محمدنقیب تره خېل
وایی دحکمت اساس او بنسټ ځان پېژندنه ده.انسان که د شتمنیو پرځای حکمت ته ړو مبيتوب ورکړي،خپلې هیلې اوغوښتنې اسانه کړي او اروا داسې وروزي چې د ارادې له آمره یې سر غړونه ونه کړي ،تر ډېره حده به د سیالانو له دوکو او تېروېستنو نه خوندي وي.
او که ځان د ژوند یرغمل کړي،د شتمنیو راټول یې موخه او هدف شي، نو بیا د مکا رو او دوه مخو کسانو په لومو کې داسې نښلي، لکه وږی مرغه چې د تومې د خوړو په نیت له هوا پر ځمکه د ښکاري په دام ورغوټه او په لومه کې سخرۍ شي.
پېشوایانو حاکمانو ان د لرغونو زمانو له پیله تراوسه او راتلونکي کې به هم، خپل حرص بغض شهوت او ځانغوښتنه دملت هېواد او دین ترنامه لاندې د تعویض په بڼه پېچې او پوښې.ځانونه د ارزښتونو میراثي لارښوونکي،د واک چلونکي اوعوام نسلي ساتونکي او سرښند ونکي ګڼې.
که دملت ريښتینی او دملي شعور لرونکي کسان د دوی له کاذبو او جعلي څېرو نه پوړنې بېرته،څه د شهوت حرص او ځان غوښتنې حقیقي بڼه یی رسوا شي،بیا د موقف د ساتلو په موخه خپل د اعمالو غلیمان د یاغي او باغي په نومو تورنه وي. ملت په خپل منځ کې یو پر بل سره وژني.د وژل شوو کسانو دکورنیو د دلاساینې او غم کرختې لپاره مړي شهید او مقابل لوري مردار نوموي.او که چېرې یی مقام او شتمنیو ته بهرني قوت ګواښ وي.بیا غوغا کوي ملت ننګوي! موږ لکه چې د دین او هېواد غلیمان ته ډارن او بېغیرته ښکارو،که داسی نه وای، دې ګيدړانو به تاسو زمریانو ته برېتونه نه تاوه ولای.د اوزې چې اجل راشي د شپانه ډوډۍ خوري.حتماً یې پرتنې سرونه درانه شوي.نوباید دخپلو پلارونو او نیکونو په څېر تېرې تورې د هغوې په ورمېږو پڅې کړي. مکار اور ژبي او نفسي بندهګان په خوږو الفاظو دخلکو ذهنیتونه تر دې حده مسموم کړي،څه د زړه او خولې خبره یې هېره شی. چې وریاده کړي تاسو خو تر ننه د دین اوهېواد شېرازې څکې ته نه یو پراېښي،څنګه چې دخوړلو په وخت کې په سر کې واست،باید د ګټلو په شېبه کې هم په ړومبې صف کې ودرېږی.کنه څارویو ته کورني او بهرني قصابان هېڅ توپېر نلري،د هغوی په راتګ او نه راتګ زموږ دردونه او کړاونه لکه ونه مستقیم پخپل مکان دي .خود کامل ایمان لرونکي د سپېڅلې عقیدي معتقېدین په ارزښتنو باورمن لارویان د قضاوت نه بغیر جګړې ته وردانګې.د قدرت او ثروت مېراث خواره تر وروستي حده ملت ورسره جنګوي.بیا که پوه شي چې نوره وسه یی نه رسیږي،ان بیا دېته تن ږدي څه دهېواد دکروندو په معصول چې د مظلوم ملت د لاس په تڼاکو ثمر ته رسېدلی،پرونې دښمن ته د باج په ورکولو خپله کاذبه واکمي ژغوري.
حریصان مړښت نلري.که د حمامي لپاره سل خرواره ناولې اوبه بسنه نه کوې د دوی هم په ډېر ثروت اوقدرت اخ نه ؤځې. پدې چې بیه یی نور ورکوي، په تودوخۍ او یخنۍ کې ملت سوزیږي، په کارو کې یې لاسونه یی تڼاکې کېږي په جګړو کې یې وینې بهېږي سرونه خوري، کورنۍ یې په ویر اخته کېږي.ناروغ یې بې دارو او روغان یې بې خوړو او جامو کړیږي، لېکن دولت او عظمت د دوې زیاتېږي او پراخېږي.
هر بالغ افغان د سر په سترګو لیدلي چې د سپيڅلو جګړو؟ جنازی دعسکرو او مجاهدو په کورو ورننوځي. ورسره سم د قوماندانانو په سینو مډالونه په اوږو رتبې ځلېدلي. د واکمنو پرې سیمې پراخه شوي، د لارښودو د ښي ښوونې، روزنې، د ثبوت نښه اود عظمت سبب ګرځېدلي.څومره چې د دین او هېواو د سرښندویانو په کورو کې د غم ټغر هوار شوي دی.هومره د پېشوایانو او حاکمانو په ماڼیو کې د ویاړ خوښۍ او بري وږمې چلېدلي. د هېواد د پیاوړي لیکوال عبدالغفورليوال صیب د وینا په مصداق د شل میلونرانو په لرلو شل میلونه ملت وږي شوی.
ای زما زړه لړځونکو ورورنو !تاسې د شریرو مکارو د جمال اوجلال د برابرولو لپاره چوپړي نه یې زېږدلي.د کایناتو سردار د هغوي په اندازه تاسوته حقوق درکړي، په انساني کرامت او درنښت یی نازه ولی یی،عقل او شعوري یی در بښلی،چې د دروغ اوریښتیا دحق او باطل تمیز پرې وکړې.د ژوند چارې پرې سمون کړې،بل څېز ته تمه کول شرک دي. په وير اخته ورورونو، تاسو په پاکو لاسو د هغه چا لمن نیولي چې ټول ملت یی ذلیل کړې، نور د هغوی په خواه کې درېدل او پرې باور کول د خدای په راکړي عقل توهین کول دي.د انګریز فیلسوف جان لاک وینا ده،د خلکو د حماقت وروستۍ درجه داده چې پاچا ته پدې خاطر پناه وړي چې د بل له شره څخه یی وژغوري.دا داسې ده لکه پسه چې د ګېدړانو له وېرې زمري ته پناه وېسي.
محمدنقیب تره خېل ۱۳-۱۰-۲۰۱۲