لیکوال : احمدالله رحمانی01.10.2012
د ښاغلی ګلبدین حکمتیار یوه لیکنه چی په یوه ویبپاڼه کی په شپږو برخو کی خپره شوی ده ، زه و دی ته اړ کړم چی د هغه په مقابل کی جواب ولیکم او و خپلو ګرانو لوستونکو ته روښانه کړم چی د سلف او مذهب مانا څه ده چی ښاغلی حکمتیار په توپیری شکل پر هغوی باندی خبری کوی . د ښاغلی ګلبدین حکمتیار د سرلیکنی نه داسی اخیسته کیږی چی ګواکی څوک چی سلفی وی هغه د مذهب نه لیری دی او څوک چی مذهبی
راځو د سلفی طريقی ته :
د سلفی طریقه چی په عربی کی السلفيه ورته ویل کیږی د اسلام پر اولیه (پخوانی) طریق ولاړه ده او بنسټ یی پر سنت (سنی مذهبه) باندی ايښودل کيږی . په السلفیه کښی دوی طریقی مو جودی دی چی یوه یی د محمد عبدوح طریقه ده . دا طریقه اسلام د مدرنی زمانی سره برابرول غواړی . بله طریقه یی د ابن تایمیه طریقه ده چی په اسلام کی هر مدرن فکر ردوی او داسلام اصلی او پخوانی عادات را مخته کول غواړی . د ابن تایمیه طریقه په صوفیتوب کی مخصوص عادات اود سعودی عربستان وهابیت هم ردوی دا ځکه چی دا طريقه د شخص ، لکه محمد عبدالوهاب ، پیروی کوی . څنګه چی سلفیان د اسلام اولیه عاداتو ته عقیده لری او هغوی خپله عقیده په زیاته زشته کړنه اظهاروی ، نو ځکه هغوی ته په اوسنی وخت کښی اسلامی بنسټ پالونکی ویل کیږی او هر څوک د هغوی ددی اعمالو نه کرکه کوی . په غربی نړی کی پر سلفیانو باندی تهمت لګول کیږی چی هغوی په اوسنی وخت کی د اوم پیړی اسلام عملی کول غواړی . په دی طریقه کښی ښه سلفیان (الصالیحین) هغه مسلمانانو ته ويل کیږی چی حضرت محمد (ص) یی لیدلی وی (صحابه) او یا صحابه یی لیدلی وی تابع (تابعین) اوکه یی تابعین (التابعون) لیدلی وی نوتبع تابعین نومیږی او هغه په دریمه درجه سلفیانو کی راځی . د صحابه وو اخیرین مشر «انس ابن مالک» وو او د دریمی درجی تبع تابعینو مشر «احمد بن حنبل» وو چه په سنی اسلام کی یی حنبلی طریقه منځ ته راوړی ده . د بعضی کسانو له نظره د وهابی طریقی مشر محمد ابن عبد الوهاب هم په سلفیانو کښی راځی .
په وهابی طریقه کښی هم دوی طریقی موجودی دی چی یوه یی د محمد عبدالوهاب پیروی کوی او مدرن اسلام منځ ته راوستل غواړی ، او بله طریقه یی په محمد عبدالوهاب پوری ځان منسوب نه بولی دا ځکه چی هغوی نه غواړی د یوه شخص پیروی وکړی . نو دا دویمه طریقه یی هم ځان په سلفیانو کښی راولی او داسلام اولیه کړنو ته ښه وایی . سلفیان د اسلام نوری طریقی تورنوی او وایی چی هغوی د اسلام د اصلی طریقی څخه وتلی دی او غواړی د اسلام دین پر مدرن ژوند برابر کړی . هغوی خپلی نیوکی د اسلام و عالمانو ته متوجه کوی او وایی چی د ا عالمان په اسلام پوره پوه ندی او د اسلام ددین بنسټ خرابوی . کوم وخت چی د نولسمی پیړی را پدیخوا بیا تر اوسمهال پوری غربی نړی او د هغوی دینی تبلیغیانو و اسلامی نړی ته لار ولټوله او زیار یی وایستی چی د خپل ژوندانه عادات په اسلامی نړی کی رواج کړی نو بیا په اسلامی نړی کی هم داسی کسان پیدا شوه چی د غربی نړی مدرن ژوند یی پوره رد نه کړ بلکه هغه اړ خونه یی د اسلامی نړی لپاره ومنل کوم چی د اسلام د ودی مخنیوی یی نه کاوه . خو له بده مرغه د غربی نړی نفوذ په اسلامی نړی کی دومره زیات شو چی د اسلام مقد س دین یی په سیاست بدل کړ او د اسلام اصلی لاری یی د خطر سره مخامخ کړی چی موږ اوتاسی یی نن ورځ نتیجی وینو . دداسی کړنو په مقابل کی نور خوځښتونه را پورته شوه پدی منظور چه د اسلام په عملی کیدو کی اصلاحات پدی مانا راولی چی مسلمانان د اسلام په اصلی ارزښتونو پوه کړی اود اسلام اصلی پخوانی طریقه ور وپیژنی . دغه کسان چی پدی لاره کښی زحمت باسی او د غربی نړی ټول عادات ردوی هغوی ته د سلفیانو لقب ورکړه شو او اسلامی بنسټ پالونکی وبلل شوه . ددغو سلفیانو هدف دادی چی وایی که مسلمانان د اسلام د دین په پوره او اصلی عملی کیدو پوه شی نو بیا به مسلمانان خپله پخوانی پیاوړ تیا و مومی . هغوی په دی نظر دی چی د هری خرابی عامل داسلامی نړی په بی اتفاقی کی ده . مسلمانان د پردیو دینونو نفوذ په اسلام کی فقط په خپل اتفاق له منځه وړلای شی . د سلفیانو په نظر اسلامی واکداران صحیح مسلملنان ندی بلکه د اسلام تر نامه لاندی سیاسی فعالیت کونکی دی چی په خپلو کړنو ظاهراً د اسلام لپاره او په باطن کی دنورو دینونو او کلتورونو لپاره کار کوی . نو له همدی کبله سنی مسلمانانو د مسلمان ولس د را ویښولو په منظور اصلاحات یانی سلفه پر غاړه واخستل .
سلفیان فقط دوی لاری پیژنی : یو یی د «توحید» لاره ده یانی د خدای (ج) او اسلام پیژند نه او بله یی د «شرک» لاره ده یانی د اسلام نه انحراف . که څوک اسلام ته ځان منسوب وبولی نو بیا باید د اسلام اصلی طریقی ته راشی اود مشرکتوب نه ډډه وکړی . سلفیان د صوفیتوب طریقه په سخته ردوی او وایی چی هغوی د دی طریقی عادات د منځګړی کسانو په منځګړیتوب منی چی دا کار ته په اسلام کی شرک یانی شریک نیول ویل کیږی . هغوی په اسلام کی بعضی شیانو ته لکه تعویذ ، زیارت ، نظر او خیرات او یا دقبرونو مچول د اسلام نه مخالف کار بولی . سلفیان حتی د حضرت محمد (ص) د زیږیدنی ورځی لمانځل چی په قرآن عظیم الشان کی هیڅ بنسټ نه لری، هم په مطلقه صورت ردوی . سلفیان په اسلام کی مذهبونه د وخت رواجونه بولی او وایی چی دا قسم رواجونه (مذهبونه) په اسلام کی تفرقه منځ ته راولی او د اسلام یووالی ته زیان رسوی . د هغوی په نظر سلفه یواځنی لاره ده چی د اسلام يووالی ټینګوی او اسلامی جماعت پیاوړی کوی .
د سلفیانو ددی اعمالو او کړنو نه یو حقیقت څرګندیږی چه هغه اسلامی بنسټ پالنه ده . هغوی په خپلو کړنو و اسلامی بنسټپالو ته لاره هواره کړه چي په غربی نړی کی پر هغوی د تروریستانو نوم کیښودل شو . زما په اند پدغه بنسټپالو کی ښاغلی ګلبدین حکمتیار هم شامل دی . که موږ د غربی نړی د خبرو پیښی وکړو نو بیا و حکمتیار صیب ته هم تروریست ویلای شو . د افغانستان نوی تاریخ موږ ته جوته کوی چی ښاغلی حکمتیار صیب پر افغانستان مخصوصاً بیا پر کابل کوم اورونه بل کړی نه دی . اوس چی حکمتیار صیب د راکټونو د اورولو نه ولویدی او پر سورنا یی څوک غوږ نه نیسی نو یی قلم راواخیست او د افغانستان اوسیدونکی په خپلو ناپوه لیکنو غولوی . اما حکمتیار صیب باید پوه شی چی دافغانستان ولس بی وزله به ضرور وی ، اما نا پوه نه دی . د ده راکټ باران پر کابل باندی د هر افغان په سترګو کی اوس هم نیغ ولاړ دی . حتی همدا اوس هم د بهرنیو سرتیرو د ایستلو په بهانه د افغان مزلوم ولس وژنی . حکمتیار صیب په خپله لیکنه کی لیکی چی دافغانستان واکداران یا د ډالر اویا هم د ریال په بدل کی خپل وطن خرڅوی . نو دا کار خو حکمتیار صیب دا کلونه پخوا تر سره کړی دی او ځان یی کلونه کلونه په ایرانیانو ساتلی وو . حتی تر دی اندازی یی د ایرانیانو پیروری کوله چی توره لنګی به یی وهله تر څو ځان د ایت الله په نامه تیر کړی . د حکمتیار صیب یوه بله لیکنه ما پخوا هم لوستلی وه چی د « قرآن د بایبل په رڼا کی» تر عنوان لاندی یی لیکلی وه . په هغه لیکنه کی یی د همدی اوسنی لیکنی په شان ناخوالی لیکلی وی . حکمتیار صیب له هغه وخته چی دی په کابل کی په فاکولته کښی وو او زه هم هلته وم ، د اسلام نه یوه سیاسی ډنډوره جوړه کړی وه او د اسلام په نامه یی اجتماعی نا ارامی را منځ ته کوله . سلفیان چی پراسلامی واکدارانو نیوکی کوی او وایی چی هغوی د اسلام نه په سیاسی توګه استفاده کوی تر څو خپل شوم اهدافو ته ورسیږی ، نو دا کار خو حکمتیار صیب دا دیرش کاله پخوا سرته رسولی دی او له اسلام نه یی سیاست جوړکړی وو او په دی نامه یی په زرګونو وطنوال وژلی دی . که موږ نن ورځ سلفیان د ترازو په یوه پله او حکمتیار په بله پله کی ودروو ، د ګلبدین حکمتیار پله به حتمی درنه شی .
ګلبد ین حکمتیار چی نن ورځ ځان د حزب اسلامی مشر او د افغانانو رهبر معرفی کوی ، یوتاریک ژوند لیک لری . دی په کال ۱۹۴۶ کی زیږیدلی اوپه کندزکی د حضرت امام صاحب د خروټو د قوم څخه دی ، لمړنی زده کړی یی په کندز کی کړی دی ، له کال ۱۹۶۵ نه تر ۱۹۶۸ پوری د کمونست حزب غړی یانی کمونست وو ، دری کاله وروسته له کمونست حزب نه ووت او په ۱۹۶۸ کی د کابل د انجنیری فاکولتی ته شامل شو ، خو په اول سمستر کی له فاکولتی نه خارج شو . په ۱۹۷۰ کی اخوان المسلیمین ته شامل شو او په ۱۹۷۲ کی یی د ماوایستانو د ګوند یو غړی وواژه چی وروسته تر هغه بندی شو . په ۱۹۷۳ کی له بندیخانی نه و تښتیدی او پیښور ته ولاړ . هلته یی حزب اسلامی تاُسیس کړ . په پاکستان کی ګلبدین حکمتیار د اسلام د نامه نه په استفاده د افغانستان د حکومت په مقابل کی ډیری زشتی کړنی اعلان کړی . له همدی کبله د پاکستان آی اس آی له ده سره مالی مرستی پیل کړی . څو موده وروسته یی په پاکستان کی د احمد شاه مسعود سره لاس یو کړ او په کال ۱۹۷۵ کی د ذوفقار علی بوټو د حکومت په مرسته یی کوښښ یی وکړ د سردار داود حکومت ړنګ کړی . څنګه چی ښاغلی حکمتیار هغه وخت د ولس همږغی تر لاسه نکړه ، نو یی پلان ناکامه شو او هغه د احمد شا مسعود په ګډون پیښور ته و تښتیدی . په پیښور کی یی د مسعود او ربانی سره یو ځای د جمعیت اسلامی پارټی جوړه کړه . خو څنګه چی ربانی او مسعود د خپلی پارټی کارونه ټول په دری ژبه کول غوښته او حکمتیار په پښتو ژبه ، نو بیا هغوی یو له بله جوړ رانه غله او د کال ۱۹۷۵ په پای کی حکمتیار د هغوی څخه جلا سو او خپله پارټی یی د حزب اسلامی تر سرلیکنی لاندی مخ ته بوتله . په هغه وخت کی د حزب اسلامی غړی نژدی ټوله پاکستانی پښتانه وه چی په پاکستان کی یی دینی درسونه ویلی وه . حکمتیار وکولای سوای د اسلام د نامه نه په استفاده د زیاتو اسلامی هیوادونو نه مرسته تر لاسه کړی . په دی وخت کی د پاکستان آی اس آی مشر جنرال اختر عبدالرحمن قسم کړی وو چی کابل به د خاورو سره برابروی . حکمتیار و دی کار ته امادګی ښکاره کړه او جنرال عبدالرحمن ته یی ځیګر وټکاوه چی کابل به ورانوی . آی اس آی هم د حکمتیار جیبونه په ډالرونو او خورجینونه یی په راکتونو ور ډک کړه . د ۱۹۸۳ نه بیا تر ۱۹۸۹ کلونو پوری حکمتیار پر کابل په زرګونو راکټونه و اورول . په دغه وخت کی په کابل کی د حکمتیار په راکټونو د کابل هوایی ډګر ،د دارلامان ماڼی ، د شوروی سفارت ، مکروریان ، د چهل ستون ماڼی ، دریشخور فرقه او د کابل دننه ښار په پوره توګه وران شو . حکمتیار هر لاشه او پشه ، لوچک او بی بندوباره کسانو ته وسلی په غاړه کی ور واچولی او د افغانستان پر بی وزله ولس باندی یی ورخوشی کړه چی په پایله کی یی په زر ګونو زرګونو ښځی ، ماشومان او سپین ږیری ووژل شول . کوم وخت چی حکمتیار د امریکا د حکومت له خوا و ملګرو ملتونو ته د وینا لپاره و بلل شو ، حکمتیار دا بلنلیک پدی بهانه رد کړ چی ګواکی شوروی به فکر وکړی چی هغه د امریکا نه مالی مرسته تر لاسه کوی . اما حقیقت خو داوو چی حکمتیار د امریکا نه په زیاته پیمانه مالی مرستی تر لاسه کړه تر څو وکولای شی د خپل وطن د ماشومان او ښځو وژنی ته دوام ورکړی . د ۱۹۹۰ کلونو په سر کی حکمتیار څه دپاسه ۴۰۰۰۰ زره جګی جناتکاران پر ځان را ټول کړی وه او په همدی بهانه یی د امریکا نه تر هر بل سیاسی خوځښت زیاتی مرسی تر لاسه کړیدی او په میلیونونو ډالرونه یی په بهرنی بانکونوکښی د ځان لپاره ذ خیره کړی دی . حکمتیار یو فرصت غوښتونکی شخص دی چی پر هر وخت یی د فرصت په استفاده د مختلیفو اشخاصو سره همږغی کوله . لمړی د شهنواز تڼی سره د ډاکتر نجیب الله په مقابل کی ، بیا ددوستم او هزاره ګانو سره د ربانی په مقابل کی ، بیا ددوستم سره د احمد شاه مسعود په مقابل کی او په اخیر کی د کمونستانو سره د ربانی د حکومت په مقابل کی . کوم وخت چی طالبانو کابل ونیو ، حکمتیار تهران ته پناه يوړه ، هلته یی توره لګی تر سر وتړل تر څو د ایرانی ایت الله ګانو په شان وی . په کال ۱۹۹۸ کی یو ځل له تهران نه مزار شریف ته ولاړ ، اما هلته د طالبانو له لاسه بیرته ایران ته وتښتیدی . کوم وخت چی په کال ۲۰۰۱ کی طالبان له قدرت نه وشړل شول ایران حکمتیار مجبوره کړ چی خپل وطن ته ولاړ شی . څنګه چی هغه په افغانستان کی ځای نه درلود نو بیا پاکستان ته ولاړ . په پاکستان کی ښاغلی حکمتیار د خپل پخوانی فرصت غوښتنی نه کار واخست او طالبانو ته یی ځان ور نژدی کړ . هغه طالبانو ته وړاندیز وکړ چی له هغوی سره یو ځای په افغانستان کی د امریکا په مقابل کی و جنګیږی . طالبانو هم هغه قبول کړ .
اوس څنګه چی حکمتیار صیب ته بله کومه لار پاتی نه ده نو کوښښ کوی چی د افغانستان بی وزلی ولس په خپلو مسلمانی تبلیغاتو وغولوی . اما د افغانستان ماشومان لا هم د حکمتیار د پخوانیو کړنو نه اګاه دی او د هغه په خبرو نور نه غولیدای شی او نه غوږ پر نیسی .
«ټول افغانستان»