په پاکستان کي د افغاني محصلینو ستونزي او د سفارت بې تفاوتي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
روښان ابراهيمي
په هند کې افغان سفارت په همدې اونۍ کې د هند په پوهنتونونو کې افغان محصلینو ته د قدردانۍ غونډه جوړه کړې وه، ولې په اسلام اباد کې افغان سفارت خو نه محصل ته قدر ورکوي او نه هم محصل ترې دومره تمه کولای شي. دلته که سفارت د محصلینو لپاره ستونزې جوړې نکړي، ور حل کوي خو یې نه. په تېره هغه زده کوونکي چې په بورسیه راغلي دي، دلته له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، کله یې د خوښي
پوهنځې ته نه وي ورکړې ، کله یې هم په اسنادو کې ستونزې وي ، کله یې هم له پوهنتون سره ستونزه وي ... خو کله چې افغان سفارت ته مراجعه کوي نو هغوی په ځواب کې ورته وايي چې مونږ په دې کې هې
څ نشو کولای (داسې په بې وسۍ یې درته ووایي چې ته به وایې هېڅ ديپلومات ندی او په دې هېواد کې د مهاجرت شپې تېروي) ، محصل خوارکی بیا مجبور دی چې یا خپلې زدکړې پرېږدي او هېواد ته ستون شي ، یا هم دلته د پاکستانیو لوړپوړو چاواکو دروازې وټکوي او هغوی هم په دې تمه چې پوروړي یې کړي ستونزې ورته حل کوي او بیا یې د شومو موخو لپاره کاروي. په دې برخه کې ډېری د آی اس آی هغه ګوډاګیان هم شامل دي چې په افغانستان کې کار کوي ، دوی د محصلینو ستونزې ورحلوي او بیا خپل کار ترې اخلي .
بله مهمه خبره چې باید یاده شي ، دا ده چي پاکستان افغانستان ته ۲۰۰۰ بورسونه ورکړي خو په دې بورسونو کې بېرته پاکستانيان هم زدکړې کوي. د بېلګې په توګه د ۲۰۱۲ کال په شروع کې چې کوم افغان زده کوونکي د زدکړو لپاره راولېږل شول، ۱۰ کسان یې د رفاه نړیوال پوهنتون ته د ژورنالیزم په برخه کې ورکړي وو. کله چې دوی راغلل نو په پوهنتون کې نوی سمستر نه وو شروع شوی او دوی ته دپاکستان له لوري د بورسونو د برخې مسؤل وویل چې تاسو کورونو ته ولاړ شئ او د سپتمبر میاشت کې چې نوی سمستر شروع کېږي، راشئ . اوس چې راغلل، پوهنتون ورته وایي تاسو د هغه مسؤل نه یو لیک راوړئ تر څو مو په
صنفونو کې پرېږدو او چې کله هغه مسؤل ته ورځي نو ورته وايي چې ستاسو بورس سوځېدلي ( له منځه تللي ) ، ولې چې تاسو په تېر سمستر کې درسونه نه دي پیل کړي. په خپله خبره منکر شوي ځکه پوهیږي چي څوک نشته څو پوښتنه ترې وکړي چې ولې ؟ او څنګه دا بورسونه سوځېدلي ؟ اوس همدا بورسونه را اخلي او په خپل پاکستانیانو یې پلوري .
په پاکستان کې د طب فیسونه ډېر لوړ دي، داسې چي تر پنځه لکه او شپږ لکه کلدارو پورې دیوسمستر فیس رسېږي. له همدې امله افغان محصلینو ته مشکلات جوړوي ، کله چې هغوی په تنګ راشي او درس پرېږدي نو دوی یې بورسونه په خپلو پاکستانیانو پلوري. ولې افغان سفارت نه د خپلو محصلینو له شمېر څخه خبر دی او نه هم له دې چې په هغه توښه چې پاکستان پوروړی کړی، بېرته یې خپله کاروي .
ما چې کله د لیکنې لپاره د بېلابېلو پوهنتونونو له محصلینو سره دهغوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې، ډول ډول ستونزې یې درلودې ، څوک د لیلیې د کیفیت د خرابوالي نه سر ټکوي ، څوک بیا د استادانو د ناوړه چلند نه ، څوک هم ددې نه چې افغانستان کې ورته د محصل پاسپورت نه ورکوي او ورته وايي چې د لوړو زدکړو وزارت نه یې لېږلی ، څوک د امنیتې ستونزو نه ، څوک هم په دې چې په پوځي پوهنتونو کې دي او هلته ورسره د مور میرې چلند کېږي او په قصدي ډول ناکامېږي ترڅو یې پوځي حکمرانان له مجبورۍ ګټه پورته کړي. خو چې په سفارت کې د ښوونېزې برخې د مسؤل لیدو ته ورځې، لکه د ولسمشرۍ ماڼۍ ته �
�ې ور دننه کېږي. هغه ښاغلی ورسره په تیلیفون خبرې کوي، ورته د وخت ستونزه بیانوي او یا که کوم یو ځانته ور وغواړي هم نو په نه یې ورته ګوته ایښې وي او ترپایه ورته وايي چې سفارت درسره په دې برخه کې هېڅ ډول مرسته نشي کولای .

په اسلام اباد کې د نمل په نامه یو پوځي پوهنتون دی. پخوا یوازي د ژبو لپاره ؤ، او اوس پکې نورې برخې هم تدریس کېږي ( او شالید یې هم دادی چې د آی ایس آی غړي به چې نورو هېوادو ته استول کېدل، د هغو هېوادونو ژبې به یې دلته زدکولې ). دې پوهنتون ته تر دوه سوه افغان محصلین ورپېژندل شوي او اوسمهال پکې په زدکړو بوخت دي. ډېری افغانان په دې پوهنتون کې په قصدي ډول ناکامېږي او بېرته یې رالېږي. یوه محصل یې راته وویل چې په دا تېرو څو ورځو کې یې څو تنه محصلین ناکامه کړل او بېرته یې کورونو ته ولېږل چې په پنځم او شپږم سمستر کې ول. دوی وایی کله چې یی افغان سفارت ته مراجعه وکړه
، هغوی ورته وویل چې دا مو خپل مشکل دی او خپله یې حل کړئ.
کله چي چې د سفیر معاون ښاغلی موسی عارفي د یوه نندارتون د مراسمو لپاره دې پوهنتون ته ورغلی ؤ ، د پوهنتون رییس ترې پوښتنه کړې وه چې که افغان محصلین دلته کومه ستونزه لري او مونږ پرې خبر نه یو نو راته ووایاست چې ور حل یې کړو. ښاغلي ورته ویلي چې محصلین به خپل کار کوي خو که زما مېرمني ته داخله ورکړئ منندوی به مو یم.رئیس ورته ویلي چې دا خو زمونږ لپاره افتخار دی او مونږ به یې د پوهنتون له لوري په بورس کې ونیسو چي اوس یې مېرمن د ښاغلي په همغه سپارښتنه هلته زدکړې هم کوي .
هسې هم په افغانستان کې ملوک الطوایفي روانه ده . محقق په یوه لیک کې چې د پاکستان حکومت ته یې را استولی، لیکلي ووچې : هزاره توکمو محصلینو ته په کراچۍ او کوټه کې ستونزې دي او هغوی اسلام آباد ته ور بدل کړئ . دوی هم اوس په دې اخته دي او را بدلوي یې. ولې پښتنو ته نه داسې مشران ورپاتې چې غم یې وکړي او نه هم د واک صاحبان دې ته وخت لري چې د یوه خوار محصل غم وخوري. نو که په افغان دولت کې څوک له دې مشکلاتو خبرېږي او یا هم دلته د ددولت استازي له دې خبرېږي، باید چې ددې ستونزو په هواري کې کوټلي ګامونه پورته کړي ترڅو یې خپل مسؤلیت هم ادا کړی وي او محصلین یې هم له دې ستو�
�زو خلاص کړي وي.
ومن الله التوفیق
rukhaan @yahoo.com