د ملا صاحب خالص ډله ۲۳ برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ملا وحید

داحمدزیو د شورای هغه قومندانان چې د حزب اسلامی مربوط وول او یو څه شهرت يي هم درلود لکه چمن،قلم،زرداد او حسن خان تر ډیره وخته د جلال اباد له لاری پیښورته سفر نه کولو او د خوست له لار به یي استعمالوله ځکه چې د ننګرهار شورای پریکړه کړی وه چې له دغو قومندانانو سره به هیڅوک ناسته نه کوی او که جلال اباد ته هم راشي څوک به ورته

د میلمستیا انتظام نه کوی اصلا دی کار یو ډول شکونه راولاړ کړی وو نو ځکه اړ و چې په خوست سفرونه تر سره کړی. خو په دغه لار کې هم یوه ورځ ددی قومندانانو او د حقانې د کسانو ترمنځ جنجال پیښ شوی وو او دلیل یي هم دا ؤ چې کله نا کله به يی دی قومندانانو ته اجازه نه ورکوله چې له وسلې سره خوست ته داخیل شې دوی به وسله په خوست کې کوچیانو او یا د حزب اسلامی په کومه قرارګاه کې کیښوده او بیا به پاکستان ته داخیلیدل او کله به چې واپسې کې راتلل نو دا وسله به يي د ځان د امنیت لپاره له ځانونو سره را اخیسته خو په خوست کې د حقانې کسانو څوځله دا ډول حرکات تر سره کوی او اخر دا قومندانان دی ته اړ کیږی چې ددی لاری له استعمال ډډه وکړی او دازری او ځاځیو له لاری سفرونه پیل کړی خو د حقانې دمجاهدینو دی کار حقانې ته هم ستونزه وزیږوله او هغه دا چا جلال الدین حقانې داحمدزیو د قومی لښکر او دخپل تنظیم ترمنځ په صلح کې ونډه درلوده او له دی وروسته يي د کابل او جلال اباد ترمنځ ډیر زیات تګ او راتګ پیل کړی وو او په هر یو سفر کې به یي له ځان سره څو موټره خوراکې مواد،مبلاین،بیطری،تیل او داسې نور شیان کابل ته وړل او نه به په جلال اباد،لغمان،سروبې ،ماهیپر او پلچرخې کې ترینه محصول آخیستل کیدو نو په دی کار سره يی خورا ښه غوړ کمیشن ترلاسه کولو د خداي کارونه وی غر په غره نه ورځې خو انسان په انسان ورځې د روژي میاشت ده او حقانې صاحب له خپل کمیشنې کاروان سره د لانډکروزرو او پک اپ موټرو په بدرګه راوان دی او ماښام نږدی د زرداد مرکز ته رسیږی او هلته د لوی لاری ترڅنګ زرداد یو مسجد جوړ کړی و او دهغه وخت او زمان سره دننه ښه سینګار ورکړی و او د اودس او نور حاجت لپاره يي په کاپې اندازه د سهولت ځایونه ورته جوړ کړی و او خپله مي هم پکې څو لمونځونه کړی او د مسجد تر څنګ يي یوه کوټه او غسل خانه د امام لپاره درلودل او امام راته ویل چې د لغمان یم او یو لس کلن ځوي یي هم ورسره اوسیده خو هغه ملا بیا قومندان رخصت کړی و چې کیسه به يي وروسته ولیکم

 

مولوی حقانې د ماښام د لمانځه او روژه ماتې لپاره توقف کوی او دا داسي وخت دی چې د ماښام جمع شوی ده او د مرکز کسان د ماښام روژه ماتی کوی قومندان په چهاراسیاب کې دی او کله چې د نظام قراول کسان دننه مسؤل کس ته خبر ورکوی چې میلمانه چیرته کښینوی نو دی وخت کې دزرداد پلار خبریږی او د باندی ورځې او حقانی ته واي چې حرکت وکه په ماهیپر کې هوټلونه شته روژه به پکې ماته کړی او ته نه په پښتونولې خبر يی نه په مسلمانې او نه په غیرت ستا میلمه پالنه مو په خوست کې څو ځله لیدلې او اوس راځې دلته  دتیلو بوشکه دی تر شاه تړلې او پیسې ګټي ستا له شان او نوم سره دا کار برابر نه دی.زما زوی او دهغه ملګری په لویه لار نه پریږده او ته له پیکا،راکټ او کلاشینکوفونو سره له ما دا اومید لری چې په دسترخوان راسره کښینې؟ خو حقانې بې له دی چې څه وواي موټر ته خیژی او د کابل په طرف حرکت کوی.دزرداد یو ملګری الله نظر واي چې یوه ورځ پهلوان سیدمحمد راته وویل چې سروبې ته ځم او د حاجې صاحب قدیر یو پیغام ورته رسوم که ته راسره لاړشي او هغه واي چې زه هم ورسره لاړم او په لاره کې يي یو لیک راته راوښود چې ګورم حاجې صاحب قدیر ورته اوږد خط لیکلې وو او ډاډ يي ورکړی و چې زه مو په خدمت کې یم او جلال اباد خپل کور وګڼه او زما مجاهدین دی په خدمت کي دی او ننګرهار کې ستاسو لپاره هیڅ امنیتې مانع او ستونزه نسته او یو جدا لیک یي ورته لیکلې و او هغې کې حاجی قدیر د ننګرهار امنیتې ادارو ته توصیه کړی وه چې قومندان زرداد سره ۳۰-۴۰ میله وسله د امنیت په خاطر ازاده دی او دضرورت په وخت کې ورسره لازیاته مرسته وکړی.

نوربیا

ملا وحید