س . اندړ نارام
کيسه مي اورېدلي وه. وای چې : يوخر په چمن کې څرېده . يوه مچۍ هم په هغه چمن کې په ګل ناسته وه او دګل اوبه يې څښلې . خره په څرېدو څرېدو کې هغه ګل وشکاوو په کوم چې مچۍ ناسته وه او تر غاښويې لاندي کړه .
خر هم پسي ورغی او دمچيو ملکې ته يې عرض وکړ . ملکې امر وکړ او مچۍ يې حاضره کړه! مچۍ ته يې وويل: ولي دي خر په ژبه چيچلی دی؟
مچۍ په عاجزۍ سره ورته وويل :د ملکې عمر دي اوږد وي! خره پرماتېری وکړ اوغوښتل يې چې ما وځپي او خپلي ګېډي ته مي واچوي . خو ما له مرګ څخه دځان دنجات لپاره خرصاب په ژبه وچيچل چې خپله ظالمه خوله خلاصه کړي او ځيني و وزم او همداسي مي هم وکړل . که خر خوږ شوی وي نو بښنه ځيني غواړم . ملکې خره ته وويل : مچۍ ته عفوه وکړه! بيابه داسي بدنه کوي . خر په خپل خرتوب ټينګ وو. وېلې : نه ! نه يې بښم .دې سپين سترګي مچۍ زمابې احترامي کړي اوبل يې خوږکړی يم . بايد په اشدمجازات محکومه شي .
ملکه دخره خرتوب مجبوره کړه چې مچۍ په مرګ محکومه کړي . مچۍ په عذر او زارۍ ورته وويل: د خدای لپاره په يوه نېښ وهلومي وژنۍ ؟ دا خو عدالت نه دی ! ملکې ورته وويل : هو ! زه پوهېږم چې دا په مرګ نه ارزي، خو ته له خره سره په جوال کې لوېدلي يې او له خره سره په مقابله کې يې،خره په عدالت نه پوهېږي، له خرو سره مقابله نه شي کېدای .
مچۍ له يوه خره سره په جوال کې لوېدلې وه . خو موږ له يوګورم خرو سره په جوال کې لوېدلي يو .
س . اندړ نارام