دلته مو خوږ ژبى شاعر،ښه طنزليکونکى اوبا استعداده وياندخوشال درانى د ننګرهار پوهنتون دپښتوادبياتو د درېيم کال محصل غږولى:
نن دکلي نجونې يوبل ته دا وايي
له مودو پس درانى کلي ته راغى.
درانى
ناوک: درانى صيب څوکاله مرګ ته ورنږدې شوي ياست،اوچيرته دنياته راغلاست؟
درانى: ناوک صيب دا مالومات خوماته نشته چې زما ټول عمربه څومره وي ؟ خو٢١کاله مرګ ته نږدې شوى يم اوبله زمادزېږېدوخبره شوه ننګرهارخوږياڼيو ولسوالۍ کې زېږيدلى يم .
ناوک: که مو شعر نه ويلاى ايا کومه نيمګړتيابه مو احساسوله؟
درانى: په دې دنياکې خوټول شاعران کېداى نشي که زه چېرې شاعرنه وم نوشايدځان مې نيمګړى ګڼلاى واى.
ناوک: کوم شعر مو ډېر درباندې ګران دى،ولې؟
درانى: دابه ډېره سخته وي چې زه ووايم داشعرمې خوښ دى او دانه خويوغزل مې راباندې ښه لګېږي
خپل مونه دى داپردى کلي ته راغى
يوبدرنګه شان سړى کلي ته راغى
ترپايه ....
په دې شعرکې راته يو خوږه خاطره پرته ده.
ناوک: يعنې ستاسې هغه شعر چې ته ورسره اروايي تړاو لري،او بېرته تاته يو څه درکوي،ستاخوښ دى،تاسې دځان له پاره شاعري کوئ؟
درانى: نه داخبره په دې مانا نه ده چې شاعري ځان ته کوم خوځينې شعرونه داسې وي چې شاعرپکې اروايي ارامتيااحساسوي اوهغه ځاى شاعرته ودروي چې داشعريې په کې ليکلى دى.
ناوک: چې طنز مو ليکه،په ادبي ناستو کې يې ډېر هرکلى وشو،وروسته موشاعري هم ښه وستايله شوه،او اوس تر طنزونو شعرونه ډېر ليکئ ،تاسې خپله کومه تګلاره لرئ، او که دچا د هڅوني په سيور ي کې ځئ؟(په خندا)
درانى: موږنثراونظم دواړه ټولنې ته ليکو نوليکوال او شاعر بايددټولنې په هېنداره کې ځان وګوري چې ټولنه اومينوال يې څه خوښوي بايد همغه وليکي .اوس له مانه هم لاره ورکه ده نثرهم ليکم طنزاوشاعري هم کوم ودرېږه چې راتلونکي کې څه ترې جوړېږي يابه درې واړه شم اويا به ....
ناوک: دتېر له نظره ستاسې حال راتلونکې نه ده،که لاهم په تمه ياست؟
درانى: تراوسه خو درې واړوکې ښه روان يم که کومه خوا خرابه شوه دې بلې خواته به راځم.
ناوک: نودومره بې باوري به يو ډول بغاوت نه وي؟
درانى:نه بې باوره خو هېڅ نه يم او نه يې بغاوت بولم غواړم چې لا پر مخ لاړشم او نو ر پرمختګ هم وکړم .
ناوک: درانى صيب!تاسې ژوند څه وړ تفسيروئ؟
درانى: په دې کم عمر کې مې ډېرې سختۍ ولېدلې اوهم مې خوښۍ خوکه دواړه سره راټول کړونو د هيلو،ارمانونو،خوښيواوغمونوګډنوم دى.
ناوک: په خپلو ليکنو کې څه واياست؟
درانى: زه په ليکنو او شعرونو دواړو کې هڅه کوم چې ټولنې ته هغه څه ووايم او وليکم چې اوس زموږ ټولنه ورسره مخامخ ده اوددې ويده ملت دراوېښولو لپاره تل هڅه کوم.
ناوک: کومه طبقه ويښه درته ښکارېږي؟
درانى: فکرکوم موږټول ويده يوځکه دلته لوستي او نالوستي غولوول کېږي هېچاته سپينه خبره نه کېږي ښه به وي چې له سياسته تېرشو خپله پوهېږو.
ناوک: کله مو هم پر فکر ،فکر کړى؟
درانى: ولې نه تل پرې فکرکوم او دپښتنو روان حالات مې سخت خپه کوي.
ناوک: څوک مو ايډيال دى؟
درانى:
ماخپله کړې خپله لاره شاعري کومه
زه چاته نه نيسم هېنداره شاعري کومه.
ناوک: کله دې زړه دومره درد کړى،چې هغه دبل هم درشريک وي؟
درانى: ناوک صيب هغه به انسان وي چې ونه دردېږي،ونه زاړي ،اودنورو په غم کې شريک نه وي کله چې يوه داسې خبره وه اورم اوياداسې پېښه وګورم نوډېرمې ځوروي که نور مې وس نه وي نو له ځان سره کېنم او ښه دزړه له اخلاصه وژاړم .
ناوک:درانى صيب! ټولنه ځانته او ځان ټولنې ته څومره مسوول بولئ؟
درانى: ټولنې ته زه هم مسوول يم اوټولنه ماته هم مسووله ده .ځکه زه په داسې ټولنه کې رالوى شوى يم چې تل دنورو له لاسه ځپل شوې ،او اوس ځان ټولنې ته ډېر مسوول بولم.
ناوک: خوشال دراني ته د خوشال دراني له سترګو څنګه ګورئ؟
درانى: سترګې يې ډېرې ښکلي دي (په خندا).
ناوک: په ځواني مو برکت.
درانى:ناوک صيب له تا ډېره مننه کوم چې له دومره بوختياوو سره دې بياهم راپېښه وکړه بياهم ډېره مننه.
د دراني صيب څو ښايسته بيتونه:
ته لکه شرر له اوره والوزي
نه کوم نظر له اوره والوزي
دوى ولې فرهاد ته سلام نه کوي
عزم کې چې غر له اوره والوزي
دا خبره ښه درته مالومه وه
مينه کې اکثر له اوره والوزي
×××
دا يوه ايساره کړه يوه لاړه مړه دي
د دې دوو خويندو وروڼه واړه مړه دي
پلار يې ويل ښځې اوس ژاړه مړه دي
زما بچي سړک په غاړه مړه دي
د دوو وروڼو جنازې دواړه يو کورته راغلې
يو يې عسکر،بل يې طالب دواړه مړه دي
×××
دا څو خبرې به جانانه حافظه کې ساتې
نفس ډېرظالم دى نفس به خپله په ولکه کې ساتې
د يو سرتېري داخبره مې هيڅ نه هېرېږي
د جنګ په وخت به يو کارتوس خپله وسله کې ساتې
مشر يې ويل چې داپښتون درنه سر پورته نه کړي
دا قوم ظالم دى دغه قوم به په جګړه کې ساتې.
مرکچي:دادمحمدناوک
١٣٩١\٨\٢٤