د ژوند ادبي بهير ځانګړى راپور

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ژوندادبي بهير
دتلې په څلورويشتمه د دوشنبې په ورځ د ژوند ادبي بهير ملګرو د دې بهير د فعال غړي او تکړه ليکوال دادمحمدناوک پرکتاب مخکتنه وکړه،دغه ناسته د قاري صيب سيدجمال جمال پرقرايت پيل شوه،وروسته دادمحمدناوک،عبيدالله اغېز او رحمت الله حکيمي ځانګړيو څوکيو ته وغوښتل شول.دناستې دريځوال سميع الله
مجاهداومحب الله محب و.
په پيل کې يې د ژوند ادبي بهير فعال مشر زاهدالله کريمزي د دادمحمدناوک د (دلنډې کيسې کرکټر)او دغې ناستې په اړه تفصيلي خبرې وکړي،د نوموړي په خبره ننۍ لنډې کيسې او ځينې ناولونه يواځې د ځوانانو دلار ورکۍ په پار خپرېږي،ده په خبروکې د (زه دچالورنه يم) مثال وړاندې کړ،چې په خبره يې له ډېرو کم مطالعو تنکيو ځوانانو لاره ورکوي.دلنډوکيسوپه اړه يې وويل :زموږ ډېرى ليکوال يواځې د دې له پاره چې کيسه له تخنيکي پلوه سمه نه شي ليکلى،په کيسه تکراري پېښې او کرکټرونه وړاندې کوي،چې مهمه موضوع يې مينه وي،چې يابه په کې مري،يابه لېونى کېږي،يابه...
زاهدالله کريمزي دناوک صيب دغه کتاب د دې له پاره ښه وګاڼه،چې نور به مبتدي ليکوال تکراري کرکټرونه نه ټاکي،او دټولنې غوښتنې به په نوې بڼه وړاندې کوي.
دکريمزي صيب له ويناوروسته دريځوالو عبيدالله اغېز،نقيب احمدعزيزي،خوشال درانى،شهزاده قادري،رحمت الله حکيمي ،ميرحسن شرنوال دمقالو او ويناوو له پاره وبلل،همدارنګه نورالحق کوټوال د ځوان هڅاند ليکوال ارشاد رغاند مقاله،او داتل مشواڼي د محمدنواب خوښ مقاله وويله.
يادې ناستې ته دهيوادله بېلابېلو سيمو دفرهنګي اوکتلوري ټولنو او اشخاصو دمبارکۍ پيغامونه رارسېدلي و.دادمحمدناوک دناستې په پاى کې له ګډوانو مننه وکړه،اوناسته خوشال دراني په دعايه تمامه کړه._________ژوندادبي بهير____