س.اندړ
د افغانستان د ديموکراتيک جمهوريت دجمهور ريس، د وياړلو، غښتلو او اتلو وسلوالو اوهوايي فوځونو لوړسر قومندان، همدارنګه داصيل، پاکنفس، ريښتين، پوه او مترقي ګوند عمو مي منشي، دنړيوالي سولي او ملي روغي جوړي نړيوال لومړنی نوښتګر، رهبر اولارښود شهيد ډاکتر نجيب د شهادت دشپاړسمي کليزي په هکله د هغه محترمي کورنۍ ته، د
آمين يا ربالعالمين
وړاندېز:
۱ ــ ملګري ملتونه دنده او مسؤليت لري چې د خپل مېلمه قاتلان وپلټي !
ولي امپريالستي سازمان(م م) شپاړلس کاله پټه خوله اوچوپ دی؟
۲ ــ د وطن ګوند صفوف بايد له س.م .م څخه د خپل رهبر قاتلان په رسمي توګه وغواړي .
۳ــ د شهیدنجيب دشهادت کليزه په خارج او داخل کې بايد په ميټینګونو او ټولنيز ډول په شاندارو مراسموسره ولمانځله شي .
۴ ـ د شهيد نجيب دملي روغي جوړي تيوري بايد دافغانستان د ښووني او روزني په تعلمي نصاب کي شامله شي .
۵ ــ امکان لري د (زکريا يوسفزي صاحب )په مرسته چې دشهيدنجيب لارښوني د يو جهاني تلويزيون له لاري د وطن او نړۍ خلکو ته واوروو.
هېرېدلای نه شي
ســــره اورونه لا پــه زړو بــلـېـــږي
خــو ويــرونــه هـېـرېــدلای نــه شي
هــرڅـه هـېــرېــږي تــېــرېــږي پسي
خـــو مېــړونـه هــېـرېــدلای نــه شي
خپلو سپو کاشکي داړلی نه وای
هــازخـمــونـه هـېـرېــدلای نــه شي
که سکـروټــه شي د ګلـوغـونـډۍ
لوی لوی غرونه هېرېدلای نه شي
کــه جـــونــګــړه مي را وسـوځــوي
خــو لالــونــه هـېـرېـــدلای نـــه شــي
هرسړی که مي کــه پــه دار ځــړوي
تــاريــخــونــه هــېــرېـــدلای نــه شي
تور سېلاب که مي ويجاړ کړي ګلبڼ
ســره ګلــونــه هـېــرېــدلای نــه شـي
پــه اغــزو يـــې ټـپـي شــوي زړونه
خــو ګــلـــونــه هــېــرېــدلای نــه شي
س.اندړ
2012-09-19
Malmö - Sweden