سويډن دمالمو ښار
د۲۰۱۲ زکال داکتوبر۱۰ مه
په سوات کې دسولې مبارزه څوارلس کلنه نجلۍ ملالی یوسفزی په ډزو ویشتل شوې ده .متاسفانه دادطلبانولخوا اودطالبانوپه نوم پر پښتنواوټولوافغانانودا لمړۍ اووروستۍ گزارنه دی .
په ډيره خواشينۍ موخبرترلاسه کړ چي دسوات څوارلس کلنه په نړيواله کچه پېژندل سوی ملالۍ یوسفزی اودهغې سره نورونجونو باندي د سوات په مربوطاتوکې دعلم ،سولي اودموکرادسی
ملالی یوسفزی د طالبانو دظالمانه کړنوسره مخالفه اوددوې دهرغيرانسان عمل او وژنو په هکله ئي دبرېښنا ليک په مټ خپل ږغ اوددوي دکړنوپه وړاندي نفرت اوکرکه دډله اېزورسنيودهغې جملې د بي بې سي راډيوپه مرسته دنړيوالوترغوږو رسولې ده .ددې تر څنگ هغې په سيمه کښي دماشومانوژونداودهغوي لپاره دتعليمی امکاناتودبرابرولوپه خاطرپه خپل ماشومانه هڅوباندي نړيوال خبرول .ملالۍ په ۲۰۰۹ ز کال کښي پر سوات د طالبانود واکمنۍ په موده کې نورونجونو ته د زده کړې لپاره هلې ځلې کولې چې له همدې کبله یې نړیوال شهرت ترلاسه کړ ،خودبلې خوائي دځان په وړاندي دانسانيت ددښمنانوکرکه هم راوپارول .
ملاله یوسفزۍ له هغې وروسته په نړیواله کچه شهرت وموندچې کله په سوات کې طالبانودښوونځيو ورانولو دشاگرادانو،ښوونکودډارولواورټلولړۍ پيل کړه او په تېره د انجونو په زدکړو یې بندیزولګاوه .
ملالې دطالبانولخوادتعلیم پرخلاف کړنوپه وړاندي په واړه عمر قلم ته لاس کړ اوترخپله وسه یې په هرځای کې خپل غږ پورته کړ . ملالۍ د ۲۰۰۹ ز کال په اوږدو کې دبي بي سي ته په سوات کې دهرې ورځې پېښې چې څنګه د ښکلو سردرود وطن اوسېدونکي سواتیان تر ظلم اووحشت لاندې ژوند تېروي .ملالې یوسفزۍ ته په بیا بیا وسله والو طالبانو دمرګ گواښ کړی ،خوداغيرتی ماشومه ئي په خپلو انسان دښمنه گواښونونه ده چوپ کړې .
هغۀ خپل دغه ماشومانه هوډته چي دې خپل انساني مسوليت باله دطالبانودوحشيانه او وژونکی گزارتربريده دوام ورکړ .
رسنيوپه ډاگه کړې چې سخت دریځو طالبانو پر ملالۍ دحملې مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې هغې ولسمشراوباما دځان ایډیال شخصیت بللی واوسکیولریستي افکارئې لرل . خوطالبانودانه دی ويلي چي ددوي مشران اواستازی هره ورځ قدرت درسېدولپاره دهمدې بارک اومادلېدوپه تمه شپې اوورځې دنړۍ دمختلفوهيوادوسفارتونو په انتظارخانوکښي سباکوي .
همدا شېبه موخبرترلاسه کړچي ملاله یوسفزۍ لا هم د پېښورپه پوځي روغتون کې تردرملنې لاندې ده. ډاکتران وايي چې روغتيايي حالت ئي اوس له نيکه مرغه دډاډ وړدی .
موږ پداسي حال کښي چي دپاکستاني استخباراتوترهدايت اولارښودنې لاندي دطالب په نوم اورپکوداډول کړنې اودبې دفاع انسانانو وژنه اوپر هغوي وسله وال بريد په کلکه غندو،دسيمې اونړۍ له ټولوخلکواوپه ځانگړې توگه نړيوالي ټولنې اواسلامي هيوادوله مشرتابه نه غوښتنه لروچي افغان ولس اوکوزي پښتونخوا کښي نه يوازي دپښتنوبلکي دعلم اومعرفت،سولي ،دموکراسی اوټولنيزعدالت ددې پېژندل سوودښمنانونه دخلاصون په لارکښي زموږ سره مرسته وکړي اوپر پاکستاني چارواکوپه رښتيانۍ بڼه داسي سياسي ،اقتصادي اوپوځی فشار راوړي ترڅوهغوي حق اوعدالت ته غاړه کښېږدي .
داټوله نړۍ پدې خبره ده دالمړۍ ځل نه دی چي طالبانويوه ۱۴ کلنه ملالی غوښتل په شهادت ورسوی، دوي پدې يولس کاله تر ۶۰۰ زيات دپښتنو مشران په يوه اوبل نوم په شهادت رسولي .
دالمرغوندي روښانه خبره ده چې داسلام ،معارف اوپښتنودښمنانودپاکستاني ميجرانو اوجنرالانو په هدايت داځل دپښتنويوه ماشومه جنکۍ پر خلاف چي يوه اندازه په نړۍ واله کچه مشهوره سول،خپلوکرغېړ نوموخو ته درسېدولپاره دخپلي مخې نه گوښه کولولپاره مرگونې هڅه وکړه .
زموږ په اندټول افغانان اوپه ځانگړې توگه زموږ غيرتی اوپر وطن مين ځوانان چي له نېکه مرغه تراوسه دچاپه هيڅ رنگ ندي رنگ سوی،بايددطالبانوددې وحشيانه عمل په وړاندي چې دغښتلي اوپرخپل ولس،ژبې اوتعليم مينې پېغلي اغلي ملالي يوسفزی په وړاندي ئې په ډير ناځوانمردانه توگه دپاکستانی جنرالانواو پښتنو دښمنودخوشحالی لپاره دهغوي په امربريدترسره کړ،خپل دکرکي اونفرت احساسات څرگند اوداکړنه ديوغير اسلامي، غير انساني اوانسان دښمنه کړنې په توگه وغندي . ومن الله التوفيق
دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکزدمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور