د ژوند ادبي بهیر۵۵مه اونیزه غونډه راپور

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سمیع الله مجاهد
محب الله جان محب د غونډې د پیل لپاره عبد الباسط امیرزوی راوغوښت، هغه په مترنم اواز د تلاوت په خوږو زمونږ د ارواوو تسکین وکړ.ویاند، د غونډې مشر استاد محمد اصف صمیم، میلمه استاد فضل ولي ناګار او کوربه خوشحال درانی د دریځ تر څنګ څوکیو ته وبلل.
بیا نوبت یې د ژوند ادبي بهیر مشر ذاهد کریمزي ته ورکړ. هغه وویل:د بهیر د مشرۍ مسولیت سخت دی نو زه د ددې مسولیت د وېشلو په خاطر سمیع الله مجاهد او نقیب احمد عزیزي د مرستیالانو او خوشحال درانی د اړیکو مسول در پېژنم.
د ۵۴ اونۍ له پېښو او حالاتو خوشحال دراني خبر کړو، چې استاد ناګار یې راپور او هم د رحمت الله حکیمي شعرخوښ کړ.شهزاده قادري په راپور ور زیاته کړه: د نقل قول را اخستل د راپور د ښکلا سبب وو.ناوک داسې وویل: د راپور په اورېدلو مې په تېره اونۍ کې ځان احساس کړ او دشعر په باره کې نظرونو را اخستل ښه کار وو.
دراني وپوښتل: ادبي او ژورنالستیک راپور څنګه ولیکو؟
ادبي درس سمیع الله مجاهد ((په شعر کې انځور)) وړاندې کړ، چې استاد صمیم صیب او استاد ناګارصیب پرې خبرې وکړې، چې ځینې یې دلته را اخلو...
استاد ناګار: داستعارې، کنایې او تشبیه نه بغیر د ښه انځور وړاندې کول ناشوني دي، او ښه تمثیل یوحالت د بل حالت په څېر ښودل دي.
استاد صمیم صیب: انځور بې له استعارې هم جوړېږي او باید چې تمثیل په کې وي.
استاد ناګار:د صفیه صدیقي، ډاکټر کبیر ستوري او کاروان د داسې شعرونو را اخستل نه وو پکار، او نیغ په نیغه خبره تبلیغ ده. شهزاده قادري وپوښتل؛ انځور څرنګه تعريف کړو؟
صمیم صیب: انځور د پېښو شاعرانه کول دي. فطرت د تخلیق په مانا نه دی، لکه څنګه چې طبیعت د مزاج لپاره استعمالوو.
استاد فرید احمد هلال د فطرت څه شی دی، ناوک په هنرکې وړاندې شوی شعر هم په تبلیغ کې راځي؟ ذاهد کریمزی د شعر او تبلیغ توپیر به څه وړ کوو؟میرحسن ښرنوال ویل: باید د مۍ په ځای می وویل شي.
استاد ناګار: شعر باید د ټولنې د غوښتنې سره سم وي او هغه شعر چې جهادي وي، ددې وخت شعر دي او تبلیغ ورته نه شو ویلای، تراب هم ښه شاعري کوي او د وخت له غوښتنې سره برابر دی، اوس ملت قرباني ورکوي نو د زلفو ستایل ښه نه برېښي.
استاد فرید احمد هلال: د مطیع الله تراب دا شعر ( د چا د بغاوت سر تر پامیره رسېدلی- د چا ټیټ شوی سر د ملا تر تیره رسېدلی) دشعر ټولې ښې ځانګړنې لري. بیا استاد صمیم دریځ ته راغي او پاتې او نویو پوښتنو ته یې ځواب ورکړ..
صمیم صیب وویل: داسې فرض کړئ چې په بازار کې اوړه کم دي، خو تاسو مالګه عرضه کوئ نو د ټولنې اړتیا به مو په پام کې نه وي نیولې او تاوان به مو کړی وي. که ملالې په میوند کې هر رنګه لنډۍ ویلې وای نو د (که په میوند کې شهید نه شوې – خدایږو لالیه بې ننګې ته دې ساتینه) ارزښت به یې نه وو. ساجد بهار: شِعار ویل کېږي او که شُعار.
صمیم صیب: شِعار ویل کېږي، او ادبي راپور په عاطفي انداز لیکل کېږي او د الفاظو ښکلا ورته ډېره ضروري ده، خلک به راتلل چې راپور ته به پېښوریانو رویداد،او افغانانو به ورته ګذارش وایه. په هر څه کې د اهم او مهم ویل اړین دی، لکه څنګه چې د شعر د خج، وزن او نورو توکو خیال ساتل ضروري دي نو په نثر کې هم د تورو او ویوکو سمه کارونه اړینه ده.
د ادبي درس لمړۍ جمله سمه نه ده، باید جمله بیانیه ولیکل شي او له ډېرو او غیرې اړینو توکو باید ډډه وشي لکه (کومه چې، هغه چې، څومره چې) باید د جملو دبې خونده کېدو سبب ونه ګرځي. او په کار، په کې لیکل ندې پکار، باید پکار، پکې ولیکل شي.بل د ودروي په ځای دروي، د سکالوګانې په ځای سکالوو یا سکالووې ولیکل شي، او بل( ترڅو) کلمه لیکل کم یا له منځه لاړ شي. وایي که په شهدو مري په زهرو دې مړ نه شي.مستوی هنداره نده، مستوا هنداره ده، بل په دریم پاراګراف کې جمله داسې لیکل ندې پکار(د حیرت ګوته په خوله وو) ځکه دا استعاره سړی ته خپله دا مانا ورکوي. بل د لنډون خبره ښه ده، تاسو داسې وګڼئ چې په بېځایه لیکلو او زیاتولو مو څوک جریمه کوي، له انځور کښنې نه انځورنه ښه ده او له راتللای، بیانولای نه که بیانولی او راتلی ولیکو سمه به وي.
بیا د بلبلانو د نغمو وار راورسید چې درانه استاد ناګار، دژوند او جلالکوټ ادبي خوځښت ګلانو خپله مسکا د نظم او ترنم لارویانو ته دهغوی د اروایي تسکین لپاره وړاندې کړه.
د غونډې میلمه فرید احمد هلال ارزونه په لاندې ټکو وکړه: زما تلوسه ما نه پرېږدي چې ستاسو دا غونډه سمه وارزولی شم، ستاسو په بهیر مې د ننګرهار ادبي بهیر مینه ماته شوه، او ویاند راته ملګری پیلوزی را په زړه کړ، دې هڅو ته وخت ورکړي، ارزښت یې وپېژني او ورته راشي. په غونډه کې له ملګرو که ډېر څه زده نه کړئ نو رنګ او یو احساس خو ترې اخستلی شي. غونډه د خدای(ج)لوی دربار ته په لاسونو لپه کولو پای ته ورسېده.
سمیع الله مجاهد