د ملي قايد ميرويس نيکه د مزار فارسي ليک ته لنډه کتنه :

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ع. شريف زاد
ميرويس د افغانانو د ملي خو داراديت او سياسي اقتدار مرکز په لوى کندهار کې وپرانست د افغانانو قومي او قبيلوي تفرقې يې په خپله بزرګوارۍ پای ته ورسولی ځکه يې د( نيکه) خطآب وګټی چې دغه کلمه د مرو جي معنی څخه پرته نو رې لويې او هسکې مرتبې لري رو ښانه خبره ده چې د قوم د اعتماد او خدمت
څخه په بل څه نه شي ګټله کيدای.
ميرويس نيکه (۸) کاله حکومت وکړ او د پاچا نوم يې پرځان کښينښود دی په ۱۷۱۵=۱۱۳۰ کې په کندهار کې وفات شو دافغان او پارس د اثر ليکونکی په ۵۸ مخ کې وايي ( هغه وخت چې ميرويس خپل مرګ نژدی وګاڼه نو دقام مشران او لويان يې راوغوښتل او ورته وی ويل:
خپلی ټولی چاری پر خدای وسپارۍ، او توکل باندی وکړی، جنګ په مېړانه پر مخ بوزی، په هر کار کې شرافتمندانه وضع وکړی، په هرحال کې سره يو شی، دپارسيانو اطآعت هيڅکله مه کوی، معنويات او احساسات قوی وساتی دښمنان چې پر تاسې حمله کوی هغه شا ته ووهی، ستاسې د ښمنان په خپلو منځو کې ددرباري اختلافونو فساد او ظلم له کبله تباه کېږي. ددوی دزيات شمير څخه ونه ډاريږې ځکه تاسې يو ياست. پر لوی خدای مو توکل دی يقين لرم چې هغوی هر کله مغلوبولای شي) په دې وخت کې دده صحي حالت خراب شو په ډېر تکليف يې سترګی خلاصې کړی دشهادت د کلمې ويلو د مخه يې وويل اصفهان ونيسی! اصفهان
مرقد راد مرد بزرګ تاريخي محرک آزادي افغان مرحوم حاجي ميرويس خان عليه الرحمه هوتک است که با مردانګي افغاني خودمتجاوزين متسلطين را از وطن خود دور کرده و افغانستان را از استيلا وتساط ازاد کرده پس از ۸ سال حکومت خود در ۱۱۲۷ه‍ ق وفات يافته اګر چې لوحه قيمت داري برسر مرقدش موجود بود ولی درحين تجاوزات اجانب ومحاربات مع السف تلف ګرديده بود و انيک در ۱۳۱۱ ه‍ ش و در ۱۳۱۵ ه‍ ق در سال سوم سلطنت نادرشاه افغان به توجهات ع .ج انشان محمد ګل خان رئس تنظيمه قندهار به يادګار حمايت و مردانګي اين مرد بزرګ تاريخي بنام احيای افتخارات ملي رياست بلديه قندهار مرقد ذات م
عظم را سر از نو بصورت مناسب تعمير واحاطه اش را توسيع و اطراف ان باغچه ترتيب واين لوحه را نصب نمود.
د ننګ ټوټه به مې هر هډ وي
که پس له مرګه مې پرګور راشی مينه
بر سر تربت ما چې بګذ ری همت خواه
که زيارتګه مردان جهان خواهد بود!
په در ناوي