شاهد لو ګری
اسلاموعلیکم ورحمة الله وبرکاته
ما د۱۳۹۱ د وږي په ۱۹/۱۳/۰۹/۲۰۱۲ نیټه جنازه به کله وی تر سرلیک لاندی یوه لیکنه کړی وه او هغه هم داصلاح او ادبې بانډار لاندی،او د هیواد په سطحه ځینې بریښنا پاڼو ته ورولیږل خو ځینو په ورین تندی چاپ کړه چې زه يي ډیر منندوی یم او ځینو ته زه پاګل،ځینو ته مرتد او جاسوس او....ښکاره شوم او لیکنه يي ډیلیټ کړه او په دی کتارکې ټول افغان او شهادت پاڼې هم وي چې ما ورباندی نیوکه کړی وه
سرمقاله مو په څه لیکلې؟
سرمقاله د یو هیواد د رسمي پالیسې څرګندونه کوی.
سرمقاله دیو سیاسي ګوند د سیاست عکس وړاندی کوی.
سرمقاله د مهمو کورنیو او نړیوالو پیښو په ارتباط خپل غږ پورته کوی.
سرمقاله د ولسوونود هیلو ارمان وی
سرمقاله د یو اخبار،مجلې،رادیو او....له لوری هغه غږ منعکس کیږی چې د یو ملت او ولس له دینې،کلتوری او ملې ګټو د ساتني غږ پورته کوی او دی ته ورته نورو مهمو او درندو مسایلو کې د اخبار او....په تندی لیکلې وی او ډیره جامعه او اجتماعی پیغام له ځان سره ولری مګر د شهادت اخبار مسؤلینو له خپل صلاحیت ډیر اخوا تللې او د یو انتقاد اونیوکې په خاطر یی دی موضوع ته په سرمقاله کې ځواب ورکړی دی خو زه له دی ښاغلیو پوښتم چې ژورنالیزه مو لوستې او کنه؟له سیاست خبر یاست کنه؟ نور اخبارونه مطالعه کوی او کنه؟ایا زما دلیکني په اړوند ستاسو ځواب د حزب اسلامی رسمی دریځ او پالیسې دی او که دا کار تاسو د خپل فرهنګې ریاست له مشوری پرته کړی؟
سرمقالې لیکلې دغو تش په نامه کارپوهانو د شهادت ترڅنګ د ځینو پاکستانیو ورځپاڼو نومونه هم اخیستي دی.ما خو په خپله لیکنه کې هیڅ پاکستانې اخبار ته ګوته نده نیولې او نه پوهیږم کوم یو يي پاکستانی دی؟لراوبر اوکه الامارة؟ لومړی يی له اروپا خپریږی او دوهم يي د پاکستان له کومی مهمي پوځې چوڼې ځکه چې ۲۴ ساعته برق لری او په ډیرو ژبو لیکنې کوی او دا کار له جنګځپلې وزیرستان او توری بوړی ممکن نه دی کاه ممکن واي تاسوولې دومره فعال نه یاست اودیوی هفتې زوړ خبر راباندی ګوری او لیکې چې پرون نه اه بل پرون داسې شوی و او اقتباس مو هم له روهی،تاند،الامارة،وحدت،جرګه،خیبر او داسي نورو څخه وی؟ او ما خو هم ستاسو کوم خبر نده تشهیر کړی مهربانی وکړی نمونه يي ولیکې.ته له کومو مجاهدینو غږیږی؟ هغي ته هم مجاهدین واي چې خلک حلالوی؟دچرسو عشر اخلې،د خلکو زامن د پیسو لپاره برمته کوی،په عبادت خانو کې ځانمرګې کوی،قران شریفونه په شهادت رسوی،لمونځ کوونکې شهیدانوی او اسلام يي یرغمل او برمته کړی دیوقران او حدیث د ځان په نفع تعبیروی او هغه هم د اقتدار لپاره،تاسو حزب اسلامی او طالبان ولې خپل منځ کې جنګونه کوی؟دواړه د جهاد نعری وهي، په والله چې ستا همسنګر طالب سره چې کښیني هغوی وای موږ ته له حزبیانو یهود ښه دی او موږ لیدلې چې په برکې برک کی يي دولت ته د حزبیانو دځاي راپور ورکړ او پری وی وژل،ستاسو خو مشر هم معلوم دی او موږ له غږ،عکس سره اشنا یوو خو دا راته ووایه ملاعمر چا لیدلې؟
والله ملت له فاسد دولت او طالبانو دواړو پوزی ته راغلې دی او تاسو دا هم وایه چې یوازی تاسو په اسلام پوهیږی خو باید تاسو دا قبوله کړی دا ملت مسلمان دی،دوی کافر ندیودا مامورین،عسکر،استادن،پولیس،داکتران ،دا ټول مسلمانان دی دلته د خبره مطرح نده چې چا ته د کافر خطاب وکړووهغه څو ٪ کمونستان یو څه اصلاح شوی دی او ځینې يي اوس هم په همغه پخوانې خره ناست دی هیله دی چې اصلاح به شې،ستاسو د مشر ممنون یم چې د اصولې دریځ او مبارزی خاوند دی او دادی همدا اوس می د نوموړی یو کتاب مخي ته پروت دی چې نوم یي ده(متضاد روایات او مذهبې اختلافات) خوراه ښه کتاب يي لیکلې که مړ هم شې نو د قران پلوشې او داسې نور اثار خو یي راته چاپ کړی.که په علم وی ساف ډیر عالم دی نسبت ملاعمرته،که په مرګونو او ظلمونو وی له ساف څخه ملاعمر ډیر وکړل نو هغه واي جهاد نشته او دابل واي شته او کارونه د ولس په وړاندی پراته دی،یوه د ای اس ای له کافر تخرګ پوز تړلې راوتلې او بل له تورو عینکو سره د سی-ای-اې دواړه ماته بهرنی یرغلګر دی نو ته څنګه یو ته مجاهد او بل ته مافر لیکې؟شهادت اخبار بې له دی چې سنجیده فکر وکړی د طالبانو بلډوزر ده هغوی چې د خپلوچټلیو اعلان وکړی نو سمدستې يي شهادت ورپسې تاید کوی له دی معلومیږی چې د خبر لپاره هیڅ هم نلری او په ړندو سترګو د هغوی په قتلونو او نارواوو کې ځان شریکوی،نه مو معاش حلالیږی او نه رزق.
زه هم څه کمونست او یا کافر نه یم دروسانو په ضد جهاد کې می ټوله کورنی ونډه درلوده، زموږ په کلې کې زما ورور دوهم شهید وو،هجرت مو کړیی کور مو سوزیدلې ،او زحمتونه مو ګاللې خو جهاد هم اصول او شرایط لری،ته او خپل خداي تاسو په شهادت اخبار کې بې له معاش کار کوی؟صرف د جهاد په خاطر؟ راشه لوګر ،میدان،غزنې،تګاب،کنړ،خوګیانې او حصارک وګوره،ورشه پکتیا او پکتیکا ته طالب د مجاهد په نوم هغه خریمیې کوی والله انسانیت تری حیا کوی، هوامریکا یرغل کړی زموږ هیواد يي اشغال کړی خو پاکستان او ایران هم کړی زه خو وایم دواړه ډیر مضر او خطرناک دی یو طرف مو د ترهګر او بل د مرتد او کافر په نوم وژنې او په حقیقت کې دواړه درواغ واي ځکه نه ترهګر یم او نه مرتد او کافر
د حزب اسلامی لپاره ډیره د شرم خبره ده چې په اوسنې عصر کې هم ۳۰ کلونو وروسته پاتې فرهنګې خدمت وړاندی کوی،که هر اخبار ښه مواد ولری دا په دی معنې ټولنې ته ښه خدمت وړاندی کوی هیله دی چې دا دجاسوسي د ټاپو عادتونه تاسو او طالبان هیر کړی نور بس ده زه د تل لپاره لاندی ویبپاڼې لولم ددی لپاره چې څه زده کړم او له څه خبر شم خو طالبان له ووژنم او ها ها ها هو هو بل څه نلری او تاسو یي ورپسې نغاره کوی...
روهې
تاند
شهادت
ټول افغان
بینوا
سپورغې
لراوبر
پژواک
خبریال
بی-بی-سی
سمسور
افغان اسلامی اژانس خو تل يي تجارتي قلف ور اچولې وی
ازمون ملې
مشال رادیو
الامارة
عقاب
باختر اژانس او داسې نور
دامهمه نده چې زه دی ددوی همفکر واوسم
که شهادت زما ریښتنې ادعا ته درواغ واي نو له ځانه دی وپوښتې چې سرور قیام او د هغه زوی طاهر ولې دواړه په دفتر کې شپه کوی او د پاچا په نوم یو کس هم ورسره همفکره او د جعلې راپورونو په جوړولو کې ورسره برخوال دی او دا ډول کارونه په پژواک اژانس کې هم شته چې یو سلطانخیل کوچې له ژورنالیزم فارغ ده او زما یو ملکری لپاره يي په درواغو راپور جوړ او نشر کړ هغه اوس اروپا ته په لاره ده خو په سرمقالې سره مو خپله کمزوری او ناپوهې بربنډه کړه باید دا ځواب تاسو د یوی لیکنې په نشر سره ځواب کړی واي نه په سر مقالې سره
واسلامو علیکم
لوګری
شاهد لو ګری