ع. شريف زاد
مونږ او دوى زه او ته د ټولنې او ورځني ژ وند په برخو کې ډيرې مهمې کليمې دي، چې دا کليمې د ټولنيزو جوړښتونو طبيعي او ورځنۍ برخه ده. دا د ځمکې په ټولواوسيدونکو انسانانو کې که وغواړي او که نه, شته او په ژوندانه کې په عادي او دايمي توګه اوريدل کيږي. رښتيا خبره ده چې د انسانانو ژوند د هرڅه نه د مخه ټولنيزه ځانګړ تيا وو ته اړه لري. په عمومي توګه انسانان په کورنۍ کې ژوند کوي، کورنى چاپيريال سره
ري، نو د ژوندانه په هره برخه کې هر يو په وار سره د زه، ته، مونږ او دوى کليمې په کاروي." مونږ مسلمان يو. دوى هندوان دي، مونږ عيسويان يو او دوى يهوديان دي" اوداسې نور. پردې بر سيره انسانان په معلومو ځايونو،هيوادونو کې ژوند کوي او له دې ځايونو سره تماس په طبيعي توګه منځ ته را ځي او د انسانو پيژند ګلوي هم له همدې ځاى نه پيل کيږي.
د زه، ته، مونږاو دوي کليمې په خپل عادي او طبيعي حالت کې ستونزې نه دي او نه د ستونزو کوم علت ګرځي. کوم مطلقيت هم نه لري. که ښه ورته پام وکړو "مونږ" په عين حال کې" دوى " دي او همدا رنګه زه" "ته" په همدې ډول ويشل کيږي او بدليږي.
" بني ادم يو دبل غړي دي
چې په پيدايښت کې له يوه ګوهره دى
کله چې يو غړى له ورځنى ژوند په درد راشي
نور غړي کله غلي پاتې کيږي
ته چې د نورو غړو نه بېغمه يي
نه ښايي چې ..........................
اوس وګورو چې کومې برخې د ويش او اختلاف لمنې راپورته کوي او څنګه مونږ او يا دوي زه او يا په ته جلاکيږو او په بله اصطلاح هغه ته څه ډول رنګ ورکوو.او څه ډول د انسانانو د ژوند په برخه کې کرکه منځ ته راځي چې يو منل شوى اصل هم نه دې او همدارنګه عد الت، انصاف، وروري او برابري په يوه ټولنه کې د پخلاينې سبب ګر ځي ، تفاهم او هر اړخيزه مرستې کول يو دبل سره منځ ته راوړي چې د ټو ليزه له انګړ نه هم اوچته ګڼل کيږي او په يوه ساده او تش په نوم سياست پورې تړلې خبره هم نه ده چې د هغه په ګيډه کې د بې طرفي، مخالفت او دريمې لارې ځاي لرل يانه لرل وڅيړي.
مونږ بايد دلته د ټولنې ټول اړخونه په نظر کې و نيسو او داسې اورونه بل نه کړو چې په هغه کې د ماتريالزم په نوم نور کړکيچ راپورته شي. مونږ په ډاګه خپل خلک، ماشومان، کونډې او رنډې ، يتيمان ، کلي او ښارونه بايد د همدې مفکورې لپاره سيځلي نه واى او بيا د مونږ او دوي زه او ته سندرې ته چې د انګريزانو دخولې نه د مطبوعاتو د ازادي په نوم خپلو تعريفونو، شا با شونو ته غوږ ونيوه. دا لوګي په هيواد کې دومره دوامداره شول او ټول خلک يي دومره ستړي او ستومانه کړل چې ځينو په مجموعي تو ګه خپل بصيرت له لاسه ورکړ. دلته که انتقاد وي او که نه وي که خوښي وي او که نه وي که قضاوت وي ا
و که نه وي د حسد ، او شيطاني اور د زه اوته، او مونږ او دوى ترمنځ له کوره شو.
يوه سوالګر ديوه بخيل امير په دروازه کې غږ وکړ هغه خپل غلام ته وويل. اې عنبره ته مبارک ته ووايه. هغه دې جوهر ته ووايي جوهر دې ياقوت ته او يا قوت
الماس ته او الماس دې مرجان ته ووايي او بيا مرجان دې سوالګر ته ووايي چې معاف مو کړه بابا!
سوالګر دا خبرې واوريدې لاسونه يي پورته کړل او ويي ويل: اى رب العرش!
تاسې جبراييل ته ووايي جبراييل دې مکاييل ته او مکاييل دې درداييل ته او درداييل دې کيکاييل ته او کيکا ييل دې اسرافيل ته او اسرافيل ته دې ووايي چې ددې ملعون روح ژر تر ژره قبض کړه.
اوس مونږ د خپلي ټولنې د پياوړتيا، ابادي، روغې او جوړې لپاره د کوم ملعون سره لاس او ګريوان شو؟دا ټولنه خو نوره تباه شوه او نفس يي له لاسه ورکړ.
په درناوي