دادمحمدناوک
دتلې په څلورسمه دجمعې په نهه بجې ژوند ادبي بهير خپله ناسته د قاري صيب حبيب الله په تلاوت پيل کړه،زاهدالله نوري يې مشرمېلمه او نقيب احمد عزيزي يې کوربه و،دريځ ته سميع الله مجاهد ولاړو،دتېرناستې راپور رحمت الله حکيمي واوراوه،د راپورپه اړه زاهدالله کريمزي د ځينو ربطې تورو دتکرار ګوته ونيوه،نو ر راپور دډېرو ملګرو له خوا ښه وستايل شو.په يادولو ارزي چې په بهير راپورټر خوشال درانى
ادبي درس ناوک پيل کړ،چې دفلسفې پرپېژندنه،له اسلامه وړاندې او وروسته عمومي وغږيد.دملګرو له خواپرې پرېمانه بحث وشو،چې ډېرى خبرې يې په اروا راڅرخېدې.
ناوک په خپل درس کې د دې مهم فلسفي بحث توکي په اړه دبېلابېلو فيلسوفانو نظرونه را اخېستي و،چې د ده په خبره بايد دومره اهميت ورنه کړو،او موږ بايد په اسلامي ارشاداتو دزړه له تله باور لرو،نقيب احمدعزيزي،خوشال دراني ،سميع الله مجاهد اوډېرونوروملګروپه دې اړه خپل نظرونه سره ګډکړل.
دادمحمدناوک دهمت دغه کيسه دلومړۍ لنډې کيسې په توګه دمثالو په راوړلو ډېره انځوريزه وګڼله،اوهمت ته يې د لاډېرې مطالعې وړانديز ونه وکړل.په پاى کې مشاعره وشوه،چې پرلسګونو مينه والوسربېره يې ډېرونورو هم ننداره وکړه،دژوند ادبي بهير دغه ناسته د دې بهير دفعال غړي خوشال دراني دنيا دوفات له امله پردعايې پاى ته ورسېده،راتلونکې ناستې ته نقيب احمدعزيزي دادبي درس او کره کتنې ته زاهدالله نوري دڅه راوړلو ژمنه وکړه.ياده دې وي چې ژوند ادبي بهير نږدې درې کاله کېږي چې په ننګرهارپوهنتون کې دبېلابېلو ولايتونو دمحصيلينو او مينه والو پرمټ د دې پوهنتون په تالارکې ناستې کوي.
دادمحمدناوک