عبدالرحمن فرقانی
په دې ورستیو کې د افغانستان په سیاسی چاپیریال کې هغه مهم او ټاکونکی تاریخي بحث تود شوی دی، چې په هکله یې د ښکیلو سیاسی او نظامي اړخونو سیاسی دریځونه پخپل وار سره هغه فشارونه څرګڼدوي، کوم چې هر لوری غواړي له لیارې یې خپلو موخو ته ځان ورسوي او د نوموړو دریځونو تر اغیز لاندې په هیواد کې سیاسي زعامت دې ته اړ کړي تر څو د دوی غوښتنو ته غاړه کیږدي؛
• د دیورند کرښه
• د دیورند د کرښې په ستونزه کې د افغانستان ریښتنی مقابل لوری څوک دی!!؟
• دبیان آزادي او ملي خیانت
• ۲۰۱۴کال د بهرنیو ځواکونو د وتلو ضرب الاجل
د دیـورند کرښـه:
د مخامخ نظامي تیري تر څنګ چې پاکستان یې د افغانستان په ختیځه سېمه کې د توغوندیو په توغولو تر سره کوي او داسې انګیرل کیږي چې دا اقدامات هم د دیورند د کرښې د رسمیت پیژندلولپاره تر سره کیږي . په دې وروسیو کې د دریوند کرښه د یوه پیاوړي فشار په توګه د پاکستان او ورسره د امریکا له لوری د افغانستان په ضد مطرح شوه او د دریوند د کرښې په هکله د امریکا او پاکستان تر منځ د همغږي شواهد هم د یادو هیوادونو د دریځونو څخه ښه څرګندیږي په داسې حال کې چې پاکستان هڅه کوي تر څو نوموړې کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ د ویش رسمي پوله ثابته کړي او پخپل دریځ د رسمی چینلونو له لارې ټینګار کوي امریکا هم د پاکستان دا دریځ تاییدوي په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز کیننګ، د مارک ګروسمن دا خبره تأیید کړې ده چې هیواد یې د دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توګه په رسمیت پیژني. خو افغان دولت پر دې موضوع خبرې د پردیو حق نه بولي.
د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي مارک ګروسمن، په کابل کې د (یک) په نوم له یوه تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې «د دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله ده.
د دیورند کرښه په ۱۸۹۳ کال کې د امیر عبد الرحمان خان د واکمنۍ پر مهال له بریتانوي هند سره د یوه تړون په ترڅ کې وټاکل شوه. خو وروسته له هغه چې په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان هیواد رامنځ ته شو، د افغانستان د هغه وخت دولت دغه سرحدي کرښه په رسمیت و نه پیژندله.
افغان چارواکو د دغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت که څه هم د مارک ګروسمن نوم نه دی اخیستی خو به یوه بیانیه کې یې د دې موضوع په اړه خبرې کړي دي. په دغه بیانیه کې راغلي دي چې «د دیورند کرښه د افغانستان د خلکو له پاره یوه مهمه تاریخی مسئله ده.» د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه غبرګون کې زیاته کړې ده چې «له همدې کبله د افغانستان حکومت د دیورند د کرښې د حقوقي وضعیت په اړه هر ډول څرګندونې د هر چا له خوا چې وي بې ربطه بولي او هغه ردوي.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر جیمز کننګهام، کندهار ته د یوه سفر په ترڅ کې د مارک ګروسمن خبرې تأیید کړې. کله چې له کننګهام څخه د ګروسمن د خبرو په اړه وپوښتل شو هغه وویل: «د ګروسمن په خبرو کې کومه نوې موضوع نه شته. متحده ایالات د نورو ډیرو هیوادونو په څیر، له ډیر وخت راهیسې دغه کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توګه په رسمیت پیژني. دا کومه نوې موضوع نه ده.»،! ډیری سیاسي شننونکی او کارپوهان په دې اند دي چې امریکا په راتلونکي کې د پاکستان سره د یوه جوړ جاړي له مخې اړه ده، تر څو د افغانستان څخه په ۲۰۱۴کال کې د وتلو لپاره لاره پیدا کړي، او غواړي دا جوړجاړي د افغانستان په حساب ورسره تر سره کړي چې د دیورند کرښه ده او پاکستان تر هر څه وړاندې غواړي دا خاوره خپله کړي او د همدغې موخې لپاره یې د افغانستان په کشاله کې ځان ښکیل کړی دی د یادې موخې لپاره یې د افغانستان د سیاسی اوړون او بدلون په لړ کې په بېلا بېلو مرحلو کې یې دبېلابېلو سیاسي ځواکونه ملاتړ وکړ ، خو داسې ښکاري چې پاکستان ته د نوموړې معضلې د حل په موخه ریښتنې موکه اوس په لاس ورغلې او په دې لړ کې د امریکا او ورسره د متحالفو هیوادنو ملاتړ د پاکستان لپاره ډیر ارزښتناک او ټاکونکی دی .
د دیورند د کرښې په ستونزه کې د افغانستان ریښتنی مقابل لوری څوک دی!!؟
ډیری کار پوهان او د نظر خاوندان په دې اند دي چې د دیورند کرښه هیڅ کله هم د افغانستان تیرو حکومتونو په رسمیت نه ده پیژندلې او کوم وخت چې د انګلستان خونړي استعمار دا کرښه رامنځ ته کړله هغه مهال پاکستان د یوه خپلواک هیواد په توګه د نړۍ د هیوادونو په کتار کې شتون نه درلود ، که دا کرښه د انګلستان استعمار په سېمه کې د سېمې پر خلکو تپلې وي نو بیا د افغانستان مقابل لوری انګلیسی استعمار دی چې اوس شتون نه لري او هغه هیوادونه او سیاسي ډلې او تپلې چې په دې هکله د خپلو مصلحتونو په بنسټ دریځونه خپلوي او څرګندونې کوي په ټول کې د دغې کشالې څخه پردي دي او باید په قضیه کې پردي اړخونه مغرضانه قضاوت ونه کړي .
له بده مرغه چې په افغانستان کې د یوه واحد سیاسی دریځ نه شتون هم په یوه ډول نه یوه ډول د پاکستان د دریځ ملاتړ کوي په کورنیو رسنیو کې ډیری سیاسي ډلې خپل لیدلوری داسې څرګندوي، چې غواړي دا ستونزه د پاکستان د غوښتنې سره سم د حل لاره ومومي، په دې استدلال چې د افغانستان د معضلې د هوارولو یوازنې لاره همدا د دیورند کرښه ده نو په کار ده چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره دا ستونزه هواره شي که څه هم چې د افغانستان د خاورې د بېلیدو په حساب هم تمامه شي، نوموړې سیاسي ډلې دا ټکی له پامه غورځوي ،چې دا راز سیاسي دریځ د هیواد په هکله ملي خیانت ګڼل کیږي.
دبیان آزادي او ملي خیانت :
څه موده وړاندې د ملي خیانت او د بیان د آزادۍ اړوند هم د سیاسی ادارې او سیاسي ډلو تر منځ بحث تود شو، کوم مهال چې د ولسمشر له لوری پر ځینو رسنیو نیوکه وشوه چې د بیان د آزادۍ تر چتر لاندې داسې څرګندونې کوي چې د ملي خیانت ګڼل کیدای شي، د بیان آزادي او ملي خیانت دوه هغه مفهومونه دي چې نسبي اصل پکې مطرح دی او په هیڅ ډول مطلق کیدای نشي،د مطبوعاتو په عرف کې د لویدیځ د قانون سره سم د بیان آزادي هغه اصل دی چې باید په هیڅ ډول تر پښو لاندې نه شي، خو دا اصل مطلق نه دی لهمدې ځایه د نړۍ ډیر پرمختللی هیوادونه هم د خپل کلتور، دود او ملی امنیت لپاره د ژورنالیزم په وزارتونو کې د کنټرول څانګې لری تر څو هغه مواد چک کړی چې عام وګړی ته د رسنیو له لارې رسیږی، او ملی امنیت ته پکې صدمه و نه رسیږي، د لودیځ د نړۍ مشهورې ورځپانې لکه ټایم، نیوزویک، واشنګټن پوست ... هم تر خپریدو وړاندې چک کیږی، او همدا راز د نړۍ ټول هیوادونه دا د مطبوعاتو د کنټرول څانګې لری، تر څو وکولای شي د عام وګړی فکر، کلچر، عقیده، اخلاق ... په هغه چوکاټ کې وساتی چې د هغه هیواد له ملی او دینی هویت سره مطابقت ولري ، خو له بده مرغه چې زموږ په هیواد کې د بیاڼ د آزادۍ تر عنوان لاندې داسې څرګندونې کیږي چې د افغانستان ملي وحدت ته پکې زیان رسیږي او د ملي خیانت له اصل سره سمون پیدا کوي د ملي خیانت په هکله ویل کیږي چې ملي خیانت هغه دی چې زیان یې د هیواد ټول ولس ته متوجه وي لکه د دیورند کرښه چې زیان یې د افغانستان ټول ملت ته رسیږي ځکه دا د افغانستان د ټول ملت ګډه ستونزه ده .
۲۰۱۴کال د بهرنیو ځواکونو د وتلو ضرب الاجل : د
کوم مهال چې دافغانستان ولسمشر د امریکې د متحده ایالاتو څخه هیواد ته راستون شو په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې د رپوټونو له مخې د امریکا او ورسره د متحالفو هیوادنو دریځ داسې څرګند شو، چې ګواکي په ۲۰۱۴کال کې د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته به افغانستان یو ځل بیا د کورنیو جګړو په اور کې وسوزي او یادې جګړې به د افغانستان سیاسي او ټولنیز ثبات وګواښوي دا په داسې حال کې چې په پام کې ده په لنډه نیږدې کې امریکا د افغانستان سره نظامی تړون لاس لیک کړي، نوموړی دریځ پخپل وار سره دیوه فشار په توګه ځان څرګڼدوي، تر څو د افغانستان سیاسي زعامت اړشي چې د امریکا سره د نظامی تړون پر مهال د امریکا ډیرې غوښتنې په دې لړ کې و مني او تر خپلو غوښتنو تیر شي.
که یوه لوری ته امریکا او ملګري یې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال ضرب الاجل خپلو موخو ته د رسیدو لپاره د یوه فشار په توګه استعمالوی بل لوری ته د دولت مخالفین هم نوموړی ضرب الاجل دیوه فشار په توګه مطرحوي او غواړي له دې لیارې په ځینې مسایلو کې امتیاز تر لاسه کړي ، په دې لړ کې د افغانستان ملت د یادو متفاوتو فشارونو له کبله په اقتصادي ، سیاسي او ټولنیزه کچه ډیر زیان ګالي او اغیز او تاثیرات یې له اوس نه د خلکو په راکړه ورکړه کې ښه محسوسیدای شي .
په پای کې دا یادونه اړینه ده، چې د بهرنیو او کورنیو فشارونو د مخنیوی لپاره د افغانستان بې وسه او کړیدلی ملت ته په کار ده تر څو د ملي وحدت او یو والی ناره پورته او په افغانستان کې دننه د افغانستان د ملي ګټو ضد شته ذهنیت ډب کړي.
عبدالرحمن فرقانی