ملاوحید
تیرپسې ۲۴ برخه
د زرداد پلار حج ته تللې و او په مکه کې له مولوی صاحب خالص سره په یو مجلس کې شریک شوی و خو مولوی صاحب په دی نه وو پوه چې داد زرداد پلار دی او خالص صاحب د زرداد په غیبت شروع کړی وه خو دزرداد پلار حاجې سرور له خپل ځوی کلکه دفاع کړی وه او ددواړو ترمنځ لفظې شخړه شوی وه او بیا نورو حاضرو کسانو مداخیله کړی وه او د زرداد پلار ته يی ویلې و
ننګرهار ته دزرداد پټ سفر
ویل کیږی چې د زرداد او حاجې قدیر تر منځ د جنرال دوستم په منځګړیتوب یوه دوستانه ناسته تر سره شوی وه او دا کار ددوستم او حاجې قدیر تر منځ له یو تفاهم وروسته وشوو او دا داسی وخت و چې دوستم څو ملیارده افغاني چې نوی يي چاپ کړی وی او په مشرقې کې یي د چلند په خاطر د مولوی صاحب خالص د قومندانانو په واک کې ورکړی وی او د بانک له طریقه د ولایتي اداری او نورو مسؤلینو له خوا توضیع کیدی نو په همدی دلیل ددواړو ترمنځ روابط ډیر نږدی شوی وو او په پیښور کې د جنبش ملې نماینده دزرداد کور ته ورغلې و او له نوموړی یي غوښتې و چې که د جنبش د مشرتابه منځګړیتوب ومنې او یو باوری شخص راته وویل چې په طورخم کې د حاجې قدیر شخصې موټر او ساتوونکې انتظار وول او کله چې زرداد او د جنبش ملې نماینده په طورخم ورواوښتل او له دوی سره یوه پک اپ او یوه ډریور او دوه وسلوال ساتوونکې وول چې دغه وسله قومندان سره پاکستان کې هم ازاده وه او له دغه ځایه د جلال اباد په طرف وخوځیدل د بهسودو له پل سره نږدی د قدیر په کور کې سره لیدنه تر سره شوه او له هغه ځایه د کباب د خوړلو لپاره سرخرود ته لاړل او حاجی قدیر لومړی میلمانه په نوی کور وګرځول او یو کس وویل چې زرداد ورته وویل دا کور ده او که مدرسه؟ ټوکی ټکالې يي سره وکړی او بیا له هغه ځایه لږ وړاندی د ونوو په یوه باغچه کې په کټوونو کښیناستل او کله چې قومندان ترینه د پیښور په لور رخصت آخیسته نو حاجي قدیر ته يي ویلې و چې هغه ځوی دی چې له تا سره بندی ده هغه به خوشی کړی او قدیر ورته په خندا ویلې و چې ډیرو خلکو او حتې مولوی صاحب خالص هم راته وویل چې خوشې يي کړم خو سر می ورته خوځولې و خو تر اوسه می نده خوشی کړی مګر چې تاه يي سپارش وکړ بس وعده ده زرداد خان چې خوشی کووم يي(ظاهر قدیر او که جمال قدیر وو خو په دوی کې یو بندی و) او له دی وروسته به زرداد او نورو قومندانانو دجلال اباد لاره استعمالوله
دطالبانو په راتلو سره د ننګرهار شورای هم له منځه لاړه او د نادر عرب ورور په حیات اباد کې هغه کوڅه کې پټ کور نیولې و چیرته چې حاجی منجې کور درلود او اوسیده به،د منجې ماشومان او کورنې په ناصرباغ کې ژوند کولو خو دښمنې یي ډیره وه او په حیات اباد او اسلام اباد کې يي هم کورونه درلودل او ځان یي ډیر ساتلو خو تر ټول زیات د صادق لیوني له کورنې ویریده چې په شمشتو کې یی ژوند کولو او له حاجی زمان هم ډیر ډاریده ځکه زمان حاجې هم د ددښمنې کولو ډیره سابقه او تجربه درلوده خو اخر يی په ځانمرګې کې سر وخوړ او ویل کیږی چې دا ځانمرګې يی په ۴۵۰۰۰زره ډالره ورته خریداری کړی وو او ملک زرین هم همدا ډول خر مرګې(ځانمرګې) وواژه بس ملا صاحب به د جنت لنډ ادرس ورکړی وی، پته به دی ولګئ د جاهل ځویه والله د اور کوتک خو دی په مقعد درننه شي جنت خو څه د خلاصه او قدوری د ملا په واک کې نده تباه یي کړی تباه اوه د سور ځویه
د نادر عرب ورور او کورنې به څه کول او یا نه خو د بلا خولې ته يي ځان ورکړ او په ډیر غټ جاهل او بیرحمه دښمن سره يي مخه شوه او په داسې حال کې په حیات اباد کې په نیمه شپه د حاجې منجې له خوا ووژل شول چې خپله د کور مالک،ښځې او ماشومان یي ویده وول او د پولیسو پک اپ کور ته ورځې هغوی هم ورته دروازه خلاصوی او د څه پلمې او تالاشی په پلمه ورننوزی او سمدستې ورپسې د حاجي منجې کسان هم ورننوزی او پولیس له کوره په بیړه وزی او د نادر عرب ورور،او ښځې په بیرحمې سره د ورغلو جانې قاتلانو له خوا وژل کیږی او په دی کسانو کې لاندی کسان ملګری وول چې د همدی کسانو تر منځ له دوه کسانو دا قیصه ما اوریدلې ده.
۱:حاجې طوطي
۲: محمد نور د ډډو اکا زوی
۳: حاجې دواجان
۴: نظیر ددریم مفر ورور دی
۵: بادام عرب
۶: حمید الله د منجې اوښکې
۷: دادک
۸:شیر د منجې ورور
۹: اول خان
۱۰: صالح
۱۱:حاجې جمعه ګل
۱۲:حاجې شاه ولې
۱۳: شیرعلې
دا ټول په همدی شپه حیات اباد ته د منجې دیری ته وربلل شوی وول او حیات اباد د پولیسو مشر ته ۵۰۰۰۰۰ پنځه لکه کلداری او ډی ایس پې ته ۱۰۰۰۰۰۰ لس لکه کلداری او د آی اس آی د پیښور افغان بیرو مشر وحید جان چې د کوهاټ دی او دا وخت نوموړی مسؤل ټاکل شوی و او پخوا يي له قومندان شمالې سره هم ډیر ښه روابط درلودل او اوس د منجې د نیمو شپو د بانډارونو یار هم و هغه ته هم ښه غوښنه ونډه رسیدلې وه ځکه هغوی د پولیسو میړونه دی په بد حالت کې پولیسو ته ویلې شي چې چپ شه چا ته مه وایه کنې .....ویل کیږی چې حمیدالله،شیر او اول خان نامې په لندن کې ژوند کوی.شیرعلې د ولسی جرګې غړی ده،شاه ولې وفات شوی دی او حاجې طوطي د نمرو د ویش په سر یوه کرغیړنه شخړه کې په بت خاک کې د حاجې شیر علې له خوا ووژل شو،صالح او جمعه ګل په هکله می معومات حاص نکړل خوکه چا راته ایمیل وکړ او د قناعت وړ ول نو بیا به یي له لوستوونکو سره شریک کړم محمد نور چې په نور شهرت لری او دادک نامي په پیښور کې يي د څینزیو د قوم دوه کسان چې زلمي او ګل زمان نومیدل او د منجې او دهغه د ورور شیرعلې له خوا تښتول شوی وو او په حیات اباد کې په یوه زیرزمینې کې ساتلې او ډیر یي شکنجه کړی هم وو خو چې کله ازادشول نو د حیات اباد په رنګ روډ يي په حاجی منجی وسلوال برید وکړ هغه ترینه بچ شو خو دا دوه کسان چط د منجې سره موټر کې وول ډیر سخت زخمیان شول او اوس ویل کیږی چې دواړه فلج شوی دی. او حاجې دواجان او د هغه ورور نظیر په بت خاک کې د کوچیانو ملکان دی.د بی بی سی همکار رحیم الله په دی قتل تبصیره وکړه او وی ویل چې خلک واي دا کار دشمالې ورور حاجې شاه ولې او دهغه کورنی او ملګرو کړی.ما چې کله داخبر واوریدو نو ډیر راته دردوونکې او وحشي راته تمام شو او دا د ډیر نامرده او بیغیرته دښمن کار وی چې له تورسرو انتقام آخلئ او دا داسی کار ده لکه همدا اوس یي چې طالبان کوی په لویه لار کې به نارینه ترینه ووژنې او زنانه به ورته چیغې او فریاد کوی او یا به زنانه په ځاي پریږدی او خاوند،پلار ،ځوی او یا ورور به ترینه بوځې چې ګواکې له دولت سره کار کوی،دغې ډول نقطي ددښمنې تر ټولو رزیلې او نامسلمانې برخې دی.د پیښور پولیسو به هم د نامعلومه کسانو په نامه مقدمه درج کړی وی او ډک جیبونه به کور ته لاړوی،ښځې به یي هم ورته میک اپ کړی وی او بس کوارټر پری کیږی نازنینی ځواب کې به ورته واي بس غم مکوه کابلیان دی،ماجر دی ماجربس څوک يي تپوس کوی همدا شان دوه نور کیسونه هم راروان دی بس که خیر وی ډیفنس کالونې کې به بنګله آخلو بنګله.
دا دښمنې اوس هم ریښې لری که مو یاد وی څو میاشتې د مخه جلال اباد کې جمال قدیر او حاجی شیرعلې کسانو یو پر یل ډزی وکړی او بیګناه کسان پکې ووژل شول او امنیتې کسانو یو هم ونه نیولو او شخصا شیرزی د قدیر د کورني سره مخالف دی او ددوی داجګړه د تجارانو د مالونو د کمیشن په سر راغله او شیرعلې سره د حبیب افغان په نوم یو وکیل هم شریک دی او اوس خبره دادی چې دوی د ولسې جرګې وکیلان دی او که کمیشن کاران؟ عجب خر ډت حکومت دی باید له وکیلانو د دا ډول کار او بار واک واخیستل شي او ددی تر څنګ ولې ګل اغا شیرزی او د امنیه قومندانې حاجې شیرعلې ته د ۱۰ لسو میلو وسلی اجازه ورکوی او دوی چې چیغې وهلې ننګرهار کې خپلسری وسلوال شتون لری داهسی ګپ شپ وو ددوی پکې لاس و او شیر علې هم همدا چیغې وهلې خو خپله یي د والې په همکاری لس میله وسله بی له اسنادو ګرځوله.ولېحکومت ددی قتل مجرمان ونه نیول؟ دا څو ورځې دمخه چې حاجی دین محمد ناکام شو د کوچیانو استازو بلکل ووټ ورنکړ له دی رایه ورکولو د مخه په بتخاک کې د کوچیانو په نوی کلې کې د حاجی منجې په کور کې غونډه وه چې د نعیم له زوی پرته اکثریت کوچې وکیلان پکې ناست وول او منجې،حاجې کفتان،دواجان،شیرعلې او داسې نور پکې وو فیصله يي وکړه چې ووټ به نه ورکوو.
نوربیا
وحید ملا