دښاغلی قسیم فهیم خبرڅه مانا لري:

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
انجنیرعبدالصبورساپی
وائي دخبرنه خبرې پیداکېږي کله هم دخبرونه ځینې رازونه برالاکېږي اوکله دراز پیداکولولپاره ځنې آوازې اچولکېږي اوبیادهغه په اړوندنورې خبرې چې راوځې دهغه نه اصل مقصدته سړې رسي ،خوکله هم داسې شوي دي چې ځنې مشرانو یادولتمدارانونه خبرخطاشي بیا ورو سته ویاندئې هغه اصلاح کړي اویایوډول پرده پرې واچوي خوددا کله بې ارادې اوکله هم دغبرګونونو معلومولولپاره ویل کېږي،
کله هم امنیتي ارګانونه ځنې انګازې خپروي اوبیا دهغه په اړوند معلومات ټولوي اود دغه معلوماتوپر پربڼڅټ پرېکړې کېږي ،نو د همدې خبرلپاره بایدو وایم چې، ښاغلي قسیم فهیم کمه ویناچې د ښاغلې احمدشاه مسعود دمرګ په کالیزه کې وکړه دایو ناڅاپي خبره نشي کېدی زما پراند په دې اړوند مخکې هم دشمالي ټلوالې اوهم په دولت کې د قدرت کړیوترمنځ خبرې شوي دي، اوس دوی دخپل ځان په قدرت کې دپاتېکېدلو اوراتلونکې لپاره لاره هواره وي اوغبرګونونه ټوله وي ،احساسات څېړي اوخپلومقصد و ته لارې لټوي آخراوس خودالس کاله کې دوی یوڅه زده کړي دي، هغه هم دځان ساتنه په قدرت کې، په دې برخه کې د ټوپکمارو سرونه خه کارکوي ،یو دراتلونکي لپاره دمجاهدین په نام اتحادجوړه وي اوبل ورته دشطرنج لوبه کوي،اوبل ورته دآوازونغارې غږه وي ترڅو دخلکوپه سترګوخاورې واچوي اوحکومت وکړي اود دې بیچاره ملت هډوکې هم وزبېښي۰

قسيم فهيم خان په کابل کې د سياسي مشرانو يوې غونډې ته د وينا پر مهال ومنله چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د امنيتي حالت د ويجاړېدو اندېښنې شته چې د رڼو او د ټول هېواد په کچه ولسمشريزو ټاکنو ترسره کول گرانوي او په کار ده چې په گډه "يوه پرېکړه" وشي.
ښاغلي فهيم همدا راز د اردو او پوليسو د ناکامۍ په برخه کې، د هغه چا د چمتو کېدو غوښتنه وکړه چې دى ورته "مجاهدين" وايي. قسیم خان زیاته کړه:
''زما په اند په دې وضعيت کې چې اوس موږ په کې يو او يا خدای مه کړه په افغانستان کې امنيتي وضعيت تر دې هم بدتر شي، زما باور نه راځي چې موږ دې سالم، شفاف او داسې ټاکنې ولرو چې په هغه کې د افغانستان ټول خلک په پراخه کچه د افغانستان ټولو خلکو برخه اخيستي وي او ګډون دې کړی وي.'' بی بی سی
د قسیم خان خبرې که وڅېړو نوپه دې خبروکې درې مهم ټکي دي چې په لاندې ډول ئې څېړو۰
۱-دټول ټاکنوپه اړوند فهیم خان وویل چې امنیتي حالات دویجاړیدوخواته راوان دي اودټول ټاکنو ترسره کول ګران کارده باید چې یوه پرېکړه وشي، دپريکړه نه دقیسم خان مقصد څه کي دی شي، بی ددغه مفسدووطن دښمنواو چپاولګرو د واکمنۍ غځول، د دکارلپاره دوی غواړي چې یوشورا دلويې جرګې په شان راوغواړي اوخپل واک ته قانوني بڼه ورکړي دلویې جرګې غړي هم څرنګه چې دستراتېژیک تړون په منظورولوکې راټول شوي و بیاپه آسانه راټول کړي اوخپل مخ پرې تورکړي اودملت په سینه دیوې بلې دورې لپاره ګونډې ووهي۰

دلته داپښتنه راپورته کېږي چې بهرني قوتونه دڅه دپاره دي، اوده څه لپاره د۲۰۱۴زکالنه وروسته دلته پاتې کېږي مخکې له دې چې دغه قوتونه له افغانستانه ووځي باید ټول ټکانې ترسره شي اوبیا دوی دوطن پرېږدي دابه له یوې خوا ناتو اوامریکاته یوه د اوړوپزه جوړه کړي که څه هم دوی په دې تېرولسوکلونوکې داسې یوه تیږه کښې نښودله چې افغانان دې ترینه خیروکړي خوددغوناامنیوترشاه نورلوی مقصدونه هم پراتهٔ دي چې په سیمه کې دامریکې نفوذ اوپه طبعیی زېرموباندې تسلط دیددبلې خواه که داټول ټاکنې ترسره نشې دابه دخارجیانوله پاره په نړۍ واله کچه یوه ستره ماته وي اوپایلې دوام دجنګ په افغانستان کې۰  

ټول افغانان دې په دې پوه شي که دسل نوروکلولپاره دا فعلی چارواکي او دا کرزی په دې خاوره حاکم پاتې شي داجنګونه به همداسې روان وي  اوداخلک به همداشان دبی عدالتي فقراوبد مرغۍ سره مخ وي، نوکه خلک ځان له دغه ناتارنه خلاصول غواړي داسې یومشرتابه دې وټاکي چې هغه دپوهې عزت ،شهامت ،غیرت اوایمان خاوندوي اوپرته دوطن مینه بل څه ئې په زړه نه وي دوطن عزت اوسرلوړي خپل مصلحت وبولي نه دې څوفاسدوبی سواد و اووطن پلورنکوخوشاله ساتل۰

۲-بله خبردقسیم خان په خبروکې مهمه داوه چې دوویل «که پولیس او اردوناکامه شي نومجاهدین باید چمتووي»، دقسیم خان مقصد دمجاهدینونه څوک دي چې دی ئې تیاری غواړي ،خیراوس، دی اوکرزی اوخلیلی اومحمدی قانونی اورحیم وردک عطامحمدنوراوهمدرد ،داولیان وزیران ، دفاع وزارت دکور نیوچارو وزارتوکارکونکي څوک دي؟؟ بیا قسیم خان دې ځان اوکرزي اودادقدرت ډله ټپله تعریف کړي ترسوموږ پوشو چې دوی څوک دي، که دوی مجاهدین نه دي نوپېږدي قدرت دې مجاهدینونه ته چې لاتراوسه ئې څوک نه پېژني هغو چې جهاد فی سبیل الله وکړاوځانونه ئې قربان کړهٔ نورزموږسره نشته ، دې هغوپه وینو خود(قسیم صیب) په شان کسانوچړچې وکړې اولا ئې کوۍ ، په دغه ټول دولت کې به یوڅوتنه وطن پال اوواقعی خدمتګار شخصیتونه موجودوی چې هغوۍ دقدرت اوصلاحیت خاوندان ندي، کله چې ښاغلی ربانی ولسمشروه هغه وخت هم مجاهدین چې تاسوئې(فهیم صیب) اوس یادوۍ چېرته وه هغوې ستا سوپه اندڅوک ؤکه مجاهدین نه وهٔ ؟؟
چې کابل اوټول وطن ئې وران کړ، قسیم صیب ځان اوخپل شاوخوا دهغه وخت په حساب څرنګه تعریفوۍ اوپه خپل ځان څه نوم ږدي مجاهد اوکه کم بل څه چې موږلانه پوهېږو، اوهغه وخت څې ئې وکړهٔ؟؟؟
چې نن قیسم خان غواړي په داخبرو خپل دجهات دوخت هغه قومندانانو زړه لاسه ته راوړي ، اوهم د هغوکسانوزړه لاس ته راوړي چې دوی تراوسه ورته څوکۍ ندی ورکړی، اویا دوی هغوته دڅوکۍ ورکولونه بېره لري غواړي هغوته داسې وښئي چې ږواکې (قسیم خان) دولسمشرلمړی مرستیال ده خوبی واکه ده نوځکه وائې چه مجاهدین له دندولرې شوه۰۰۰ اومجاهدینوته واک ورکړشی ۰۰۰ اوداسې نورې پرتې، خوپه دې خبرو به یوڅو بیسواده ټوپکمار تېرباسي نورټول پوهېږي غواه توره اوشېدې سپینې دي۰

۳-دامنیتی وضعیت په اړوند دفهیم خان خبرې په زړه پورې وې هغه داچې دوویل :
«په دې وضعيت کې چې اوس موږ په کې يو او يا خدای مه کړه په افغانستان کې امنيتي وضعيت تر دې هم بدتر شي ټول تاکنی به ناسمې وي» په ټوله دنیاکې به چا تراوسه دغسې یوبیسواده رهبرنه وي لیدلی چې هغه دې ووائې [حالت خراب دي اونوربه هم خراب شي] تل رهبران په داسې حالاتوکې خلکوته ډاډ ورکوي اوکله هم د ده لپاره چې دولت ځان په حالاتو مسلط وښئي نوانتخابات اویا داشان نورمانورونه چې ضروروی سرته رسوي ترسودخلکومور ال لوړشي اوپه دولت باوري شي خودغه فاسده اوبی شرمه اداره ده، بې له دې چې نورخلکوته هم
ارزښت قایل شي اولږفکروکړي چې دلته نورخلک هم شته چې فکراوعقل لري اوداچلونه نورکارنکوي بس خپل پلانولپاره لارې جوړوي، او فهیم خان دومره ساده وآسان وائې چې حالات خراب دي اونورهم به خراب شي بس زما واک وغزوۍ، خوچې حالات خراب دې اودا ستاسو دلاسه شوي دي بیا ورځه په مخه مو ښه چې داسې یوڅوک راشي چې حالات جوړکړي نور تا ته اوستا ملګروته ضرورت نشته دټولونه ښه به داوه چې فهیم خان چې په کوم شهامت د حالاتود خرابي خبره وکړه ډېره به ښه وي چې په همداسې شهامت ئې ویلي وای چې[خلکو موږپه دې لسو کلوکې کارونشو کا ولې نوموږټول له خپل دندواستعفاء ورکوؤ] نوخلکوبه ویلي و چې رحمت دې په هغه شه چې تاته ئې شودې درکړي خوافسوس چې دې دې خبرشهامت نلري۰

څومره ساده اوآسان وائې چې حالات خراب دي باید زموږ واک نورهم وغزول شي ولې دلاروچاره اودهغه خنډونود لمنځه وړلوخبرهیڅوک نکوي چې داسې کړکیچېن حالاتې منځ ته راوړي اودخلکوژوندې په اوربدل کړی صرف یوه ډېره وړه کړۍ ده دغوحالاتونه ګټه پورته کوي اونوردژوند حق نلري۰  
دقسیم فهیم له سرکندولوداسې معلوميږي چې دبسم الله محمدی اوعبدالرحیم وردک له دندې ګوښکېدل هم د دې پلان برخه وي خوکه چېرې بسم الله محمدي بیاپه وزارت دفاع کې وټاکل شي اولسي جرګې هم دوزیرپه حیث ئې تائید کړي دانوبرالا یوداسې ثبوت دی چې ولسې جرګه هم دې دې پلان یوه برخه کېدی شي، اودعبدالرحیم وردک ومحمدي ګوښه کېدل دولسمشرپه مشوره اوپلان بایدترسره شوي وي۰

ښاغلي کرزی، ښاغلې رحمت الله نبیل ئې ځکه له دندې لرکړ چې دکرزی په اند په امنیت کې سړی باید له دوکالوزیاد پاتې نشي۰ ولې؟
ایا داسړی دخارجیانوسره لارپیداکوی ؟ایاداسړی رازونه بېرون باسې؟ یا له ډېرورازونه خبرېږي ؟زما پرې سر خلاص نشوخوکه هرڅه وی دوې خبرې څرګندې دي ، هغه داچې په افغانستان کې امنیت ترهغه اندازې رسېدلی نه ده چې ټولې پروژې داسې فایل شي چې هربل سړی چې راشي دهغه نه مکمله ګټه واخلي نوهرڅوک  چې ځي دځینو پروژه مهم رازونه به هم له ځانه سره وري اوبل چې راځي ترسودغه پروژه سره بلددېږي نودوکاله به پوره وي  اوبله داچې هرڅومره چې له امنیت نه کسان تبدیل شي همهغه اندازدرازونومحرمیت دپوښتنې لاندې راځي چې کنترولې په افغانستان کې په اوسنی شرایطوکې سخته خبرده، خواوس دغه خبرزما دغه لیکنې موضوع نده نوځکه زیادبحث پرې نکوم نوداخبرمې ځکه وکړه چې
اوس کرزي صیب که دغه کارته یوخه اصل وائې نومهرباني دې وکړي په خپله کرزی صیب دې هم خپله څوکې پرېږدي، د یوې خوابه قانون پلی شي او دبلې خوابه قدرت یو پوه باشهامت زړه سواند،زړوراو وطن پال غیرتي ، پوه سیاستمدارته ورسېږي چې خپلې ګټې دوطن په ګټوکې وګوري اووطن د ترقۍ اوپرمختک خواته سوق کړی،نه چې دخپل ځان په قدرت کې دساتلولپاره هرمکویالیستي روغې جوړې ته تن ورکوي دلته هغه مشهوربیت ډيرښه صدق کوي چې وائې:
ګراین مسجد واین ملاباشد        حــال طــفــلان خـــراب میبینم
کــه دامسجــد اودامـــلاوي               ماشوم حال راته خراب ښکاري
ومن الله توفیق