دولتزی
د جلال آباد د میوه او سبزیجاتو مارکیټ چه د جلال آباد ښاروالی پوری مربوط او د جلال
آباد د ښار په پنځمه ناحیه کي موقیعت لری یو دولتی مارکیټ دی، چه د جوړیدو موده یې لس کاله کیږی.
دغه مارکیټ د مشرقی زون تر ټول پور عوایده مارکټ دی.
د دغه ذکر شوی مارکیټ قرارداد باید هر کال اعلان ته ورکړل شی او د داوطلبی له لیاری قرارداد وشی او که کوم داو طلب ددولت په نفعه قرارداد کوی باید همغه سره قرارداد سرته ورسی، خو په ډیر زیات تعصب سره پدغه لسو کلونو کې هیڅوک نه پوهیږی چه د میوو او سبزیجاتو مارکیټ قرارداد په کوم تاریخ نشر کیږی، او حتا هیڅوک نه پوهیږی چه د کومی اداری لخوا په قرارداد ورکول کیږی، د داو طلبی اعلان چه دننګرهار ورځپاڼه کی خپریږی، ګل مراد یې په هماغه ورځ ټوله چاپ شوی ورځپاڼه په بیه اخلی او په ښار کې یې د توزیع کیدلو مخه نیسی ترڅو نور ښاریان ونشی کولای چه په داوطلبي که برخه واخلی
، دغه ټول کارونه د ګل مراد لخوا په مخفی ډول سرته رسیږی او ګل مراد یې د کوم داوطلبی څخه بغیر په ډیرو کمو پیسو قرارداد لاس ته راوړی، تر اوسه پوری د صدارت د تفتیش څخه تر ریاست جمهوری پوری موافق نشول چه ذکر شوی قرارداد پاڼه د ښاروالی په شعباتو کی لاس ته راوړی چه ددغه ذکر شوی قرارداد نرخ معلوم کړی.
د ننګرهار والی او ښاروال د ډیرو ناچیزو پیسو په بدل کې ددغه مارکیټ قرارداد ګل مراد ته ورکوی، داسی معلومیږی چه د میوو او سبزیجاتو مارکیټ د ګل مراد پلرنی جایداد او په میراث ورته پاتی شوی ، ځکه دوی په ډیرو نورو کارونو او قراردادونو کې چه د پیسو حجم یې میلیونونو ډالرو ته رسیږی سره شریک دی، په خپلو کی هم ټګ او هم ټګماران دی.
هیڅوک حق نلری او نشی کولای د مارکیټ قرارداد لاس ته راوړی په همدغه توګه ددولت عواید ددغه ظالمانو او زورګیرانو جیبونو ته ځی، ګل مراد د یو کریټ میوه او یا یو پاکټ ترکاری په سر ۱۰۰ افغانی اخلی چه هره ورځ ددی له درکه ...،..۱۵ افغانی د ګل مراد په شخصی جیب ته ځی، د دغه مارکیټ ټول دوکانداران او سبزیجات خرڅوونکی ددی د ظلم او زیاتیو څخه سر ټکوی، مقامات او دننګرهار خلک کولای شی ددغه حقیقت څخه ځان خبر کړی، زمونږ د ننګرهاریانو دا غوښتنه ده چی ددی ظالم او خاین او ددولت د عویدو د غل د ظلم او د خیانت مخه ونیول شی او دقانون منګولو ته وسپارل شی، ترڅو خلک ددی د شر څخه خ�
�اص او عدالت تامین شی.