تورن اسماعیل خان په نوی تور تورن سو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالباری"عارض"
ډیر داسی دلایل سته چی تر ۲۰۱۴ کال وروسته به طالبان و دولت ته خاصی ستونځی جوړی نکړی حتی شاید د سولی بهیر ګړندی سی، خو اوس چی د ناټو د ځواکونو د وتلو او د ریاست جمهوری ټول ټاکنی وخت را نیژدی کیږی داسی امکانات متصور کیږی چی شاید د ۲۰۱۴ کال په رارسیدو حاکمیت د خپل منځی تربګنۍ
له کبله د پښو ولویږی . دا مطلب پخوا هم قابل د وړاندوینی ؤ خو غربیانو د اول بُن په وسیله واک و  جهادی تنظیمونو او مسلحو ملیشو ته وسپاره، په دی تنظیمو او ملیشه ډلوټپلو کی داسی خپل منځی رقیبان هم شتون لری چی د پخوا څخه یی ډیر مړی سره تبادله کړیدی له بله اړخه هریو ددوی د بیلو بهرنی هیوادو له له اړیکو څخه متاثر او تمویلیږی،دا چی څنګه اوس په ګډه په یوه حاکمیت کی سره راغونډ سوی دی دوه لوی عامله سبب دۍ چی په موقت ډول رقیبی ډلی پر یوه میز سره راټول سی. یو عامل د نړیوالو شتون دی سربیره پردی چی دا ډلی جګړه ماره دی خو په سره سترګه پوهیږی د بهرنیانو په شتون کی دوی و جګړه ایزو اقداماتو ته زړه نه ښه کوی، دوهم عامل د بهرنیو سرمایو او دولتی امکاناتو څخه په ګډه سو استفاده کول دی.بعیده نده چی که دا دوه عامله منتفی سی بیا به د خصومت په سنګرونو کی وړاندی تر دی چی د طالبانو تشویش رفع سی د هیواد امنیتی وضع د مشکل سره مخ کړی.
یو مطلب باید له پامه و نه غورځول سی چی مجاهدین جنګ سالاران ندی هغوی د الله لپاره جهاد کړیدی او قیمت یی هم له چا نه غواړی بلکه دا جنګسالاران دی چی د مجاهدینو نقاب یی پر مخ ځوړند کړیدی او د جهاد په بدل کی مقامات او منصبونه غواړی هغوی امنیت په ځپله ګټه نه بولی قانونمنده ټولنه ددوی ګټو ته تاوان رسوی ځکه هڅی کوی د کوچنیو  امکاناتو څخه په استفاده د ټولنی د ګډوډولو په لاره کی عمل وکړی.
اصل مطلب خو د اوبو او برښنا د وزیر حاجی تورن اسماعیل خان په هکله   دۍ. څه موده مخ کی د ورځی تود خبر د دولتی ځمکو په غصب د تورن اسماعیل تورن کیدل وه، تر اوسه هغه موضوع د څارنوالۍ او محکمی ترڅیړنی لاندی ده چی بیا د بهرنی او کورنی مطبوعاتو سرلیک د تورن اسماعیل خان بیا تورن کیدل د ناقانونه سلاحو په ویش او د ملیشه شورا په جوړیدلو دی.وای په کلی کی یو سړی ؤ ټیکونه (تندی) یی لوی وه کله چی به په کوڅه کی تیریدۍ کوچنیانو به په ډبرو ویشیۍ هره ډبره چی به یی ورخطا کړه دده به پر ټیکو(تندی) لګیدل . اوسنی خبر په داسی وخت کی چی د ناټو ځواکونو د وتلو وخت رانیژدی سوی دی څو اړخیزه مفاهیم افاده کولای سی. ځنی داسی انګیرنی سته چی ګواکی تورن اسماعیل په هرات ولایت کی د لسهاو ملیونو ډالرو په ارزښت د ځمکو په غصب تورن دی ، دوسیه یی د فساد سره د مبارزی د خپلواکی اداری لخوا ترتیب سوی او څارنوالۍ ته د څیړنی لپاره ورکړه سوی او اوس په محکمی ته سپارل سوی ده داسی احتمالات متصور دی چی شاید نوموړی د تورن د حالت څخه د محکوم و حالت ته صعود وکړی. په هرحال د قانون و پنجی ته برابر سویدی نو ځکه دی غواړی داسی منازعات ایجاد کړی چی له یوه طرفه د قدرت مظاهره وکړی او له بله اړخه تر امکانه حالات ګډوډ کړی ترڅو د عدالت د پلی کیدو مخه ډپ یا لااقل د څارنوالۍ څیړنه و ځنډوی .
نور داسی احتمالات هم نسی ردیدلای چی ګواکی اسماعیل خان ترټولو د امریکایانو په وتلو د طالبانو بیری اخیستی او وارخطا کړۍ دی د یو ناکامی هڅی په توګه غواړی څو ساده او غولیدلی بی ګناه کسان د ځان سپر وګرځوی.او یا د کورنۍ جګړو د تکرار په خوب او خیال د هغه انسانانو په ګډون چی په ګناهونو او جنایاتو ککړ دی ،په ملګرتوب جګړه ایز صفونه سامبالوی. هیره دی نه وی چی تورن اسماعیل ساب په یو رابلل سوی خبری ناسته کی وویل ( ما یو میل سلاح هم نده توزیع کړه صرف د مجاهدینو شورا می ددی لپاره جوړه کړه چی د ضرورت په وخت کی د حکومت و کمک ته ورودانګی؟؟).                                                                   
تورن محمد اسماعیل په خپل دا بیان ثابته کړه چی ناقانونه سلاحوی لری ځکه ده وویل چی ما یو میل هم نده توزیع کړی ، دا یی و نه ویل چی زه ناقانونه سلاح نلرم. بل داچی د حکومت او مسلحو قواو په شتون کی دی جناب چا موظف کړ چی موازی ملیشی د شوراګانو په نوم رامنځ ته کړی. که د هیواد دفاع دری لکه مسلحو ځواکونو و نه کولای سوای نو ایا د تورن اسماعیل خان یو څو لغړ به څه وکړی؟افغان ولس تراوسه د هغی ورځی په انتظار شپی او ورځی تیروی چی جګړه ماران او غاصبان د یو عادلانه محکمی په وړاندی نه یوازی د ځمکو د  غصب ځواب ووای بلکه د جهاد د پیل نه وړاندی خپله شتمنی او اوسنۍ شتمنی د تعقل او منطق پر بنسټ پرتله او ځواب ووای.
کله کله بعضی کسانو د جنګسالارانو او قوماندان سالارانو اصطلاح بده منله حتی هغه به یی جهاد ته سپکاوی ګڼۍ خو اوس یوازی تورن اسماعیل خان ندی چی د جګړو د تکرار په هوس ملیشی جوړوی بلکه د هیواد په هر ګوټ کی همداسی کسان شتون لری لکه د خاص ارزګان د ولسوالۍ پر خوار ولس چی قوماندانسالار او جګړه مار عبدالحکیم شجاعی راز راز ظلمونه کوی او ویل کیږی چی د لوړو حکومتی مقاماتو ملاتړ له ځانه سره لری نوموړی سربیره پردی چی په ډیرو قتلونو متهم دی په کابل کی پس له دستګیرۍ څخه په مرموزه توګه له زندانه خلاص سو . همدا ډول د کندوز په ښار کی په یوه کلی کی د قوماندان سالار او جګړه مار د خښم له کبله دسته جمعی وژنه تر سره سوه خو حکومت و نتوانید مسول کس د قانون منګولو ته وسپاری. جناب ریس جمهور هم په خپلو بیاناتو کی د بی مسولیته مسلحو ګروپونه یادونه کړیده. همدا رنګه کوم تشکیلات چی د امریکایانو د ټینګار په نتیجه کی د محلی پولیسو په نوم ایجاد سوی دی ټول پخوانی جګړه ماره ملیشی دی چی پخواهم د تنظیمو په چوکاټ کی تنظیم وه او اوس د دولت په چوکاټ کی پس له دفاع او کورنیوچارو وزارتونو څخه دریم مسلح ځواک دی او اکثر د هغوی په جنایاتو ککړ او د مطبوعاتو له لاری ویل سویدی .
له یوه اړخه چی وګوری مسلحی ملیشی او اسماعیل خان هیڅ ملامتی نلری  دا نوی خبره نده او نه یوازی اسماعیل خان و ټولنی ته تهدید دی  اسماعیل خان په پارلمان ، قضا او حکومت کی د واک خاوند دی. دا ټول واک امریکایانو او دولت دده لپاره لازم بللی دۍ ،که په تیرو لسو کلونو کی دولت او بهرنیانو نه وی پیژندلۍ نو دا ډیره د تعجب وړ خبره ده . او که اوس اراده سوی وی چی د ټولنی په وړاندی، ملیشه قوماندانان د سپیناوی په موخه را میدان ته سی نو بیا سمه خبره ده ، باید یو په بل پسی ټول هغه کسان چی بربنډ تورونه باندی موجود دی و ولس ته وروپیژندل سی او د سپیناوی میز ته راکش کړل سی.دا به د یوه نوی تحول شروع وی داسی تحول چی ښه حکومتولی پکښی تضمین او د فساده پاکه اداره یی یقینی بنسټ وی.