دې خپلې ږبې نومونه راږوندي کړي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
علي خان صافی
له ډیروپښتنو څخه خپله پوهنه وکلچرکې ډیر شیان پره دي شوي دي، او پره دی پوهنې وکلچرد ې دوی په سیوچونوکې خورا ځای نیولی دی، په ځانګړي دول سره عربي وپاړسي پوهنې – فرهنګ – وکلتوردومره اغیزه پرې کړې ده چې نږدې ده خپله ږبه وخپل کلتور یې ورڅخه هیراو له منځ څخه لاړشي.

نن له پښتنو لیکوالانو،شاعرانو،ښوونوالو ،مشرانو،رڼافکرانواو هردانا وپوه څخه داغوښتنه اړینه ګڼل کیږي چې دې خپلې ږبې وکلچر په راږوندې کولوکې هڅه وکړي،او دې پښتو ږبې نومونه ووییئې چې دې یرغملو ږبودې ویئو تردوړولاندې شوي دي راښکاره کړي، ترڅو چې هرپښتون ته خپله ږبه وخپل کلچرپوره وارزښت لرونکی ښکاره شي،
موږ تراوسه پورې دې کال دې میاشتو نونه یاپه عربې یا په پاړسي ږبه باندې په لینکنه کې لیکو،سره له دېنه چې موږ په پښتو ږبه کې دې میاشتو نومونه لرو،  خو په لیکنه کې یې نه په کړ کوو،او داسیوچ هم نکووچې زموږدابې غوري دې پښتو ږبې نومونه ووییئې دې مهال په تریدو سره دې پښتنو هیریږي او له منځ څخه ځي،ماچې داحال ولید راته رایاده شوله چې موږخو هم په پښتوکې دې میاشتو نومونه لرو،نوبیایې ولې نه لیکو؟او دې ډیروپښتنو چې له خپلې ږبې سره ډیره بې غیرتې کوي ولې دې خبرې ته پام نه را اړه وي؟ ترڅوپورې به دې ږوند په ویجاړه بیړی کې دې ډوبیدو په تمه ناست یو؟