جهاد مل
د ميزان په شپږمه او د ډاكټر نجيب د اعدام په مناسبت د كابل ځينو صوتي او تصويري رسنيو بحثونه او گردي ميزونه درلودل، د طلوع امريكايي تلويزيون چي توجيه او تمويل ئې د امريكايانو له لوري كېږي او معمولاً د مجاهدينو په ضد تبليغات كوي او په دې تبليغاتو كي له كمونيستانو زياته استفاده كوي، په دې اړه يو گردى ميز درلود، يو برخوال ئې د ډاكټر نجيب ډېر نږدې او مهم ملگرى جنرال عبدالواحد طاقت وو،
د جنرال طاقت د اعتراف څو برخي د زياتي توجه وړ دي، حقيقت دا دئ چي د نجيب د حكومت له نسكورېدو وروسته تر نن پوري ټولي خونړۍ پېښي د هغي توطئې زېږنده دي چي د مسكو او واشنگټن په وينا او د ايران په وساطت د جبل السراج د ائتلاف په بڼي كي رامنځته شوه، او يوه موقت حكومت ته د قدرت د آرام او سوله ييز انتقال مخنيوى ئې وكړ، كه هغه مهال دا خائنانه توطئه نه وى بريالۍ شوې او ځينو پرديپالو ناولو څېرو د استخباراتي شبكو په وينا هغه طرح نه وى شنډه كړې نو جگړه به پاى ته رسېده، نه به كابل ورانېدو، نه به د دغو څو كلونو په جگړو كي دومره افغانان وژل كېدل او نه به د فوځ هغه وسائل له منځه تلل چي د هېواد لپاره ئې ستر ارزښت درلود، زموږ هغو دښمنانو چي خپلي گټي ئې په افغانستان كي د جگړو له دوام سره غوټه كړې دي، د افغانانو تر منځ روغه جوړه او په قدرت كي د مجاهدينو اشتراك د خپلو گټو خلاف گڼي، ځيني بې شخصيت، منحط، د اقتدار وږي، منفوري څېرې په وړيا بيع استخدام كړې او هغه فاجعه ئې رامنځته كړه، يوه موقت حكومت ته د قدرت د انتقال له طرحي سره اكثرو جهادي ډلو په ظاهر كي توافق وكړ، د موقت حكومت د كابينې غړي غوره شول، نوم لړ ئې بينن سيوان ته وسپارل شو، بينن سيوان كابل ته ولاړ، نجيب ورسره توافق وكړ، خو د ببرك پلويانو موقت حكومت ته د قدرت له انتقال سره مخالفت وكړ، په هغي غونډي كي چي بينن سيوان له نجيب او د ده د كابيني او مركزي كميټې له غړو سره درلوده، د ببرك پلويانو ټينگار كولو چي موقت حكومت ته د قدرت انتقال له وطن حزب سره خيانت دئ، په حكومت كي زموږ له اغېزمني ونډي پرته زموږ ژوند هيڅوك نه شي تضمينولى... خبره دومره تريخوالي ته ورسېده چي بينن سيوان له نجيب سره يو ځاى له غونډي ووتل، غوښتل ئې نجيب له ځان سره په خپلي خاصي الوتكي كي بوځي، د كابل هوايي ميدان ته د تلو په دوران كي د ببرك پلويانو د هغوى مخنيوى وكړ، بېرته په كابل كي د ملل متحد دفتر ته ستانه شول، او نجيب تر هغه په دې دفتر كي پاته شو چي د طالبانو په لاس د كابل له سقوط وروسته په همغه لومړۍ ورځ له دې دفتر وايستل شو، او مړى ئې د كابل د آريانا په څلور لاري كي ځوړند شو!! عجيبه دا ده چي رباني او مسعود هم په همدغي مياشتي كي ترور شوي، او اوس د دريوواړو د تلين غونډي په همدې مياشت كي په كابل كي جوړېږي خو د ناټو د چورلكو تر وزر لاندي!!
حقيقت دا دئ چي ډاكټر نجيب حزب اسلامي ته د يوه ائتلافي حكومت جوړولو وړانديز كړى وو، په وروستيو پيغامونو كي ئې ويلي وو: حكمتيار د مشر ورور په توگه منو، لس وزارتونه دي په خپله خوښه غوره كړي، كه حزب اسلامي او د وطن حزب توافق وكړي بحران حل كېږي، د نورو ډلو توافق او عدم توافق زيات ارزښت نه لري او كوم مشكل نشي راپيدا كولى، ... خو حزب اسلامي له دې سره توافق ونه كړ، ځواب ئې دا وو چي ائتلافي حكومت نه عملي دئ او نه د بحران د حل لار، كه د وطن حزب دوه اړخونه (خلق او پرچم) چي له هره پلوه سره ورته دي ونه شو كولى ائتلافي حكومت ولري او يو بل وزغمي نو حزب اسلامي او د وطن حزب به څنگه گډ كار وكولى شي، حزب اسلامي غواړي له نورو ډلو سره د تفاهم له لاري ستونزه حل شي، نه غواړي له نورو سره د تصادم لار غوره كړي،
جنرال طاقت د هغو قومندانانو نومونه هم واخيستل چي له دولت سره يو ځاى شوي وو او يا ئې له دولت سره پروتوكولونه درلودل، د مسعود، آمر سيداحمد، سيدجگړن، قاري بابا، گل خان، او ځينو نورو نومونه ئې واخيستل، وئې ويل: د روسي فوځونو له وتلو وروسته څلورو ډلو د مجددي، گيلاني، محمد نبي محمدي او مولوي خالص گوندونو له دولت سره تماس ونيولو او وئې ويل چي نور جهاد پاى ته رسېدلى او غواړو د روغي جوړي له لاري بحران حل شي، دا ئې هم وويل چي نږدې نوي زره مخكني مجاهدين له دولت سره يو ځاى شول او مليشې ترې جوړي شوې او له دولت دفاع ته چمتو شول، په دې اړه بايد يو تريخ حقيقت په پام كي ولرو چي د روسي فوځونو له وتلو وروسته د واشنگټن سياست دا وو چي د نجيب حكومت نسكور نه شي، قدرت د مجاهدينو په لاس كي پرې نوځي، په مجاهدينو مالي او نظامي مرستي بندي شي، له مسكو سره ئې دا توافق وكړ چي كولى شي له كابل سره خپلو مرستو ته دوام وركړي، اسلام آباد ئې تر فشار لاندي ونيولو چي مجاهدين له نجيب سره يوه ائتلافي حكومت ته اړ كړي، د پاكستان صدراعظم جونيجو له دې سره توافق وكړ، خو ضياء الحق مخالفت وكړ، امريكايانو لومړى د نوښار او د پنډۍ اوجړي كمپ ستر ستر سلاح كوټونه منفجر كړل، بيا ئې د جنرال ضاء الحق الوتكه نسكوره كړه او دا ځكه چي هغه د واشنگټن له دې سياست او تصميم سره توافق ونه كړ، امريكايانو غربپال گوندونه دې ته تشويق كړل چي له نجيب سره لاس يو كړي، له نجيب سره د دغو ډلو توافق له همدې كبله وو.
اسلام آباد وغوښتل امريكايان په دې قانع كړي چي د مجاهدينو د حكومت مشري به د دوى د خوښي گوندونو ته وسپاري، د همدې لپاره ئې د مجاهدينو موقت حكومت په داسي بڼي كي جوړ كړ چي مجددي د حكومت مشر وټاكل شي، په داسي حال كي چي د مجددي گوند تر ټولو وړوكى گوند وو او په جهاد كي ئې ونډه له هيڅ سره برابره وه، دا كار د جنرال حميدگل په وخت كي او د ده د هڅو په نتيجه كي ترسره شو، خو امريكايان په دې هم قانع نه شول چي د مجاهدينو د حكومت اكثر مهم مناصب غربپالو ډلو ته وسپارل شوو، نو ځكه ئې دا حكومت په رسميت ونه پېژندو،
بلي خوا ته مجددي هند ته سفر وكړ، تر دې نامه لاندي چي د خپلو پلرونو د قبر زيارت ته ځم، تاسو حتماً پوهېږئ چي د مجددي كورنۍ د انگريزانو په لاس د افغانستان له اشغال وروسته كابل ته راانتقال كړى شوې ده، هلته ئې د كابل حكومت له استازو سره وكتل، په داخل كي هم د ببرك كارمل پلويانو دې ته تيارى نيولو چي د نجيب په ضد كودتا وكړي، كارمل د ده پر ځاى بېرته د قدرت پر گدۍ كښينوي، كى جي بي د دې پلان اصلي طراح وو، ببرك مزار ته راولېږل شو، د جنرال مؤمن په خوا كي ئې مستقر كړ، روسانو او د ببرك پلويانو په پنجشير كي له رباني او مجددي سره بېل بېل وكتل، دواړو پنجشير ته په همدې موخه سفر كړى وو، يوه صحنه ډېره عجيبه ده، رباني له خپلو ملگرو سره په پنجشير كي د روسانو د يوې پوستې خوا ته تېرېدو، چا ورته وويل: داسي نه چي پر موږ ډزي وكړي، هغه ورته وويل: نه؛ روسان بگيل شوي، ډزي نه كوي!! خو حقيقت د دې عكس وو، بگيل شوي افغانان د پوستې خوا ته تېرېدل نو ځكه روسانو پرې ډزي نه كولې، دوى له روسي هيئت سره د مذاكراتو او سازش لپاره روان ول!! دغو پوستو ئې امنيت نيولى وو!!
جنرال طاقت په دې گردي ميز كي د شوراى نظار غړي فريد ته وويل: رباني مسكو ته ولاړ، روسانو ته ئې وويل: كه قدرت موږ ته وسپارئ نو مطمئن اوسئ چي تاسو ته به ښه دوستان ثابت شو، د مركزي آسيا هېوادونه به دې ته اړ كړو چي بېرته د مسكو تر سيطرې لاندي راشي، طاقت وويل: دا هغه حقائق دي چي په يوه كتاب كي افشاء شوي، (مجاهدين په مسكو كي) تر نامه لاندي كتاب دا ټول حقائق افشاء كړي!!
ښايي دا خبره به له تاسو سره په دې اړه مزيد مرسته وكړي چي د طالبانو په لاس د كابل له سقوط وروسته او هغه مهال چي رباني په تالقان كي مستقر وو، له يوه روسي هيئت سره د ملاقات لپاره د تاجكستان په كولاب نومي سيمي كي چي يو وخت د روسانو اډه په كي وه ولاړ، شاداب د جمعيت منشي هم د هيئت غړى وو، كله چي بېرته تالقان ته ستون شو نو شاداب خپلو ملگرو ته په خندا خندا كي وويل: هيئت استاد ته وويل: مسكو اعتراف كوي چي د خلق گوند ئې بې ځايه غوره كړ، تاسو تر نجيب مسكو ته ډېر گټور وئ، كاش كرملين تر دې وړاندي دغه حقيقت ته متوجه شوى وى!! رباني له راستنېدو سره سم خپلو ملگرو ته وويل: د تاجكستان مجاهدينو او مهاجرينو ته ووايئ چي بېرته تاجكستان ته ستانه شي او له تخار او بدخشان ووځي!!
نن يو ځل بيا مخكنى تاريخ د تكرارېدو په حال كي دئ، اشغالگرانو وتل پيل كړي، لاسپوڅي ئې وارخطا دي، د ناټو په مزيد پاته كېدا ټينگار كوي، د صلحي او روغي جوړي له هڅو سره مخالفت كوي، وايي: صلح يوازي د مخالفينو د ښه ځپلو له لاري راتلى شي نه د خبرو او تنازل له لاري، امريكايانو يو ځل بيا بل شمالي ائتلاف جوړ كړ، په جبهه ملي كي ئې د مسعود ورور، دوستم او محقق (همغه مخكني درې گوندونه) راغونډ كړل، د افغانستان د تجزيې پلان ئې وړاندي كړ، او دا همغه كار دئ چي روسانو وكړ، هغوى مسعود له پرچميانو سره يو ځاى كړ، نجيب ئې تر فشار لاندي نيولى وو چي شوراى نظار په حكومت كي ونيسي، په شمال كي دوه درې ولايتونه او په حكومت كي څو وزارتونه وركړي، له شوراى نظار سره ئې مستقلي مالي او نظامي مرستي پيل كړې، د حزب اسلامي په ضد ئې گډ عمليات پيل كړل، د پنجشير او باميان لار ئې د شمالي ولاياتو د مجاهدينو پر مخ وتړله، خو چي څه ئې ترلاسه نه كړل نو په پاى كي ئې د جبل السراج ننگين او خائنانه تړون رامنځته كړ، دا هغه څه وو چي جنرال طاقت په دې گردي ميز كي پرې اعتراف كولو او د شورى غړي فريد ته ئې په گوته كول، هغه ته ئې وويل: دا تاسو وئ چي له كرملين مو ځان ته قبله جوړه كړه، دا تاسو وئ چي د كى جي بي په وينا مو د جبل السراج خائنانه تړون لاسليك كړ، تاسو هيڅكله جهاد نه دئ كړى، كه جهاد مو كړى وى نو د روسانو او امريكايانو تر منځ څه فرق دئ؟ ولي له امريكايانو سره جهاد نه كوئ؟!!
له داسي شرمناك حالت الله ته پناه وړو، نن كمونيستان شوراى نظار ته طعنه وركوي چي موږ روسان وايستل او تاسو امريكايان راوستل، موږ د روسانو د ايستلو پرېكړه وكړه او تاسو روسانو ته تسليم شوئ.
دا دئ تاريخ بيا تكرارېږي، حزب اسلامي يو ځل بيا د جگړي د پاى ته رسولو په اړه يوه عادلانه او معقوله طرح وړاندي كړې، وايي: د ناټو ځواكونه دي تر 2014 پوري په بشپړه توگه ووځي، د هېواد له آزادۍ وروسته دي عام او عادلانه انتخابات ترسره شي، ټول گوندونه دي تعهد وكړي چي له دې وروسته به د اقتدار لاسته راوړلو په موخه د كودتاگانو او توطئو لار نه غوره كوي او د پرديو د وسلو او پيسو په زور به قدرت ته د رسېدو هڅه نه كوي، انتخابات او د ملت رأيي ته رجوع او درناوى به د اقتدار د انتقال يوازنيۍ لار گڼي، دا ځل دا مطالبه هم نه كوي چي اوسنى حكومت دي ړنگ شي او قدرت دي يوه موقت حكومت ته انتقال شي، بلكي وايي د همدغه حكومت تر اشراف لاندي دي انتخابات ترسره شي، خو د حكومت لوړ پوړي چارواكي به يوازي په هغه صورت كي د كانديدېدو حق لري چي تر انتخاباتو شپږ مياشتي وړاندي استعفا وكړي. خو بل لوري ته گورو چي همغه پرونۍ توري څېرې او سازشي كړۍ بيا د بحران له عادلانه او معقول حل سره مخالفت كوي، د جگړي پر دوام ټينگار كوي، هغه ټگمار او ايمان پلوري مفتيان چي يو مهال به ئې انتخابات په څلورو كتابونو حرام گڼل، او د ديكتاتوري نظامونو پاته شونې (د حل و عقد شورى)، چي همغه د غربپالو (لويه جرگه) ده، دا به ئې په درواغو د قرآن او سنت مطابق ښودلو، داسي لكه چي په قرآن او حديث كي ئې يادونه شوې وي او الله او رسول ئې مسلمانان پرې گمارلي وي!! په داسي حال كي چي دا د عباسي او اموي جابرو حكمرانانو په گټه وړاندي شوې د قرآن، سنت او د صحابه وو د منهج خلاف رأيه وه، شريعت د مشرانو انتخاب عام ولس او ټولو مسلمانانو ته سپارلى نه خواصو ته، د اسلام څلور خلفاء په جومات كي او د ټولو مسلمانانو له لوري غوره شوي نه په قصرونو كي او د خواصو له لوري. خو لا لنډ وخت نه وو تېر شوى چي همدغو ټگمارو دين پلورو مفتيانو د ناټو د هيليكوپترو تر وزر لاندي امريكايي انتخاباتو كي برخه واخيستله، د امريكايي پارلمان غړي شول، د مجاهدينو په اړه به ئې ويل: دوى د انتخاباتو مخالفت كوي او د ملت د رأيي درناوى نه كوي!! له كمونيستانو سره هم په حكومت كي شريك شول او هم په پارلمان كي څنگ په څنگ كښېنستل، او په همدغه گنده امريكايي پارلمان كي ئې له امريكايانو سره د كابل حكومت د ستراتيژيك تړون هغه سند تأييد كړ چي له انگريزانو سره د شاه شجاع او له روسانو سره د كارمل او تركي تر ننگينو معاهدو زيات ننگين او له ذلت او شرم ډك ول!!
نن له هغو ډلو چي پرون په جبل السراج كي راغونډ شوي ول او له هغو چي وروسته لدوى سره يو ځاى شول همغه پرونۍ خبري اورو، دوستم، داكتر عبدالله، احمد ضياء مسعود، سياف، د كارمل پلويان، وحدت او نوري شيعه ډلي همغه خبري كوي، د بهرنيو ځواكونو مزيد پاته كېدا، د روغي جوړي مخالفت، د جنگ پر دوام او لاتشديد ټينگار، د دوى همغه تكراري زړې خبري دي. له بلي خوا كرزى ائتلافي حكومت خوښوي، له حزب اسلامي غواړي چي د كابل په حكومت كي شامل او په بدناميو كي ورسره شريك شي، زړه ئې غواړي چي اوسنى حالت دوام وكړي، په راتلونكو انتخاباتو كي د ده ورور قيوم كرزى بريالى شي، ځيني د سطحي نظر خاوندان هم دا خوښوي چي حزب اسلامي په حكومت كي شامل شي، دښمان هم غواړي د حزب اسلامي پاكه لمن د نورو په څېر ككړه شي او هغه ستر او تاريخي افتخار چي د حزب اسلامي د ځلاندو او عزتمنو مواقفو له كبله د مجاهدينو په برخه شوى تت او كم رنگه شي، نن طاقت كولى شي نورو ډلو ته ووايي: موږ روسان وايستل او تاسو امريكايان راوستل، كله چي موږ د روسانو ملگرتيا پرېښوده تاسو هغوى ته پناه يووړه او كرملين مو ځان ته قبله كړ، خو الحمد لله د مؤمنو حزبيانو سر لوړ دئ، نوم ئې ځلانده، تاريخ ئې د افتخار وړ، د حزب اسلامي قسم خوړلى دښمنان هم د حزب په ضد د څه ويلو لپاره هيڅ مواد نه لري. هر هغه شريف او باوجدان افغان چي د تېرو څلورو لسيزو پېښي په شفاف ذهن سره وڅېړي له كوم شك پرته به اعتراف وكړي چي حزب اسلامي تل اصولي مواقف غوره كړي، خپل اسلامي هويت ئې ساتلى، له هغه څه ئې په كلكه ډډه كړې چي د اسلام خلاف وي، ملت او هېواد ته تاوان رسوي، تل ئې د افغانستان په كورنيو چارو كي د پرديو د لاسوهنو په كلكه مخالفت كړى، تل ئې غوښتي چي د هېواد بحران دي د پرديو له وساطت پرته په خپله د افغانانو تر منځ د بلاواسطه مذاكراتو له لاري حل شي.
د يوه فكري نهضت لپاره تر ټولو لويه بريا همدا ده چي د پېښو په وړاندي ئې دريځ پر اصولو ولاړ وي، همدا ئې وروستۍ بريا ته رسوي، فكري احزاب د غلطو مواقفو له كبله له منځه ځي نه د نظامي ماتو له كبله. دا يو ځلانده حقيقت دئ چي دا حزب اسلامي وو چي كمونيزم ته ئې په فكري، سياسي او نظامي جبهو كي ماته وركړه، كه د اسلام تر پوښښ لاندي د التقاطي ډلو غلط مواقف نه وى نو د افغانانو د نوي نسل او د اسلامي امت د ځوانانو يوازينى سنگر به اسلام وو، نه به كمونيستانو له شرمه سترگي لوړولى شوى او نه به لنډغر غربپال په دې توانېدل چي ځوانان وغولوي او له اسلام او مجاهدينو ئې بېل كړي، د دغو التقاطي ډلو لويه جفا دا وه چي د مجاهدينو د عزت سودا ئې وكړه، او كمونيستانو ته ئې د دې خبري كولو فرصت وركړ چي ووايي: كه د روسانو په ضد ستاسو جهاد د اشغالگرانو په ضد جنگ وو ولي د امريكايانو په ضد نه جنگېږئ، مگر هغوى كافران وو او دوى مسلمانان دي!! ولي مو له روسانو سره لاس يو كړ، ولي مو له كمونيستانو سره ائتلافي جبهه او ائتلافي حكومت جوړ كړ!!
جهاد مل