په غره کې جادوګره
دکلي دخلکو په خولو کې يوه خبره وه چې ويل به يي د بند ختيځ لور غره کې جادوګره پيداشوي ده . چا به ويل په دې غرو کې ډېري ويني تويي شويدی البته ارواوي به وي اوچا به ويل پر وينو پيريانو کډي اړولي دي . هغه شپه شينکني(شين ګل) د غره په ډه ډه کې د اور لمبې ليدلې وې، چابه ويل
يوه ورځ دشپانه رمه غره کې څرېدله چې ناڅاپه رمه وترېدله شپون په غره کې پاتي شو رمه د سترګو په رپ کې په ځغاسته لاندي کښته شوه . شپانه يوه هيبتناکه چيغه اورېدلي وه،وې دا چيغه دومره لوړه وه چې تر ډېرو پوري غرونو يوبل ته لېږله، نور يې څه نه وو ليدلي . .دې خبري په ټوله سيمه ډېره ژر خپل وزورونه وغوړول . لدې حادثې څخه وروسته دځينو خلکو سره وېره نوره هم زياته شوه . ځينو به ويل،په دې غرو کې خو هروخت ګروپونه ګرزېدل چاخو نه اروا، نه جادوګر او نه هم پيريان ليدلې دي، هسي خوشي اوازې به وي .
يوه ورځ دمازديګر له لمانځه نه وروسته خلک دجومات مخي ته په دوو پښو ناست وو همدا بحث يې منځ ته اچولی وو، هرچا ګډي وډي خبري سره کولې، خيرګل اکا سر کته اچلولی وو اودپښو په مينځ کې يې مځکه ګروله چې ښه يې ژوره کړه نسوار يې پکې توف کړل، ږيره يې پاکه کړه ، سريې را پورته کړ او ويې ويل : تاسي که هر څه واياست خو دا خبره په ولا ريښتيا ده! که نه له ملاصاب څخه پوشتنه وکړی ! ملاصاب هغه ورځ سپېده چاود سارا ګشت ته تېر شوی وو، ساراګشت يې په نيمايي کې پرېښود اودکلي لورته يې ځغستل ، کنه کسم ورکړی ! پدې وخت کې ملا د ماښام د لمانځه آذان ته را ووت خو چا زړه ونه کړ چې له ملا څخه پوښتنه وکړي . لدې وروسته خو دکلي خلکو دغره طرف ته له ډاره کتلای هم نه شوای،ميندو به ماشومانو ته ويل د بند غره ته مه ځی هلته بلاده .
د ديموکراسۍ په کال چې وطن ته ولاړم نو يو چا دهغې جادوګري کيسه داسي راته وکړه .
«وې فضلو ا کاپه ښونځي کې چپړاسي وو، په دنده کې خوشحاله او فخر يې پرې کاوو، ځان يې لکه دخپل کور په شان دمکتب خاوند هم باله او پرې ګران وو . ډېر کلونه يې په مکتب کې ښه چوپړ کړ ی وو، ټوله ورځ به دښوونځي په بڼ کې دګلانو او ونو په پالنه بخت وو .
د هغه يوازنۍ ارزو دا وه چې ماشوم زوی ګلاب يې لوی او ښوونځي ته يې شامل کړي .
شپې، ورځې،هفتې، مياشتي او کلونه تېرېدل . ګلاب اوه کلن شو او ښوونځي ته يې شامل کړ . فضلو بـې حده خوشاله او مفتخر وو . پينځه وخته به يې دلمانځه په دوعا لاسونه لپه کول او د خدای (ج) شکر به يې ادا کول . ګلاب ډېر با استعداد او لايق ما شوم وو . مور به يې سهار ګلاب په ډېره مهرباني اوناز له خوبه را پاڅاوو، دبورې خوږ چای او ډوډۍ به يې په دسترخوان ورته کېښوده، سترګي به يې ورتوري، سر به يې ور غوړ کړ ، په مخ به يې مچ کړ او له پلار سره به يې ښوونځي ته روان کړ .
مور او پلار يې ګلاب د وطن دوستۍ په روحيه تربيه کاوو اود يوې روښانه راتلونکې په اوميد يې په زيار او کړاو سره دژوند لوړي او ژوري تر شا پرېښودې .
ګلاب په برياليتوب سره خپلي زده کړي مخته بيولې . پلار چې به یې ګلاب د ښوونځي په بڼ کې ليد نوله ویاړ ه به يې من من غوښي اخيستې .
يو وخت ګونګوسې شوې چې ورانکاران اوچپاولګران پيدا شوي دي چې مکتبو نه لوټوي او سوځوي يې . اوازو خولا دا هم ويل چې ليري پراته کليوالي مکتبونه ټول سوځېدلي دي . چابيا ويل په ښوونحيو او مکتبوکې کافران پيدا شوي دي .هغه وو چې خلکو نور خپل اولادونه مکتب ته نه استول! . دښونځيو په لوټېدلو اوسوځېدلو برسېره يې ښوونکي او زده کونکي هم حلاول .د کليود دهاتي ښونځيو ښوونکي ياووژل کېدل،يا به دولسواليو او د ولايتونه مر کز و ته تښتېدل .
يوه ورځ د ګلاب مور فضلو ته وو يل : سړيه ! په زړه کې مې يوه نا مالومه وېره برېښي ، دګلاب په سر دي خير وي! که زما منې، کلاب دي نور ښونځي ته نه ځي ،لدې خبري سره يې په سپره مخ غټي غټي اوښکي را تويې شوې په رپېدلو شونډو بند بند غږ يې وويل خدای مکړه بوره نه شم ،له غمه به توره ايره شم! فضلو هغې ته دلداري ورکړه، ورته ويې ويل:ببو! راځه خدای(ج) مهربانه دی ، موږ خواران اوغر يبا ن څوک څه کوي . دببو اوفضلو په مينځ کې خبري اوږدې شوې . ګلاب هم چې اوس تنکی زلمی وو دمور اوپلار په خبرو کې ور ګډ شو او ورته ويې ويل : هر څه چې کېږي ښونځي ته به ځم او خپل لوستونه به لولم .
يوه ورځ د ښوونځي سر معلم چپړاسيانو ته وويل: تاسي به نور د شپې په مکتب پيرې کوﺉ ! ترڅو ياغيان ورانکاران مکتب ته کوم ضرر ونه رسوي .
پېرې چې شروع شوې نوهره شپه به يو چپړاسي پيره دار وو. ماښام به پيره دار يو سوټی اويوه شپېلۍ وا خيستل او تر ملاآذان پورې به يې شپلۍ چورړوله ،د خبردار او باخبر نارې به يې وهلې .
څو ورځي چې تېري شوې يوه شپه سيدو ملازم پيره وو ماښام تياره يې شپلۍ تازه وچورړوله او چيغه يې په (دار) کې بنده شوه چې (خبر) يې په لوړ آواز ووايو (دار) يې چا وانه ورېده . څو شېبې وروسته له ښونځي څخه اول توري لوخړي او بيا سرې لمبې پورته شوې د اور لمبې له دليري څخه مالومېدې .د فضلو مکتب په خاورو او ايرو بدل شوی وو .
فضلو او ګلاب سهار وختي مکتب ته راغلل که ګوري چې د مکتب په شاو خوادنږدې کليو د وکړو کڼه ګوڼه وه . داچې دمکتب ودانۍ دفضلو په لاس روزل شوو چنارونو پټه کړي وه، نه مالومېده . دوی نه پوهېدل چې څه پېښه ده ؟ فضلو او ګلاب په ځغاسته دمکتب باغ ته ورننوتل يوه توره کنډواله يې وليده چې مړه شنه دودنه ترې پورته کېدل . په خپلو سترګو يې باور نه درلود،ژر ژر يې سترګي ومښلې وړاندي ورغلل ګوري چې په برنډه او لويه دروازکې د دوذخ د اور سکروټې پرتې دي . د لېونو په شان يې يوې بلي خواته ژر ژر کتل ،هرڅه ورته پردي او نا آشنا ښکارېدل، زده کوونکي يې ليدل چې راتلل اوبيرته تلل ، ټول وحشت زده وو، د زده کوونکو زبون وهل شوی وو،نن يې د سپورت معلم ونه ليد،د هغه شپېلۍ کڼه وه ، دجمناستيک ميدان خالي وو، د ښوونځي خوشالونکی زنګ نه کړنګېده .
په داسي حال کې چې اوښکي يې په خيرنه شمله پاکولې له ځان سره يې د شونډو په ښورېدو کې ويل نن سر معلم صاب دلين په سر خبري نه کوي،نن نيګران حاضري نه اخلي، نن کيپتان ترقي تعليم له ادارې څخه نه وړي، نن د زده کونکو ګڼه ګوڼه نه شته، نن دښوونځي لاري او څړکونه
نه اب پاشي کېږي .
هلته ارزوګاني اميدونه ســوځــېــدل
هلته بوټي پاڼي سره ګلونه سوځېدل
هلته کــډه دګلاب لــه بـڼـه بــار وه
هـلته کتابونه قـلمـونــه ســوځـېـدل
فضلودغمونو او اورونو په مينځ کې راګير وو،چيغي يې کړې په کتابخانه کې قرآنونه ،کتابونه سوځي، د لېونو په شان يې په سکروټو کې ور وځغستل او له کتابخانې څخه يې د سکروټويوه کوده په غېږ کې نيولي وه راووت . عبدالرحمن چپړاسي ور منډه کړه ،واچوه! واچوه! دا اورونه چېرته ځغلوې؟ وېل دا قرانونه دي! سوځي ! اوبه پرې واچوه! د اور کوده يې دفضلو له غېږي واچوله . لاسونه او پښې يې ورسوځولې وو .
چپړاسيانو ټوله ورځ په ډېر خپګان د ښوونځي په انګړ کې سرګردانه تېره کړه . ماسپښين قضا مازديګر لوړ خپلو کوروته ولاړل .
په خلکو کې اوازه وه وېلي جهاد شروع شو،هو! جهاد دسيدو چپړاسي په ورکېدو شروع شو .
فضلو چې کور ته ولاړ ټوله کيسه يې ببوته وکړه،ببو آخ کړل سريې لوڅ کړ مخ يې قبلې ته واړاوو،وېلي خدايه د دې ورانکارانو کورنه وسوځوې،لويه خدايه کورونه يې ورته دوزخ کړې ! ډېري ښېراوي يې وکړې، ويې ژړل ، سيدودي خدای روغ رمټ خپل کورته راولي!کوروکهول يې ميراث مه کړې! . د شپې تر ناوخته پوري پوسنېدل . خبره يې پخه کړه چې سهار وختي به ښارته کډه کوي . د تعجب وړ خو دا وه چې وزې او پشي يې ټوله شپه نارامي کوله . شپه يې په رڼو سترګو سباکړه . ملا آذان يې ګلاب له خوبه را پاڅاوو ، بستره يې وتړله ، دجونګړي دروازه يې کلپ کړه. پيشوته يې تر ليخک لاندي يو سوری پرېښود چې په کورکې موږکان پيدا نه شي .
په کورکې يې دتل لپاره پيريانو کډه واړوله .
فضلو بستره په شا کړه وزه او سيرلي يې تر مخ کړل ،پيشوهم ور پسې تر څړک پوري په ميوميو دوی بدرګه کړل ، شايد پيشوبه هم غوښتل چې ورسره ولاړه شي .
وزه يې خرڅه کړه، د موټرکرايه يې جوړه شوه او ښارته ولاړل .
څو ورځي ورسته خبر شول چې سيدو يې په هغه سباحلال کړی وو .
فضلو په ښار کې بيا ژوند له سره پيل کړ،يوه کوټه يې کرايه کړه،نوکري يې پيدا کړه، ګلاب يې مکتب ته شامل کړ او مړاوي هيلي يې ورو ورو په زړو کې ژوندۍ کېدلې .
ګلاب چې فوځي زده کړي بشپړې کړې نود وطندو ستي داحساس له مخي دوطن دمور حق پرځاي کولو لپاره په وسلوالو فوځونو کې افسر شو . ترڅو څه ناڅه دياغيانو دورانکا ريو مخه ونسي او د خپل ګران هيواد فرض ادا کړي .
ځوان افسر دخپل لوړ مورال او رښتني ميني چې له وطن سره يې درلوده ، د ورانکارانو د شومو پلانونو د کشف او افشا کولو لپاره توظيف شوی وو. هغه د دوښمن دډېرو ورانکارو پلانونو مخه نيولي او افشا کړي وه .
خو يوه ورځ چې دوښمن د بريښنا بندد ورانولو پلان درلود، دوښمن د دې شوم پلان پلي کېدلو ته ډېرنيږدې شوی وو چې بند وران او والوزوي . وخت ډېرکم وو .خو ګلاب په خورا هوښاري او چټکۍ سره دوسلوالو فوځونو قومنداني ته ددې شوم او خاين پلان اطلاع ورکړه .
دوطن دهوا او آسمان ساتونکي پيلوټان په بېړه ور ورسېدل اوله هغه په وطن مين ځوان سره يې تماس ټينګ کړ.
ګلاب هم هغه موقعيت ور کړ چيري چې ورانکاران او هم په خپله پکې موجود وو . نو اليکوفترو ورباندي بمبارد وکړ او د ورانکارانو دبند دورانولو پلان يې توره لوخړه کړ . بند ته يې نجات ورکړ . خوګلاب ددې لوړي وطني دندي داجراکولو په لار کې دځان ،مور ، پلار، ناو ي، زېری اوګلڅانګي په باره کې هډوهيڅ فکر هم ونه کړ . موريې بوره کړه، پلار يې ملا ماتی کړ، ناوي يې کونډه کړه، زېری اوګلڅانګه يې يتمان کړل خوبرېښنايي بند يې له ورانېدو څخه وساته او نجات يې ور کړ .
نن دهغو ورانکارانوکورونه د هم هغه بند په برق روښانه دي .
دمور اوپلار ژوندۍ هليي يې دتل له پاره تر خاورو لاندي شوې خو دوی پرې خبر نه وو . څو وريځي تېري شوې يو افسر ورته راغی او د ګلاب شهامت،غيرت،زړورتوب اووطن دوستي يې وستايل او دهغه ديوې مياشتي تنخوا اودشهادت مبارکي يې ورته ورکړه! فضل او ببو زبون وهلي ولاړ وو! . افسر چې خدای پاماني اخيستله دفضلو لاسونه يې غوښتل مچ کړي ، فضلو ورته وويل :ته څوک یې؟ ستا په خبرو پوه نه شوم ! ځوان افسر لکه ماشوم غوندي په غرېب وژړل . وېل ګلاب دبرق د بنددپاسه غره کې شهيد شو. ببو ددې خبري په اورېدو سره څو ورځي ګونګۍ وه .
دفضلو ژوندخدای دګلاب په ژوند پوري تړلی وو . هغه دغه وير ونه شو زغملای او څو ورځي ورسته يې ځان ورته تسليم کړ . د فضلو له مرګ وروسته دببو خوله خلاصه شوه خو يوازي يې نارې،سورې او چيغي وهلې نور يې څه نه ويل .
د جمعې ورځ تنکۍ غرمه وه چې د دروازې ټک ټک شو . ببوآګو په سلګو وه دروازه يې خلاصه کړه يو زلمی يې وليد او دګلاب بوي هم پرې ولګېدنو يې بې لدې چې ورته توجه وکړي په زلمي يې ورحمله کړه او په غېږ کې يې ټينګ ونيو په سترګو، مخ او سر يې مچېدل پيل کړل . زويه!ستا دمرګ اوازه ولي دوښمنانو خپره کړي وه ؟ پلار خودي زره چاودی شو! ستا دمرګ خبري خو دي پلار وخوړ!آه! ته خو ژوندی يې! زه دي روغه لېونۍ کړم ! ماويل، چې خدای دي رانه نه اخلي! زلمي چې دګلاب په شان نري برېتونه او لوړه ،دنګه ونه درلوده دګلاب يو ملګری وو. ورته ويې ويل زه ګلاب نه يم دهغه ملګری يم . ماد ګلاب لونګۍ،پټو او يو دوه کسته ټيپ چې يوه لوېشت تلويزون هم لري (چې هغه په ډېر شوق اخيستی وو) مي درته راوړي دي .
مور يې ضعف وکړ کله چې را په هوښ شوه ،کليمه يې وويله او له زلمي څخه يې کالي واخيستل ،او يو يو يې مچ کړ،په سترګويې ښه ومښل . په لونګۍ يې ملا ټنګه وتړله او پټو يې پر ځان تاو راتاو کړ او دګلاب ملګري څخه يې په عذر او عاجزۍ و غوښتل چې دګلاب قبر ته يې بوزي .
هغه ورته وويل قبر يې نه دی راته مالوم ،خو هغه ځای رامالوم دی ،شايد هلته به يې قبر پيدا کړې .
دوی دغره په لور روان شول . د کوټې خاوندغوټۍ او د هغې دوه اولادونه زيری او ګلڅانګه له کوټې و ايستل او دنامعلوم سرنويشت په لور ورک شول .
ببو او زلمی غره ته ورسېدل زلمي دليري څخه يې دلاس په ايشاره هغه ځای ور وښود کوم چې د بند د ورانولو په ګروپ باندي طيارو بمبارد کړی وو .
ببو دګلاب په قبر پسي لوڅ سر،لوڅي پښې لېونۍسرګردانه په غرو کې ګرزېده . دغره د جادوګري په نامه ياده شوه . ببو ابۍ په هغه غره کې پسې ورکه شوه . بيا چاونه ليده .»
س .نارام اندړ