ملا وحید
تیر پسې....دویشتمه برخه
په صباه ورځ شوراي د جلال اباد ښار کې د شمالې مربوط مراکز خالې سلاح کړل او د شمالې د کور د شخصې اموال په شمول دده نږدی ملګرو کورونه يي هم چورکړل او د شمالې کشر ورور شیرعلې چې همدا اوس په ولسې جرګه کې د کوچیانو استازی او د کمیسون مشر دی او هغه وخت به تقریبا د ۶-۸ کلونو په عمر وو له خپلې ورینداری او د هغې له ماشومانو سره دشورای له خوا په یو کرایه پلاینکوچ کې د پیښور په لور
حاجې صاحب قدیر،حاجې زمان،حاجې شاه ولې(دشمالی ورور)حاجې حضرت علی،پهلوان سیدمحمد،ملنګیار او داسي نور هم په حصارک کې وو او د خپلو قوتونو مشری يي کوله او تر منځ یي د باور فضا هم نه وه په دی ارتباط د حاجې منجې د وروستنې ښځې ورور حمیدالله زمانخیل واېي موږ د شورای د قومندانانو د تګ راتګ لاری څارلی او موقع ته مو کتل چې څنګه یي ووژنو او یوځل مو سړک کې ورته ماین خښ کړ مګر قومندانان بچ شول او د بل چا پک اپ پری منفجر شوه:یادداښت(هغه کسان چې ددغه ماین په ذریعه وژل شوی و د چمن مربوط وول). ناڅاپه حاجی داود طالبانو ته ورواوښت او دده د کسانو له خوا په لسګونو کسان ووژل شول او ټول د قومندان حضرت علې کسان وول او ددغه قتل مشری د داؤد ورور کوله چې اوس په انګلستان کې ژوند کوی.د حصارک له حالاتو خرابیدو سره سم د شورای قومندانانو په داسی حال کې تیښته پیل کړه چې یو اوبل ته یي حال ونه وایه خو زمان او قدیر یو راز وول او شاه ولې هم له دوی د مخه تښتیدلې و او قومندان حضرت علې او سید محمد پهلوان سروبې ته وتښتیدل او دا دننګرهار دشورای د ژوند اخری سلګې وی خو دخالص ګوند دلته ډبل فلمې آکټ تر سره کړ او غوښتل يي چې حاجی قدیر په انجنیر محمود عوض کړی خو د الله رضا بل ډول وه او هغه دا چې حاجی قدیر او زمان مخامخ پیښور ته وخوځیدل او انجنیر محمود په مشری بله ډله یي طورخم ته ولیږله چې طالبان له دی لاری رادننه کړی ځکه دلته یوه تشه او یوه ویره موجوده وه او هغه داچې دولتې قواوی جلال اباد قبضه نکړی او تشه دا وه چې دطالبانو شورای به سمدستی اعلان وکړی چې انجنیر محمود دوالې په حیث وټاکل شو او واک به بیرته د مولوی خالص د ګوند منګولو ته ولویږی مګرددی دسیسې په وړاندی یوه بله دسیسه طرح شوی وه او دا هر څه یي له بیخه خنثې کړل او هغه داچې د شمالې د وروڼو منجې او شاه ولې د یو قتل عام پیلان درلود او د هغې پع نتیجه کې انجنیر محمود،سازنور،حاجی محمد اکبر،نادر عرب،محمد قسیم اوپه لسګونو نور کسان په بیرحمې سره ووژل شول او په دی اړوند حاجی دین محمد داسی لیکې:حاجی شاه ولی په دی دلیل دا خلک ووژل چې دخپلو دوه وروڼو حاجي شمالي او حاجي ناصرخان د وژلو دعوه يې بر دوی درلوده.دلته دین محمد هڅه کړی چې دهغوی په وژنه کی د خپلې کورنی لاس رد کړی او بیا ورپسې زیاتوی د انجنیر محمود جنازه يي ځکه مولوی خالص ته وروړه چې هغه يي مهم قومندان و. او ښاغلې دوکتور جمیلالرحمن کامګار لیکې به تعداد۶۰تن از مسؤلین سابق این ولایت بشمول انجنیر محمود وقومندان سازنور در نزدیک تورخم طی یک کمین بقتل رسیدند، خو د قاتلینو نوم لیکلو یي ډډه کړی او د افغانستان د حزب اسلامی مشر حکمتیار په دی اړوند لیکې: جلال اباد د خاص مقاؤمت نه پرته سقوط وکړدجلال اباد په سقوط کې د دی ولایت د مشهورو او نومیالیو قومندانانو په شمول د ۷۲ کسانو یو ځاي وژنی لویه ونډه درلود دوی طالبانو سره د خبرو په پلمه طورخم ته وغو ښتلي شو،تورخم ته نژدی د مرحوم شمالی خپلوانو او مجاهدینو ورته کمین نیولی وو،او ټول یي د سرک په سر يو ځاي په قتل ورسول او د ۱۳۷۵/۶/۲۱تاریخ جلال اباد د طالبانو لاس ته ولوید. په دی لیکنه کې له لاندی کتابونو ګټه اخیستل شوی ده.
۱:د مولوی خالص ژوند،فن او اند(لیکوال حاجی دین محمد دخالص معاون
۲:حوادث تاریخې افغانستان(لیکوال ډ . ج کامګار
۳:پټی توطي بربنډی څیری(لیکوال ګلبدین حکمتیار
نور بیا
ملا وحید