ع. شريف زاد
وايي چې نوشيروان دخپلې پاچاهۍ تخت ته يو مزى تېركړى و .په ميدان كې يې ورته يو لرګې چې ګونګري پورې تړل شوي وودرولى و .په رعيت كې به يې چې چا ته كومه ستونزه پيداشوه، نو مزى به يې وښوراوه دلته به ګونګرو كړنګار پيل كړ او پاچابه پوشو چې كوم څوك شكايت لري.
خپل نوكران به يې وروليږل او نوموړى سړى به يې راووست او هغه به خپله خبره پاچا ته ورسوله.يوه ورځ يوه پمن خره ځان دلرګي پورې ژر ژر مښلو .پاچا چې غږ واوريد نو امر يې وكړ چې ورشى او سړى راولى. خوكله چې نوكر لاړل څوك يې ونه ليدل بيرته راغلل او ويې ويل چې صاحب څوك نه وو . په دې وخت كې خره بيا ځان په لرګي وموښلو او شرن�
�ار پورته شو .پاچا بيا نوكر ورولېږل خو يوازې راوګرځيدل . دا كار څو ځله تكرار شو. په څو وم ځل نوكر چې لاړل ويليدل چې يو پمن خر ځان په لرګي موښي. را غلل او دا حال يې پاچا ته بيان كړ.پاچاه امر وكړ چې ورشى او هغه خر راولى كله يې چې خر راووست ويې ليدل چې خر پمن دى نو امر يې وكړ چې ورشى او خاوند يې راولى دخره خاوند حاضر شو او له ده نه پاچاوپوښتل چې ولې دى دا خر خوشي كړى سړي په ځواب كې وويل چې خر مې پمن شوى بار نشي وړاى نو ځكه مې خوشي كړ. پاچا امر وكړ چې خر بوزه او درملنه يې وكړه او زياته يې كړه چې دا عدالت ندى چې تر څو جوړ وي ستا ا وکله چې ناروغه شو ايله يې كړې.
يو بل روايت هم داسې راغلى چې نوشيروان غوښتل ځانته يوه ماڼۍ جوړه كړي. خو دده دځمكې څنګ كې د يوې كوڼډې كور وو. نوشيروان وغوښتل چې دې ښځې ته يوبل كور وركړي او دا ځاى ترې وګرزوي تر څو دده ماڼۍ سمه راشي. خو ښځې ورسره ونه منله. نو نوشيروان خپله ماڼۍ كږه ودانه كړه. نو كله به چې څوك ورغلل دا انتفاد يې پرې كاوه چې ماڼۍ ښه ماڼۍ ده خو چې كږه نه واي.ده به په ځواب كې ويل چې كږه ښه ده نه دا چې دكونډې كور مې په زور اخيستى واى.دهمدي عدالت په وجه ده چې نن يې هم مړ نه بولي او په هر ه برخه كې دده د عدالت مثال راوړي.
په درناوي