دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
محمد صفر خواریکښ
۲۴مه برخه
سپی سپوږمي ته هم غاپي.(اووم پيدر)
سپی غاپي کاروان مخ ته ځي.(عربي)
سپي غپېږي،کاروان تېرېږي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
سپی له ښځې نه هوښياردی،په خپل خوند غالمغال نه کوي.(چکوسلواکيا-چکي)
دسپي دغپا اودښځې دژړا مسووليت څوک اخلي؟(اسپانيه)
کوم سپی چې غاپي،چيچل نه کوي.
هغه سپی چې ډېرغاپي،خراب ښکارکوي.(پرتګال)
واړه سپي تل په لوړاوازغاپي.
کله چې يوسپی غاپي،نونورټول غپل پېلوي اونه پوهېږي چې دڅه له پاره.(اووم پيدر)
کله چې يوسپې کوړنجېدل پېل کړي،نوټول کوړنجېږي.
يونوکر ډېربېکاره نه و،مګرسپي ورته غپل.
کوچني سپي اوکوچني خلک تل ډېرچالاک وي.
له کوچنيوسپيوځان ساته،غټ کم چيچل کوي.
غلي سپي بدچيچل کوي،دوۍ پونډۍچيچي.
له غلي سپي اوارامواوبو سره احتياط کوه.(انګلستان)
تړلی سپی تل په قهروي.(سوېډن)
ليونی سپی لېوني خلک نه چيچي.
يوسپې له يوورون غوښې سره هيڅ دوستان نه پېژني.(هاليند)
هغه سپې چې غواړی بيده شي،پرېږده چې بيده شي،نوته به ونه چيچل شې.
دهغه سپي چې خوراک کوي اودهغه سړي چې بيده وي مزاحمت مه کوه.(ايتاليا)
لېونی سپی مخکې له دې چې کورته لاړشي پوټکی يې شوکارې کېږي.(سوېډن)
تندسپی ښايي حساس نه وي.
ړانده سپي او پيشوګان چيچل اونوکارې کېږي.(المان)
کله چې سپی لاړشي،بياپيشوراشي،هيڅ شخړه نه پېښېږي.(چين)
ډېربېداره سپی هم بيدېږي.(انګلستان)
پرپروړه ولاړ سپی هيڅکله هغه نه خوري،خونوريې هم خوراک ته نه پرېږدي.(روسيه)
کوم سپی چې پرخاوندباورکوي،هغه مهال چې غواحلالېږي تراوبوپوري وچ منډې وهي.(افريقا-سواحلي)
۱۱۶
يوښه سپی په خپل ځاې کې غول نه کوي.
سپی ښه چلندلري:هغه خوراک نه کوي ،ترڅوسړی هغه ته څه ورنه کړي.(فنليند)
سپی په ډېرپودينګ(پودين) پسې خپه کېږي.(انګليند)
سپي اوهلکان يې ډېر وخت په يادلري.
سپی هم خپلې ګټې نه هېروي.(روسيه)
کله چې سپی شرمېږي،خپله لکۍ پټوي.
بيخي ازادسپی خپله خوښي نه شي څرګندولی.(البانيا)
که ته يوډانګی ددې له پاره واخلې چې سپي ته دې غږ کړې،هغه نه درځي.(منګوليا)
که سړی سپی وهي،لرګی اسان پېداکېږي.(هاليند)
يومغلوب سپی هيڅ سوۍ نه شی نيولی.
کله چې سپی متيازې کوي،لېوه له ځنګل نه تښتي.(پيدرلول)
سپی وايي:«دايوازې ځورول شوی نه دي ،چې ساه يې بندېږي».(افريقا-سواحلي)
سپی،سپی نه خوري.(انګلستان)
دسپي ورورته لېوه وايي.(ناروی)
خراب سپی هيڅکله لېوه نه ويني.(انګلستان)
کله چې سپی غلی وي،لېوه زړورکېږي.(اووم پيدر)
هيڅ سپی دسوۍ انډيوال نه دی.(اووم پيدر)
کله چې سپی مړشي،سوۍ پرې ددانګولو جرأت کوي)
که څه هم يوسپی دبرهمنانو(دهندوانومذهبي مشران-ژ.)منځ کې وزېږي،خوپه سپېڅلوليکنو نه پوهېږي.(هند-هندي)
يوزوړ سپی خبرې کول نه زده کوي.(پرتګال)
هرڅومره چې سړی ديوسپي لکۍ نوازش کړي،خوښی به يې ترلاسه نه کړي.(ماليزيا)
داښه نه ده چې يوزوړسپی نوي هنرونه زده کړي.
سپی څلورپښې لري خوپه يووخت کې پردوولارونه شي تللی.(افريقا-کيکونګو)
زوړ سپي ته ماوايه چې« څمله»،هغه له تا ډېرپوهېږي.(ايتاليا)
له سپي نه چې دڅه غوښتنه کوی نوبايدورته ووايې چې:« زماښاغلی».(عربي)
سپی ترهغې په خوله ښکلوه،ترڅوهغه څه ترلاسه کړې چې ترې غواړې يې.(عربي)
چې په سپي وياړې، په اجوره کې يې غول ترلاسه کوې.(ناروې)
چې سړی له سپوسره لوبېږي،ورګې يې په برخه کېږي)
څومره سپی خواروي ،هومره يې ورګې غټې وي)
خوارسپې دخپل خاوندله پاره شرم دی.(جاپان)
شپي اوشتمن خلک په ځان بسې دروازه نه پورې کوي)
دسپي دوعاجنت ته خطرنه لري.
۱۱۷
که دسپي دوعاقبلېدی،له اسمان نه به هډوکې ورېدلې.(المان)
کوچنی سپی ترډېره کوتی وي.(پيدرلول)
سړی له بدسپي نه دښه کوتي تمه نه شي درلودی.(عبري ژبه)
کله چې سپی غټېږي،غاښونه يې هم غټېږي.(روسيه)
سړی بايدسپی په ويښتواهلي نه کړي.(اووم پيدر)
کله چې سپی واښه خوري،باران کېږي)
که ته سپی يې،بايدهډوکی وجوی. (لوليند(ددنمارک يو ټاپو دی[ژ.])
دوۍ لکه دسپي اوپيشو يوځای اوسېږي.
هغه دچيني پلورنځي کې دنرغوايي غوندې دی.
هغه سپي ته ورغی.
دلته سپی ښخ شوی.(المان)
که سړی پرسپي تېرېږي،پرلکۍ هم تېرېږي.
دسپي ويښتان
دسپي کال دسپي له ويښتانو سره پروت دي.(شيليند(ددنمارک يو ټاپو)[ژ.])
دهغه سپي يوويښته چې پرون يې چيچلی وې.
سل
په سلوکلونوکې هرڅه هېرېږي.
په سلوکلوکې به موږ ټول پکان شوی ياستو.
سل کلونه زيات نه دي،خو،«هيڅکله» اوږد وخت دی.(فرانسه)
کور
کور جوړېږي چې په کې واوسېږې، نه ددې له پاره چې ورته ګورې.(انګلستان)
هغه چې دعامه لارې ترڅنګ کورجوړوي،ډېرمعماران پېداکوي..
هغه چې دهرسړی په سلا کورودانوي،هيڅکله پای نه رسېږي.(پيدرلول)
احمقان کورونه ودانوي هوښياران يې پېري(اخلي)(المان)
کله چې کورسرته رسېږي،مرګ راځي.(المان)
نارينه کورونه ودانوي،ښځې کورونه جوړوي.
رښتينی کوردسپمايوه ښه صندوقچۍ ده.
خالي کورله خراب کرايه کوونکي نه ښه دی.(سکاتليند)
دروازه له کورنه ښه مه جوړوه.(انګلستان)
جګې ودانۍ زياتره کوزې لړزېږي.(سوېډن)
په زوړکورکې زياتې مږې،په زوړپوستين کې زياتې سپږې.(المان)
۱۱۸
هيڅ کوربې مږونه وي.
په غټو کورونوکې غټ غمونه وي.
په غټوکورونوکې زياتره کوچني کسان اوسېږي.
کېدای شي له يوکوچني کورنه سترسړی راشي.
پرکوچنی کورهم لمرځلېږي.
يوکوچنی کورته زيات دوستان راځي.
هغه کورپه ستاينه ارزي،چېرته چې دخوراک لوښی درې کرته کټۍ(دېګ) ته وېوړل شي.( پيدرلول)
کله چې سړی دکورساتلو له پاره څوک ولري،دکورساتل اسان دي.(يوليند)
په کوم کورکې چې هيڅ نه وي،ډېره سپما په کې کېږي.(شيليند)
هرکورخپل صليب لري.
بې مېرمنې کوريوبې رڼاڅراغ،اوبې کنتروله بېړۍ ده.(اووم پيدر)
هغه چې غواړي کورکې يې ارامي وي،په موبل(فرنيچر)کې دې دمېرمنې مشوره واخلي.(سوېډن)
په کورکې يوه ښځه نه موندل کېږي،ايادادبدوارواو ځای دی.(هند-هندي)
کورله نارينه وسره ډېرښه دي تردې چې له پېسوډک وي.(عربي)
به اوړي کې هرببربوټی کوردی.(ناروې)
هغه په هغه بل سر کې کورجوړکړی دی.
هغه د کورورتلو خبر ورکړ.
سپورسرتېری
سپاره سرتېري دجګړې پوښتنه کوی،داکتران دتبې.(المان)
دلته بايددسپروسرتېروله پاره هم څه وي.
مېړه/دکورنارينه
دمېړه چلندله عوايدو سره ښه کيږی.
دمېړه سترګې دهغه له دواړولاسونوڅخه زيات څه ترسره کوي.(المان)
دکورنارينه په يوه سترګه دچوپړي له دواړوسترګوزيات څه ګوري.
دبيده مېړه خيالي(خدمتګار) هلک په برخه کېږی.(سوېډن)
مېړه که هرڅومره کمزوی وی،په کورکې ترټولو غښتلي دی.
دماشوم اوښکې
دماشوم اوښکې دکورخوښي ده.
سړی دماشوم داوښکوله پاره څه څه نه کوي.
.«دماشوم اوښکې ښه شی دي»،هغه سړي وويل چې خپله مېرمن يې
۱۱۹
کم ځمکی/کوچنی ځمکه وال
يوکم ځمکی په خپلو پښو ښه دی تردې چې ستر ځمکه وال په کونه وي(زيانمن شوی).(شيليند-دنمارک))
مېرمن/ماندينه
مېرمن بايدسړی په سترګوخوښه نه کړي،بايدپه غوږونويې خوښه کړي.(روسيه)
کله چې مېرمن غوره کوی ،نوړومبی يې مورته وګوره)
مېرمن دې داسې غوره کړه،څنګه چې غواړې ماشومان دي وي.(سکاتليند)
يوسړي ترهغه مهاله چې مېرمن پېداکوی،يوازې نيم دی،بې ماشومه کوريومړستون دی.(لرغونی هندي)
يوه مېرمن اسانه موندل کېږي،تردې چې يوکوردمراسموله پاره پېداکړی.(مون-(ددنمارک يو ټاپو دی)[ژ.])
هغه چې کرونده ښه ساتي،ښه مېرمن پېداکوي.( پيدرلول)
بې مېرمنې کوريوبې ګله ګدان دی.
هغه چاته،چې ښه مېرمن لري،هيڅ ناوړه پېښه دومره درنه نه وي چې و يې نه شي وړلی.(اسپانيه)
مېرمن دبدن له پاره ښه ده،مګرنه روح له پاره.(يهودي)
هغه چې ښايسته ښځه لري،له دوونه زياتوسترګو ته اړه لري.
له ترټولوښايسته مېرمنې نه ړنده مېرمن ښه ده.(هند-هندي)
که ښځه دې لنډه وي،ځان دی ورته کښته ګوږکړه اوپوس پوس(په ټيټ غږخبرې)ورسره وکړه.(يهودي)
مېرمن لکه بړستن داسې ده که پرځان يې واچوی راپاروی دې،که څنډې ته يې وغورځوې،ساړه دې کېږي.(افريقا-اشانتي)
پرېږده چې مېرمن دې دچړوانبارولری خوځان سره اوږده وساته.(پيدرلول)
که مېرمن دې درته غوړه مالي کوي،بدپلانونه لري.(روسيه)
که مېرمن کګناه کوي،مېړه بې ګناه نه دی.(ايتاليا)
دبل په مېرمن کې شېطان ډکه کاچوغه شات اچوي.(روسيه)
هرڅه خپل خوند کوي،ښځه دبل.(افغانستان –پښتو[ژ.])
ځوانه مېرمن بايدپه داسې کورکې وي چې هلته يوازې سيوری اودغږغبرګون وي.(چين)
ښځه ياپه کورده ياپه ګور.(افغانستان-پښتو[ژ.])
پښه په زانګو،لاس په څرخه،دښې مېرمن نښه ده.(انګلستان)
مېرمن بايدخدمتګاره وی چې په خپله بهراودننه دواړوته وګوري.
دوه مېرمنې دوه دزهروډکې کوزې دي.(افريقا-کيکويو(دخلکويوډله ده چې په کينيا کې اوسېږي ژبه يې هم په همدې نامه يادېږي[ژ.])
دبل ښځه يوه ارزانه متاع ده.(هند-اوراون(په هندکې ديوې قبيلې نوم دی)[ژ.])
هوښياره ښځه څوک پېداکوي؟دهغې ارزښت له مريواوچت دی.(بيبل)
هغه چې خپله مېرمن په وياړساتي،په ځان وياړي.(سوېډن)
۱۲۰