د غبر ګونونو په مقابل کی غبرګون

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
لیکوال : احمدالله رحمانی04.10.2012
(اصلی موضوع : سلفی که مذهبی – د ښاغلی ګلبدین حکمتیار لیکنه)
زما یوه لیکنه چی (سلفی که مذهبی – د ښاغلی ګلبدین حکمتیار د پوښتنی جواب ) ترعنوان لاندی می لیکلی وه او په ۳ اکتوبر ۲۰۱۲ په مختلفو ویبپاڼو کی خپره شوه ، ګوناګون غبرګونونه یی را منځ ته کړه چی له هغو سره ځینی ګواښونه هم ملګری وه . چا راته د کمونست لقب راکړ ، چا وهابی وبللم ، چا لیکلی وه چی زما خبری حقیقت نلری او حکمتیار صیب دا کارونه ندی کړی ،
څوک بیا وایی زه د اسرائیلو نماینده یم او چا بیا زه پخپله هم سلفی وبللم . خوپدی غبرګونونو کښی داسی هم شته چی ما ته یی د ښه افغان په سترګه کتلی دی ، زما لیکنه یی ستایلی ده ، زیاته خوښی یی څرګنده کړی او مننه یی کړیده . بعضو لوستونکو بیا زما د لیکنی په تائید پر ګلبدین حکمتیار نوری نیوکی هم کړی دی ، چا هغه د ایران ، چا د امریکا او چا د پاکستان جاسوس بللی دی . هغه ګواښونه چی ماته د تلیفون یا د ایمیل له لاری شویدی ، د هغوی په اړه زه دلته څه نه لیکم ، دا ځکه چی زه باید دهغو کسانو نومونه هم واخلم . دا کار به زه ونه کړم . بس ده چی هغوی د انسانیت او شرافت پرده شاته وغورځوله .
خو زه د مخه تر دی چی جوته کړم چی زه دا غبرګون ولی لیکم ، باید ووایم چی زه  نه لوی عالم یم ، نه سیاستمدار، نه د اسرائیلو نماینده ، نه وهابی ، نه سلفی ، نه کمونست ، نه کوم حزبی او نه می په خپل ژوند کی له کوم سیاسی ، مذهبی ، ژبنی او سمت پرستی سره تړاو درلود او نه یی اوس مهال لرم . زه هم ټوله یم او هم هیڅ نه یم . زه فقط د وطن په غم لړلی یو پښتون افغان یم او مرام می د هغه طبقو یووالی دی چی د افغانستان د یووالی لپاره شپی سبا کوی او د نورو په شان خپل جيبونه نه ډکوی بلکه د مصیبت ځپلی افغان هیواد لپاره په رښتنولی کار کوی .
د یادونی وړیی بولم ، کوم وخت چی په تاند او ټول افغانستان کی زما لیکنه خپره شوه په ۲۴ ساعته کښی څه دپاسه ۲۵۰۰ تنو ولوستله او له هغوی نه ۵۴ لیکلی غبرګونونه ښکاره شوه . ددی ۵۴ غبرګونونو نه یی ۱۶ منفی ، ۸ بی طرفه او نورو یی زما د لیکنی ستاینه وه . وروسته چی بیا په سپرغی کی خپره شوه ، دهغو لوستونکو احصائیه راته مالومه نه شوه . ددی ۲۴ ساعتو په بهیر کی هم ۸ تلیفونی او ایمیل ګواښونه راته رسیدلی دی .
زه دا غبرګون ځکه لیکم چی هغه محترمو لوستونکو ته چی زما په اړه یی منفی فکرونه کړیدی او یایی کوی ، په کوټلی توګه جوته کړم چی  زه هغسی نه یم لکه هغوی چی فکر کوی او ما د احساساتو له مخی تورنوی . که لوستونکی مهربانی وکړی او زما نوری لیکنی چه په ټولو پښتو ویبپاڼوکی د زیاتی مودی راپدیخوا خپریږی ، ولولی ، نو هغوی ته به زما اصلیت مالوم شی . ما مدام کوښښ کړی دی چی د وطن نا خوالی ووطنوالو ته څرګندی کړم . دا ناخولی چی له هر چانه را پورته شوی وی او هر څوک پکښی ښکیل وی ، ما دهغوی نومونه په ښکاره توګه اخیستی دی . هغه وخت چی ما د افغانستان پر دښمنانو نیوکی کولی او د شمال ټلواله می هر کس په نامه یادوله ، تاسی چیری واست او ولی مو غبرګون چا ونه لید . دا محترم لوستونکی چی زما لیکنه یی په سترګو کی اغزی شوی ده ، څوک می تورنوی چی درواغ دی او څوک راته د بیسواده لقب راکوی ، باید پوه شی چی تاسی به حکمتیار صاحب له هغه وخته پیژنی  کوم وخت چی دافغانستان بد بختی د کمونستانو د واکمنی سره رامنځ ته شوه . خو زه حکمتیار صیب له ډیر وخته  پیژنم . ما خو اوس د هغه په باب هیڅ هم نه دی لیکلی . که زه پوره انځورونه ولیکم نو شاید پاڼی یی تر شمیر ووزی . زه خو ادعا کوم ، هغه محترم لوستونکی چی د ښاغلی حکمتیار پر اړخ دریږی ، په هر څه پوه دی او تاریخ پوره ورته مالوم دی . نو هیله می داده چی یو ځل حقیقت ته نظر واچوی او په هنداره کښی وګوری چی ددوی نیوکی پر ځای دی او که زما لیکنه . د خدای و روی ته وګوری ، د هغه کسانو اړخ مه نیسی چی له وطن سره یی ظلم کړی وی ، وطن یی خرابه کړی وی ، ماشومان ، ښځی او بی وزله کسان یی وژلی وی . پدی خرابیو کی یواځی ګلبد ین حکمتیار شامل نه دی ، بلکه رشید دوستم ، احمد شاه مسعود ، محمد محقق ، خلیلی ، مزاری ، عطا محمد نور او داسی زیاد نور کسان هم ونډه لری . د افغانستان بد بختی په کال ۱۹۷۸ کی شروع شوه او اوس لاهم پای ته نده رسیدلی . که کمونست وو ،که مجاهد او که طالب ، هر واکدار په خپل وار د افغانستان د مزلوم ولس ګناهګار دی ، باید وغندل شی او بی خبرو وطنوالو ته ور په ډاګه شی .  موږ او تاسی ټوله د یوه وطن اولاد او د پښتون قام یو . اوس یی وخت دی چی نور نو له خوبه راویښ شو او خپل پلرنی هیواد له ډوبیدو نه وژغورو ، که نه نو په وطن کی به مو د ډیورنډ د کرښی سره نوری کرښی هم جوړی شی . تاسی پوه یاست چی د انګریز او امریکا په بغل کی اوس پاکستان داسی ډنډوری خپروی چی ګواکی د شمال ټلواله  دافغانستان په شمال کی ځانته ملک جوړوی چی نوم به یی افغانستان نه وی او جنوبی حصی به  د ډیورنډ د کرښی ها خوا پښتنو سره یو شی او د پاکستان تر بیرغ لاندی به ژوندکوی . ددی ډنډورو مانا داده چی د افغانستان نوم به د نړی له نقشی نه ووزی . وروڼو ، د حکمتیار قصه اوس مفته ده .اوسمهال مهمه داده چی باید پرینږدو په وطن کی مو دوستمستان او یا مسعودستان جوړ شی .
زه ستاسو ټولو نه مننه کوم هر څوک چی یاست ، په هر ځای کښی چی یاست او هر نظر چی لری .
«ټول افغانستان»
احمدالله رحمانی - المان