د مولوی صاحب خالص ډله د تور او سپین.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
وحید ملا
تیر پسی...۲۵ برخه
ددی ګوند ټول قومندانان عملا او ښکاره له همغه دولت سره ملګری او ترینه خړوبه کیدل چی دوی ورته د جګړو عامل،فاسد او.....نومونه اوس ورکوی،دوی له ښاغلی مجددی او استاد ربانی نه یوازی ملاتړ بلکه د مولوی خالص تنطیم د همدی حکومتونو برخه وه له همدوی یی معاش ترلاسه کولو خپله ددی ګوند معاون حاجی دین
محمد پکی د پوهنی وزیر او بیا د اطلاعات او کلتور وزیر وټاکل شو او هم د صدارت له دریو مرستیالانو څخه یو هم خپله حاجی دین محمد و مګر ډیره عجیبه دی چی نوموړی په یوه وخت هم د پوهنی وزیر او هم دصدارت مرستیال که یو شخص ډیر نابغه هم وی خو داسی ستر دوه مقامونه نشی پرمخ بیولی او نه هیواد او خلکو ته خدمت کولی شی خو په داسی حالت کی یو باشعوره انسان ته پکار ده چی دومره هم خپل قدرت غوښتوونکی نفس خپلی مخی ته پرینږدی او له بله پلوه موږ څنګه د مولوی صاحب خالص دا پریکړه د هیواد په ګټه وګڼوو چی د تنطیمونو ترمنځ د چوکیو په ویش کی ورته رسیدلی برخه د خپل تنظیم دننه یو کس ته وسپاری؟ له دی معلومیږی چی اهل کار کسانو له خوا میراث وو او یا خو په تول ګوند کی همدا یوه کورنی د حساب او باور وړ وه.دنجیب الله د حکومت تر نسکوریدو وروسته حاجی عبدالحق د کابل په ښار کی دهغی شورای غړی وو چی احمدشاه مسعود،دیدار،داکتر شاهرخ،حاجی شیرعلم،رحیم وردګ او مولوی صیدق الله پکی غړیتوب درلود او جلال لدین حقانی په کابل کی ژوند کاؤ،مولوی منان،قومندان حکیم دده سبز او کوه صافی په کابل کی اوسیدل میامحمد اغا او ارسلاح خروټی په کابل کی مسلح ګرځیدل د حقانی ورور د پکتیا د قول اردو قومندان وو او دا پورته ‌ذکر شوو ټولو قومندانانو یی معاش،اعاشه،اکمال او تمویل د همغه دولت څخه و چی مجددی او بیا استاد ربانی ریس جمهور او احمد شاه مسعود یی ددفاع وزیر و. حاجی حضرت علی،حاجی قدیر،انجنیر محمود،معلیم اول ګل،داکتر اصف او د کونړ قومندانانو یی د کابل له حکومت څخه پیسی او نور ټول اکمالات تر لاسه کول او ما یوه ورځ دجلال اباد شاهی ماڼی کی یو لیک ولوست چی یونس قانونی دننګرهار شورای ته لیکلی و چی د ثور د ۸ اتمی جشن له کابل سره په ګډه او یوه ورځ ولمانخې او بیا هماغسی هم وشول د یونس قانونی په دی سپارښتنه کی هدف دا و چی دحکمتیار له خوا د ثور ۸ اتمه ورځ د محصلینو په یوه غونډه کی د ثور د۷ په څیر د توری او کرغیړنی ورځي په نوم ونومول شوه او په پیام ازادی تلویزون او رادیو او شهادت اخبار کی هم د ثور ۷او۸ اتمی یوبل ته ورته او برابری ګڼل کیدی.
جنرال دوستم هم پکی د جمهوری ریاست کفالت دوره هم کوله،وسلوال قطعات یی په مرنجان،نادرخان تپه،زاړه مکرویان،بالاحصار،جاده،سینما پامیر،پل محمود خان،هوای ډګر،ددفاع وزارت او د ارګ مخی کی موجود وول او هغوی هم له همدی دولت اعاشه او اکمال کیدل او د مولوی صاحب ټول قومندانان هم.نه ګیلجم ملیشی ورته خطر وی،نه یی په مخ کی ورته ستونزی ایجادولی او نه هغوی ترینه خوف او ویره درلوده او د نجیب الله له طرفدارانو پرته دکارمل او دوستم ټول ملګری په خپلو منصبونو فعال وول او ددولت ملی امنیت،ددفاع وزارت،داخیله وزارت،بهرنیوچارو وزارت د پخوا په څیر له همغو پخوانیو کارملیانو دک وول خو بیا هم ددی ګوند پلویان د ملت سترګو ته خاوری شیندی او له شرمه دکه ادعا کوی چی د مولوی خالص تر مشرتابه لاندی تنظیم دکابل په جګړو او د مجاهدینو په ناکام دولت جوړوونه او یا خیانت کی کومه ونډه نلری.خو برعکس همدا تنظیم او پلویان یی چی له نورو ګوندونو زیات وڼدوال او برخه وال وول خو نه  کم  که هغه جګړو ته هر نوم ورکول کیږی دوی پکی په وینو سره لاسوونه ګرځي.

وحید ملا