د ننگرهار ولایت د څلورو دروازو عواید (نواقل)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دولتزی
هغه ښاروالی ګانی چې په سرحدی ولایتونو کې وی د هغوی عواید د نورو ولایتونو په پرتله ډیر زیات وی پخوانی کلونو کی د ښاروالی د نواقلو عواید (څلور دروازی) د ښاروالی د مامورینو لخوا د قانون د لایحه په مطابق پیسه راغونډیده، چه د پیسو راغونډولو توازن د سوداګر څخه د ښاروالی لخوا په نظرکې نیول شوی وو، خو د وخت په تیریدو سره ددولت د عوایدو غاصبین او مافیایې ډله او هم ددولت لوړ پوړی
چارواکې په خپلو منځنو کې د پیسو په بدل د رئیس جمهور څخه امر واخیسته چه د ښاروالی نواقل په اجاره ورکړل شی، وروسته دغه امر څخه د نواقلو (څلورو دروازو) قرارداد خلکو ته په اجاره ورکړل ش
و، له همدی جمله څخه د جلال آباد ښاروالی نواقل قرارداد ګل مراد د اسماعیل په نوم په مخفی توګه په قرارداد واخیسته.
هر ورځ د پاکستان څخه د طورخم بندر له لیاری په تعداد د ۸۰۰ غټی او واړه باروړونکې لاری، د افغانستان د نورو ولایتونو څخه د جلال آباد د دوسرکه، بهسود او فارم هډه له لیارو ۴۰۰ چه جمله ۱۲۰۰ غټی او واړه باروړونکې لاری د جلال آباد ښار ته داخلیږی، چه د هری لاری په سر د ۵۰۰۰ څخه تر ۲۲۰۰۰ افغانیو پوری د ښاروالی د نواقل په نوم د ګل مراد لخوا اخیستل کیږی، چه ددغو جمله ښودل شویو افغانی کې د جلال آباد ښاروالی ته د یو باروړونک لاری په سر ۸۰۰ افغانی ورکول کیږی او باقیمانده د ګل مراد شخصی جیب ته ځی، چه اوسطاً ۹ میلونه ډالر هره میاشت د ګل مراد کیږی.
دا معلومه نده چه ددغه ذکر شویو پیسو څخه د جلال آباد ښاروال ته څومره برخه ورکول کیږی، هیڅوک حق نلری چی حد اقل د قرارداد پاڼی وګوری، د مرکز او د هر ارګان څخه چه د موضوع د تفتیش لپاره هئیتان راڅی لمړی د ننګرهار والی یې مخالفت کوی، بیا ښاروال راغلو هئیتانو ته د تفتیش ضمینه نه برابروی، تفتیشان چه هغوی هم انسانان دی او نفس لری جیبونه یې له پیسو ډکول کیږی او په ډیر عزت سره بیرته رخصتیږی، راغلی هئیتان په خپل راپور کې د قرارداد د شفافیت څخه پاڼی ډکوی او له والی صاحب لخوا په تقدیر نامو ویاړل کیږی.
که سنجش وشی هره ورځ ۳۰۰،۰۰۰ دری سوه زره ډالر حاجی ګلمراد د سوداګرانو څخه د ښاروالی د نواقل په نوم اخلی، سوداګر بیا د خپلو مالونو قیمتونه لوړوی، د مالونو د لوړولو په صورت کې تاوان یې ټولو مظلومو خلکو ته رسیږی.
یو وخت کې به وئیل کیدل چې پهاټکیان پیسې اخلی او خلکو به ورپوری بد وئیل، که دغه موضوع ته تاسی ذیر شی نو دا د اوسنی وخت پیشرفته پهاټکونه دی، نه د خلکو په نظر راځی او نه ورپوری څوک بد وايې.
د ګل مراد موظف شوی کسان د ښار په څلورو دروازو کې چې په کوتکو، ډانګو او کلاشنکوفونو باندی سمبال دی او په ډیر ظلم او جبر سره د موټروانانو څخه پیسی اخلی، که څوک دغه خلکو ته د پیسو نه ورکول کوشش وکړی د ګل مراد کسانو لخوا په بی رحمه ډول وښل او ټکول کیږی.
د جمع شویو عوایدو څخه د ددولت مقاماتو ته هره میاشت سهم ورکول کیږی او هغوی ته د ګلمراد لخوا د عیاشی او د سیلونو ضمینه برابریږی.
ننګرهاریانو ته دا سوال پیدا کیږی چه دغه کارونه څوک سرته رسوی او ګلمراد څوک دی؟
ګل مراد سوداګر نه بلکی ددولت د عوایدو غل او ددولت د چارواکو دلال دی،
زمونږ کوشش داوو چه تاسی ددغو خلکو اصل مخونه په نښه کړو، او په دی پوه شو چه په سپینه جامه دوی مونږ سره کوم کوم ظلمونه کوی، نور قضاوت ستاسو په لاس کې دی