دا سر ربه مات شوى، ټيټ شوی چاته نه دی خو تاته يې پنځه وخته، محراب کې ټيټو م

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ليکنه : عزت الله ((ذکي))
دايو منل شوی حقيقت دی، د افغان قوم سرمات شوی خوټيټ شوی چاته نه دی. افغانستان د نړۍ د زبر ځواکونو لپاره، نه هېرېدونکی وژنتون دی. افغانستان د نړۍ د وحشي او مغرورو څېرو لپاره، تل زندان او قبرستان دی. د هر يرغل په وړاندي  افغانانو په مېړانه مبارزه کړې. دې قوم د نړۍ استبدادي رژيمونو ته هېڅ وخت دهسک غاړه نه ده ټيټه کړې. د افغانستان د ملي نواميسو،
ارضي تماميت، اسلامي احکامو، کلتوري رسم رواج او عنعناتو څخه ساتنه او دفاع افغانان خپل افتخار ګڼي. افغان ولس هېڅ وخت هم د زور ازمايي او غيرت پرميدان ترمرګه نه دی تسليم شوی. د نړۍ سوپر طاقتونه افغانانو، په تش لاس له هېواده شړلي  او داسي درس يې ورکړی، چې  بيا به يې هېڅ وخت هم له ياده ونه وځي. لومړی د انګرېزانو يرغل پرافغانستان له کلکې ماتې سره مخ شو، د درندو ځاني تلفاتو ترڅنګ يې کلونه نور د افغانستان په جګړه کې خپل اقتصاد ته اوښتی زيان نه شوای جبرانولای. تردې وروسته د وخت د روسانو سرې لښکري هم نه يوازي له ماتې سره مخ شوي، بلکې افغانستان د شورويانو په قبرستان مبدل شو. روسي لښکر تارومار او د يوې شرمونکې ماتې سره مخ شو. تردې مخکې او وړاندي هم که د افغاني تاريخ څپرکې وګورو ، نو معلومه به شي، چې واقعاٌ هم د افغان ولس سر په طول د تاريخ کې يوازي يو الله (ج) ته ټيټ شوی، نور چاته که سل ځلې مات  هم شي نه ټيټ شوی او نه به هم ټيټ شي. البته ددې مفهوم دانه دی چې خدای مکړه افغان ولس يو جګړه مار قوم دی، بلکې افغان ولس د تجاوز په وړاندي اوسپنيز سپر دی. افغانان په تېرو درېيو لسيزو کې له هرډول ستونزو سره مخامخ شول، خود وخت شرايطو او د زمان جبر ته تسليم نه شول. د مهاجرت او کډوالۍ شپې او ورځي يې د ستونزو او کړاونو سره تېرولې خود خپل هېواد سره بې سارې مينه د هر افغان د نړۍ په هرګوټ کې هره لحظه په زړه کې وه. د خپل هېواد سره د افغانانو مينه دهغوى د وطن دوستۍ احساس ښيي. د تېرو جګړو پر مهال يوشمېر افغانان چې اقتصادي وضعه يې برابره وه، بهرته کډوال شول. يو شمېر افغانان معيوب شول، يوزيات شمېر ووژل شول او يوه برخه افغانان د فقر او غربت په حال کې په هېواد کې پاته شول. کله چې وروستی روسي ټانګ له افغانستان څخه ووتی ، ترډېره بريده هم په بهرکې مېشتو افغانانو او هم د هېواد په داخل کې د جګړې څخه ستړي شويو ښکېلو غاړو او ولسي وګړوټولو غوښتل چې د سولې او ملي يوالي له لارې په هېواد کې جګړه ختمه او يو سوچه اسلامي نظام رامنځ ته کړي. خو متاسفانه زموږ ګاونډيو هېوادونو موږ ته دا موقع رانه کړه. افغان ولس يې پر ډلو ټپلو تقسيم کړ او په افغانستان کې يې ژبنيو او سمتي تعصبونو ته  لمن ووهل او((طبقات متقاسيم)) يې ايجاد کړل. د امن راتلو نسبي چانس يې له منځه يو وړ. او زموږ په ټولنه کې يې هر (احمد) د (محمود) په مقابل او وړاندي ودراوه. موږ هم يوبل تر هغه وټکول چې نور ستړي شولو. وروسته په دې پوه شو چي موږ خو د يوه هېواد خلک وو، اسلام مو يو وو، دين او مذهب مو يو وو، د يوې مور بچيان وو، خوشحالي او غم مو يو وو..........خو داد يو او بل د وژني ابزار موږ وړونو ته چاپه لاس راکړل؟ موږ ولي يوپه بل هديرې ډکې کړې، زموږ پر سترګو د وحشت داتور پلاسترونه چا واچول؟  که څه هم ددې پوښتنو د ځواب او جبران وخت تېر شوی وو، خو د افغانانو لپاره همدا د عبرت وخت او موقع وه. خو متاسفانه بياهم ځيني کسانو له تېر څخه درس او عبرت وانه خيست. اونن هم د هم هغه پنجابي په دروازه کې زموږځيني پلورل شوي افغانان پراته دي او دسوال لاس يې نيولی. پاکستان هم يوه اوونۍ دې خيرات خورو ته خيرات ورکوي  او بله اوونۍ بيا چاودېدونکې توکې پوري تړي، او ورته وايي چې ستا هغه ورور،  هغه پلار ، هغه کليوال او هغه قومي سپين ږيري چې ستا له پيدايښت څخه مخکې مسلمانان وه، کافران شوي، د هغوى په منځ کې به ځان منفجر کړې دوی به دوزخ ته ولاړشي خوته به جنت ته ولاړ شې. حال داچې، داتور پنجابيان زموږ نيکونو د سوټيو په زور مسلمانان کړل. دوی اوس هم د اسلامي احکامو پيروي نه کوي، خو له افغانانو څخه د اسلام په نامه ګټه پورته کوي. په پاکستان کې دا اوس د ځمکې پرمخ جوړشوی (جنت) شته او ځای يې معلوم دی، څو ځلې پکې د پېغمبرۍ دعوه شوې، د عيسويت ددعوت ګڼ مرکزونه پکې پرانيستي، فحشا اوج ته رسېدلې، غلا، رشوت، زنا او د لواطت مرکزونه خو پکې عادي خبره ده. پاکستان سره له دې چې په دې ټولو جرايمو کې اخښلی دی، د يوه سوچه اسلامي هېواد پروګړو د اسلام څخه د انحراف ټاپه لګوي. که خبره د اسلام وي، نو پاکستان دي مهرباني وکړي، لومړی دي پخپل هېواد کې يو سوچه اسلامي نظام نافذ کړي. پاکستان په داسي حال کې د اسلام دعوه کوي چې، د محاکمو قانون يې تراوسه هم هغه د (لارډميکالي) زوړ انګرېزي قانون دی، چې د شرعي اصولو او اسلامي احکامو سره هېڅ مطابقت نه لري. پاکستان دي په هېڅ صورت ځان په اسلامي نړۍ کې  د اسلام مدافع نه ګڼي. پرون چې پاکستان د افغانستان پرضد کوم کسان پارول نن پوه شوي. او کوم کسان چې نن پاروي سبا به پوه شي. د پښتو ژبي د يوضرب المثل په اساس چې وايي (دوه به سره جوړشي ددرېيم به مخ تورشي) ښايي پاکستان هم له يوې داسي سياسي مايوسۍ اوماتې سره مخ شي.که پاکستان دا فکر کوي چې افغانستان بايد تل د پاکستان مستعمره وي. نودا فقط (پرلوټه د لور تېره کول دي) پاکستاني سياست مداران بايد د افغانانو مېړاني ولولې، ترڅو لومړی ورته جوته شي چې دافغانانو سر ماتېدای شي، خو کوزېداى نه شي. افغانانو په تېر تاريخ کې دا په ثبوت رسولې، چې وايي (ټيت مي مه بوله، غورځنګ راباندي مه کړه – زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ يم) اوس هم په دې مېړني قوم او ولس کې دا احساس شته، خو د مخالف او موافق ترمنځ تفکيک ګران شوی. دښمن تريوه پټ او تور نقاب لاندي په يوه ناپېژندل شوې څېره کې له يوه نامعلومه ځايه څخه، د هېواد ښوونکی، د قوم مشر، د کلي سپين ږيری، عالم او سياستمدار راڅخه اخلي. موږ يې وينو، موږ پر ژاړو، موږ يې ښخوو، موږ يې تلين لمانځو..... خو موږ يې يوه ورځ هم د انتقام په فکرکې نه سولو. داځکه چې بياهم تفکيک ګران شوی. نور نو سړی نه پوهېږي چې بالاخره څه ډول ثبوت دا ولس قانع کولای شي، چې داومني چې له ګاونډيانو مو اور اخيستی؟ د تېر څخه پند اخيستل د هوښيارانو کاردی. هرقوم که د خپل ژوند له تجربو، لوړو ژورو، پرمختګونو، لاسته راوړنو او ماتو څخه د ځان په ګټه پند واخيست سوبه يې په برخه شوه.
شاعر: محمد اسماعيل (يون) (دلاندي بيت شاعر: ((سيد حسن))