سلام خان
بارک اوباما یو ځل بیا د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د هغه تر ټاکل کیدو وروسته د افغانستان د پارلمان غړو او یو شمیر عامو افغانانو اوباما ته د بریا مبارکي وویله ،هغوی په خپلو پيامونو کی ویلی دی، چې ولسمشر اوباما د افغانستان په هکله یو ښه سیاست په مخ کې لاره او ښايي
طالبانو د چهارشنبې په ورځ ویلی دی چې بارک اوباما باید له بیا غوره کېدو وروسته له افغانستانه امریکايي پوځیان وباسي او خپل پام د امریکا کورنیو ستونزو ته واړوي طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې بارک اوباما باید دا ځل له ورکړای شوي فرصته سم کار واخلي، د نورې نړۍ له پولیسي لاس واخلي او د خپلو خلکو ستونزو او مشکلاتو ته توجه وکړي طالبانو په خپله خبر پاڼه کی او باما ته څلور نوری سپارښتنی هم کړی دی لکه .
۱ --اوس امریکايان له جګړو او بيځايه نظامي مصارفونه ډیر ستړي شوي دي اوباما بايد داحالت درک کړی وي او نور د خپلو خلکو غوښتنې او هيلې په پام کې ولري او بې مفهومه جګړه پای ته ورسوي اوهم پرې نږدي چې امریکا نور هم د جنګي جرایمو په ترسره کولو سره لا پسي بدنامه شي
- ۲ - اوباما پوهيږي چې امريکايي ملت د جګړې له تلفاتو او ملاماتوونکي اقتصادي ناورین نه نور ستومانه شوی، نو هرڅه ژر دي خپل يرغلګر عسکر زموږ له هيواده وباسي اونور د امریکایې عسکرو د هلاکت مخنیوی وکړي
۳ــ زموږ په هيواد کې چې دا اوس امريکايان کوم عناصر حمايه کوي هغوی زموږ د ملت تر ټولو لویدلي اشخاص او نامطلوبه څيرې دي چې د دوی په حمایې سره به امريکا له لا زیاتو ستونزو سره مخامخ شي او نور به یې هم مالي او ځاني زیانونه په برخه شي
۴ ــ شايد اوباما اوس په دې خبره ښه پوهيدلی وي چې نور يې په افغانستان کې ميدان بايللی ، نو د ځنډ او دروغ ویلو په ځای بايد هرڅه ژر زموږ پاکه خاوره پريږدي او نور دی دخپل هیواد او خلګو په فکر کی شې.
په همدې حال کې د خوست يو شمیر نور اوسيدونکي د امريکا له بیا ټاکل شوي جمهور رئيس بارک اوباما، څخه غواړي چې له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي، روانه جګړه پای ته ورسوي او له افغانانو سره د هيواد په بیا جوړولو کې مرسته وکړي
په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جیمز کننگهام، د دویم ځل له پاره د امریکا د ولسمشر په توګه د بارک اوباما تر ټاکل کیدو وروسته له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو پر دوام باندي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ولسمشر اوباما به هغه موخې چې د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې یې ټاکلې وې تعقیب کړي،له افغانستان څخه د امریکايي جنګي ځواکونو ایستل او افغان ځواکونو ته د لا ډیرو امنیتي مسئولیتونو سپارل په افغانستان کې د امریکا له مهمو لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي.
روسيې ،چين،بريتانيا،فرانسې،آلمان،پاکستان،مصر، جنوبي افريقا،فلسطين او داسراييلو په ګډون ديو شمير هيوادونو مشرانو دامريکا دجمهورى رياست دانتخاباتو کې داوباما دبرياليتوب له امله مبارکې وويله دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي ،دچين دولسي جمهوريت رييس هوجين تاواو ددغه هيواد صدراعظم ون جياباو اوباما ته جلا جلا پيغامونه ليږي دي دبريتانيا صدراعظم ديويد کامرون دخپل تويتر پرمخ اوباما ته مبارکې وويله او په راتلونکو کالونوکې يې له ده سره دهمکاري لپاره تياري اعلام کړ ،دفرانسې جمهور رييس فرانسواهولان داوباما برياليتوب دامريکا دمتحده ايالاتو لپاره ښه انتخاب وباله چې په نړيوال ډګر کې له نورو هيوادونو سره همکاري ته تيار دى ،دآلمان صدراعظم انګلامرکل هم دنړۍ له مالي بحران سره په مقابله کې دبارک اوباما د دولت دهمکاري په استاينې سره ،دده دبرياليتوب هرکلي وکړ.
تر هغه وروسته چې بارک اوباما د لومړي ځل له پاره د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو، هغه افغانستان ته۲۹۰۰۰ اضافي سرتیري واستول او په دې ترتیب سره یې پر طالبانو او نورو یاغي ډلو باندي فشارونه لا پسې ډیر کړل. هغه همداراز پر پاکستان باندي فشار ډير کړ چې د حقاني شبکې پر وړاندي عملیات پيل کړي او د دې هیواد په سرحدي سیمو کې يې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړل ،بارک اوباما له عراق څخه ټول امریکايي ځواکونه وایستل او اعلان يې وکړ، چې د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري به کرار کرار د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري او تر دې نیټې پوري به له افغانستان څخه خپل ټول جنګي سرتیري راوباسي ،په دې برخه کې هم د ناټو او امریکا ستراتیژي پر مخ روانه ده خو ډیر شمیر کارپوهان دا پوښتنه مطرح کوي چې ایا په ۲۰۱۴ کال کې به افغان ځواکونه د دې وړتیا ولري چې د خپل هیواد امنیت په یوازي سر وساتي ،اوباما د خپلې لومړۍ دورې په اولو ورځو کې د اداري فساد له کبله پر افغان حکومت باندي فشارونه زيات کړل. کارپوهان وایي چې اوباما به بیا هم د ولسمشر کرزي له حکومت څخه وغواړي چې په خپلو چارو کې شفافیت رامنځ ته کړي.په ټاکنو کې د اوباما بريا د افغانستان له پاره یوه ښه خبره ده، ځکه هغه پر ښه حکومت والي باندي ډیر ټینګار کوي هیله ده چې هغه و کولای شی چی دافغانستان حکومت دې ته وهڅوي چې د ادارې فساد پر وړاندي ټينگ ګامونه پورته کړی
اوباما د 1961 ز داګست پر 4 مه نېټه د ( هاوايي ) ايالت په ( هنولولو ) کې نړۍ ته سترګې پرانېستي پلار يې باراک حسين اوباما نوميږي ،چې په کينا کې د ( لوا) قبيلې سره تړاو لري اوپه کوچينوالي کې يې په خپل کلي ناينګوما کې ميږې څرولې، لومړنۍ زده کړې يې په کينا کې پيل کړي وروسته بيا د تحصيلي بورس له برکته امريکا ته راغی او همدلته يې دهاوايي په پوهنتون کې داوباما له مور سره لېده کاته وشو . دغه مهال داوباما پلار عمر ايله 18 کاله و او مور يې د کنساس د ايالت وه باراک اوباما به د دوو کلونو و ، چې مور يې له پلار څخه جلا شوه د اوباما پلار په 1982 ز کې په کينا کې په يوه ترافيکې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ اوباما په دې اړه وايي « هغه دخپل ډول ځانګړې سړی و زه يې پر مړينې ډير خواشيني وم » .
پلار يې هاروارډ پوهنتون ته ولاړ او باراک اوباما يې له مور سر ه پرېښود ،موريې وروسته بيا له اندونيزيايي انجينر سره واده وکړ او په 1967ز د اوباما په ګډون درې واړه اندونيزيا ته ولاړل. اوباما به د لسو کلونو و ، چې په جاګارتا کې يې په اسلامي ښوونځي کې ځان شامل کړ همدلته يې د درېيمې نړۍ پر بيوزلۍ سر خلاص شو ،اوباما بېرته امريکا ته راستون شو او له خپل مور ني نيا او نيکه سره ميشت شو او له دولسم ټولګي څخه په 1979 ز کې فارغ شو. دزده کړې پر مهال د ښوونځي دورځپاڼې مسوول مدير و او پردې سربېره يې د باسکټ بال لوبه هم کوله . اوباما په خپل ښوونځي کې د فعالو شاګردانو له ډلې شمېرل کېده او هره اونۍ به له تورپوستو شاګردانو سره د ( نژادي کونج ) په نوم پيژندل شوي ځای کې يو ځای کېده . ټوني پيترسون ، چې ددغو ناستو له برخوالو څخه و وايي : « يوه ورځ اوباما د بحث پر مهال وويل ... ايا تاسې دا اټکل کولای شیء ، چې موږ به يوه ورځ په خپل ژوند کې تورپوستی ولسمشر وګورو؟ » اوباما د نورو پوستو سياستوالو په څير نژادي مسألو ته لمن نه وهله ځکه ، خو يو شمېر وايي دا پور تورپوستې نه دی ،له دې وروسته اوباما لاس انجلس ته ولېږدېده او هلته يې د ( اوکستندال ) پوهنځي کې زده کړه پيل کړه وروسته بيا په نيويارک کې د کولمبيا پوهنتون ته ولاړ او په 1983 ز کې ورڅخه فارغ شو اوباما په دغه پړاو کې له يو ډول ناارامۍ سر ه لاس وګريوان و خپله يې هم ويلي و ، چې د ( هويت له ستونزې ) ډير ځوريږي او له همدغې ستونزې څخه دخلاصون په موخه يې د يو څه وخت لپاره مخدره توکو ته مخه کړه. اوباما وايي : « د ماري جوانا او کوکايينو د کارونې له لارې مې وغوښتل چې له دې پوښتنو ځان خلاص کړم ، چې ز ه څوک يم ،په نيويارک کې يې په انترناسيونال کارپوريشن کې دنده ومونده ، له څلورو کالو وروسته شيکاګو ته ولاړ ،شيکاګو له نيويارک سره په دوو ځانګړنو کې ورته ده، يو داچې په شيکاګو کې افريقايي امريکايان ډير دي او بله دا چې دنيويارک په څيرډېرې اسمانڅکې ودانۍ لري
اوباما په 1985 ز کې شيکاګو ته ولاړ او دلته يې د سيمه ييزو ټولنو د تنظيم او څار په برخه کې دنده تر لاسه کړه او دمياشتې 1000 ډالره تنخوايې تر لاسه کوله ، کله چې يې دنده تر لاسه کړه د ښار نخچه به ورسره وه له بيوزلو سره يې دمرستې په اړه په زړه کې ډيرې هيلې وې دغه مهال يې تر ټولو لويه هيله دا وه ، چې ليکوال شي . وروسته يې بيا ( له پلاره راپاتې خوبونه ) او ( هيلې زړورتيا ) دوه کتابونه وليکل همدغه مهال يې لنډې کيسې هم وليکلې دکيسو په اړه يې يو ملګری وايي : « زه نه پوهېږم ، چې دا څرنګه توانېدلې ، چې د سړک خلکو غبرګون او احساسات په خپلو ليکنو کې ځای پر ځای کړي
اوباما دخپل ژوند په دغه برخه کې دوه خبرې په پام کې ونيولې ، نورو ته بايد ښه غوږ ونيسي او زر زده کړ ه وکړي ، اوباما ته به د ټولنيز بدلون په اړه خبرو ډېر خوند ورکاوه . اوباما له 1988-1985 ز پورې همدغه دنده تر سره کړه اود ټولنيز و چارو په اړه يې ښه تجربه تر لاسه کړه خپل ځان يې په نورو کې ليدلای شو .
په 1988 ز کې د دريو اونيو لپاره اروپا ته ولاړ بيا يې خپل پلرني ټاټوبي کينيا ته سر ورښکاره کړ ، د لومړي ځل لپاره يې ځينې خپلوان وليدل . په همدغه کال کې د هاروارډ دقانون پوهنځي ته شامل شو ، په 1990 ز کې د هاروارډ دمجلې مسوول مدير شو. دی اولنې تورپوستی و ، چې په امريکا کې د دومره مهمې او مشهورې مجلې مسوول مدير کيږي ،په 1991 ز کې له هاروارډ څخه فارغ شو. دپوهنتون مهال ملګري د اوباما په اړه وايي : « پوخ روڼ انده و او د چارو د ارزونې ښه وړتيا يې درلوده او دا ځواک يې درلود چې ديوې خبرې ګرد اړخونه وسنجوي ،کله چې په 1995ز کې شيکاګو ته راغی همدلته يې ( له پلاره راپاتې هيلې ) په نوم کتاب وليکه او د ټاکنو په حوزو کې دافريقايي امريکايانو دنومليکنې په کمپاين کې شامل شو او د قانوني سلامشورو په شرکت کې يې کار پيل کړ، وروسته بيا په شيکاګو پوهنتون کې د قانون استاد شو اوتر 2004 ز پورې يې د استاد دنده ترسره کړه. کله چې يې کانګرس ته لار ومونده د پوهنتون استادي يې پرېښوده . .
دسياست په ډګر کې د اوباما ستوری هغه مهال په ځلېدو شو کله ،چې په 2004 ز د ديموکرات ګوند په کنفرانس کې دمهمو ويناوالو په کتار کې راغی همدلته يې له امريکايانو وغوښتل ،چې راځیء د تنوع له لارې خپل يووالې په زباد ورسوو ! په دغه وينا کې يې دغه مشهوره خبره وکړه : « نه ليبراله امريکا شته او نه محافظه کاره، نه سره امريکا شته او نه شنه يوازې متحده ايالات به وي ، هلته نه توره امريکا شته او نه سپنه ، نه لاتينه امريکا شته او نه اسيايې ، بلکې يوازې متحده ايالات به وي ... موږ يو ملت يو... موږ ټول به امريکايي توغ ته رښتيني يو ... موږ ټول به له امريکا څخه دفاع کوو » . له همدې شپې راوروسته په امريکا کې ځينو سياستوالو وويل ، چې دا شونې ده ، چې اوباما دسپينې ماڼې په لور ګام پورته کړي . اوباما په 2004 ز کې دکانګرس په ټاکنو کې ونډه واخيسته او د پام وړ برياليتوب يې تر لاسه کړ او په 70% رايې يې تر لاسه کړې ،په کانګرس کې يې تر هېښونکي برياليتوب لږ وروسته ورڅخه وپوښتل شو ،چې ايا تاسې به ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړیء ؟ ده ورغبرګه کړه ،چې دغسې يو ګام زما په راتلونکو پروګرامونو کې نشته ، خو له دې دريځه پر شا او په 2007 ز کې يې د الينوي ايالت په سيرينګوليډ ښار کې د ( اولډ کيبټل ) تالار کې خپله کانديدا يې اعلان کړ او دا شعار يې ( هغه بدلون ،چې موږ پرې باور لرو ) پورته کړ نوموړې وتوانېده ،چې په خپلو ټاکنيزو منډو ترړو کې له اټکله پورته بسپنه ، چې 265 ميلونه ډالره وه راټوله کړه دومره بسپنه دامريکا د ټاکنو په تاريخ کې هېڅ يو کانديد نه ده راټوله کړې د يادونې وړ خو داده ،چې دابسپنه دهغو يونيم ميلونو کسانو له پانګې برابره شوه ،چې عايد کم و . وړاندې له دې ، چې له هيلري کلنټن سره يې خبره سپينه شي ځينو ملګرو ورته د ښاغلي ولسمشر خطاب کاوه.پای سلام خان