د مجرمانو د اعدام پرېکړه بېرته واخلي.دبشري حقونو نړیوالې ډلې د افغانستان پر عدلي او قضايي ادارو شکمنې دي او وايي چې په دغو اورګانونو کې رشوت او فساد ډېر دی نو ممکن د ګناهګارو کسانو پر ځای بې ګناه کسان اعدام شي.
وسله وال طالبان وايي چې د کابل په پلچرخي محبس کې د جنایتکارانو ترڅنګ اسیر شوي طالبان هم اعدام شوی، طالبانو په یوه اعلامیه کې، چې د دې ډلې له لوري بېلابېلو رسنیو ته استولې ده، ویلي : دوی داسي موثق راپورونه ترلاسه کړي چې د اعدامېدونکو کسانو په لیست کې د (اسلامي امارت) ځیني جنګي اسیران هم شامل کړل شوي دي ،په خبرپاڼه کې د جنګي اسیرانو اعدامول د ټولو بشرپالو قوانینو خلاف عمل بلل شوی او ویل شوي چې طالبان په دې برخه کې خپله اندېښنه ملګروملتو، اسلامي کنفرانس، نړیوال سره صلیب او نورو حقوقي ټولنو ته څرګندوي او له هغو غواړي چې د کابل د حکومت د دې اقدام مخه ونیسي ،طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د افغانستان لویې څارنوالۍ، محکمو او نورو عدلي – قضايي اورګانونو ته خبرداری ورکړی چې که چیري د دوی اسیران اعدام کړل شول نو سخت غبرګون به ولري.
د افغانستان لویې څارنوالي ویلي چې درست اعدام شوي یا په اعدام محکوم شوي کسان په غلاوو، جنسي تېریو او اختطافونو محکوم شوي کسان دي ،لویې څارنوالي او نورو چارواکو په اعدامېدونکو کسانو کې د طالب اسیرانو یادونه نه ده کړې خو ممکن په برمته نیوونکو کې طالبان شامل وي ځکه چې افغان چارواکو په ځلونو د برمته ګرو طالبانو د نیونو ادعاوې کړي دي ، د افغان د عدليې وزارت وايي، دغه کسان چې د اعدام حکمونه پرې شوي، جنسي تېري کوونکي تښتوونکي، قاتلان او ځيني نور مجرمين دي، چې د درې ګونو محکمو له خوا پرې د اعدام حکمونه شوي دی ،ده تېرو يوولسو کلنو کې پر ۲۸ زندانيانو د اعدام حکمونه پلي شوي، خو لا هم نږدې ۲۵۰ داسې زندانيان د افغانستان په زندانونو کې بنديان دي، چې درې واړو محکمو پرې د اعدام حکمونه کړي، خو کلونه کېږي چې برخليک يې لا هم نامعلوم دى. دا دى ولسمشر کرزي پر ١٦ کسانو د اعدام حکم توشيح کړى دى، چې پر ٨ تنو يې عملي شوى او ټاکل شوې چې پر ځنيو نورو هم عمل شي ،د افغانستان د جمهوري رياست د ويناند په خبره، هغه څوک چي د اعدام حکم ئې تائيد سوی دئ، داسي کسان دي، چي جرمونه ئې ډير درانه دي، لکه جنسي تيری او قتل. د افغانستان د قوانينو له مخې، د محاکمو له خوا د صادر سوي اعدام حکم بايد د جمهور رئيس له خوا تائيد سي،که څه هم د افغانستان په قوانينو کي د اعدام سزا تر ټولو سخته سزا په پام کي نيول سوې ده، خو د طالبانو د رژيم تر ړنگېدو وروسته په افغانستان کي د اعدام سزا حکم ډير لږ صادر سوی دئ. طالبانو په خپل وخت کي ډير کسان د زنا او شريعت څخه د سرغړوني په تور اعدام کړل ،په افغانستان کي ډيری په دې باور دي، چي که پر کوچنيانو باندي جنسي تيري کوونکي، له ښځو سره زورزياتي کوونکي او ځانمرگو بريد کوونکو ته دغه شان سزا ورکړل سي په دغه پيښو کي به ډير کموالی راسي د جمهوري رياست سرچينې د دغو کسانو د جرمونو په اړه ويلي دي: «دا هغه مجرمين دي چي جنسي تيري، پر کوچنيانو باندي جنسي تيری او قتلونه ئې کړي دي.»
دغه سرچينې ويلي دي، چي د بېلگې په توگه په دې کسانو کي يو داسي څوک هم سته، چي څو کوچنيان او د هغوی مور ئې وژلې او په څا کي اچولي ول. يو بل څوک بيا پر يوه کوچني باندي د جنسي تيري په سبب په اعدام محکوم سوی دئ.پای سلام خان.