زړې خبرې به تاریخ ته پریږدو په دوام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی

دښاغلي شاه محمودمستمند دزاړه تاریخ ، نوي غمونه لیکنې په اړه                          

همدانن دنوامبراوومه چې داکرښې لیکم په نیمروز باندې دایران له خاورې توغندي راپریوتي دي اودپاکستان له لوري دایوکال کیږی چې دتوغندیو باران دۍ ۰ هیواد دپردیو ترولکې لاندې دۍ ۰په هیوادکې هره ورځ دجګړو، وژنو ، جنسي تیریو، دعامه شتمنیودغلا اود هیوادڅخه دپانګې دایستنې خبرونه اوریدل کیږي

اودلسګونو نورو ناخوالوسره زموږکړیدلې وطنوال لاس اوګریوان دي ۰بده لا داچې دپردیو لخوا دهیواددټوټې کیدو هڅې  هم روانې دي۰ پداسې یوه ګواښمن حالت کې معقوله داده چې افغان ژمن لیکوال اوروڼ اندی پدې اړه تبلیغات وکړي چې کارمل ، نجیب ، رباني ، مسعود، مزاري  څه کړي  یا داچې نن څه باید وشي چې لدې ګواښمن اوله شرمه ډک وضعیت نه هیوادوایستل شي ؟  ماپخپله تیره لیکنه کې همدې مسآلې ته  ګوته نیولې وه چې « ښه به دا وې چې داډله لیکوال دنني ځورونکي حالت اود راتلونکې په اړه قلم وکاروي ۰ هڅه یې داوي چې د مختلفو عقیدو خاوندان سره نږدي کړي ترڅوپه ګډه دروان ناورین څخه دوتلولارې چارې وسنجوي۰ داچې چا څه کړي دي هغه زړې خبرې دي اوزړې خبرې باید تاریخ ته پریږدو» ۰
خوښاغلي شاه محمود مستمند پدې هکله لیکلي « ددی مطلب په باب باید ووایم چه هغه متل دی : وایی پکه دادی لا بله سپکه»۰ که چیرې دنني ځورونکي وضعیت څخه دوتوپه هکله فکراوعمل کول سپک کاروي هغه نودښاغلي مستمندمنطق څرګندوي۰ دهغوی دمنطق پربنسټ نن مهال هغه څه چې لومړیتوب لري دپرون په اړه تبلیغات دي نه داچې دنني حالت څخه دوتوپه لارو چاروباندې فکراو سوچ وشي۰زما دتیرې لنډې لیکنې په اړوندښاغلي مستمند اوږده لیکنه کړې ده چې پرهغې بحث خورا اوږدیږي خومشت نمونه خرواردښاغلي مستمند دلیکنې ځینوبرخوته ګوته نیسم اودده څو پوښتنوته ځواب وایم۰ زما له انده داشخاصو په اړه بحث اود شخصیتونونه داتلانو اوخاینانوجوړول دقبیلوی تفکرښکارندوی دۍ اوپدې هکله ځان مصروفول دوخت ضیاع ګڼم لدې امله نه غواړم دچا نه جامع الکمالات اودبل نه دخاینانو سالارجوړکړم۰ که څوک غواړي چې دښاغلي مستمندپه خبره دوروستیو دیرشو کلونوخاینان ، جاسوسان اودپردیو ګوډاګیان بربند کړي ښه لاره یې داده چې دتبلیغاتي مقالو پرځای ژورڅیړنیز کارته ملاوتړي او دتاریخ په لیکلوځان لګیا کړي اویو آفاقی اثرټولنې ته  وړاندې کړي دابه تاریخ اوخلکوته سترخدمت وي۰                                                                        دښاغلي مستمندپه لیکنه کې  دسترګووړتناقضات لیدل کیږي لامل یې دادۍ چې هغه غواړي د ډاکټرنجیب الله ددفاع اوموکل په مورچل کې ودریږي۰ خوڅرنګه چې نجیب الله دداسې یوه دولت له لوړپوړوچارواکو  څخه وچې نوموړی دولت داشغال زیږنده اوبلواکه  و ۰ لدې امله دښاغلي مستمندپه دفاعیه کې تناقض اوتزلزل راڅرګندیږي۰ هغه دشوروي لښکروتیري ته تیری نه بلکه راتګ وايي څرنګه چې دده په خبره کاغذی پرچميان هم تیري ته راتګ وايي اوداراتګ بیا دیوه تړون پربنسټ ګڼي چې دلته اشغال ته پرولتري انترناسیونالیزم  وايي هغه لیکي: «  ۰۰۰هغه ( نجیب الله )هم د نورو حزبیانو په شان  یو پوخ حزبی وه او تر ډیره و خته یی پر پرولتری انتر ناسیو نالیزم عقیده درلوده او د شوروی راتګ هم افغانستان ته د دواړو هیوادو تر منځ د قرار داد پر اساس وه نه د ناټو د مستقیم او بی شرمه اشغال په شان» ۰ بل ځای بیا لیکي :«  هغه څو ورځی وروسته هیواد ته راغی، اوهغه هم د اشغالګرو له هیواد نه ، بلکه له یوګوسلاویا نه » ۰ ښاغلي مستمند زیاتوي: «  ډاکتر نجیب  د نورو رهبرانو پشان جاسوس نه وه ، نو ځکه یی د اشغالګرانو د وتلو په ورځ  د اشغالګرو قواوود ستر قومندان او لوی سفیر ته چه له ډاکتر نجیب نه یی د جنګی تاوان د بخشنی امضا غوشته ، خو ده ورته ویلی وه چه داد  افغانستان د خلکو وظیفه ده او د هغوی استازیتوب  لویه جرګه کوی او دا د لویی جرګی کارده او زه یو افغان فرد یم »۰ پدې اړه اړینه بریښي وویل شي چې که دشورویانو راتګ دقراردادپر بنسټ وشوروی نیواکګرولښکرو په لومړیوشیبو کې دوخت دګوند اودولت مشرحفیظ الله امین ، لوی درستیز اودمرکزی قوا درستیزوال تروراودامین ټوله کابینه یې زندان ته واچوله۰ دحفیظ الله امین دترورپه اړه څرګندونې دهغه نه ددفاع په موخه ندې شوي بلکه دپردیو لخوادیوه خپلواک هیواددمشرتابه وژنه اودهغه پرځای دبل کینونه که په هرنامه وشي هغه څرګند تیری او دخلکوخودارادیت ته سپکاوی دۍ۰ وروسته له هغې چې دامین هغو ملګرو کوموچې دشوروي خاینانه اشغال ته لبیک ووایه له زندانه آزاد اودشوروي پرمټ جوړشوي ګوډاګي دولت کې لوړګوندي اودولتي څوکۍ ترلاسه کړې اوداشغال په چوپړکې ودریدل اونجیب الله هم دښاغلي مستمندپه خبره  داشغالګروله هیوادنه، بلکه له یوګوسلاویا نه دپردیو له لوري نیول شوي هیوادته راستون شواو د اشغالګروپه چوپړکې دزجراو شکنجې ددستګاه مشر شوچې داشغال خلاف وطنپال مبارزان تعقیب اوزندانوته واچوي۰ دې ډول دریځ اوچلندته چې وطنپال آزادیخواهان دتوروډبوشاته واچول شي اوبیا هغوی دامنیت داخلالولوپه نامه چانواري شي  هغه ته وطنپالنه ووایویا دوطن خرڅونه ؟ که چیرې شوروي لښکرې دتړون پربنسټ راغلې وي نوبیا ولې ښاغلی مستمند هغوی ته اشغالګروایي هیله ده چې دې پوښتنې ته چې زما سرنه پرې خلاصیږي ځواب ورکړي۰ ښاغلی مستمندد نجیب الله دخاددمشرۍ په اړه داسې لیکي: «  د وطن د دشمنانو تعقیب د هغه قانونی وظیفه وه همغسی چه  نن د اسد جان خالد ده او سبا به بیا د ملا فهیم قسیم وی» ۰ که چیرې دوطن ددښمنانو خبره کیږي بایدووایو چې دشوروي داشغال وروسته چې دویم شاه شجا ع (ببرک کارمل) اودهغه سره ګډ هرڅوک چې دافغانستان ددموکراتیک جمهوریت په مشرتابه کې وو که هغه ته پرچمیان ویل کیږي ، یاخلقیان ،سازایان یا ګروه کار هیڅ یویې هم دمنلواودرناوي وړنه دي بلکې هغوی داشغال اواشغالګرو په چوپړکې دریدلي دي ۰ دداسې یوه بلواکه دولت په وړاندې دریدنه دوطن سره دښمني نه بلکه وطنپالنه ده ۰ ښاغلی مستمند چې تاسو داشغال ضدکسان دښمن ګڼۍ اوهغه چاته چې داوطنپال افغانان څاري اوجیلونوته یې اچوي هغه ته قانوني تعقیب وایۍ پخپله یوه معمی ده۰ تاسو چې دنجیب الله دنامه ترڅنګ د افغانستان دامنیت دریاست دنني مشراسدالله خالد نوم هم یادکړی دۍ چې دهغه له لوري دوطن ددښمنانوتعقیب قانوني ګڼۍ نوبیا ولې  نني افغانستان ته دناټویي بې شرمه اشغال نوم ورکوۍ ؟  دلته ددې خبرې وضاحت په کاردۍ چې دپرونیو اووه ګونواواته ګونو تنظیمونودمشرتابه کړووړواوچلندڅخه چې داسلام آباد اوتهران اونورو ارتجاعي دولتونودارادې له مخې په افغانستان کې بدامنیوته لمن وهله ددفاع مانا نلري۰ هغوی  دتاریخ محکومان دي۰ خبره دهغوشاه ځلمیو څخه ده چې دشوروي اشغالګروشتون یې پخپل پلرني ټاټوبي کې نشوی زغملی اودهیواد د خپلواکۍ لپاره یې غزا اوجهادکاوه۰هغوی  دنجیب الله دادارې لخوا نیول کیدل ، شکنجه کیدل اودمرګ سزا ورکول کیدله۰ هیچا به هغه مهال دجهادي تنظیمونودمشرانو (رباني، حکمتیار، مجددي ، سیاف ، خالص ، محمدي، ګیلاني ،محسني ،مزاری ) اونوروبچیان ، وروڼه اوخپلوان نه وي لیدلي چې خادیستانو نیولې وي ځکه هغوی دهیوادنه بهر  په پيښور، راولپنډۍ ، تهران ، مشهد ،غربي اوعربي هیوادونوکې چړچې کولې اویا په زده کړولګیا وو۰ ښاغلي مستمند زماپه پته لیکي « او اوس تاسو محترم غواړی چه په دی اوسنی رهبرانو کوم جادو او یا کوډی وکړی او له پاکستان سره یی مقابلی ته چمتو کړی، دا به یوه معجزه وی او یاهم خوب او خیال؟ » ۰ زما اخیستنه دروان ناورین نه داده چې له بده مرغه پدې موده کې داسې مشرسرراپورته نکړچې دپرګنو ارادې او دزمانې غوښتنوته مثبت ځواب ورکړي۰ ځینویې پداسې سمونونو اوچارولاس پورې کړ چې ټولنې ته دهضم  وړنه و، ځینوبیا تولې هڅې په زورزیاتۍ متمرکزې کړې ، ځینې بیا دانټرناسیونالیزم په نامه دشوروي دنیواک په خدمت کې ودریدل اونوربیا داسلام آباداوتهران دلارښوونې پربنسټ دافغانستان دورانولوپه چارولګیاشول اونن بیا ددموکراسۍ  دټینګښت په نامه په هیوادکې ناټويي اندوخړته نڅیږي۰ دهغوی نه دپاکستان سره دمقابلې خبره مسخره ده۰ ما پدې اړه درهبرانو نه دپاکستان په وړاندې نه دمقابلې خبره کړې اونه هغوی رهبران ګڼم ۰ ماپخپله لیکنه کې هغولیکوالوته بلنه ورکړې چې پرونی خبرې تاریخ ته پریږدي بلکه دنني ځورونکي حالت څخه دوتوپه اړوندفکروکړي۰  ښاغلی مستمند زمانه پوښتنه کوي چې «  هغه ملی شخصیت څوک ده چه ورته توهین شویدی » نه پوهیږم چې ښاغلي مستمند داخبره له کومه ځایه رااخیستې ده ځکه چې زماپه لیکنه کې دملي شخصیتونونه هیڅ یادونه نده شوې۰  هغه خبره چې دمحترم مستمندپه لیکنه کې دپا م وړ ده هغه دنوروارزونې چې ده پرهغوډډه لګولې ده  مطلق  حقیقت ګڼي اولیکي : «  ما چه هرڅه د هرچا له قوله نشر کړیدی هغه درواغ ندی او مطلق حقیقت  دی، نه نسبی» ۰ فلسفه رازده کوي چې مطلق حقیقت شتون نلري اوټول حقایق نسبي دي۰ اوبیا کله چې دافغانستان دروان ناورین په اړه ددې ناورین لوبغاړي څه لیکي دنسبي حقیقت ویل هم ستره تیروتنه ده۰ هغه پخپلووروستیو لیکنوکې دداسې چا له قوله خبرې کړې چې دواکمنوله نږدې همرزمانو اوپلویانونه واویایې  دچارو پرمخ بیولوکې دسترګووړ رول لوبولی دۍ چې هغه ښاغلي ( محمداکرام اندیشمند، ظاهرطنین ، اکبرعزیزي ) دي۰ ښاغلي مستمند دمحترم اندیشمند دکتاب ( سال های مقاومت وتجاوز  ) نه دخپلو آندونو او قضاوتونودپیاوړتیا اوصحت داثبات لپاره ګټه اخیستې ده  اودهغه کتاب وزین کتاب ګڼي۰ که د نوموړي ارزونې اوقضاوتونه سم  او مطلق حقیقت وي هغه دخپل کتاب په  ۹۷ مخ کې ډاکټرنجیب الله ( فرزندموطلایی کی جی بی ) معرفی کوي اولیکي : «نجیب الله ودستګاه خاد مستقیمآتحت نظر مشورت وهدایت کی جی بی قرارداشتند۰ رسیدن نجیب الله به آخرین پله قدرت دررهبری حزب ودولت بهمین پرورش ووابستګی اوبدامان کی جی بی برمیګردد» اوبیا په ۹۹ مخ کې لیکي « اودرکرسی خادبه قصاب مردم تبدیل شده بود ۰ خودبه کشتاربدون محاکمه مخالفین رژیم می پرداخت » ۰اوس نوقضاوت پخپله ښاغلي مستمندته پریږدم چې ووایي هغه څه چې ښاغلی اندیشمنددنجیب الله په اړه ویلي دي هغه مطلق حقیقت دۍ ، نسبي حقیقت دۍ یا درواغ دي ؟                                                     هغه څه مې چې اوس مهال اړین ګڼل دښاغلي مستمند دوروستۍ لیکنې اودهغه دپوښتنوپه ځواب کې وړاندې کړم هغه مې وړاندې کړل                                                                                                                                                                                                                       پای