په ورين تـندي يې د دوښمن مرمۍ ته هرکلی ووايه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالسلام اندړ نارام
د هغه ختلي اوږې مي لا تر اوسه په سترګوکې ولاړي دي . هغه پرواليبال مين وو،خو د واليبال په لوبه کې تکړه نه وو، يوازي سرويس يې کولای شوای ،هغه ستړيا نه درلوده .
هغه به لا ټکنده غرمه د واليبال د ميدان  د جال پايې ته تر څلو رو بجو ډه ډه اچولي وه .
هغه  يتم وو او هر چا لا په ځواني  کي  هم ديتيم په سترګه ورته کتل .

هغه هرډول مزدوري کوله او هر ډول او هرځايې مزدوري وکړه  ترڅو د خپلي کونډي مور او وړوکي ورور ساتنه  او پالنه وکړي .
کله چې د سياسي ګوندونو اخبارونه  له چاپه را وو تل، نو دغه لوړ خياله   زلمکي  د دغو اخبارونو خرڅولو ته لاس واچاوو .
داچې  په شلګر(اندړو) ولسوالي کې دلوستو(باسيوادو) شمېر ډېر کم وو. که ووهم زياتره  يې دجوماتو ملايان او ياهم د شور باز ار (قلعه جواد) دحضرتانو نورالمدارس  دمدرسې فارغ التحصلان وو چې دپښتو لوست اوليک يې نه وو زده او يا يې هم کم لوستل  اوليکل پرې کولای شوای  .  دحيرانتيا وړ خبره خو داده  چې د اخبارو او مجلو لوستونکي ملايانو او کاپيران (کافران)بلل .
له اخبارو او مجلو څخه يوازي دوکاندارانوپاکټونه  جوړول . نو هغه  هم  په دوکاندارانو خرڅول
په ښوونځي کې به  يې هم د اخبارو دخرڅولو له کبله  سپکې سپورې اورېدلې . ډېرکلونه تېر شول . . . .
له ډېرو کلونو وروسته  مې دعبدالحي دپوستې انډيوال  ابدول امد خان  (عبدالاحمدخان) وليد، له جوړ په خير  وروسته  مي د عبدالحي پوښتنه ځيني وکړه . پوښتنې مې پرله پسې شوې : عبدالحی چېري دی ؟ په څه لګيادی؟  څه کوي؟ چېري اوسي؟ !!!
دهغه شونډې بړسې شوې، سر يې وښوراوو، داسي يې راته وويل : (يوازي د عبدالحي پوښتنه کوې نور ټول دي هېرکړي دي؟)
نه ! په خدای که مي يو هم هېر کړی  وي ...، خو خبره داده  چې زما او د عبدالحي د ماشومتوب يادونه  تر نورو زيات دي نو ځکه مي اول دهغه پوښتنه وکړه .
(راځه ياره ! ستاسي به څه خاطرې  او يادونه وې ؟ ما وېل : د ښرني دکوټـنۍ ، د ملکانو د کلي د عبدو الرحمان د اور د ژرندي، د پتني او محمودخېلو د نانوايي خاطرې او يادونه .)      
ترلاس يې ونيولم، په ګڼه ګوڼه کې  يې کش کړم  ، يوسماوار ته يې بوتلم .  ديوه ترخه شين اويوه خواږ ه تور چای فرمايش يې  دسموار شاګردته ورکړ .
غاړه يې تازه کړه، کيسه يې  داسي پېل کړه :
(په  وزارت  کې نفرکشي شوه ، له شعبو څخه اداري  پاخه، زاړه، بې واسطې، بې وسيلې، صادق، پاکنفسه، په وطن مین، ملي ګټوته وفادار، بې کوره ، دلوړو مختلفو مسلکو تعليميافته او متخصصين  افسران  يې دڅارندوي  په يو ګارنيزيون  کې  لکه  د منځنيو پيړيو غلامان راټول کړل او پيرې يې پرې  ودرولې .  زه هم په  همدې ډله کې وم، شل شل نفره يې په کوټو ووېشلو او دوه  پړيز اوسپنيزو روسي چپرکټونه  پکې  ايښې وو.  هر افسر دځان له پاره  ځای خوښ کړ.  وروسته له دې څوک دباندي ووتل چې خپلو خپلوانو ته دچا په لاس احوال  ولېږي  اوڅوک هم  په خپلو کټو کې دراز  وغزېدل .  په لوړ  غږ يې  دخپلوآمرينو غير  عادلانه کړنه غندله .
څو ورځې مو بې له کومه جرمه  ښه ټينګه بنديخانه  تېره کړه . يوه ورځ  سهار  ملا آذان  شپيلۍ وچورړېده، موږ ټول  لکه هيټلري جنګي اسيران  مرش مرش د محل تجمع ميدان  ته ولاړو اوپه لين  ودرېدلو . د ګارنيزيون  مشر يو ښکلی ځوان وو، له باډيګاردانو سره راغی، دلين مخته ودرېد اوموږ ته يې  دګارنيزيون له لويي دروازې  څخه د وتلو آمر وکړ.  ټول آفسران يو دبل له شا په درنو قدمو، کږو غاړو او ځړېدلو سرو روان وو لکه په غلا چي يې نيولي وو.
پيره دارانو ترپال لرونکو  روسي کاماز موټرونو ته دپورته  کېدو امر راکړ . موږ هم لکه جنګي اسيران بې ځنډه  پورته شولو ، دموټرو ترپالونه يې وتړل .
ماسپښين قضا مازديګر لوړ يې دتورو دنګو غرو په لمنو کې کښته کړو.
غرو نو لکه د ملا نصرالدين کلا غوندي  له  دريو لورو يې يوه ښکلي شنه  اوپراخه دره په غېږکې نيولې وه .
يوجنرال  دلاس په ايشاره  دغرو په څوکو دپوستو ځايونه  راوښودل ،نهه نهه  شوو او حرکت مو وکړ، څه  مزل چې مو وکړ، غره  لمن  ورټوله کړه  اوسم لکه دېوال مستقيم  ودرېد، نو له کمپلو مو داشرارو څادرونه  جوړ کړل، دکالاشينکوفونو بندونه مو تر سرو واړول اوپه خاپوړو دغره  په خېټه  ور وختلو.
شپه نيمايي ته نيږدې وه  پوستې ته  چې دغره په لوړه څوکه  تعين شوي وه  ورسېدلو.
دغره دشا لوري ته   يوړنده کۍ لار ه تېره شوي وه، چې اشرارو به  دجهاد په نامه لدې لاري  څخه تل اکمالاتي قطارونه  لوټول ، راکيټونه  به يې ښار ته ويشتل ، حکومتي کارکونکې به يې له کورو تښتول ،جريمه کول به يې ، وژل به يې  او نور شرمونکي اعمال  به يې تر سره کول . د ښار ،کليو او دټولي علاقې خلک  د اشرارو د دغه شرارت د لاسه  تردوو سپوږمو رسېدلي وو .
نو مو ږ   ددې وحشيانو دمخنوي  له پاره په دريو مناسبو ځايو کې  پيرې جوړې کړې .
شپه مو په رڼو سترګو تېره کړه، سهارشو،داوبو، قاروانې راوړل، مخابره، پيرې، دوربين اوترسد دندومهال ويش مو جوړ کړ او خپلې دندې مو پيل  کړې  .
تر ټولو ستړې کونکي دنده  داوبو او ډوډۍ  راخيژول وو. دسيلو ډوډۍ به کله کله دوه ورځي  هم  دغره په لمن کې  پاتي وه، داسي به کلکه شوي وه لکه خښته، له اوبو څخه به مو دزمزم  داوبوپه ډول استفاده کوله . چا که  به ږيره  خرېـيله  نو به یې  وچه خرېيله ، زه  خو لا تر اوسه  هم ږيره  وچه خرېـيم .
څو ورځې اوشپې تېري شوې . يوه شپه له قومنداني څخه  مخابره وشوه  او عبدلحی يې عاجل قرارګا ته وغوښت، هغه هم بې له  ځنډه  وار خطا په نيمه شپه دغرو په سروحرکت وکړ. موږ فکر کاوو چې البته خاد (امنيت ملي) به غوښتی وي ، خاد ته غوښتل هم تيار مرګ وو، ځيني خاد يستان  خو دومره بې تربيې، بداخلاقه ،بېرحمه ،ظالم او جاهل انسانان ووچې دخلکو په مينځ کې يې دحکو مت نوم  بدکړی وو .
موږ  وروسته خبر شوو چې  له کوه ساپي  څخه  اشرارو دکابل په ښار باندي  راکېټونه ويشتلي ، ډېر خلک يې شهيدان او ژوبل کړي دي، دعبدالحي هم يوه وړه،معصومه او نازولي لور پکې شهيده شوي وه،نو ځکه يې دی غوښتی وو .

يوه  ورځ مې ګهيځ  په دور بين کې دقدرت  لېونيان ،دملي روغې جوړې ، دعلم اوپوهي، ترقي ، پرمختګ  اوبيا جوړوني دوښمنان  څارل ،چې  په ښار باندي  بيا مرګوني  ړانده راکيټونه اومزايل  را ونه غورځو ي .
خدای مه کړه  چې بيا ښاريان  په وينو کې و نه لمبېږي،. بيا ميندي دخپلو نازولو بچيانو په وينو لاسونه سره نه کړي،بيايې پلوونه له وينو ډک نه شي، بياماشومان بې پلاره نه شي،بيا ګلا لۍ نجوني ميراث خورو ته په ميراث پاتي نه شي،بياناوي کونډي نشي او بيا دجنازو کار وانونه  دهديرو په لور دښاريانو په اوږو پورته  نشي  .)  سترګې يې له اوښکو ډکې شوې ستونی يې  بند او پټه خوله شو.
ما ځان وښوراوو، دچايو ډکې پیالې يخې شوي  وې، پياله مي راپورته کړه يوغټ غړپ مي ځيني وکړ، عبدالامد په يوې نامالومي نقطې کې سترګې کلکې  خښي کړې وې .  پوښتنه مې ځيني وکړه : نو عبدلحی ... ؟  بې لدې چې زما پوښتنه وواري،خبره يې را پرې کړه او داسي يې په خبرو پيل وکړ :
(دوربين ناڅاپه  دآسمان په لور  رانه پورته شو سترګې مي په اورېځوکې ټينګې ونښتلې او د ورېځو  تور اوسپين حيرت  انګېزه  جنګي، عشقي فلمونه مې  وليدل ،دسترګوليد مې لکه څرخـنی (باښه)دلوړوغرو په سرو په ډېر سرعت والوت، دټولوغرو په سپينو واورو پوښلو څوکو په يوه شېبه کې وګرزېدو، لاندي راولوېد، دغرو په لمنوکې يې دشنو ونو، بوټو اوياغي رنګارنګ ګلونو ننداره هم وکړه .
دغروله مينځه يوې نرۍخړي دوړي مې د نندارې مخه ونيوله . دا دوړه  دکابل  لخوا دغرو په مينځ کې راجګه شوه.  ډېره ګړندۍ راتله، دوربين مې په دې  دوړه کې خښ شو .
تر هغومي څارله  ترڅوچې له پروتوکولي پوستې څخه راتېره شوه . که مې کتل چې يو بيرديوم (سپک جنګي ګړندی ټانک) له دوړي څخه راووت .


БТР-90



څه وخت وروسته زموږ پوستې  ته مخامخ  ودرېد،څو ک يې کښته کړل او حرکت يې وکړ .
د دوربين سترګې مې بندې کړې ، د اورېځو ژوندي فيلمونه مې په سترګو کې ثبت شوي وو، هيځ مې نه ليدل . سترګې مي ومښلې کلاشينکوف مي په مرچل کې تيږي ته ودراوو. ډېرتږی وم  دژي خوله  مې خلاصه  کړه، را پورته مي کړ ،  يوڅاڅکی  اوبه  هم پکې نه وې  . موږ  اوبه  لاندي له ويالې څخه راپورته کولې . خوڅو ورځي کېدلې چې اشرارو داوبو وياله تړلي وه . يوغړپ اوبه  هم په وياله کې نه راتلې ، په غرو کې پوستو، بازار او کوز کلي څو ورځي  اوبه نه درلودې، سخته تنده وه، دکلي او بازار خلک  د څاګانو  کيندلوته اړ شول ، ترڅو څاروي او ځانونه  له تندي  وژغوري  .

سهيلي باد دغره په سر هوا ښه سړه کړې وه . لمر چې له تندي  واوښت تيمم  مي وواهه  لمونځ مې اداکړ  ، سولي ته  مې دوعا او جګړ ته مي ښېرا وکړه  . بيا مي دوربين  را واخيست  شا وخوا مي  کتل ، که ګورم چې زموږ دغره په  لور يوڅوک را روان وو. دپوستې انډيوالانو هر يوه په دوربين  کې ورته وکتل ، خو چې رانيږدې شو ومو پيژاند.
ښه غښتلی دغره سر ته را وخوت موږ ټول يې مخي ته ورغلو، په غېږ موستړي مشي  ور سره وکړه،يو د بل موپه خاور و اودوړو ککړ  مخونه سره مچ کړل .دتيږو په سر کېناستلو، لاسونه مو ورته پور ته  کړل او دخدای(ج) له دربار څخه  مو  ده  ته  صبر او دمعصومي لور قاتلانو ته  دوزخ وغوښت  .
يوه ګړۍ مو  مجلس سره وکړ، دلاساينه مو ورکړه  ، خوهغه ډېر غمجن  اومايوسه وو،غَلَګي او کوپوني مواد يې هم نه وو اخستي ،ځکه  دغذايي او نفتي موادو  کاروانونه اشرارو چور او تالاکړي  وو .د دو مياشتو دکور کرايه يې هم نه وه ورکړي .
يوې  اوبلې خواته  يې وکتل،  پورته شو، ژی  يې وښوراوو، چايجوش يې وکوت  چې اوبه  پکې نه وې، سريې پرې وځړېد، بېرته کېنوست ، څو شېبې  وروسته په پټه خوله  ولاړ شو يوم (بېل)او ژی  يې  واخيستل ، په ډېره عجله  د غره له سره، (لکه څه  چې  يې هېر کړي وي)  لاندي  په منډه شو . چې اوبه  راخلاصي کړي، ژی له اوبو ډک راوړي  .  موږ ډېر کوښښ وکړ چې  را ويې ګرځوو، ځکه  خونړۍ شپه په لاري وه ، وحشي حيوانات  له غارو  په را وتلو وو، مګر  زموږ ټينګار  ګټه ونه کړه ، نه  را وګرځېدو . څه  وخت ورسته  دغرو په مينځ کې د اوتومات  ماشينګړو  فيرونه شروع  شول ، تا به ويل  نينې  کېږي،فقط دوه دقيقې يې دوام وکړ   نور چوپ شول، خو وحشت زېږونکې انګازې  يې تر ډېر و د تورو غرونو په مينځ  لالهانده ګرزېدې .  لمر له وېري د هغه پوري غرونو شاته ځان پټ کړ،مـرغـانـو خپل لغړ بچي  په ځالو کې پرېښودل ،البته  دوی به هم ترسد کاوو چي وحشي پشيان پرې  حمله ونه کړي  او يابه  يې هم  ددې فيرونو جاج اخيست .
خوشال او زلمي دواړو  کالاشينکوفونه واخيستل او په ځغاسته   دغره  لاندي  کته شول ، موږ ته  اندېښنه پيدا شوه،  خدای  مه کړه   چې اشرارو کمين  نه وي نيولی  . شپې تور  وېرونکي  وزرونه  په  ټوله دره  بام کړل ، له هر بوټي  پيريان  کټېدل، دغره له هري  ډَبرې  څخه تور دېب  جوړشوی وو او وحشتناک  وېرونکي  اوآزونه  لاندي  له  درې  څخه دغره  سرته له  عجيبي  ژېړي  رڼا سره  يوځای  را پورته کېدل ، ماغوښتل چې  دهر دېب سينه  ورغلبېل کړم ، هر وحشت پارونکی  غږ  دتور توپک  په ډزو خاموش کړم  او د پيريانو ځالي  په يوه رسا مرمۍ  سره  په اور  لوخړه  کړم  ، خو  ريـيس  صاحب راباندي  غږ وکړ:  پام کوه ! چې خوشا لخان اوزلمی خان  ونه لګېږي .
شپه پخه وه  چې  خوشال او زلمي د غره له سينې  څخه چيغي  وهلې  خبردار   چې  ډزي  ونه کړی!  آسمان تورو اورېځو  اشغال کړی وو ، په دره کې توره  وېرونکې  تياريکه  حاکمه وه ، خوزموږ  په  پوسته کې  يوه خړه  غوندي  رڼا وه ، موږ انډيوا لانو   يوبل داسي  سره ليدل  لکه  د تيري  پيړۍ  دعکس  نيګټيف (فلم) .
خوشال  او زلمی  پوستې ته را ورسېدل ، موږ  مرچلونه پرېښودل او په بېړه  تر هغوی را وګرځېدلو، ريـيس صاحب په درېدلې نفس  پوښتنه  ځينی وکړه ،  عبدالحی مو ونه  ليد ؟  هغه څه شو؟ فيرونه چاوکړل؟  د زلمي  په  مخ غټي غټي  سپيني  اوښکې په تياره کې  ځلېدې ، زموږ ټولو ستوني  وچ  شول ، خوشال په سولګو کې  ريـيس صاحب ته  وويل  : عبدالحي  اوبه  راخلاصي کړې،  د اشرارو ورخ  يې چپه  کړ، وياله  يې له اوبو ډکه  وبهوله، خو په ورين تندي  يې د دوښمن  ګولۍ ته هرکلی وويل!  په رښتيا يې  هم د دو ښمن مرمۍ  پر وچ وېلي خوړلې وه  .
اِناللّه وانا اليه اجعون
دې  زړور شهيد افسر ځان  قربان کړ خو دکلي او بازار دخلکو تنده يې ماته  کړه)  

زه هېښ پېښ شوم، خوله مي وچه شوه، آه! ولي؟ څنګه؟هـا خو ډېر عاجز اوبې آزاره سړی وو.  هغه وويل : (بلې دهغه شهادت زړه  دردونکې پېښه وه .)
عبدالسلام اندړ نارام
۱۹۹۰