ادبي ټوټه
رفيع الله روشن
بېګاه دڅوارلسمې اونن شپه دپنځلسمې سپوږمۍ ده، پرون هم دسپوږمۍ په اطرفوکې سپينې وريځې طوافونه کول اونن هم ،بېګاه هم همدغه مهال دراډيو په څپوداسندره چې ((خبرې دې جانانه له سپوږمۍ سره کومه))ډېره ښکلې خپرېده اوبلاخونديې کاوه!دايې لانښه چې تاڅوځله سپوږمۍ ته خپله په نکريزوسره شوې ګوته نېغه کړه او زياته به دې کړه چې نن به ګوره له ماسره مخامخ خبرې کوي، نه تاته،نه ستوروته، نه وريځ ته اونه هم باد او باران ته اړتيا پيداکېږي چې زماخبرې اورازونه درسره شريک کړي.
ته پوهېږې ؟ نن شپه نوموړې سندره بياهم هماغه شان دهماغه سندرغاړي په اواز له يوې بلې راډيوخپرېږي، مګر نن يې موسيقي دومره زور نلري چې زمادزړه پردوته يوه وږمه هم ورسوي،حال داچې پرون شپه مااوتا له راډيوسره سمه سندره زمزمه کوله،خو اوس ستاهغه سره ګوته نشته چې دسپوږمۍ په لور به دې ونيوله، هغې به ځان په وريځ کې ونغاړه،ستادمخ ښکلاته کتل يې نه شول زغملى اونه يې هم ستادګلورين رخسار دليدو توان لاره.
نن شپه شپه ماته داسمان په طره هسک کتل هم خوند نه راکوي ،خوبياهم چې کله مې سترګې ور واوړي او چې فقط داسمان په لور وګورم نو وريځ په ډېره سپين سترګۍ دسپوږمۍ مخه پرېږدي اولکه يوه ښکلې ناوې چې درنګينو پېلوزو اوبلينډيو رڼاګانومنځ کې ولاړه وي،داسې يې راته د ښکلاستاينه کوي،پوهېږي چې داولې؟
داځکه چې نن ستاهغه ګلابي مخ او سره لاسونه نشته چې سپوږمۍ ورنه وشرمېږي او ځان پټ کړي.
نن شپه هم دپرون پشان دغره له لمنې ځناورو وېره وونکي ،دسيندله غاړې د مارغانو،دسړک له سره دموټرو ،له فضاء څخه دطيارو، په کورکې دولاړو شنو ونوله سرونو اوڅانګو دشمال،دکلي له منځه دسپيو،دحجرو اودېروڅخه دځوانانو داتڼونو اوسندرو اوازونه اورېدل کېږي اودغوږونوترنريوپردو ځان رسوي،خودغه ټولې ازانګې او انعکاسونه چې پرون شپه يې خوندراکاوه اوپه زړه کې مې ددوى ددوامداره کېدو او ترډېره د ژوندي پاتې کېدو دعاوې کولې، نن شپه مې ډېر ځوروي، هريوراته ديوه بد زيري پشان ښکاري ،پوهېږي چې ولې؟داځکه چې نن شپه ته نه يې!.
پرون هم همدا تخت،همداتوشک اوبالښت،همدا رنګارنګ ګلونه،زرګونه،دميزپه سر په شيشه يي جګ کې داوښکوپشان سپينې اوبه،اوڅورنګه تازه او وچه ميوه ايښې وه،همداقلم او کتابچه وو!خوماته نه له تا سره دوصل دشپې له خوښۍ په دې تخت خوب راغى،نه مې ستا په ديدن دمړښت په وجه اوبه يا ميوه وخوړل ،نه مې هم کومه يوه کرښه دڅه شي په اړه توره کړه اونه يې تاموقع راکوله.
خونن په هماغه تخت کې له تاڅخه د جدايۍ اوبېلتون له زوره خوب نه راځي،له هماغه شيشه يي جګ څخه په ګيلاسونو ګيلاسونو اوبه څښم ،خودچاتنده به ورباندې ماته شي؟ اوهماغه کتابچه کې ستاپه لاس په جوړشوي مريدار قلم ستاپه بېلتون کې کرښې توروم نه پوهېږم چې څه ليکم خو دومره پوهېږم چې ګوتې مې خوځېږي، خودا دعاکوم چې :اى کاش ستاتصوير ترې جوړ شي.