محمدآصف خواتي
کاندیداکادمیسین محمداعظم سیستاني هغه څیړونکی دۍ چې دهغو لیکنوپه اړه ډیرحساس دۍ او غبرګون ښيي کومې چې دافغانستان دتاریخ دمسخ سره تړاو لري ۰ د ښاغلی سیستاني داډول دریځ ددې سبب شوی دۍ چې ځینې افغان دښمنه کړۍ پخپلو تبلیغاتو سره دده شخصیت اوڅیړنیز فعالیتونه تر پوښتنې لاندې راوړي۰ خوښاغلی سیستاني بې پرواخپله لاره وهي ۰
پدې وروستیو کې مې د خبریال په ویب پاڼه کې دښاغلي سیستاني یوه مقاله چې دپاني پټ جګړې ته ځانګړې شوې ولوستله ۰ ښاغلي که له یوې خوا د نوموړې جګړې دپیښیدو لامل چې دهندي مسلمانانو غوښتنوته داحمدشاه بابا ځواب ورڼا اچولې، له بلې خوایې دهغو لیکوالو موخې هم بربنډې کړې چې ښاغلی سیستاني هغوی پلمه غوښتونکي انتې پښتانه بولي ۰ داپلمه غوښتونکي د ځینو څیړونکو د هغو ارزونوپراساس چې دپانې پټ جګړې دې ته لاره هواره کړه چې انګریزان پرهندوستان واکمن شي داحمدشاه بابا دغندلولپاره مټې رانغښتي دي۰ ښاغلي سیستاني دمقالې په یوه برخه کې لیکي « تیرې مهمې سیاسي پیښې نه ښایي چې دننیو معیارونوپربنسټ وارزول شي۰ » داډول واقعبینانه قضاوت نه یوازې د تیرو سیاسي اوتاریخي پیښو د څیړنې پرمهال بایدپه پام کې ونیول شي بلکي دهیواددروان بهیر په ارزونوکې هم له یاده ونه ایستل شي۰ څه کم یوولس کاله کیږي چې متحده ایالتونه اودهغې ناټويي انډیوالان هلې ځلې کوي په افغانستان کې دخپلوهیوادونود دموکراسۍ اوآزاد بازار تجربې پلې کړي کومې چې دناکامۍ سره مخامخ دي۰ داچې ولې ناټویي دولتونه په افغانستان کې دماتې اوناکامۍ سره مخامخ دي اصلي لامل یې دادۍ چې هغوی دافغانانو داردې خلاف پدې هیوادتیری وکړ اودواک په ګډی یې هغه ډلې اوڅیرې کینولې چې ددموکراسۍ سره پردی او دښمني لري اوسربیره پردې یې په هیوادکې دداسونسخواوتجربو په پلې کولولاس پورې کړچې افغاني ټولنه ورته چمتونده۰
افغانستان دیوه وروسته پاتې هیوادپه توګه چې هلته فیوډالي اونیمه فيودالي اړیکې واکمنې دي ، په ټولنه کې دسیاسي سازمانو شتون محسوس ندۍ ،دمدنې ټولنې بنسټونه خورا کمزوري دي دهغو پروګرامونه د کټ مټ پلې کیدوځای ندۍ چې پانګه وال لویدیځ یې د یوې پیړی نه زیاته تجربه اوسابقه لري ۰ ښایي دا ډول قضاوت ددې سبب شي چې ځینې، لیکوال طالب پلوی وګڼي اویا نورې ټاپې پرې ولګوي ۰ یا داچې دوروسته پاتې اندیښنو خاوند وشمیري چې نشي کولای دهغو سره مخه ښه وکړي ۰داچې پدې اړه نورڅه وایي بیله خبره ده خویولیکوال ته چې دخپل وطن اوخپلو خلکوسره مینه لري، دخپلوخلکولپاره لیکي نه ښایي چې دهغوکړنو اونسخوپه وړاندې چې ولس ته دمنلووړ نه دي بې تفاوته پاتې شي اویا هغه په پټوسترګوومني۰ افغان روڼ اندي ته دهرڅه نه مخکې په کاردي چې دخپل هیواد واقعیتونه اودخپل ولس واکمن ذهنیت اورواني ځانګړتیاوې درک کړي اوبیا لیکنې وکړي ترڅولوستونکی په هغو کې خپل ځان ، خپل وطن اوخپل خلک وویني ۰ لاندې دوې بیلګې کولای شي د افغاني ټولنې رښتینی انځور وکاږي چې دلویدیځ سره دځمکې نه ترآسمانه توپیر لري ۰په لویدیځ کې طلاق لکه واده یوه عادي پیښه ده اوپه نارینه سالاره افغانستان کې نه داچې طلاق شوې ښځې بدې ګڼل کیږي بلکې هغه نارینه چې ماندینې ته یې طلاق ورکړی دۍ هم مطلوب سړی نه شمیرل کیږي۰ په لویدیځ کې یونارینه اوښځه بیله دې چې واده يې کړی وي ګډ سره اوسیږي اوحتی اولادونه زیږوي ۰په افغانستان کې که کومه ښځه دپردي سړي سره ولیدل شي خلک یې سنګساروي ۰څرنګه چې څوورځې مخکې په جاغوریو کې یوه پنځلس کلنه نجلې د نامشروع اړیکوپه توردجومات دملا په فتوا یوه حکومتي عسکر دکلي په منځ کې اتیا درې ووهله اوترهمدې مهاله نوموړې کورنۍ د ورته ګواښونوسره مخامخ ده۰دې ډول توپیرونوته په کتوسره آیا افغاني ټولنه دې ته چمتوده چې ښځې یې هغه آزادۍ ولري چې په لویدیځ کې یې لري؟ داکتوبر په دویمه نیټه دبی بی سی په پښتویب پاڼه کې لولو: «مشرانو جرګې د سرې مياشتې له خوا د سپين ږيرو او سپين سارو د ساتلو لپاره د "مشرانو کور" له جوړېدو سره مخالفت وکړ او دغه کار يي د افغاني دودونو او اسلامي اصولو خلاف عمل وباله۰ »
اوس راځم داحمدشاه باباخلاف تبلیغاتو ته چې هغو هغه مهال زورواخیست چې په افغانستان کې دپردیودارادې اولاسوهنو له امله دجګړې اورونه بل شول۰ په افغانستان کې روانه اوږدمهاله جګړه چې نه یوازې دهغې سمبالونکې اوتمویلونکي پردي دي بلکې په جګړه کې دښکیلو خواووپه کړنو اوپوځي عملیاتو هم پردي کنټرول لري۰ دابیا ددې مانالري چې دروانې غمیزې پرمهال دهیوادپه برخلیک پردي واکمن دي۰ داپردي چې هم پیسې لري اوهم وسلې نوکولای شي دواک تږي ، غوړه ماران او داړه ماران وپیري ۰ یو واک ته ورسوي ، بل بیواکه کړي ، یوه ته ټوپک او مرمۍ ورکړي، اوبل چې په لیکلو کې استاد دۍ دې ته وهڅوي چې څه ولیکي ، دچا نه اتلان جوړ کړي اوڅوک سپک کړي۰ پداسې شرایطو کې دي چې دافغانستان دتاریخ دمسخ کولو اودملي څیرو د سپکولوپروژه پرمخ ځي ۰ دهیواددغوره اووتلوڅیرو دسپکولو په سرکتارکې ستر احمدشاه بابا دافغانستان ددښمنانو اصلي هدف ګرزیدلی دۍ هغه احمدخان چې دانسانیت اوشرافت ، افغانیت او اسلامیت ، استثنایي زعامت اومدبرانه مدیریت یوه ځلانده بیلګه وه ۰ ددې سترشخصیت دښمنانوچې هغه دافغانستان دخلکودښمنان دي دده په کړووړو او کارنامو کې داسې څه نشي موندلی چې ګوته ورته ونیسی داخبره یې موندلې اوکه دقیقآ وویل شي اختراع کړې ده چې ګواکې دده له لوري پرهندوستان بریدونو دې ته زمینه برابره کړه چې انګریزي ښکیلاکګر هندوستان اشغال او وروسته افغانستان ته ستونزې را جوړې کړې۰ نولدې امله احمدشاه ابدالي دافغانستان څخه ددې خاورې دپراخه سیمو دبیلیدواوله سمندري پولې نه بې برخې کیدومسؤل دۍ اوداسې نور ۰
دا مسئله چې دپاني پټ جګړې پر هندوستان باندې دانګریزانو واکمنیدوته لاره پرانیستله یوه بې بنسټه ادعا ده ۰په لویدیځ کې په هندوستان باندې دلویې بریتانیا دواکمنیدو په لاملونوکې دپاني پټ جګړې اویا دافغانانواوهندوانوجګړو ته حتی اشاره نده شوې ۰ دامریکې دمتحده ایالاتو په تحصیلی مؤسسو کې داروپا تاریخ د« اروپا د ۱۸۱۵ وروسته » کتاب (۱ ) له مخې پر مخ ځي۰ دنوموړي کتاب په ۱۸۰ مخ کې په هندوستان باندې د انګریزانود واکمنیدو لاندې څلورو لاملونوته ګوته نیول شویده:
الف- دهندوستان جغرافیایی تشکیلات ( سویلي هندوستان،دګنګ اوهندوس درودخاني ټیټې ځمکې اودهمالیا غرنی سیمې) ،
ب – نا متجانس نفوس ،
ج- مختلف مذهبونه ،
د – سیاسي اختلافونه ۰
کله چې دیوه داسې هیوادپه تعلیمي مؤسسو کې چې دشلمې پیړۍ راپدی خوا دنړۍ دسیاستونوپه جوړولوکې بنسټیز اونن ټاکونکی رول لوبوي دانګریزي ښکیلاکګروله لورې دطلایي هندوستان نیول پورتني لاملونه ګڼي ددې څرګندواقعیت ښکارندوی دۍ چې هغه ببولالې چې افغان ړانده قومي متعصبین پر هندوستان باندې داحمدشاه ابدالي لښکرکشیوپه اړه وایي حقیقت نلري اوموخه یې دافغانستان دتاریخ مسخ اوداحمدشاه بابا دلوړشخصیت ټیټول اوسپکول دي ۰ ( پای)
۱ - تاریخ اروپا از۱۸۱۵ به بعد، نویسنده هنری ویلسون لتل فیلد، مترجم فریده قره چي داغی ، انتشارات الازهر ، چاپ بیستم ، سال ۱۳۸۷ ۰