حبيب الله غمخور
سويډن - مالمو
د۲۰۱۱ ز کال داپريل ۱۸
په ۱۹۴۷ ز کال دپاکستان ترجوړېدووروسته غولونکی ريفرنډوم :
دوهمه برخه :
کوم وخت چي دهند وايسرا((لاردمونت بټن)) دهند دوېشلو پلان خپورکړ دډيورنډدمنحوسی کرښې پوسيله جلاسوو سيمو په اړوند چې دانگليسانوتر مستقيمي ولکې لاندي وې هيڅ يادونه اوخبره نه وه شوې .
کله چي دافغانانو لخوادغه مسله اودسرحد دخلکو غوښتنه پرنگيانوته وړاندي سوه ،دبرتانيا حکومت داسي وښودل چي گواکي اوس کارله کارنه تير سوی او ناوخته دۍ ،ځکه دهند دويش مسله د برتانيا له پارلمان څخه تيره سوې ده،دغه موضوع به ريفر نډم ته وړاندي کړو .
د1947زکال داگست په 15ورځ دهندله ويش څخه وروسته ددوهيوادو جوړېدل ، هند اوپاکستان اعلان سول اودټولونورمونوخلاف په خائينانه توگه دسرحدي خلکودسرنويشت دټاکلو لپاره دريفرنډم اعلان وسو .
دغه ريفرنډم چي 1947م کال دجولاي په مياشت کي پيل او لس ورځې يې دواوم درلود، دانگريزانو لخوا په ډيره خاينانه توگه پلۍ سو يعني لومړۍ خوسرحدي خلکو ته دوه انتخابه وه پاکستان اوکه هندوستان، له چاسره غواړي يو ځاي سۍ ؟ بله لار نه وه پرېښودل سوې چي انتخاب يي کړي،پداسي حال کي چي بايدهرومرو دافغانستان نوم هم هلته ذکر سوۍ واي،ځکه داسيمي له افغانستان څخه هغه وخت جلاسوي وې چي دغوهيوادونو وجود نه درلود،نو دکوم قانون ، انصاف او منطقو له مخي پښتنو اوبلوڅو ته وويل کيږي چي تاسودهنداو پاکستان په منځ کي يو انتخاب کړي؛ بله دا چي ددغه ريفرنډم په خاينانه مفهوم دسيمي سياسي گوندونو، دقومونو مشران لا له پخوا پوه شوي وه ځکه يې دريفرنډم سره پرېکړون اعلان کړه . انگريزانو دلته هم دمذهب څخه ناوړه استفاده وکړه اودپاکستان په پلوې درايو ورکولو صنوق وبغل ته يې دمسلمانانو مقدس کتاب قرانکريم کښېښود او همدا شان دولتي ټولومامورينو او دوسله والو قواو مربوط کسانودانگريزانوپه دستور هغه صندوق ته رايه واچول کوم چي وبغل ته يې دا مقدس کتاب پروت و.دريفرنډم پايلي چي هر ډول وې دافغانانو اودکرښي هاخوا ټولو پرتو قومونو دقبول وړ ونه گرځېدې اوهغوي ددغو پايلوسره غوڅ مخالفت اعلان کړ .
دپښتنوستر مشر خان عبدالغفار خان د1967زکال دسپتامبر په لومړۍ نيټه دپښتونستان دورځي په مناسبت په يوه وينا کي وويل : فيلډ مارشال ايوب خان ادعا لري چي دپاکستان له جوړېدو مخکي په شمالي صوبه سرحد کي ريفرنډوم وشو . زه دا په کلکه ردوم . لومړۍ ،دريفرنډم ناروالوبه دبرتانيا دحکو مت له لوري په هغو مسئلوباندي پيل شو چي زموږ ددلچسپۍ وړ نه وې .
دوهم : هغه دمحدودو رايو پر اساس و،يعني يوازي دصوبه سرحد په اداري ساحو پوري منحصر وو،چې په سلو کې نه څلويښت دهغو سيمو اوسېدونکو په اصطلاح ريفرندم کې برخه واخيسته دازاد سرحداوبلوچستان په سيمو کې اصلأ په ريفرندم څوک خبر شوې هم نه دې .
دريفرندم پايلې داسي وې :
دصوبه سرحد ټولي رايي 572798
دپاکستان دالحاق په گټه 289244 رايي
دهند دالحاق په گټه 2874 رايي
دټولورايي ورکونکو شمير 292118
دنه گډون کوونکو شمير 280680
يعني دصوبه سرحد دخلکو له جملي نه هم په سلو کې يو پنځوس کسانو په ريفرندم کي برخه اخيستې نه وه. مروټ فضل الرحمن ،په افغانستان کې دکمونيزم ظهوراو تکامل 273مخ . ۱۱
دريم : پر رايو ورکولو باندي څارنې اولار ښوونې هيڅ وجود نه درلود.
څلرم : په راي ورکولو کي زياته لاس وهنه وشوه .
پنځم : په راي ورکولو کښي زياتو پښتنو برخه نه وه اخيستې،ځکه دهغوي دمشرانولخواددې سياسي خائينانه لوبې په وړاندي پرېکړون اعلان سوی وو .
افغانستان هم په خپل وار سره دانگريزانو لخوا اعلان سوې ټول پوښتنه يوه غولونکې کړنه وبلل او هغه يي په کلکه وغندل. دريفرنډم په هکله يې دټولو افغانانونيوکي او غبرگونونه د((لاردمونټباټن)) تر غوږو ور ورسول،مگر پرنگيانو دافغان ولس پر ټولو غوښتنو سترگي پټي کړې . اودغه پچه خپل لاس جوړسوی ددوي په اصطلاح ريفرنډوم پايلي ئټي دپاکستان په گټه ومنلې .
۳/ له حقوقی نظر ه همداکرښه بې اعتباره ده :
دغوپورته په گوته سوو ټکو ته په کتوسره داله ورايه جوتېږي چي چي داسنددنړيوالونورمونوپر اساس څومره داعتبار وړ يوسند دۍ ؟ داخبره پدې معناچي ددې کرښي پيل اوپاي په درغلوسره پر مخ بېول سویپ دی ،ځکه نوهروخت چي افغانستان په سياسي لحاظ داتوان پيداکړچي لغوه ئي اعلان کړی په هغه ورځ نورحقوقي اعتبار نلري .
داپورته خبره پدې لاندي دلايلونوره هم غښتلې کيږي :
سره له دې چي په ۱۹۴۷ دملگروملتوپه سازمان کښي دپاکستان دغړيتوب پر مسلې دخبروپه وخشت کي خپل اعتراض ږغ پورته کړ ،دافغانستان پارلمان د۱۹۴۹ کال داگست پر ۱۲ مه د۱۸۹۳ کال دډيورنډ موافقتنامه اود۱۹۰۵ کال دامير حبيب الله خان سره دانگريزانو عهدنامه ،د۱۹۱۹ کال دراولپنډی دسولي معاهده ،د۱۹۲۱ کال دافغانستان او انگرېزانوترمنځ عهدنامه لغوه اعلان کړې .
اول : دا سند يوازي او يوازي ديوه شخص لخوادخپل ملت دارادې خلاف لاسليک سوۍ دۍ.هغه څوک چي دا سنديې دخپل ولس دارادي خلاف امضاکړۍ و مړ سو . دنړيوالو قبول سو قوانينو پر اساس ددولت نوۍ واکدار داحق لري چي زاړه تړونونه بي اعتباره اعلان کړي . دبشر په تاريخ کي داشان مثالونه ډيرليدل کيداي سي .
دوهم : داسنددهغه هيوادله چارواکوسره لاسليک سوچي پر افغان دولت ئي سياسي فشارداستعمارترکرښي رسېده . يعنې ديوې امپراتوری په استازيتوب ديوه غريب اوپه اقتصادی ،سياسي اوپوځی لحاظ محتاج هيودله چارواکي سره په خاصه مداري گری لاس ليک سو. که په حقيقت کښي انسان دهمدې عبدالرمان خان لخوا ليکل سوی اثاپه تاج التوريخ کي په غورولولې دده له بيان څخه داله ورايه څرگندېږي چي يو بېواکه اودبرتانوی هندتر حاکميت اوسياسی تاثير لاندی حاکم خو،ده خپل ځان خپلواک باله خوپه حقيقعت کشي دده دليکنوپر بنياد دخپلواکی جندان اثارنه لگېده .
نوڅنگه داقبوله سي چي دبرتانوي هندسره لاس ليک سوۍ سند دي هرو مروتر کومه چي دپاکستاني چارواکو زړه غواړي اعتبارولري؟
دريم : دبرتانوي هندپه نامه تر استعمارلاندي هيواد او س اثار هم نشته ،نو ايادابه منطقې وي،هغه دولتي جوړښت چې اوس دمځکې دکرې په حدودکې هيڅ وجود نلري،څنگه کېداي سي لوظنامې دې پر افغان ولس وتپل شي .
څلرم : امير عبدالرحمن خان په خپله هم دخپلي تير وتني په پوهېدو سره په وار وار پدي خبره ټينگار کړۍ دۍ چي دا ليکه نړيواله پوله نه ده،بلکه ددواړودولتونو (افغانستان اوبرتانوي هند)داغېزې دسيمي دټاکلولپاره کښل سوې ده .
عبدالر حمن خان چي دډيورنډدموافقت نامې پرخلاف دخلکومبارزې وليدې،په عمل کي دموافقت نامې مخالف سواو دهغې پر خلاف ئي دسرحدونومجاهدينوسره مرستي کولې ،هغوي ته ئې پيسې اووسلې ورکولې اودډيروسميو خلک یې دانگرېزانوپر ضد پارول .امير انگرېزانوپرخلاف شپې پاڼې خپرې کړې چي دهغو په پايله کي دسرحد خلکوته يوڅه نږدې سو.اميرمشهورمجاهدين لکه دهډې ملانجم الدين،اوملاپيوندوزيري اوداسي نورکابل ته وروبلل اودهغوي ئي ډير قدر وکړ .
پنځم : ددې ناندريزي کرښي دلاسليک له ورځي راپدې خوا دنړۍ دمختلفو پوهانو لخواگڼ شميرڅېړني تر سره سويدي ،ددغو څېړونکو غوڅ اکثريت په خپلو تحقيقاتي مقالو اوليکنو کښي ددې توري کرښي دناقانونيت ثبوت واضح څرگندکړ ي دۍ . دداسي څيړنو په ډله کي د هولديچ (1910 -- 1901) او بارتن ( 1939) څېړني ډيري مهمي اودژور غور او تحقيق وړ دي چي د ((لويي دوپري ))په کتاب ،((افغانستان)) کي يې بشپړه يادونه سوې ده .
شپږم : ((اولف کيرو))چي دهغه کتاب ،((پټهان)) سره له دې چې له دوه مخۍ،ريا اودروغو نه ډک دۍ ،ولي په وروستۍ برخه کي يې هڅه کړې چي رښتيا ووايي،هغه ليکي (( . . . دا رښتياده چي پدې تړون کي دهندوستان پوله نه ده ويل سوې ،مگر دامير دډومينيون کرښه ده چي دهغي شاته به هيڅ لورۍ دلاس وهني حق نه لري .))
فريزرټايټلرپه خپل ((افغانستان )) نومي کتاب کي پدي هکله يادونه کوي چي (( دډيورنډ کرښه له ايتنو گرافي ، ستراتيژي اوجغرافيايي نظره بي منطقه کرښه ده . هغه داباسين داوبه خور اساسي کاسه پرې کوي،يوملت په دوو برخو ويشي اوحتي قومونه سره بېلوي .))
اوم : دپيښور پوهنتون دمنځنۍ اسيا دڅېړنو مشر ډاکترعظمت حيات خان د((ډيورنډ لاين))په نامه کتاب کي ليکي چي : ((...دافغانانوادعاوي پردې فرضيه ولاړي دي چې پښتانه له دوي سره قومي،ژبني، ديني،دوديزي ،تاريخي او جغرافيايي ريښې لري .دهغوي بنسټيزه ادعا داده چي په افغانستان باندي دډيورنډ تړون په زوره تحميل سوی،او امير عبدالرحمن خان په داسي حال کي له انگريزانو سره پدې اړه خبري کولې چي له کورنيو اوبهرنيوفشارونو سره مخامخ و. ځکه نودا کرښه دهغه تړون پر بنا بي اعتباره ده . ډاکتر حيات خان بل ځاي راوړي چي دويانا دکنوانسيون (( دوه پنځوسمه ماده )) تصريح کوي (( يو تړون که چيري دنړيوال قانون پر خلاف په زور اويا دزور په گواښ تر لاسه سوی وي ،د اعتبار وړ نه دۍ،له نړېوال قانون سره سم په عمومي توگه اقتصادي او سياسي فشار د((زور)) دتوکي په مفهوم کي شامل دۍ نو له دي کبله د افغاني اوافغان پلوه سرچينو لخوا دډيورنډ تړون بې اعتبار بلل سويدی .
اتم : يو برازيلۍ سياست پوه پوهاند ايکولي (Accioly) پخپل يو ليکل سوي اثر دبين المللي قانون نومي کتاب کښي راوړي (( نوي ملکونه نوي شخصيتونه لري،پخواني تړونونه له هغو سره ندي لاسليک سوي . يو بل عالم انزيلاتي (Anzilotti) ليکي بين المللي تړونونه مشخص خصو صيتونه دي چي له يوه نه بل ته انتقال کيداي نسي .که چيري يو ملک دبل ملک لخوا ونيول سي پر لومړي ملک باندي تړونونه تحميل کيداي نسي .
نهم : پوهاند فرانکويس (Francois) دهالنډ دهاک نړيوال قانون پوه وايي : هغه حقوق اووجايب چي دداسي تړون پر اساس منځته راغلي وي بل ميراثي ملک ته په وراثت نه رسيږي .
لسم : کاوليري (Cavalieri) پدې عقيده دۍ چي داصولو له مخي که پخوانۍ دولت له منځه ولاړ سي دهغه وجايب او حقوق هم ورسره له منځه ځي .او کله چي يوه برخه له يوملک نه بيله سي دا برخه بايد په آزاد ډول دخپلو تړونونو په باب خبري وکړي . عبدالرحمن پژواک د((خپل پښتونستان ))دکتاب ۴۸ مخ .
يولسم : داسند ديوه انگريزي چارواکي چي انگريزي استعمارپه زورئي عبدالرحمن خان مجبورکړ ی وچي دډيورندکرښه لاسليک کړی ،لاسليک سوه .اوس ددغه استعماراثارهم په سېمه کي نسته اوتر استعماري لاندي هندی سېمه پردو هيوادو خپلواکوهيوادونوووېشل سول .ددوهيوادوپه جوړېدوسره سمدلاسه ټولي پخوانئ معاهدي له اعتبارنه اتومات وزی .ځکه خوموږ داخبره کووچي هغه وخت بايد په اتومات ډول بېله کوم دليل اوبرهان څخه دافغانستان نه جلاسوی سيمي دوباره په دافغانستان خاوره بلل سوی واي .
دشوروی نظام ترړنگېدو وروسته په اروپا،اسيااو افريقا کښي عيني خوادث ته په کتوسره زموږ ددې خبری پخلۍ کوی چي زموږ سره ظلم کيږي ،ځکه دشوروی نظام په لوېدوسره سمدواره پخوانۍ چکسلواکيا پردو هيوادونوووېشل سوه دچک اوسلواک هيوادونوپه نوم دملگروملتودسازمان غړېتوب تر لاسه کړ ،همدا ډول شمالي اوجنوبي يمن ،شمالي او جنوبي ويتنام ،شرقی اوغربی المان سره يوځاي سول ،خوزموږ دولس دبرخليک په هکله تراوسه لادښمنانه کړنې رواني اونړيواله ټولنه ددې پر چاي چي ددې مسلې دعادلانه حل لاری چارولټوی چوپتيائي غوره بللي وه،چي دادی پدې ورستينواونيوکښي امريکايي چارواکوداچوپتياماته اودافغان ولس دملي ارادې اوتاريخي حق پر خلاف ئي بې مسوليته څرگندونوسره دځان په وړاندي دافغان ولس کرکه اونفرت لانورهم زيات کړ .
ټول هغه تعهدات چي شرقی المان دشوروي اتحادپه وړاندي درلوده اتومات ملغا اعلان سول ،همدا ډول ټول هغه تعهدات چي چکسلواکيادنړۍ والي ټولنې اوشوروی په وړاندي درلوده له يوه مخه له سره هغه معاهدې نوې شوې کوم چي چک ياسلواک هيوادوغوښتې .نوکله چي دهندامپراتوري ړنگه سول په اتومات شکل ټولي معاهدات بايد ملغا اعلان سوی واي ،مگرانگرېزانودا کارونه کړاوتراوسه ددې عادلانه کارسرته رسولو ته ژمن نه دي .
دولسم : دبرتانوي هند په ړنگېدو سره نورپه دنيا کي دبرتانوي هند په نامه کومه دحقوقي صلاحيت لرونکې اداره اويا هيوادپاته نشو،او نه هم دهنداوپاکستان دويش او جوړېدو په سندکښي دبرتانويانو لخوا ليکل سوي دي چي له افغا نستان څخه دډيورنډ دمنحوسي کرښي په وسيله جلاسوې سيمي به پاکستان پوري اړه ولري؛اوپه سيمه کښي دبرتانوي هنددټول نړېوالوتړونونووارث همدا پاکستان دۍ .
دغه تړون دهيڅ نړېوال قانون له مخي پاکستان ته په ميراث نسي رسيداي؛که پاکستاني مارشالان،ميجران، جنرالان او ديوشميرافغان دښمنه گوندونو رهبران زيات نه خفه کيږي ،بايددا ترلمر روښانه اوڅرگند حقيقت ومنې چي دا بي پلاره او بي موره وطن يعني پاکستان دا دنړۍ دزبرځواکونوکرهيواد دانگرېزی استعمارگراو زبېښاکگرقدرت ،دافغاني او هندي ولس سره دخپلي دښمنۍ دتر سره کولواودخپلو هغو نوکرانو لپاره چي په سووکلونوددوي پلاراونيکه دانگريزانو په چوپړ کي وه دخوشحالۍ پردولتی قدرت ساتلو،په هند،افغانستان اوسيمه کښي دنوروملکونوپرخلاف دخپلو شومو او ځبېښونکوموخودسرته رسولواوپه سيمه کي ديوې تل پاتي سياسي اوپوځۍ هډې په توگه دهندوستان اوافغانستان له پاکي خاوري څخه دټوټو په غچي کولو دابې موره اوبې پلاره هيوادراوزېږاوه ځه کواوس نه يوازي موږ بلکي سيمه او کله کله نړۍ ترېنه په عزاب ده. په همدې اساس دا خبر رښتياده چي پاکستان يو بې ريښې او بې تاريخه هيواد دۍ .
ديارلسم : داسي اسناداوبيلگې نسته چي برتانوي منابعودي دډيورنډ کرښه دافغانستان اوانگلستان ترمنځ دنړيوالي معاهدي په توگه منلې وي .
دسرحدي ايالت والي کمانډرخليل الرحمن پردغه تاريخي واقعيت باندي په اعتراف سره ژورنالستانواودپژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کي وويل چي دډيورنډ دکرښي وخت څه موده وړاندي پوره سوي دۍ .پاکستان بايدله افغانستان سره پدې اړه له سره لوظنامه وکړي . پدې هکله دپژواک خبري اژانس د ۱۳۸۴هجري شمسي کال دتلي په څلورمه نېټه دپاکستان دکورنيو چارودپخواني وزير نصرالله بابر سره په مرکه کي پوښتنه وکړه . نصرالله بابر په ځواب کي داسي وايي : لومړۍ بايد درته ووايم چي دډيورنډ دکرښي لوظنامه موږ دخپل حکومت پر مهال په ۱۹۶۷زکال کي له سردارمحمدداود خان سره تازه کړې ده چي دهغه دلاسليک سره موجوده ده،په دې لوظنامه کښي ويل سوي ووچي(( دډيورنډلاين مسله دي د اوس لپاره همداسي پاته وي څنگه چي اوس ده ))،اوپکي وخت نه ووټاکل سوۍ .اول دا لوظنامه نه وه دسفر په پاي کښي يوه اعلاميه وه خ پرېږي دا اعلاميه له دواړوخوانه لاسليک سوې نه دډورنډ دلوظنامي ددوباره تصديق په نوم کوم ځانگړی قرارداداوسند. تر عبدالحمن خان وروسته يوازي هغه وخت چي انگرېزانوپر افغانستان سلطه لرل په امير حبيب الله خان هم يوسندلاسليک کړ په کوم کښي چي راغلي وه دخپل پلارلخوا دانگريزانوسره دټولوتړونواومناسباتومراعات کوي،ولي په هيڅ صورت داسنددډيورنډدکرښي دتازه کېدوپه معنانشي بلل کېداي . نور بيا